د چاپیریال ساتنې ملي اداره Nepa

  • Home
  • د چاپیریال ساتنې ملي اداره Nepa

د چاپیریال ساتنې ملي اداره Nepa د چاپېریال ساتني ملي ادارې کړني او فعالیتونه د فیسبوک له دې آدرس څخه خپریږي

نظارت‌های محیط‌زیستی در سطح ولایات کشور ادامه دارد ولایات _ ۴ صفرالمظفر ۱۴۴۷به‌منظور جلوگیری از آلودگی‌های محیط‌زیستی، ت...
29/07/2025

نظارت‌های محیط‌زیستی در سطح ولایات کشور ادامه دارد

ولایات _ ۴ صفرالمظفر ۱۴۴۷

به‌منظور جلوگیری از آلودگی‌های محیط‌زیستی، تیم‌های نظارتی ریاست‌های حفاظت محیط زیست در ولایات مختلف کشور طی نظارت‌های دوامدار از فعالیت‌های فابریکات، اصناف و واحدهای مسکونی بازدید و بررسی نمودند.

در ولایت کاپیسا، پس از نظارت از ۳۲۲ باب منزل مسکونی در قریه قلعه سفید، مسیر نل‌های تشناب‌ها که قبلاً به جوی‌های آب جریان داشت، با همکاری مردم و علما به‌صورت کامل قطع گردید.

در شهر کابل از اصناف مختلف چون لابراتوارها، هوتل‌ها، قصابی‌ها، خبازی‌ها و آشپزخانه‌ها نظارت صورت گرفت و در موارد لازم رهنمودها داده شد.

در نیمروز، سمنگان، فاریاب، بغلان، بلخ، بادغیس و تخار نیز تیم‌های نظارتی ضمن بررسی از فابریکات، فارم‌های مرغ‌داری، نانوایی‌ها، رستورانت‌ها، کلینیک‌ها و بلاک‌های تجارتی، بر رعایت معیارهای محیط زیستی تأکید کردند و در صورت عدم رعایت، تعهد کتبی از متخلفین اخذ گردید.

همچنان در ولایت کابل، تیم رسیدگی به شکایات محیط زیستی، به شکایت اهالی در مورد آلودگی ناشی از فعالیت یک شرکت پروسس تایر و فابریکه ذوب آهن در ولسوالی‌های کلکان و شکردره رسیدگی نموده، توصیه‌های لازم ارائه و تعهدات لازم جهت رعایت معیارها اخذ گردید.

اداره ملی حفاظت محیط زیست از تمامی شهروندان می‌خواهد تا در راستای حفاظت از محیط زیست، مسئولانه عمل نمایند.

د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون ٣٠م نړۍوال کنفرانس(COP-30) په تړاو د رسنیو له مسوولینو سره مشورتي غونډه وشوه ۱۴۴۶ کال د صف...
28/07/2025

د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون ٣٠م نړۍوال کنفرانس(COP-30) په تړاو د رسنیو له مسوولینو سره مشورتي غونډه وشوه

۱۴۴۶ کال د صفر ٣مه/ کابل

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له خوا د ORD مؤسسې په همکارۍ د روان ١٤٠٤کال د اسد په ٦مه نېټه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون غړو هېوادونو ٣٠م نړۍوال کنفرانس(COP-30) په تړاو د رسنیو له مسوولینو سره یو ورځنۍ مشورتي غونډه وشوه.

په دې مشورتي غونډه کې د ملي او نړیوالو رسنیو استازو ګډون کړی وو چې موخه یې د افغانستان د ناسم چاپېریالي وضعیت او اقلیمي بدلون ستونزې او ناخوالې د رسنیو له لارې تر نړۍوالو رسول دي.

غونډه د قرآن کريم مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه ورپسې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس په ملي او نړۍواله د رسنیو پر اهمیت خبرې وکړې او د رسنیو له مسوولینو يې وغوښتل چې د څو لسیزو جګړو زیان چې د افغانستان چاپېریالي وضعیت یې زیانمن کړی، رسنيز کړي او تر نړیوالو ورسوي.

