CGTN Pashto

CGTN Pashto CGTN(China Global Television Network) Pashto
موږ تاسی ته د چین نړیوالۍ رسنۍ خپروني په پښتو ژبه خپروو

د افغانستان ختیځ په خاصه توګه کنړ ولایت د تیری شپی شاوخوا ١٢ بجې  یو زوروی زلزلی چې د ریختر په کچه ٦،٠ اټکل شوی ولړزوله ...
01/09/2025

د افغانستان ختیځ په خاصه توګه کنړ ولایت د تیری شپی شاوخوا ١٢ بجې یو زوروی زلزلی چې د ریختر په کچه ٦،٠ اټکل شوی ولړزوله چې ډیر تلفات ځایې وسیدونکو ته اوښتي دي د حکومت د معلوماتو په اساس تر اوسه څه باندی ٨٠٠ نفرو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څه باندی ٢٨٠٠ نفره ټپي دي
د CGTN ټول کارکوونکی او د چین دولت له خپل ګاونډی هیواد خصوصا زیانمن شویو سره خپله ژوره خواخوږی څرګندوي

د دې ۱۰۴ کلن سپين ږیري نوم چن شنګ لي دی، هغه د جاپاني يرغلګرو پر وړاندې جګړې پرمهال يو عسکر و، "شنګ لي" په چيني ژبه کې د...
31/08/2025

د دې ۱۰۴ کلن سپين ږیري نوم چن شنګ لي دی، هغه د جاپاني يرغلګرو پر وړاندې جګړې پرمهال يو عسکر و، "شنګ لي" په چيني ژبه کې د بريالي مانا لري.

چن شنګ لي د ۱۹۲۲م کال په اګېست کې د چین د هه بې ولایت په یوه کوچني کلي کې زیږیدلی و. د هغه کورنۍ غریبه مګر خوشحاله وه، هغه هیڅکله تصور نه کاوه چې په ۱۵ کلنۍ کې به يې ارام ژوند په بشپړه توګه خراب شي. د ۱۹۳۷م کال د سپتمبر په ۱۸مه نېټه، کله چې چن شنګ لي او د ده د تره زوی په بازار کې وو، د جاپاني يرغلګرو له خوا هوايي بريد او د بمونو باران وشو، د انسانانو جسدونه او پرې شوي غړي هر ځای خپاره شول، بازار په څو شېبو کې پر یوه دوزخ بدل شو. له دې وروسته، د هغه خپلوان د جاپاني يرغلګرو لخوا یو یو ووژل شول.
"په هغه وخت کې، زه نه پوهیدم چې انقلاب څه معنی لري. زه یوازې پوهیدم چې جاپانیانو زما کورنۍ وژلې ده، او غوښتل مې چې غچ يې واخلم!"

د ۱۹۳۸م کال په جنورۍ کې، ۱۶ کلن چن شنګ لي د چين د "با لو جون" اردو غړیتوب تر لاسه کړ او یو چریکي جنګیالی وشو. د تجهیزاتو د کمښت له امله، دغه اردو يوازې هغه ته یو چاقو او څلور لاسي بمونه ورکړل. ډېرو زياتو وګړو حتی د ځمکو خاوندانو د وسلو لپاره د مرمیو ډکولو له دوی سره مرستې کړې، ځکه هر چا د خپلو کورونو د ساتنې هيله درلوده او دا يې ګڼله چې یوازې د خپلو کورونو په ساتنې سره ژوندي پاتې کېدای شي.
جاپاني یرغلګر ښه مجهز وو، له دوی سره مخامخ جګړه په حقیقت کې ځان وژنه وه. چن شنګ لي او د هغه ملګرو په کلیوالو تکیه کوله، د دښمن د ماتولو لپاره یې د چریکي جګړې، د تونلونو کېندلو او د ماینونو اېښودو په څیر د خرپ او ترپ تاکتیکونه کارول. "موږ له کلیوالو سره د تونلونو کیندلو کار پيل کړ، چې کورونه او کلي يې یو له بل سره نښلول. «موږ د کلي په دروازو کې غارونه جوړ کړل او لاندې مو برچې او چاړې ځای کولې او د پاسه مو يې د خاورو یوه نازکه طبقه جوړوله چې دا برچې پټې شي. کله به چې دښمن په دې خاورو قدم کیښود، دوی هیڅکله نشوای پورته کېدای."

