Salgai Ghazal

Salgai Ghazal رامې شه په زړه لکه غزل غزل
زه سلګۍ سلګۍ درته ولاړه یم

شاعره"سلګۍ غزل

دماشومتوب خاطرهيوه ورځ دګاونډيو کره لاړمه، د هغوی غوا او پسه مې وليدل، کورته چې راغلمه‌، پلار ته مې ووېل هر رقم کيږي مات...
26/10/2025

دماشومتوب خاطره

يوه ورځ دګاونډيو کره لاړمه، د هغوی غوا او پسه مې وليدل،
کورته چې راغلمه‌، پلار ته مې ووېل هر رقم کيږي ماته به نن يو دانه پسه اخلې، د پلار مې نه خوښېدل چې پسه واخلي نو د پسه له اخیستلو یې انکار وکړ،
درې ورځ وروسته د جمعې مبارکه ورځ ؤ کوچيانو به خپل پسونه د خرڅولو لپاره بازار ته وړه، ما د کور دروازه خلاصه پرېښوده، د کوچيانو يو دانه پسه مې کورته دننه کړه،
دکور يو پټ ځای کې مې وتړه
پینځه ورځې وروسته پلار مې پسه وليده حق حيران پاتې شو، چې دا له کومه شو!
ما پسې راغله چې لورې
!دا پسه دې له کومه کړ
ما ځواب کې وویل چې د کور دروازه مې خلاصه پرېښوده پسه کور کې دننه شو، ما هم وتړه!
راته وویل دا دې ښه کار نه ده کړې،
دا پسه خلاص کړه چې لاړ شي
زه درته له دې نه ښه اخلم،
دا حرام دی،
!زما حرام شيان نه خوښيږي
پسه مې خلاص کړ
تقريبا دوه مياشتې پرله پسې د جمعې په ورځ پسه پلار مې بازار ته وړه
چې مالک يې پيدا شي او خپل پسه واخلي
خو نه بريالی کېده
دوه کال دا پسه لکه امانت له ځان سره يې وساته
دوه کال وروسته پلار می دا پسه بيا د جمعې په ورځ بازار ته وېوړ،
د پسه مالک خپل پسه يې زما دپلار سره ليدلی ؤ خپل پسه يې پيژندلی وه،
پلار ته مې ويلې وه
چې دا پسه دې خرڅولو لپاره راوړی
!پلار مې ورته ځواب کې ويلي وه چې نه
دا مې راوړی چې ددې مالک پيدا شي خپل امانت واخلي
بيا یې وېلې چې دا پسه زما دی
دغه ساحه کې رانه ورک شوی وه پلار مې بېرته ورته امانت پسه يې وسپاره.

زما خرچې به پوره نه کړې په سرکاري تنخواه دي مه کوه نازونه #ټپه
26/10/2025

زما خرچې به پوره نه کړې
په سرکاري تنخواه دي مه کوه نازونه

#ټپه

بېلتون د هر چاسره مل دیزۀ تنها نۀ یم چې چې ګیله ځنې کومه #ټپه
23/10/2025

بېلتون د هر چاسره مل دی
زۀ تنها نۀ یم چې چې ګیله ځنې کومه

#ټپه

خلک قیامت ته خفه کیږيزه خوشحالیږم چی جانان به ووینمه..♡ #ټپه
19/10/2025

خلک قیامت ته خفه کیږي
زه خوشحالیږم چی جانان به ووینمه..♡

#ټپه

18/10/2025
يار دې زما په خوا کې اوسېد دنيا هر تور دې په ما راپورې وينه #ټپه
16/10/2025

يار دې زما په خوا کې اوسې
د دنيا هر تور دې په ما راپورې وينه

#ټپه

ستا ددیدن ګیله مې نشتهدپښتنو مینې نیمګړې خوند کوینه #ټپه
13/10/2025

ستا ددیدن ګیله مې نشته
دپښتنو مینې نیمګړې خوند کوینه

#ټپه

دیدن د سر په بدله ديد سره تیر یم د جانان دیدن له ځمه #ټپه
10/10/2025

دیدن د سر په بدله دي
د سره تیر یم د جانان دیدن له ځمه

#ټپه

مخ دې پټی شونډې دې پولې په نرۍ وروځو دې کوکنار کرلي دینه #ټپه
08/10/2025

مخ دې پټی شونډې دې پولې
په نرۍ وروځو دې کوکنار کرلي دینه

#ټپه

بېلتون وړه خبره نه دهپه ذوالجلال د سړي زړه اوبه کوینه #ټپه
05/10/2025

بېلتون وړه خبره نه ده
په ذوالجلال د سړي زړه اوبه کوینه

#ټپه

Address

Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Salgai Ghazal posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share