نوموړي د رسنیو همکاري وستایله او ټينګار يې وکړ چې چاپېریالي موضوعات باید سیاسي نه شي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس مولوي مطیع‌الحق خالص د افغانستان د چاپېریالي وضعیت په تړاو هر اړخیزه وینا وکړه او په خپلو خبرو کې یې وویل: چاپېریالي موضوع د دیني اړخه خورا د اهمیت وړ ده او په شريعت کې د ایمان جز ګڼل شوی.

ده زياته کړه چې په تیرو ٤٥کلنو جګړو کې د افغانستان چاپېریالي وضعیت ډیر زیات زیانمن شوی، ځنګلونه چې په چاپېریال کې اساسي رول لري، ډیر له منځه تللي دي، د اشغال په دور کې ډول ډول وسلې وکارول شوې حتی د بمونو مور هم وکارول شوه چې له امله يې چاپېریالي وضعیت خراب شوی.

په نړۍواله کچه هم د صنعتي انقلاب څخه وروسته د پرمختللو هیوادونو د بې رويې فعالیتونو له امله چاپېریال ډیر سخت زیانمن شوی.

ښاغلي خالص وویل: د اسلامي امارت په راتګ سره د افغانستان چاپېریالي پروژې ځنډول شوې چې ډير زيان يې ملت ته رسیږي.
نوموړي ټينګار وکړ چې چاپېریال رغونه او ساتنه د ټولو مسوولیت دی.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د رسنیو له مسوولینو وغوښتل چې په رضاکاره توګه باید د چاپېریال ساتنې لپاره کار وکړي، د ملت د ستونزو غږ تر نړۍوالو ورسوي، چاپېریالي پيغامونه نشر کړي او رسنۍ باید چاپېریالي مسایل د خپل کار برخه وګرځوي.

ښاغلي خالص ټینګار وکړ چې چاپیریالي مسایل باید سیاسي نه شي.

د غونډې په لړ کې د دې ادارې د اقلیمي بدلون رئیس او ORD مؤسسې استازي له لوري د اقلیمي بدلون غړو هېوادونو نړۍوالو کنفرانسونو (COP) په تړاو او (COP-30) کنفرانس لپاره د چمتووالي په هکله معلوماتي پرزنټېشنونه وړاندې شول.
ګډونوالو هم خپل نظرونه، وړانديزونه او مشورې وړاندې کړې.

د غوندې وروستۍ ارزونه د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس وکړه او یوځل بیایې هم له رسنیو غوښتنه وکړه چې د اقلیمي بدلون په برخه کې رامنځته شوي ستونزي منعکس او ورته بشپړه پاملرنه وکړي.e

*د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لخوا د تیر کال د لاسته راوړنو او اقداماتو په تړاو ملت ته معلومات ورکړل شوه* ۱۴۴۶ کال د صفر ۲...
27/07/2025

*د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لخوا د تیر کال د لاسته راوړنو او اقداماتو په تړاو ملت ته معلومات ورکړل شوه*

۱۴۴۶ کال د صفر ۲مه/ کابل

د ا.ا.ا ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام په لړ کې ملت ته د معلوماتو ورکولو په تړاو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له لوري نن یک شنبه د روان ۱۴۰۴کال د زمري په ۵نېټه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خبري کنفرانس ترسره شو.

په دې کنفرانس کې د دې ادارې پالیسي او مسلکي معین، رئیسانو، کارکوونکو او د رسنیو استازو ګډون کړی وو.

یاد خبري کنفرانس د قران عظیم الشان مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شو ورپسې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې پالیسي او مسلکي معین د تیر کال د لاسته راوړنو او اقداماتو په تړاو هر اړخیزه وینا وکړه نوموړي په خپلو خبرو کې وویل: د ۱۴۴۶ هـ ق کال په اوږدو کې د چاپېریال ساتنې، اقلیمي بدلون، نړیوالو همکاریو او مسلکي ظرفیت لوړولو په برخو کې ګڼې لاسته راوړنې درلودلې دي.
د اقلیم بدلون په برخه کې د افغانستان د ملي ستراتیژۍ او د NDC سندونو بازنگري یا بیا کتنه بشپړه شوه، چې په نږدې راتلونکي کې به د ملګرو ملتونو د اقلیم بدلون برخي ته وړاندې شي. دغه راز لومړی ځل و چې د افغانستان ا.ا.ا پلاوي تیر کال د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس (COP29)چې په اذربایجان هېواد کې جوړ شوی و، برخه واخیسته.

