Radio Marif

Radio Marif معارف راډیو په افغانستان کې لمړنۍ ښوونیزه او روزنیزه راډيو ده
96.8 FM KABUL AFGHANISTAN

26/08/2024

دامارت د مشرتابه د نوي فرمان په اساس ! د ا.ا.ا له مرکزي او د وزارتونو او امارتي ادارو له وياندويانو څخه پرته هېڅوک نه شي کولای چې د ا.ا له ادرسه نشرات او څرګندونې وکړي

له انګریزڅخه د استقلال اخستلو په خاطر سبا په ټول هیواد کې عمومي رخصتي ده.
17/08/2024

له انګریزڅخه د استقلال اخستلو په خاطر سبا په ټول هیواد کې عمومي رخصتي ده.

11/08/2024

راتلونکي چهارشنبه په هیواد کې عمومي رخصتي اعلان شوه!
24 اسد روز استقلال از اشغال غرب

اسرایلو د مسجدالاقصی خطیب نیولی.وروسته له هغې چې پرون د جمعې په ورځ لسګونه زره فلسطینیانو له محدودیتونو سره سره مسجد الا...
03/08/2024

اسرایلو د مسجدالاقصی خطیب نیولی.
وروسته له هغې چې پرون د جمعې په ورځ لسګونه زره فلسطینیانو له محدودیتونو سره سره مسجد الاقصی کې د شهید اسماعیل هنیه غیابي جنازه ترسره کړه او د دغه مسجد خطیب شیخ عکرمه صبري ورته دعا وکړه، اسرایلي اشغالګرو پولیسو د نوموړي خطیب پر کور چاپه وهلې او نیولی یې دی.
حماس غورځنګ د شیخ صبري نیول کېدل غندلي او له اسلامي او عربي نړۍ څخه یې غوښتي، چې د نوموړي د خوشې کېدو په برخه کې اغېزمن ګامونه پورته کړي.

د لور اهمیت وایې د یوه نفرڅلورلورانې او دوه زامن وو، او نوریې نه غوښتل چې لور یې پيداشي له دغه څلورو لورانو سره هم تنګ ر...
03/08/2024

د لور اهمیت
وایې د یوه نفرڅلورلورانې او دوه زامن وو، او نوریې نه غوښتل چې لور یې پيداشي له دغه څلورو لورانو سره هم تنګ راغلی وو،
وخت تیریږي ښځه یې بیا د زیږون په موخه کلینک ته بوتله ، د کلینک ډاکټره ورباندې زیری کوي چې لور د پیداشوه ، سړی ورته په ځواب کې وایې چې لور نه بلکه توره شپه پيداشوه.
سړی زوړ شو، زامنو ودونه وکړل ټول په خپله مخه لاړل ، دری لورانې هم واده شوې او پلار په ړوند حالت کې همدغې وروستی لور ته پاتې شو،
یوه ورځ پلار په لار کې لویږي او له خلکو کمک غواړي لور ورځي په ډيره مهربانۍ خپل پلار راپورته کوي او پرمخ یې مچې کوي، پلار چې سترګې یې نه ویني ددې مهربانه کس څخه پوښتي ته څوک یې؟ لور یې ورته وایې زه توره شپه یم ... پلار په ډير سخت درد او عاجزۍ سره وایې کاش دا ډول تورې شپې مې ډیرې درلودلای ، پرته له تا هیچا راته په درد ونخوړل.
نو وروڼو تر زامنو هم له خپلو لورانو سره ښه وکړئ، چې هم خدای درڅخه راضي شي هم ځان

د اسرایلي رسنیو د راپورونو له مخې؛ د تل ابیب بن ګورین هوایي ډګر له سایبري بریدونو سره مخ دی او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ډېر...
03/08/2024

د اسرایلي رسنیو د راپورونو له مخې؛ د تل ابیب بن ګورین هوایي ډګر له سایبري بریدونو سره مخ دی او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ډېری الوتنې یا خو له ستونزو سره مخ شوې او یا هم لغوه شوې دي.
راپورونو زیاته کړې،چې د هوایي ډګر وېب پاڼه له لاسه وتلې او د الوتنو چارې یې له سختو ستونزو سره مخ کړي.