د ۱۹۴۱م کال د جنورۍ د یوې ورځې په سهاروختي، له ۳۰۰ څخه زیاتو جاپاني يرغلګرو په خاموشۍ سره د چن شنګ لي کلی محاصره کړ. ټوله ورځ سخته جګړه روانه وه، چریکان اړ شول چې په تونلونو کې پټ شول.

"له جګړې څخه دوه ورځې مخکې واوره اورېدله او د تونلونو هواکش او سوري پر واورو پوښل شوي وو. مګر کله چې واوره ولې شوه، سوري ښکار شول"، چن شنګ لي یادونه وکړه، "جاپانيانو لومړی په تونلونو کې اوبه واچولې، بیا یې ځمکې کيندلې، ساعتونه يې بې وقفې کار کاوه او دوی د تونلونو د له منځه وړلو په حال کې وو چې " ټولو چریکانو په خاموشۍ سره د لاسي بمونو کړۍ په خپلو ګوتو کې ساتلې وې، چمتو وو چې که چیرې د دوی پټنځای کشف شي، تر وروستۍ سلګۍ پورې به جګړه کوي. د ژوند او مرګ په دې شېبه کې د ټوپک ډزو د چوپتیا فضا ماته کړه، د تونل په دروازه کې جاپاني سرتیري د چن شنګ لي د ملګرو لخوا ووژل شول. لږ څه وروسته، د "با لو جون" اردو د آس سپرو ټيم راورسېد، له ۳۰ څخه ډېر جاپاني يرغلګر یې ووژل او پاتې نور يرغلګر وتښتېدل.

له یوه جذباتي ځوان څخه تر یو ثابت انقلابي پورې، چن شنګ لي څو ځله د جګړې په ډګر کې لويې ونډې واخيستې. نن ورځ، د دې ۱۰۴ کلن عسکر سترګې لا روښانه پاتې دي. د "بریالیتوب" په لور د هغه لاره نه یوازې یوه شخصي افسانه ده، بلکې د چین د تیاره کلونو په جریان کې د انعطاف یو کوچنی مثال هم دی.

د چين د عصري ښارونو  په هکله څه پوهیږئ؟د چین د ښارونو په تړاو د دغه هېواد د واکمن کمونېست ګوند وروستۍ کاري غونډه څو ورځې...
31/08/2025

د چين د عصري ښارونو په هکله څه پوهیږئ؟
د چین د ښارونو په تړاو د دغه هېواد د واکمن کمونېست ګوند وروستۍ کاري غونډه څو ورځې مخکې په پلازمېنې بېجینګ کې ترسره شوه او د دغه هېواد دولت رئیس شي جين پينګ پکې د عصري ښار مفکوره وړاندې کړې ده.

ولی چین د برېښنا له کمښت سره نه دی مخ؟د سږکال په جولای مياشت کې د چين د برېښنا د عمومي مصرف اندازه له يو ټريليونو کيلووا...
31/08/2025

ولی چین د برېښنا له کمښت سره نه دی مخ؟
د سږکال په جولای مياشت کې د چين د برېښنا د عمومي مصرف اندازه له يو ټريليونو کيلوواټه ساعت څخه اوښتې او دې اندازې د بهرنيو رسنيو پام راجلب کړی دی. د ځينو هېوادونو خلک لا هم ډېری وخت د برېښنا له پرچاوي سره مخ وي،‌ خو چين، چې په نړۍ کې د برېښنا تر ټولو لوی مصرفي هېواد دی،‌ د برېښنا د مصرف اندازې يې په تاريخ کې نوی ريکارډ جوړ کړی او د برېښنا له کمښت سره نه دی مخامخ شوی.

د چين د انرژۍ ملي ادارې د تازه شمېرنې له مخې، د روان کال په جولای کې په دغه هېواد کې د برېښنا د مصرف اندازه یو ټريلیونو، ۲۲ میليارډو او ۶۰۰ میليونو کيلوواټه ساعت ته رسېدلې،‌ چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۸ اعشاريه ۶ سلنه زياتوالی ښيي. د نورو هېوادونو د ورته رقم په پرتله، په جولای کې د چین د برېښنا د مصرف اندازه د ايران شاوخوا د يو کال مصرف اندازې ۲ اعشاريه ۹ چنده جوړوي، د امريکا د شاوخوا يو کال مصرف اندازې ۲۳سلنه جوړوي او د هند شاخوا د نيم کال مصرف اندازه جوړوي.