ښاغلي عابد د اذربایجان هېواد څخه مننه وکړه چې افغانستان ته یې په دې کنفرانس کې د ګډون زمینه مساعده کړه.

ده زیاته کړه چې د اقلیم بدلون او چاپېریال ساتنې په برخه کې یو شمېر مهمې پروژې له نړیوالو منابعو ترلاسه کړې دي؛ د اقلیم‌ سره د سازګاره اوبو او آب‌ریزو پروژه د GEF له صندوق څخه د ۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت، د کم کاربن خپرونکو لارو چارو پروژه د GEF له خوا د ۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت، د اقلیم بدلون سره مبارزې ټولنه ‌محوره پروژه د GEF/LDCF له لارې نږدې د ۹.۹ میلیونه ډالرو په ارزښت او د مونتریال پروتوکول اړوند، د Multilateral Fund له لوري څلور پروژې منظور شوې دي: د HCFC ملي موجودي پروژه د ۹۰ زره ډالرو په ارزښت، د اوزون واحد او نهادي تقویت پروژه د ۱۹۲ زره ډالرو په ارزښت او د HCFC مدیریت دوه پروژې په ترتیب سره د ۲۸ زره او ۱۸۰,۹۰۸ ډالرو په ارزښت تائید او ترلاسه شوي چې په مجموع کې د ۴۰،۴ ملیونه ډالرو په ارزښت پروژې کیږي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې پالیسي او مسلکي معین وویل: د ځنګلونو د بیا احیا په موخه د ۱۴۰۴ کال په جریان کې د نړیوالو او کورنیو موسسو په همکارۍ په مرکز او ولایتونو کې ۱۷.۷ میلیونه نیالګي کینول شوي، د ځنګلونو د قطع کولو د مخنیوي لپاره شنه قطعه جوړه شوې چې اوس په ټول افغانستان کې د ځنګلونو وهل بند دي.

په بلخ او غزني ولایتونو کې دوه تحقیقاتي فارمونه جوړ شول، څو د اقلیمي بدلون سره د تطابق او سازګارۍ علمي لارې چارې وڅېړل شي.
ښاغلي عابد وویل چې د همکارو ادارو په ملاتړ وتوانېده چې په بېلابېلو ملي پروژو، ستراتیژیکو پلانونو او پالیسۍ جوړونه کې اغېزناک او فعال رول ولوبوي، څو د یوه سالم، خوندي او پایداره چاپېریال لپاره بنسټيز ګامونه پورته شي.

د ۱۴۴۶ هـ ق کال په ترڅ کې د (۱۶۵۰) پراختیایي، زیربنایي، صنعتي او تولیدي فعالیتونو او د معدن پروژو د چاپېریالي او ټولنیزو اغېزو راپورونه ارزولي دي، د چاپېریالي معیارونو د ټینګښت لپاره نهه (۹) مهم رهنمودونه ترتیب او نافذ شوي چې پکې د تصفیه‌خانو، لوړپوړیزو ودانیو، فابریکو، طبی لابراتوارونو، موټر ترمیم‌ځایونو او یو شمیر نورو فعالیتونو لپاره مشخص چاپېریالي اصول پکي وضع شوي دي.

په تیر کال کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د چاپېریال، ایکوسیستمونو او طبیعي میراثونو د ساتنې او مدیریت په برخه کې پراخې هڅې کړي، د طبیعي میراثونو او ساتل شوو ساحو په برخه کې د واخان، درقد او کندز د مهمو ساتل شوو سیمو نظارت او تخنیکي راپورونه برابر شوي.

