Azadi Radio - ازادي راډیو

Azadi Radio - ازادي راډیو د ازادۍ راډيو فېس‌بوک پاڼه کې خبرونه او راپورونه ولولئ. ازادي راډیو ۲۴ ساعته ستاسو په خدمت کې ده.

ازادي راډيو هره ورځ کره راپورونه چمتو کوي او ١٢ ساعته ستاسو په خدمت کې ده.

په جلا وطنۍ کې د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتوت ځوان غړي د تورانټو پر ستیجونو هنري پرګرامونه اجرا کوي.د دغه انستیتوت ...
02/10/2025

په جلا وطنۍ کې د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتوت ځوان غړي د تورانټو پر ستیجونو هنري پرګرامونه اجرا کوي.

د دغه انستیتوت مشر احمد ناصر سرمست وايي دوی په څو ورځو کې کاناډا ته ځي او په تورتنو کې په یوه فیستیوال کې پر ګډون سربیره څو کنسرتونه هم په پام کې لري.

په دې اړه بشپړ راپور په لومړي کامنټ کې وګورئ.

ملګري ملتونه په افغانستان کې د څه باندې ۴۸ ساعتونو لپاره د انټرنت او مخابراتي اړیکو د بندېدو په اړه د وضاحت نه ورکولو له...
02/10/2025

ملګري ملتونه په افغانستان کې د څه باندې ۴۸ ساعتونو لپاره د انټرنت او مخابراتي اړیکو د بندېدو په اړه د وضاحت نه ورکولو له کبله پر طالبانو نیوکه کړې.
د ملګروملتونو ویاند وايي چې د طالبانو دې اقدام د ګڼو نورو ننګونو سربېره د افغانستان اقتصادي ثبات له خطر سره مخ کړ.
په دې اړه مفصل راپور په لومړي کامنټ کې وګورئ.

02/10/2025

د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې له ویجاړونکې زلزلې د یوې میاشتې په تېرېدو سره، دغه هیواد لاهم د هغې له پایلو ځورېږي.

(ډبلیو- اف- پي) په تازه یوه راپور کې ویلي دي چې د دې هېواد په ختیځ کې له زلزلو ورسته د مړینې د یوې نوې څپې په اړه اندیښنه لري.

په دې اړه مفصیل راپور په لومړي کامنټ کې وګورئ.

په جلا وطنۍ کې د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتوت ځوان هنرمندان د تورنتو په ستیجونو هنري پرګرامونه اجر کوي. د دغه انستیتو...
02/10/2025

په جلا وطنۍ کې د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتوت ځوان هنرمندان د تورنتو په ستیجونو هنري پرګرامونه اجر کوي.

د دغه انستیتوت مشر احمد ناصر سرمست په خبره د دې هنري ډلې په ترکیب کې ۵۵ سندرغاړي او موسیقي غږونکي هم نجونې او هلکان شامل دي.

په جلا وطنۍ کې د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتوت ځوان هنرمندان د تورنتو په ستیجونو هنري پرګرامونه اجر کوي. د دغه انستیتوت مشر احمد ناصر سرمست پنجشنبه د اکتوبر په دوهم...

02/10/2025

په داسې حال کې چې د پاکستان تر واک لاندې کشمير کې انټرنېټ او د موبایل سروس بند دی هلته نن (اکتوبر پر دویمه) په څلورمه ورځ هم د خلکو يو پراخ احتجاج دوام لري. احتجاجیان غوښتنه کوي چې د پاکستان تر واک لاندې کشمیر په پارلمان کې دې هغه ۱۲ ځانګړې څوکۍ ختمې کړل شي چې له هنده ورغلیو کشمیریانو لپاره مختص شوې دي. د ګرانۍ ختمولو يې بله غوښتنه ده. د احتجاجیانو او پولیسو ترمينځ نښتې هم شوې دي چې پکې د ۳ پولیس سرتېرو او ۶ ولسي وګړیو د وژنې راپورونه هم ورکړل شوي دي. د پاکستان تر هند لاندې کشمیر وزیراعظم له احتجاجیانو سره د مذاکرتو کولو خبره کړې ده. انیسې اجمل په دې اړه د اژانس فرانس پريس له ویډیوګانو دا راپور جوړ کړی دی.

د اوکراین ولسمشر نن اروپايي مشرانو ته خبرداری ورکړی چې روسیه دا توان لري چې د دې لویې وچې د هر هېواد هوايي حریم تر پښو ل...
02/10/2025

د اوکراین ولسمشر نن اروپايي مشرانو ته خبرداری ورکړی چې روسیه دا توان لري چې د دې لویې وچې د هر هېواد هوايي حریم تر پښو لاندې کړي.
د دې خبر تفصییل په لومړي کامنټ کې.