اوس چين په ټوله نړۍ کې د برېښنا تر ټولو لوی تولیدي سيستم جوړ کړی. په ۲۰۲۴ کال کې د چين د برېښنا تولیدي‌ اندازه له ۱۰ ټريليونو کيلوواټه ساعت څخه اوښتې او دغه شمېر يې د نړۍ د برېښنا د تولید اندازې شاوخوا ۳۰ سلنه نيولې، د امریکا د برېښنا د تولید د اندازې ۲ اعشاريه ۵ چنده ده او د هند د برېښنا د تولید د اندازې نږدې ۵ چنده ده. د چين د برېښنا توليدي اندازه او د مصرف اندازه په نړۍ کې لومړی ځایونه لري.

د یادونې وړ ده،‌ د چين د برېښنا د مصرف اندازه د انرژۍ د زرغون بهير پر بنسټ جوړه شوې ده. د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې، د چين ځينې ځایونه هم د برېښنا له کمښت سره مخامخ وو. هغه وخت د چين په برېښنا کې د ډبرو سکرو برېښنا برخه ډېره زياته وه، نو د سکرو د بيې لوړېدو د برېښنا پر توليدي اندازې لويه اغېزه وکړه. د تېرو ۴ کلونو هڅو وروسته، د چين د برېښنا د تولید او مصرف میکانیزم ډېر اصلاح شوی دی. د روان کال په جولای کې د چين په عمومي برېښنا کې د نوې انرژۍ برېښنا برخه زياته شوې.

بادي، لمريزه او بيولوژيکي برېښنا په چټکۍ زياته شوې او د عمومي برېښنا یو پر څلورمه برخه يې نيولې ده.

په دې وروستيو ورځو کې د اقلیمي چارو یوه امریکایي کار پوه ویلي چې د چين د کاربن د ايستنې د کمښت بهير ثابت دی او نړيوال ارزښت لري. د هغه په خبره، د چين له پرمختګ څخه دا څرګنده شوې،‌ چې يو هېواد کولی شي چې د اقتصاد د پرمختګ د ساتنې په بهير کې د کاربن ايستنه کمه کړي.

د چين بېلګه نړیوالو ته ښيي، چې يو لوی اقتصاد کولی شي چې د اقتصاد د پرمختګ د ساتنې په وخت کې زرغون بهير ته وده ورکړي.

اوسنۍ نړۍ د انرژۍ له کمښت او اقليمي بحران سره مخامخ ده. د چين د برېښنا زرغون بهير د نړۍ اقليمي ادارې او د انرژۍ امنيت ته ثبات ورکوي.

مصنوعي ځیرکتیا (AI) یو ځل بیا د حیرانتیا دروازې پرانیستې! د ChatGPT جوړوونکي شرکت OpenAI د اوږدې مودې انتظار وروسته د خپ...
08/08/2025

مصنوعي ځیرکتیا (AI) یو ځل بیا د حیرانتیا دروازې پرانیستې! د ChatGPT جوړوونکي شرکت OpenAI د اوږدې مودې انتظار وروسته د خپل مشهور چټ‌بوټ نوی او پرمختللی ماډل GPT-5 معرفي کړ.

څه ډول ماډل دی GPT-5؟
دا نوی ماډل "هوښیار، چټک، او ګټور" بللی دی، او د OpenAI شرکت مشر سام آلټمن ویلي: د "GPT-5 داسې یو څه دی چې د بشر د تاریخ په تېرو پړاوونو کې تصور یې نه کېده."

دغه ماډل کولی شي پوره سافټویر جوړ کړي، PhD-سطحه تحلیل وړاندې کړي، منطقي استدلال وکړي، او داسې ځوابونه ورکړي چې د پوهانو په څېر دي.

🧠 نوې ځانګړتیاوې:
• لیکوالۍ او کوډ لیکلو کې PhD-کچه مهارت
• غوره استدلال، تحلیل، او منطقي پایلې
• د پوهنتوني استاد په شان پوښتنو ته ځواب ورکول
• د انسان-ته نژدې ژبه، روڼتیا، او دقیق معلومات
• ډېر انساني چلند لرونکی، او له پخوانیو نسخو ښه دی

سام آلټمن وايي:
چې ChatGPT 3 داسی دی لکه د یو لیسې استاد سره چې خبری کوي او ChatGPT 4 داسی دی لکه د پوهنتون محصل خو ChatGPT 5 داسې دی لکه د بوهنتون PHD لرونکي استاد چې ډیر دقیق او کره معلومات درکوي.
⚖️ خو انتقادونه هم شته
د اخلاقو د برخې پروفیسور کارېسا ویلیز وایي:
"هو، دا سیستمونه حیرانوونکي دي، خو تر اوسه یې ګټه دومره اقتصادي نه ده... دوی یوازې تقلید کوي، نه حقیقي انساني تفکر."