د بند امیر، تخار او کندز د ساتل شوو سیمو شته ستونزې ارزول شوې او د حل لپاره له سیمه‌يیزو ادارو سره همغږي شوې.
د نورستان ملي پارک د بایوفزیکي، ټولنیزو او اقتصادي سروې کار پیل شوی.

د ښکار، قاچاق او غیرقانوني پلور ضد اقداماتو له لارې ۱۵۷۵۵ حیوانات او مرغان له نیول کېدو وروسته طبیعت ته بېرته پرېښودل شوي او لاملین یې د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.

د نړیوال کنوانسیونونو مطابق د ژوو نړیوال تجارت ۱۶۶ جوازونه صادر شوي.
د کنړ ولایت د شیگل او دانګام ولسوالیو د نوو ساحو ابتدایی معلومات تحلیل شوي او د ساتل شوو سیمو په توګه د پیشنهاد لپاره برابر شوي.

د ښکاري وسلو د وارداتو د مخنیوي لپاره اړوندو وزارتونو ته رسمي مکتوبونه لېږل شوي او د مخنیوي لپاره یې اغیزمن ګامونه اخیستل شوي دي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې، د چاپېریال د دوامداره ساتنې په هدف د ککړتیاوو د کنټرول، زباله‌وو د تنظیم، شکایتونو ته د رسېدنې او د پالیسیو د ملاتړ په برخو کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې پالیسي او مسلکي معین زیاته کړه چې د هواککړتیا راکمولو او مخنیوي په موخه مرکز او ولایتونو په کچه له ۲۳٬۶۷۴ فعالیتونو څخه نظارت او ارزونه ترسره شوې ده.

په کابل ښار کې د ۱۰۹۵ تجارتي، رهایشي او امارتي ودانیو د فاضلابو سیستمونه ارزول شوي چې ډیری یې جذبي سیستمونه وو. خلکو ته سپارښتنه شوې چې سپتیک څاګاني معیاري کړي، د طبي زبالو د مدیریت لپاره هڅې ګړندۍ شوې، پر یو شمیر تقنیني اسنادو او پالیسي بیاکتنه شوې، له نړۍوالو چاپېریالي کنوانسیونونو سره اړیکې رغول شوې دي، د ملي او نړۍ والو موسسو سره تفاهم لیکونه امضا شوي، په مستقیم او غیر مستقیم ډول میلیونونو کسانو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی.

د کنفرانس په لړ کې د دې ادارې د اقلمی بدلون رئیس انجنیر روح الله امین د افغانستان د اقلیمي بدلون پر وضعیت، موجوده فرصتونو او ننګونو په تړاو خبرې وکړې.

د کنفرانس په پای کې د مسوولینو له لوري د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول او د دعایې په لوستلو یاد خبري کنفرانس پای ته ورسېده.

په ولایتونو کې د چاپېریالي مقرراتو د تطبیق په موخه څارنې او ارزونې ترسره شوې۱۴۴۷کال د صفرالمظفر دویمه/ خوست، زابل، ننګره...
27/07/2025

په ولایتونو کې د چاپېریالي مقرراتو د تطبیق په موخه څارنې او ارزونې ترسره شوې

۱۴۴۷کال د صفرالمظفر دویمه/ خوست، زابل، ننګرهار، لغمان

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د خپل کاري پلان له مخې، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د چاپېریالي وضعیت د څارنې، ارزونې او د قوانینو د تطبیق په موخه نظارتي فعالیتونه ترسره کړي دي.

د خوست چاپېریال ساتنې ریاست د اسماعیل‌خېلو او مندوزیو ولسوالیو اړوند د خښتو بټیو څخه نظارت وکړ. په دې لیدنه کې د خامو موادو کیفیت، د کارکوونکو یونیفورم، شنه ساحه او حفظ‌الصحه و ارزول شول. مسؤولینو ته د چاپېریالي مقرراتو رعایت سپارښتنه وشوه.
همداراز د خوست ښار د ښاري کثافاتو دفن ځایونه هم و ارزول شول.

په قلات ښار کې د کلچو یوې تولیدي فابریکې څخه لیدنه وشوه. فابریکې چاپېریالي جواز نه درلود. مسؤول کس ته سپارښتنه وشوه چې جواز واخلي او هغه ژمنه وکړه چې چاپېریالي اصول به رعایت کړي.