د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي، چې له دې وروسته د لندن، بلجیم، برلین، بن، سویس، اتریش، فرانسه، ایټ...
30/07/2024

د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي، چې له دې وروسته د لندن، بلجیم، برلین، بن، سویس، اتریش، فرانسه، ایټالیا، یونان، پولنډ، سویډن، ناروې، کاناډا او اسټرالیا کي د افغانستان له سیاسي او قونسلي استازولیو له لوري قونسلي خدمتونه د مرکز او اړوند نهادونو له لوري د منلو وړ نه دي او بهرنیو چارو وزارت د یادو سندونو په وړاندې هېڅ ډول مسولیت نه لري.

دایران د ریس جمهور دلوړې مراسم!د ا.ا. د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ، د ای...
29/07/2024

دایران د ریس جمهور دلوړې مراسم!
د ا.ا. د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ، د ایران په رسمي بلنه هغه هېواد ته سفر وکړ.
په دې درې ورځني سفر کې به د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د ایران د نوي ټاکل شوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې د ګډون ترڅنګ د هغه هېواد له یو شمېر نورو مقاماتو سره په رسمي ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د لاپیاوړتیا، په هغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو په حل او د همکاریو په پراختیا خبرې وکړي.
همداراز به د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د دې رسمي سفر په جریان کې د یوشمېر نورو هېوادونو له استازو او مسوولینو سره هم وګوري.

د ا.ا.ا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ د وزیر مولوي عطاء الله عمري په مشرۍ او د ازبیکستان هېواد د اوبو  د وزیر شوکت همرایو...
27/07/2024

د ا.ا.ا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ د وزیر مولوي عطاء الله عمري په مشرۍ او د ازبیکستان هېواد د اوبو د وزیر شوکت همرایوف په مشرۍ لوړ پوړي پلاوي په بلخ ولایت کې د آمو سیند له تخریب شویو څنډو څخه لیدنه کړې ده.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال خبرې غونډې ته ویلي، چې هېواد یې د افغانانو لپاره د ویزو د ورکړې بهیر بیا ځ...
27/07/2024

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال خبرې غونډې ته ویلي، چې هېواد یې د افغانانو لپاره د ویزو د ورکړې بهیر بیا ځلې پیلوي، چې دې سره به هند ته د افغانانو سفر کول اسانه شي.
هندوستان ټایمز ورځپاڼې هم د هند له لوري افغانانو ته د ویزې د ورکړې خبر را اخیستی او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له قوله یې لیکلي، چې کابل ته یې یو تخنیکي ټیم رارسېدلی او په دغې برخه کې به ډېر ژر کار پیل کړي.

کابل کې د څه باندې ۲۰ ميليونه ډالرو په پانګونې سره د درمل جوړولو یوې فابریکې فعالیت پیل کړد افغانستان اسلامي امارت د جګپ...
25/07/2024

کابل کې د څه باندې ۲۰ ميليونه ډالرو په پانګونې سره د درمل جوړولو یوې فابریکې فعالیت پیل کړ
د افغانستان اسلامي امارت د جګپوړو مقاماتو او د خصوصي سکټور د استازو په حضور کې، نن په کابل کې د څه باندې ۲۰ ميليونه ډالرو په پانګونې سره د "لايف پرل" په نوم د درمل جوړولو لويه فابریکه پرانیستل شوه.
په دغه فابریکه کې په مستقيم ډول شاوخوا ۳۰۰ کسانو د کار زمينه برابره شوې ده.
يادې فابريکې خپل فعاليت د ۵۰ قلمه درملو په توليد پيل کړی او په پام کې ده په راتلونکي کې دغه شمېر لوړ شي.

د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي د حماس جهادي غورځنګ د سياسي دفتر له مشر اسماعيل هنيه سره په ټليفوني خبرو...
24/07/2024

د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي د حماس جهادي غورځنګ د سياسي دفتر له مشر اسماعيل هنيه سره په ټليفوني خبرو کې په بیجینګ کې د فلسطيني ډلو ترمنځ د خبرو اترو او یووالي هرکلی کړی او د فلسطيني ملت له مبارزې او برحقه داعیې څخه یې یو ځل بیا پر ملاتړ ټینګار کړی.
ورته مهال اسماعيل هنيه د فلسطين په تړاو او په ځانګړې توګه په غزه کې د وروستيو پېښو په اړه د افغانستان اسلامي امارت او افغان ملت دریځ ستایلی دی.

Address

Kabul/Dehbore
Kabul
1006

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Radio Marif posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Radio Marif:

Share

Category