د Ada Lovelace Institute مشر ګایا مارکوس خبرداری ورکړی چې: "هر څومره چې دا ماډلونه پرمختګ کوي، هماغومره سخته اړتیا شته چې دا فعالیتونه باید قانوناً تنظیم شي."

#ساینس #پرمخت

08/08/2025

د چین فضا ادارې (CMSA) د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دغه هېواد په بریالیتوب سره د "لانیوې" (Lanyue) په نوم د انسان وړونکې سپوږمیزې الوتکې د کښته کېدو او بېرته پورته کېدو یو مهم او ټول‌پېغیزه ازموینه د چین د شمال "هېبې" ولایت کې ترسره کړې ده.

دغې ازموینې چې د چهارشنبې په ورځ بشپړه شوه، د چین د انسان وړونکې سپوږمۍ د اکتشافي پروګرام لپاره یو مهم پرمختګ ګڼل شوی، او دا لومړی ځل دی چې چین د انسان وړونکې الوتکې د بهرني سیاروي (سپوږمۍ) لپاره کښته کېدو او پورته کېدو ازموینه ترسره کوي.

د CMSA د معلوماتو له مخې، ازموینه کې د الوتکې د اصلي سیستمونو ګډ فعالیتونه تایید شول، لکه د ښکته کېدو او پورته کېدو میکانیزم، کنټرول سیستمونه، د سپوږمۍ پر سطحه د انجن بندېدل، او د فرعي سیستمونو (لکه لارښوونې، جهت‌نیونې او کنټرول، او ځواکمنتیا) ترمنځ همغږي.

د "لانیوې" سپوږمیزه الوتکه د چین راتلونکو انسان وړونکو سپوږمۍ ماموریتونو لپاره نوې جوړه شوې ده. دا الوتکه له دوو برخو جوړه ده: یوه د سپوږمۍ برخه او بله د چلوونې (Propulsion) برخه. دا کولی شي دوه فضانوردان، یو سپوږمۍ موټر (rover)، او بېلابېل ساینسي وسایل د سپوږمۍ مدار او سطحې ترمنځ یوسي راوړي.

د سپوږمۍ له کېناستلو وروسته، "لانیوې" به د فضانوردانو لپاره د اوسېدو، د برېښنا سرچینې، د معلوماتو انتقال، او د فعالیتونو د ترسره کولو مرکز په توګه کار کوي، څو دوی وکولی شي اوږده موده هلته پاتې شي او څېړنې ترسره کړي.

#سپوږمۍ #فضانورد #فضا #ساینس

د ټرمپ او پوتین تر منځ غونډې ته تیاری نیول کېږيکریمېلن (د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ) د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ولسمشر ډون...
08/08/2025

د ټرمپ او پوتین تر منځ غونډې ته تیاری نیول کېږي
کریمېلن (د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ) د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او ولادیمیر پوتین تر منځ یوه مهمه غونډه د "راتلونکو ورځو" لپاره پلان شوې، او دواړو خواوو د غونډې د ځای په اړه "په اصولي توګه" توافق کړی دی.
دا به د امریکا او روسیې د اوسنیو ولسمشرانو تر منځ لومړۍ رسمي غونډه وي، له هغه وخت راهیسې چې جو بایډن په جون ۲۰۲۱ کې په ژنیو کې له پوتین سره ولیدل. دا نوې غونډه داسې مهال پلان شوې چې ټرمپ هڅه کوي د روسیې او اوکراین تر منځ جګړه پای ته ورسوي.

تر دې مهاله د مسکو او کیف تر منځ درې پړاوه مخامخ خبرې بې‌نتیجې پاتې شوي، او دواړه خواوې د جګړې د درې کلن دوام وروسته هم لا تر اوسه یو له بله لرې دریځونه لري.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ وویل:
"زه به ډېر ژر له پوتین سره مخامخ ملاقات وکړم."
نوموړي هڅه کړې چې له روسیې سره اړیکې بېرته رغوي او جګړه ختمه کړي، خو د خپلو عامه څرګندونو پر مهال کله کله پر پوتین نیوکه کړې او کله یې ستاینه هم کړې ده.