د جلال‌اباد ښار په نهمه ناحیه کې د تېلو او مایع ګاز پمپ استیشن څخه تفتیش ترسره شو. یاد استیشن چاپېریالي جواز درلود او مسؤول یې د دوامدارې همکارۍ او اصولو د تطبیق ژمنه وکړه.

په مهترلام ښار کې د یخ جوړولو یوې نوې فابریکې څخه نظارت وشو. د تولید پروسه، د اوبو کارونه او زبالې و ارزول شوې. مسؤول ته چاپېریالي سپارښتنې وشوې او د جواز اخیستلو لپاره را وبلل شو.

د چاپېریال ساتنې ملي اداره له ټولو تولیدي، تجارتي او خدماتي بنسټونو غوښتنه کوي چې چاپېریالي جوازونه ترلاسه کړي، قوانین مراعت کړي او د پاک، سالم او پایداره چاپېریال د ساتنې لپاره له ادارې سره همکاري وکړي.

ادامه نظارت‌های محیط‌زیستی در ولایات کشورولایات _ ۲ صفر المظفر ۱۴۴۷اداره ملی حفاظت محیط زیست در چارچوب پلان‌های کاری خوی...
27/07/2025

ادامه نظارت‌های محیط‌زیستی در ولایات کشور

ولایات _ ۲ صفر المظفر ۱۴۴۷

اداره ملی حفاظت محیط زیست در چارچوب پلان‌های کاری خویش، طی روزهای اخیر در چندین ولایت کشور نظارت‌های گسترده محیط‌زیستی انجام داده است.

در ولایت فاریاب، رئیس حفاظت محیط زیست حافظ محمد اسماعیل ایوبی با ولسوال المار دیدار کرده و از چندین کوره خشت‌پزی نظارت به عمل آورد. در این بررسی، استفاده از سوخت‌های مضر، نبود سیستم فلتر و حضور کارگران خردسال شناسایی شد. همچنان، از سه باب شفاخانه خصوصی در شهر میمنه نیز نظارت شده و توصیه‌های لازم برای مدیریت زباله‌های طبی به مسئولین ارائه گردید.

در ولایت بلخ تیم نظارتی ریاست محیط زیست از یک فابریکه ذوب آهن و یک فابریکه قیر در ناحیه یازدهم شهر مزار شریف بازدید نمود و توصیه‌هایی در راستای رعایت معیارهای محیط‌زیستی به مسئولین ارائه کرد.

در ولایت تخار از سه مرکز تولیدی شامل شرکت کود مایع، نوشابه‌سازی و مرکز تفریحی در شهر تالقان نظارت صورت گرفت. مشکلات موجود ثبت شده و تعهد از مسئولین برای تطبیق مقررات محیط‌زیستی اخذ گردید.

در ولایت فراه تیم اعزامی اداره ملی حفاظت محیط زیست از یک تانک تیل، چهار آشپزخانه، چهار شرکت تولیدی، سه مرکز صحی، دو پرنده‌فروشی و فارم موسسه الغرافه نظارت کرده و رهنمودهای لازم را ارائه نمودند.

در شهر کابل در ناحیه پنجم از سیستم فاضلاب چهار بلندمنزل، دو رستورانت، یک نانوایی و یک لابراتوار طبی نظارت صورت گرفت. به مسئولین توصیه شد تا برای فاضلاب‌ها تصفیه‌خانه معیاری ایجاد و قرارداد رسمی برای انتقال زباله‌های کلینیکی امضا نمایند.

در ولایت سمنگان پس از عریضه اهالی خواجه سنگبر نوین، تیم نظارتی از سه فارم مرغداری در ساحه عقب پوهنتون نظارت نموده و برای بهبود وضعیت محیطی و رعایت نکات صحی، رهنمودهای لازم را صادر کرد.

