فکری ښوونځی / Intellectual school

فکری ښوونځی / Intellectual school د مسلمانو ځوانانو پوه کول چې هر څه د غرب نه دي او موږ تر اوسه لا ډیر ځواکمن یو!

هغه باچا چې لۀ عظمت يې ۴۶ کاله د اروپا باچاهان لړزېدل! کله چې باچا شو، لومړی يې اروپا ته د جزيې ليکونه واستول. ځينو فکر ...
17/05/2023

هغه باچا چې لۀ عظمت يې ۴۶ کاله د اروپا باچاهان لړزېدل!

کله چې باچا شو، لومړی يې اروپا ته د جزيې ليکونه واستول. ځينو فکر وکړ چې نوی، د کم عمر باچا دی، هغه و چې استازی يې ترې وواژۀ.
کله چې خبر شو وې ويل: د اسلام سفير پداسې حال کې وژل کېږي چې زۀ لا ژوندی يم؟!
يو لوي فوځ يې تيار کړ، د بلګراد ښار يې کلابند کړ. دا هغه ښار و چې د منځنۍ اروپا دروازه بلل کېده او د قسطنطينې فاتح سلطان محمد هم فتحه کړی نۀ و. د دوه نيمې مياشتې کلابندۍ وروسته يې د بلګراد تاريخي ښار ونيوۀ. د اروپا پۀ باچاهانو رعب پرېواتۀ، د روسې باچا ورته مبارکۍ کې ټوپکونه ډالۍ کړل او نورو اروپايي باچاهانو هم جزيه ومنله.
الماني مؤرخ هالمر ليکي: دا باچا مونږ ته لۀ صلاح الدين ايوبي هم لوي خطر دی.

دې باچا ۴۶ کاله واک وکړ، اتۀ ځله يې پخپل لاس قران وليکۀ، د اروپا خوا ته يې لس تاريخي جګړې وکړې، د دۀ د سمندري ځواک به چې مديترانه کې تېرېدلو د کليسا نغارې به خاموشې شوې، پۀ خلکو به رپ کېناستۀ او هغه مهال به د مسيحيت عبادات او مراسم نۀ ترسره کېدل.
تاريخ دا شخصيت سلطان سليمان القانوني معرفي کوي.

16/05/2023

هـغه وخـت چې د اروپـا تر ټولو لـویې کلـ.یسا او کـتابخونې یـوازې ۱۹۲ کـتابونه درلـودل.
هماغـه وخـت تنـها د اندلـس د حـاکـم " الحکم مستنصر بالله بن عبدالرحمن الناصر " په کـتابخونه کې څـلور سوه زره (۴۰۰۰۰۰) جلده کـتابونه موجود وو.

مـوږ د ساینس او ​​تـمدن مخکـښان او جـوړونـکي یو، خو له بده مرغـه چـې د خـپلو اسـلافو د مـیراثونو څخه مو ښه ساتنه نده کـړې ....!

که مو لیکنه خوښه شوي وي د ثواب په نیت یې تر نورو مسلمانانو هم ورسوئ!
پیج ته انوایټ هم وکړئ چې نور ځوانان مو هم له خپل تاریخه خبر شي او په دې باندي پوه شي چې موږ یو وخت داسې خوار او زار نه وو لکه اوس چې یو، او موږ یو ځلانده دوره لرله.

اسلام به هغه مهال پر موږ وویاړي چې د حق په ویلو او د حق احکامو د تطبیق لپاره یې د زندان هتکړۍ او پر دار ځړېدل ومنو، که د...
16/05/2023

اسلام به هغه مهال پر موږ وویاړي چې د حق په ویلو او د حق احکامو د تطبیق لپاره یې د زندان هتکړۍ او پر دار ځړېدل ومنو، که داسې نه وي نو زموږ دعوت به د ماشومانو د لوبو دهغه نانځکو پرشان وي چې روح او جسم نه لري.
د صحرا زمری شهــ...ـید عمر مختار