د کریملین سلاکار یوري اوشاکوف د پنجشنبې په ورځ د روسیې دولتي رسنیو ته ویلي:

"د امریکا د لوري په وړاندیز، په اصولي ډول پرېکړه شوې چې دا دوه اړخیزه سرمشریزه به د راتلونکو ورځو په ترڅ کې ترسره شي."
هغه زیاته کړه: "راتلونکی اونۍ د غونډې هدف ټاکل شوی، او موږ له خپلو امریکایي همکارانو سره د جزییاتو پر کار پیل کړی دی."

ټاکل شوي چې راتلونکې ونۍ د امریکا او روسیې ولسمشران دواړه سره ووینې، د اوکراین او همدارنګه د سیمي او نړۍ پر ورستیو مسایل...
08/08/2025

ټاکل شوي چې راتلونکې ونۍ د امریکا او روسیې ولسمشران دواړه سره ووینې، د اوکراین او همدارنګه د سیمي او نړۍ پر ورستیو مسایلو باندی بحث وکړي

د چین او روسیې ګډ سمندري تمرینونه د پیسیفیک بیړیو په ګډون پیل شولولادیوستوک، روسیه (رویټرز) –د چین د بحری ځواکونو دوې جن...
01/08/2025

د چین او روسیې ګډ سمندري تمرینونه د پیسیفیک بیړیو په ګډون پیل شول

ولادیوستوک، روسیه (رویټرز) –د چین د بحری ځواکونو دوې جنګي بیړۍ د روسیې د پیسیفیک بیړیو اصلي بندر ته ننوتلې دي، چې دا مهال د دې هېوادونو ترمنځ د "ګډ سمندر ۲۰۲۵" نومي ګډو سمندري تمرینونو لپاره چمتووالی نیسي.

د روسیې دولتي خبري اژانس اسپوتنیک راپور ورکړی چې د چین د شاوګزینګ او ارومچي نومي ګیډېډ میسایل لرونکې جنګي بیړۍ په ولادیوستوک بندر کې په بشپړه توګه ځای پرځای شوې دي. دا ګډ تمرینونه به د پنځو ورځو لپاره دوام ومومي او په کې به دواړو هېوادونو ډیزل برقی زیردریاوې او سمندري الوتکې هم ګډون ولري.

د چین د دفاع وزارت ویاند ژانګ زیاوګانګ په بیجینګ کې وویل چې دا تمرینونه د دې هېوادونو ترمنځ د کلني همکارۍ پلان برخه ده او نه هدف یې دریم هېواد دی او نه هم دا د اوسني نړیوال او سیمه ییز وضعیت سره اړیکه لري.

دا به شپږم ځل وي چې د چین او روسیې بحری ځواکونه د پیسیفیک سمندرګي په ګډه گشت کوي. تمرینونه به د ولادیوستوک په نږدې سمندر او هوايي ځای کې ترسره شي، چې وروسته به یې برخه ځواکونه د ټاکل شویو سمندري سیمو په گشت کې هم برخه واخلي.

په دې اړه نور:
دا ګډ تمرینونه د چین او روسیې ترمنځ د پوځي همکارۍ په اوږدو کې یو بل مهم ګام دی.
د روسیې تاس خبري اژانس وايي چې دا ګډ فعالیتونه به د سمندري امنیت او سوله ییزو عملیاتو په برخه کې تمرکز ولري.

#پیسیفیک





CGTN Pashto

د ټیکنالوجۍ نړۍ ته یو انقلابی پښه؛ د نیورالینک عصبي رابښته به انسان او ماشین یو ځای کړي. د ځانګړي راپور له مخې:د ۲۰۲۵ کا...
01/08/2025

د ټیکنالوجۍ نړۍ ته یو انقلابی پښه؛ د نیورالینک عصبي رابښته به انسان او ماشین یو ځای کړي.