اداره ملی حفاظت محیط زیست از تمامی نهادهای امارتی و خصوصی می‌خواهد تا قوانین و مقررات محیط‌زیستی را رعایت کرده، جواز فعالیت‌های محیط‌زیستی را اخذ نموده و در راستای حفظ محیط سالم و پایدار تلاش نمایند.

‏تصمیم اعطای قرارداد پروژه (تهیه ۷۴ قرطاسیه باب برای سال ۱۴۰۴) 👇nepa.gov.af/index/showEven…‎
26/07/2025

‏تصمیم اعطای قرارداد پروژه (تهیه ۷۴ قرطاسیه باب برای سال ۱۴۰۴) 👇
nepa.gov.af/index/showEven…‎

‏تصمیم اعطای قرارداد پروژه (تهیه رنگ‌باب پرنترها، ماشین های فوتو کاپی و تدارک پرزه جات وسایل👇nepa.gov.af/index/showEven…...
26/07/2025

‏تصمیم اعطای قرارداد پروژه (تهیه رنگ‌باب پرنترها، ماشین های فوتو کاپی و تدارک پرزه جات وسایل👇
nepa.gov.af/index/showEven…‎

26/07/2025

‏اعلان داوطلبی پروژه اعمار یک باب اطاق محافظین، تشناب و چاه سپتیک👇
nepa.gov.af/index/showTend…‎

26/07/2025
د چاپېریالي چارو مفتشین هڅه کوي چې هر ډول تولیدي فعالیتونه معیاري شي۱۴۴۷ کال د محرم ۲۸مه/ کابل-کندز-بلخ-ننګرهارد چاپېریا...
24/07/2025

د چاپېریالي چارو مفتشین هڅه کوي چې هر ډول تولیدي فعالیتونه معیاري شي

۱۴۴۷ کال د محرم ۲۸مه/ کابل-کندز-بلخ-ننګرهار

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مفتشین هڅه کوي چې مرکز او ولایتونو کې د هواککړتیا راکمولو او مخنیوي په موخه د تولیدي فعالیتونو د څرنګوالي او چاپېریالي وضعیت ارزونې په موخه خپلې نظارتي لړۍ دوامداره او چټکې کړي په همدې پار د تېرې ورځې په لړ کې د کابل، کندز، بلخ او ننګرهار ولایتونو د چاپېریال ساتنې ریاستونو مسوولینو له لوري د یو شمېر تولیدي فعالیتونو څخه نظارت وشو.

کابل ښار کې د ۹مخلتفو اصنافو ریګریشنونو، د موټرو تم ځایونو، د دیګ جوړولو کارخونې او معدني اوبو تولیدي شرکتونو؛ کندز کې د وریجو د پروسس فابریکې؛ بلخ کې د تیلو پمپونو، کیک او کلچه پزیو او همدا راز د ننګرهار سرخرود ولسوالۍ کې د ګچو تولیدي کارخونو د فعالیتونو څارنه وشوه.

د چاپېریالي چارو مفتشینو له‌لوري د ذکر شوو فعالیتونو مسوولینو ته د چاپېریال قانون او مقرراتو په هکله لازم معلومات ورکړل شول او د فعالیتونو د اصلاح په موخه ورته هر اړخیزې سپارښتنې وشوې.

په کندهار او بامیان کې؛ چاپېریالي څارنه او ارزونه ترسره شوه١٤٤٧کال د محرم الحرام ٢٧مه/ کندهار او بامیان د کندهار او بامی...
23/07/2025

په کندهار او بامیان کې؛ چاپېریالي څارنه او ارزونه ترسره شوه

١٤٤٧کال د محرم الحرام ٢٧مه/ کندهار او بامیان

د کندهار او بامیان ولایتونو د چاپېریال ساتنې ریاستونو د خپلو کاري پلانونو له مخې چاپېریالي ارزونې او نظارتونه ترسره کړل.

په کندهار ښار کې د طبیعي میراثونو د ساتنې عمومي مدیریت کارکوونکو د احمد شاهي جادې او چهل زینو پارک څخه چاپېریالي نظارت وکړ. د سړک جوړونې مسؤل انجنیرانو ته لازمې سپارښتنې وشوې او د اصلاح ژمنې واخیستل شوې. همداراز، د پارک پخوانۍ ستونزې هوارې شوې وې او د سمې آبیارۍ او نظافت له امله د پارک مسؤلین وستایل شول.