12/05/2023

‏ﺻﺪﺍﻡ ﺣﺴﯿﻦ ﻟﻪ ﺍﻋﺪﺍﻣﻪ ﺩﻭﻩ ﻭﺭځي ﻭړﺍﻧﺪﯼ ﺧﭙﻠﯽ ﺟﺎﻣﯽ مینځلې..
ﺍﻣﺮﯾﮑﺎﯾﯽ ﺟﻨﺮﺍﻝ ﻭﺭﺗﻪ ﻭﻭﯾﻞ:
ﭼﯽ ﺗﻪ ﭘﻮﺭﻩ ۴۸ ﺳﺎﻋﺘﻪ ﺑﻌﺪ ﺩ ﺍﺧﺘﺮ ﭘﻪ ﻟﻤړﯼ ﻭﺭځ ﺍﻋﺪﺍﻣﯿږﻯ ، ﭘﺎﮐﻮ ﺟﺎﻣﻮ ﺗﻪ ﺩﯼ ﺍړﺗﯿﺎ ﻧﻪ ﻭﯾﻨﻢ.
ﺻﺪﺍﻡ ﺣﺴﯿﻦ ﻟﻤړﯼ ﺍﻣﺮﯾﮑﺎﯾﯽ ﺟﻨﺮﺍﻝ ﺗﻪ ﻭﻭﯾﻞ:
ﻟﻤړﯼ ﺧﻮ ﺑﺎﯾﺪ ﺩﺩﯼ ﻋﻘﻞ ﺍﻭ ﻣﻨﻄﻖ ﻭﻟﺮﯼ ﭼﯽ ﺩﯾﻮ ﻫﯿﻮﺍﺩ ﻣﺸﺮ ﺳﺮﻩ څنګه ﻭﻏږﯾږﯼ، ﺍﻭ په دﺍ ﻣﺨﺎﻣﺦ ﭘﻨﺠﺮﻩ کې ﺩﺍ ﺑﻮډﺍ ﺯﻧﺪﺍﻧﯽ ﻭﯾﻨﯽ! ﺩﺍ ﻫﻢ ﺻﺪﺍﻣﯽ ﺩﻩ، ﺟﺎﻣﯽ ﻣﯽ ﻟﻤړﯼ ﻣﯿنځم ﺑﯿﺎ ﯾﯽ ﺍُﻭﺗﻮ ﮐﻮﻡ ﺍﻭ ﺩﯼ ﺑﻮډﺍ ﺗﻪ ﯾﯽ ډﺍﻟﯽ ﮐﻮﻡ، ﭼﯽ ﻭﻧﻪ ﻭﺍﯾﯽ ﺯﻣﻮﻧږ ﺭﻫﺒﺮ ﺩﻭﻣﺮﻩ ﺑﯽ ﻫﻤﺘﻪ ﻭﻩ ﭼﯽ ﻣﺮﺩﺍﺭﯼ ﺟﺎﻣﯽ ﯾﯽ ﺧﭙﻞ ﻭﻟﺲ ﺗﻪ پریښودي.!
دجنت ازغنه لاره

السلام علیکم ور حمة الله وبرکاته!ټولو مسلمانو او زړه ته راتیرو وروڼو ته نیکي هیلي او احترامات وړاندي کوم.هیله ده چې روغ،...
11/05/2023

السلام علیکم ور حمة الله وبرکاته!
ټولو مسلمانو او زړه ته راتیرو وروڼو ته نیکي هیلي او احترامات وړاندي کوم.
هیله ده چې روغ، جوړ او د صحت په جامو کې به پټ یاست.
موږ په ځلونو دې صفحي ته ورته صفحي جوړي کړي دي تر څو ذهنیت سازي وکړو خو بیا د فیسبوک اداري خنډ رامنځته کړی دی.
نو په دې اساس مو دا صغحه له تر نورو څخه په متفاوت فکر جوړه کړه، موږ پلان لرو چې په دې صفحه کې نشرات زیات کړو او له ډیر احتیاطه کار واخلو.
زموږ هدف د ځوانانو د فکر جوړول دي موږ غواړو چې د یوویشتمي پیړۍ ځوانان په دې حقیقت پوه کړو چې د غرب سره موږ په هره برخه کې سیالي وکړو او کولی شو له هغو څخه څو قدمه وړاندي ولاړ شو.
په دې یې پوه کړو چې یو وخت اسلامي امت یوه زرینه پاڼه لرله او دا هغه وخت وو چې غرب به غسل کفر ګاڼه.
خو په هر صورت ډیري کیسي دې چې موږ به یې وخت په وخت له تاسی سره شریکوو.
له تاسو څخه زموږ یوازینی هیله دا ده چې دې صفحي ته خپل ملګري دعوت کړئ تر څو ستاسي هم ثواب شي او ستاسو ملګري هم ګټه واخلي.
او دا لاندي تصویر د عمر مختار( اسد الصحرا یا د صحرا
زمري) دی چې داسې ډیر کسان به موږ تاسو ته در وپیژنو.
تصویر مې د توجه لپاره ورکړ!

Address

Shahre Now Kabul
Kabul
1010

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when فکری ښوونځی / Intellectual school posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category