د ځانګړي راپور له مخې:
د ۲۰۲۵ کال د جولای په وروستیو نړیوالو ټیکنالوجۍ ته پام لرونکو مؤسسو او علاقمندانو ته یو انقلابګر خبر ورسېد. د ایلون ماسک شرکت نیورالینک او د سټینفورډ پوهنتون څیړنیز ټیم په ګډه اعلان وکړ چې د برین-کمپیوټر انٹرفېس (BCI) په برخه کې یې لوی پرمختګ کړی دی. د دوی په وینا، د "لینک" ایمپلانټ کاروونکي اوس کولی شي په مستقیم ډول خپل کمپیوټر، موبایل یا نور ګیجټونه د فکر او ذهن په مرسته کنټرول کړي.

د راپور جزئیات:
څه شی نوی دی؟
دا لومړنی ځل دی چې یوه تجارتي شرکت (نیورالینک) او یو مخکښ علمي مؤسسه (سټینفورډ) په ګډه د BCI یوه عملي او خوندي نمونه د عمومي کارونې لپاره ازمویلې ده. دا ټیکنالوجي د ALS (عصبي ناروغي)، پارالیز او نورو حرکتي اختلالونو لرونکو مریضانو لپاره د ژوند اسانه کوي.

- څنګه کار کوي؟
د نیورالینک ایمپلانټ د مغز په ځانګړو برخو کې ځای پرځای کیږي او د عصبي سیګنالونو په ثبتولو او تفسیرولو سره یې د کمپیوټر سره نښلوي. په دې توګه، کارونکي کولی شي د فکر په زور ټایپ کړي، ګرافیکس وڅیړي، یا حتی مصنوعي غځونډي (پروستېټیک) وسایل کنټرول کړي.

- راتلونکی پلان:
د سټینفورډ څیړونکي وايي چې دا ټیکنالوجي به په راتلونکي کال کې د ګرځنده ګیجټونو (د فکر په مرسته د موبایل کنټرول)، مجازي حقیقت (VR) او حتی د دردونو درملنې لپاره وکارول شي.

پوښتنې او ځوابونه:
- ایا دا ټیکنالوجي خوندي ده؟
په اوسني مرحله کې، دا ټیکنالوجي یوازې د FDA (د امریکا د غذا او درملو ادارې) تایید لري او د محدود ازموینو لپاره کارول کیږي.

- ایا معمولي خلک هم کولی شي دا واخلي؟**
د ۲۰۲۶ کال تر پسرلي پورې به دا ټیکنالوجي د طبی اړتیاو لرونکو لپاره وړاندې شي، مګر د عمومي کارونې لپاره لا د قیمتونو او نورو ازموینو ته اړتیا ده.

دا پرمختګ یو تاریخي ګام دی چې د انساني مغز او ماشینونو ترمنځ د دیوالونه ویجاړوي که څه هم لا د بحثونو او اخلاقي پوښتنو سره مخ دی، خو د نیورالینک او سټینفورډ دا ګډه هڅه راتلونکي کې د نورو ناروغیو درملنې، انساني حافظې ښهوالی او حتی د مصنوعي ذکاوت سره د انسان یوځای کېدو لاره هواره کوي.
سرچینې

کاناډا هم د فلسطین دولت د پېژندلو پرېکړه وکړه؛ نړیوال فشار پر اسرائیل زیاتېږياتاوا  د کاناډا صدراعظم مارک کارني اعلان وک...
01/08/2025

کاناډا هم د فلسطین دولت د پېژندلو پرېکړه وکړه؛ نړیوال فشار پر اسرائیل زیاتېږي

اتاوا د کاناډا صدراعظم مارک کارني اعلان وکړ چې هېواد به یې د ملګرو ملتونو د سپتمبر غونډې پر مهال فلسطین په رسمي ډول د یو دولت په توګه وپېژني. دا اعلان وروسته له هغې شوی چې فرانسه او برېتانیه هم ورته دریځ غوره کړ، که چېرې د غزې جګړه تر هغه وخته پای ته ونه رسېږي.

کارني وویل، د غزې فاجعه، په ځانګړي ډول د خلکو لوږه، دا ښيي چې "د فلسطین د دولت هیله زموږ د سترګو پر وړاندې له منځه روانه ده." نوموړي دا هم زیاته کړه چې د فلسطین واک اداره ژمنه کړې، تر ۲۰۲۶ پورې به اصلاحات راولي او عمومي انتخابات به وکړي، چې پکې حماس به ګډون نه‌لري.

د فلسطین د رسمیت پېژندلو دا اعلانونه د اسرائیل له لوري د مرستو محدودولو او د غزې د بشري ناورین له امله د نړیوالې ټولنې د غوسې څرګندونه ګڼل کېږي. نړیوالې ادارې خبرداری ورکړی چې غزه کې د قحطۍ بدترین حالت رامنځته شوی.

