14/04/2025
د ماشی په اړه جالب معلومات
ماشی کوچنی خو حیرانوونکی مخلوق، چې د لوی خالق د قدرت یوه لويه نښه ده کله چې دا کوچنی ژوی د الکتروني مایکروسکوپ لاندې کېښودل شو، نو د حیرانتیا دروازې پرانېستل شوې.
د هغه پر سر باندې سل سترګې پراتی دي، او د خولې دننه اته څلوېښت غاښونه ځای پر ځای شوي دي. د دې وجود په منځنۍ برخه کې یو نرم جوړښت دی چې پکې یو مرکزي زړه شته، او هر وزر ته هم یو خپل زړه ورکړل شوی دی.
هر زړه یو ایټریوم لري، یو وینټریکل، او دوه ډایافرامونه؛
دا داسې نظام دی چې تر ټولو پرمختللو ماشینونو کې هم نه ترسترګو کېږي.
ماشی یو داسې وسیله لري چې حتی نوی الوتکې یې هم نه لري—یو حرارتي حسوونکی چې د تودوخې له لارې څیزونه ویني، او دومره حساس دی چې د حرارت یو پر زرمه درجه هم درک کولای شي.
هغه د وینې د تجزیې لپاره یو خاص آله لري، یو بېهوښ کوونکی سیستم لري، او داسې مواد لري چې وینه مایع کوي، تر څو یې راجذب کړي.
د دې ژوی تر ټولو حیرانوونکې وسله، شپږ کوچني چاقوګان دي. څلور یې د مربع بڼه زخم جوړوي، او دوه نور یې دا زخم په خاص ډول بندوي، څو وینه په آسانۍ راټوله شي.
د ماشی پر پښو باندې پنجې او وریځی دي، چې په بېلابېلو کارونو کې ورسره مرسته کوي—ځړېدل، نرمه ناسته، او د ښکار د وجود احساسول.
دا ټولې نښې ښيي چې د ماشی تخلیق یو ژور سر دی، یوه نه ختمېدونکې معجزه، چې د خدای د قدرت یو ژوندی ثبوت دی.
پاڼه فالو کړای 👈 بلال خان بشر