NIQAB - نقاب

NIQAB - نقاب (نقاب) له پټو حقیقتونو او فسادونو پرده پورته کوي. د امریکايي لاسپوڅو د فسادونو او خیانتونو بشپړ آرشیف.

29/05/2025

جمهوریت او اخلاقي فساد!

د تېرې ادارې پولیس خدمتګاران که متجاوزین؟

په تېره اداره کې هغه پولیس چې ځانونه یې د ټولنې "خدمتګاران" بلل د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې یې پر یوې ۱۲ کلنې نجلۍ ډله‌ییز جنسي تېری کړی و.

د تېرې ادارې پولیس د امنیت د خوندي کولو پر ځای، د خلکو پر کورونو، مالونو او عزتونو تیری کوونکي وو؛ د تېرې ادارې پولیسو د ولس کورونه د فاجعو پر زندانونو بدل کړي وو، چې نه یې قانون پېژانده، نه یې شریعت او نه یې هم انسانیت.

د دغې نجلۍ کورنۍ په کلونو کلونو فریادونه وکړه، مګر ټولې هڅې یې بې پایلې، ځکه چې د تجاوز کوونکو تر شاه اداره ولاړه وه.

26/05/2025

جمهوریت او اعترافات!

د ټکسي کرایه مو له ځانه راوړئ!

د تېرې ادارې پر مهال یو هیئت، چې حامد کرزی، ګلبدین حکمتیار، عبدالله عبدالله او دوه معاونین په کې شامل وو، روسیې ته په سفر تللي وو.
روسي چارواکو دوی ته د خپل سفیر په خوله واضح پیغام ورکړی و: "د تګ راتګ لپاره موټر نه درکوو، د ټکسي کرایه مو له ځانه سره راوړئ."
دا هر څه داسې مهال پېښېدل چې تېره اداره د نړیوالو له لوري په رسمیت پېژندل شوې و، مګر بیا یې هم په نړیواله سطحه اعتبار او اعتماد نه درلود.

14/05/2025

مستند فلم.!

په ارزګان ولایت کې د استرالیايي ځواکونو جنا/یات.!

(نقاب د حقایقو هنداره)

19/12/2024

(۱ برخه)
د ارزګان ولایت په دروان سیمه کې د استرالیايي ځواکونو لخوا د ملکي افغانانو بې‌رحمانه وژنې.

مستند.

په ۲۰۱۲ کال د سپټمبر په میاشت کې، استرالیايي ځانګړو ځواکونو (SAS) د ارزګان ولایت په دروان سیمه کې وحشتناک اعمال ترسره کړل چې پکې یې بې ګناه افغان ملکي وګړي په خپلو کورونو کې ووژل.
دا پېښه د نړیوالو ځواکونو د اشغال په مهال رامنځته شوه، کله چې افغانستان د مختلفو زبرځواکونو ترمنځ ویشل شوی و، او هر یو زبرځواک په خپل ټاکلي ولایت کې د ظلمونو او وحشتونو مسؤلیت په غاړه درلود.
په ارزګان کې، استرالیایي ځواکونه مېشت وو، او هغوی په دې سیمه کې بې‌ساری ظلمونه ترسره کړي دي. د دې ظلمونو یوه مهمه پېښه د دروان په کلي کې هغه وخت رامنځته شوه کله چې د استرالیايي ځواکونو مشهور غړی، رابرټ سمیټ، یو عادي بزګر، علي جان، په بې‌رحمۍ سره وواژه. علي جان یو بې ګناه افغان و چې د خپلې کورنۍ د ژوند پرمخ وړلو لپاره یې کرنه کوله.
د دې وحشي کړنې ترڅنګ، دوه نور ملکي کسان هم د استرالیایي ځواکونو له خوا په نښه شول. د یارو ماما او نظرګل په نوم افغانان په خپلو کورونو کې د استرالیایي ځواکونو لخوا په سر او سینه ویشتل شول او ووژل شول.
دغه ډول وحشتناک عملونه، د اشغال د پالیسیو او د زبرځواکونو د ظلمونو روښانه انځور وړاندې کوي. د استرالیایي ځواکونو ظلمونه، په ځانګړې توګه په ارزګان کې، یو تور باب دی چې باید کتابونه پرې ولیکل شي.

نقاب کوښښ کوي چې داسې مستندات به په راتلونکي کې په مکمله پښتو وینا سره هم وژباړي.

Address

Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when NIQAB - نقاب posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share