اسراییلي ځواکونو په مدیترانې سمندرګي کې د هغو ګڼو کشتیو مخه نیولې ده چې د بشري مرستو د یوه پروګرام په ترڅ کې غزې ته روان...
02/10/2025

اسراییلي ځواکونو په مدیترانې سمندرګي کې د هغو ګڼو کشتیو مخه نیولې ده چې د بشري مرستو د یوه پروګرام په ترڅ کې غزې ته روان دي.
د دې خبر تفصیل په لومړي کامنټ کې.

د افغانستان او خیبرپښتونخوا ایالت ترمنځ د انګورو اډې له لارې سوداګریزه راکړه ورکړه بیا پیل شوه..په دې اړه بشپړ خبر په لو...
02/10/2025

د افغانستان او خیبرپښتونخوا ایالت ترمنځ د انګورو اډې له لارې سوداګریزه راکړه ورکړه بیا پیل شوه..

په دې اړه بشپړ خبر په لومړي کامنټ کې وګورئ.

د طالبانو حکومت په هېواد کې د شري د ناروغۍ پرضد د واکسین د کمپاین لپاره د چمتووالي خبر ورکوي.د عامې روغتیا وزارت وايي چې...
02/10/2025

د طالبانو حکومت په هېواد کې د شري د ناروغۍ پرضد د واکسین د کمپاین لپاره د چمتووالي خبر ورکوي.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې د دې ساري ناروغۍ د مخنیوي په موخه د واکسیناسیون د ملي کمپاین غونډه نن ترسره شوه.

په دې اړه پوره خبر په لومړي کامنټ کې.

د جی۷+ هېوادونو ځانګړو استازو د افغانستان لپاره د یو ټول‌شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی او هغه یې د افغانستان د بریالی...
02/10/2025

د جی۷+ هېوادونو ځانګړو استازو د افغانستان لپاره د یو ټول‌شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی او هغه یې د افغانستان د بریالیتوب اساسي شرط بللی دی.

په هغه اعلامیه کې چې د چهارشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۱مه نېټه، د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت خپره کړه، راغلي چې دوی له افغانستان څخه د دوامدارې ترهګرۍ د ګواښونو او د سرحدونو هاخوا د کډوالۍ له امنیتي ننګونو اندېښنه ښودلې او د سیمې له لوبغاړو سره د همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

د جی۷+ هېوادونو ځانګړو استازو د افغانستان لپاره د یو ټول‌شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی او هغه یې د افغانستان د بریالیتوب اساسي شرط بللی دی. په هغه اعلامیه کې چې د چ...

د ترکیش ایرلاین، فلای دوبۍ او کام ایر هوايي شرکتونو اعلان کړی چې د پنجشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۲مه، افغانستان ته خپلې عا...
02/10/2025

د ترکیش ایرلاین، فلای دوبۍ او کام ایر هوايي شرکتونو اعلان کړی چې د پنجشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۲مه، افغانستان ته خپلې عادي الوتنې بیا پیلوي.

د کام ایر هوايي شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له نن څخه به یې الوتنې له پلان سره سم ترسره شي.

د ترکیش ایرلاین، فلای دوبۍ او کام ایر هوايي شرکتونو اعلان کړی چې د پنجشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۲مه، افغانستان ته خپلې عادي الوتنې بیا پیلوي. د کام ایر هوايي شرکت په یو....

د افغانستان او بنګله‌دېش د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ نن پنجشنبه، (د اکتوبر په ۲مه نېټه) لوبلړۍ پیلېږي.په دې سیالیو کې درې ...
02/10/2025

د افغانستان او بنګله‌دېش د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ نن پنجشنبه، (د اکتوبر په ۲مه نېټه) لوبلړۍ پیلېږي.

په دې سیالیو کې درې شل آووره او درې پنځوس آووره لوبې پلان شوې دي.

د افغانستان د کرکټ بورډ د مهالویش له مخې، لومړۍ شل آووره لوبه نن ماښام د افغانستان په وخت د اوو بجو په شاوخوا کې ترسره کېږي.

د افغانستان او بنګله‌دېش د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ نن پنجشنبه، (د اکتوبر په ۲مه نېټه) لوبلړۍ پیلېږي. په دې سیالیو کې درې شل آووره او درې پنځوس آووره لوبې پلان شوې دي. د ...

Address

افغانستان
Kabul
155065

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Azadi Radio - ازادي راډیو posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Azadi Radio - ازادي راډیو:

Share

Category

ازادي راډیو، د مؤثقو او باوري خبرونو مرجع

ازادي راډيو هره ورځ کره راپورونه چمتو کوي او ١٢ ساعته ستاسو په خدمت کې ده.

له ازادي راډیو سره یوځای شئ.