په ورته وخت کې، د بامیان چاپېریال ساتنې ریاست تخنیکي ټیم د یکه‌ولنګ ولسوالۍ په دروازه بیدک سیمه کې د سرب او جست د معدن د اکتشاف پروژې د چاپېریالي او ټولنیزو اغېزو ارزونه وکړه. د پروژې مالک ته سپارښتنه وشوه چې د معدن‌کارۍ پر مهال د چاپېریالي قوانینو او مقرراتو رعایت وکړي. شرکت ژمنه وکړه چې خپل فعالیتونه به د محیط زیست او کانونو له اصولو سره سم عیاروي.

اقدماتی ریاست‌های محیط زیست؛ گام‌های عملی برای حفاظت از منابع طبیعی و بهبود وضعیت محیط‌زیستی در کشور بغلان، بدخشان، غو، ...
23/07/2025

اقدماتی ریاست‌های محیط زیست؛ گام‌های عملی برای حفاظت از منابع طبیعی و بهبود وضعیت محیط‌زیستی در کشور


بغلان، بدخشان، غو، تخار _ ٢٧ محرم الحرام ۱۴۴۷

ریاست‌های محیط زیست ولایات بغلان، بدخشان، غور و تخار، به هدف نظارت، تطبیق قانون محیط زیست، توزیع اجازه‌نامه‌ها، رسیدگی به شکایات و بلند بردن سطح آگاهی مردم، برنامه‌های متعددی را راه‌اندازی نمودند.

در ولایت بغلان، رئیس محیط زیست با تیم تخنیکی خویش به ولسوالی ده‌صلاح سفر نموده و ضمن برگزاری نشست با اربابان و ملک‌های قریه‌جات، در مورد حفاظت از جنگلات، منابع طبیعی، ساحات حفاظت‌شده، شکار حیات‌وحش و رعایت صحت محیطی اصناف گفتگو نمود. در ادامه، از ۳۲ باب اصناف بازدید و ۱۷ قطعه اجازه‌نامه محیط‌زیستی توزیع گردید.

در ولایت بدخشان، اهالی ناحیه دوم شهر فیض‌آباد طی شکایت کتبی خواهان رسیدگی به وضعیت کثافات در ساحه‌شان شدند. رئیس محیط زیست همراه با تیم خود و نماینده شهرداری از ساحه دیدن نموده، این عمل را خلاف قانون دانسته و به نماینده شهرداری هدایت داده شد تا کثافات در ساحات غیرمسکونی و مجاز انداخته شود. موضوع رسماً به ریاست شهرداری راجع شد.

در ولایت غور، تیم محیط زیستی از ۴ باب رستورانت، ۱ هوتل و ۱ باب حمام در شهر فیروزکوه نظارت نمود. اسناد و وضعیت بهداشتی این اماکن بررسی و رهنمودهای لازم ارائه شد. از مسئولین خواسته شد تا فعالیت‌های خود را مطابق با طرزالعمل‌های محیط زیستی تنظیم نمایند.

در ولایت تخار، نشست آگاهی‌دهی با فروشندگان پرندگان در شهر تالقان برگزار گردید. هدف این نشست جلوگیری از خرید، فروش و قاچاق پرندگان نادر و در حال انقراض بود. تمامی فروشندگان متعهد شدند تا در صورت مشاهده شکار یا قاچاق حیوانات وحشی، اداره محیط زیست را در جریان قرار دهند.

اداره ملی حفاظت محیط زیست از تمام شهروندان می‌خواهد تا در حفاظت از منابع طبیعی، آب، هوا، خاک و تنوع حیات وحش کشور، با این اداره همکاری دوام‌دار نمایند.

Address


Telephone

+93788875100

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when د چاپیریال ساتنې ملي اداره Nepa posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

  • Address
  • Telephone
  • Alerts
  • Claim ownership or report listing
  • Want your business to be the top-listed Media Company?

Share