د چهارشنبې په ورځ د غزې د روغتیا وزارت د لوږې له امله د اوو کسانو مړینه تایید کړه، او د حماس حکومت وویل، د خوړو د ترلاسه کولو هڅه کې ۵۰ تنه د اسرائیلي پوځ له لوري وژل شوي.

اسرائیل اعلان کړی چې هره ورځ به لس ساعته عملیات بندوي، خو د ملګرو ملتونو دفتر وايي، مرستې لا هم "کافي نه‌دي".

د اسرائیل او امریکا چارواکو د کاناډا پرېکړه وغندله. د اسرائیل بهرنیو چارو وزارت دا پرېکړه "حماس ته جایزه" وبلله، او د ولسمشر ټرمپ ادارې هم ورته غبرګون وښود.

له ۲۰۱۲ کال راهیسې، فلسطین د ملګرو ملتونو ناظر دولت دی او له ۱۹۳ غړو هېوادونو څخه تر ۱۴۰ زیات یې پیژني.

د امریکا یو پخوانی استخباراتي چارواکی وایي، دا ډول اعلانونه د اسرائیل د فشار لپاره دي، خو د کاناډا اقدام ښايي یوازې سمبولیک وي او له اسرائیل سره یې اړیکې اغېزمنې کړي.

په عین حال کې، د نتانیاهو حکومت دننه افراطي غړي د فلسطین د سیمو د بشپړ اشغال او د اوربند مخالفت کوي. د مالیې وزیر د یهودي مېشت‌ځایونو د بیا جوړېدو خبره کړې، او امنیتي وزیر ګواښ کړی چې غزې ځینې برخې دې اسرائیل اشغال کړي.
✍️ **ستاسې نظر څه دی؟**
ایا د فلسطین د دولت رسمیت پېژندنه د حل لاره ده؟ که نه؟

\ #فلسطین #کاناډا #اسرائیل #غزه #دوهدولتي\_حل #نړیوال\_غبرګون

د لیتوانیا صدراعظم د ایتلاف له ګواښ او د اخلاقي پلټنو له امله استعفا وکړهویلنیوس – د لیتوانیا صدراعظم ګینتاوتاس پالوکاس ...
01/08/2025

د لیتوانیا صدراعظم د ایتلاف له ګواښ او د اخلاقي پلټنو له امله استعفا وکړه
ویلنیوس – د لیتوانیا صدراعظم ګینتاوتاس پالوکاس د پنجشنبې په ورځ د خپل هېواد د حکومت له مشري او د سوسیال دموکرات ګوند له مشرۍ څخه استعفا اعلان کړه.

پالوکاس په یوه بیان کې وویل:

"ما ولسمشر ته خبر ورکړ چې پرېکړه مې کړې، له صدارت څخه استعفا ورکړم."

د پالوکاس استعفا د ګوند د اجراییه شورا تر ټاکل شوې رایې وړاندې وشوه، او دا هم وروسته له هغې راځي چې د لیتوانیا د پارلمان (سیمس) رئیس او د "د لیتوانیا لپاره دموکرات اتحاد" ګوند مشر، ساولیوس سکورنیلیس ګواښ وکړ که پالوکاس په څوکۍ پاتې شي، د دوی ګوند به له ایتلافي حکومته ووځي.

د لیتوانیا د اساسي قانون له مخې، کله چې صدراعظم استعفا کوي، نو ټول کابینه هم له دندو لرې کېږي.

د لیتوانیا ولسمشر ګیتاناس ناوسیدا د پالوکاس استعفا وستایله او دا یې "یوازینۍ سمه پرېکړه" وبلله.

پالوکاس په داسې حال کې له دندې ګوښه شو چې د هغه پر مالي معاملو، له سوداګرو سره د ناسم تعامل، او د ویلنیوس ښاروالۍ ته د تاوان د نه‌ورکړې په تړاو پلټنې روانې دي.

نوموړي له هر ډول قانون‌ماتو انکار کړی، او ویلي یې دي چې دا تورونه د سیاسي مخالفینو له خوا "منظمه حمله" ده.
(s): Xinhua News Agency

Address

Kabul
NEWSANDNEWTECHNOLOGY

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when CGTN Pashto posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to CGTN Pashto:

Share