05/11/2025
کونړ کې د ختیځ په کچه د کورنیو تولیداتو دویم ملي نندار تون پیل شو.
یاد نندارتون چې د صنعت او سوداګرۍ ریاست تر چتر لاندې د یو خصوصي شرکت له خوا جوړی شوی په نیږدې ۵۰ غرفو کې یې بیلا بیل کورني تولیدات نندارې ته ایښودل شوي.
د مسولینو په خبره له نندارتون څخه یې موخه کورنیو محصولاتو ته بازار موندنه او په دې برخه کې د صنعت کارانو تشویقول دي تر څو خپل صنعت ته لا وده ورکړي.
#راپور