Zabiullah Hewadwal

Zabiullah Hewadwal Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Zabiullah Hewadwal, Chara hi-e-qamber, Kabul.

غوره کاري فرصت😍
27/03/2026

غوره کاري فرصت😍

We’re Hiring Instructors!

Skill Up Consultancy Services is seeking skilled professionals to join our team and empower the next generation of learners.

Open Positions:
• Graphic Design Instructor 🎨
• Motion Graphics Instructor 🎬
• Web Development Instructor 💻

What We’re Looking For:
• Expertise in your field with practical experience
• Passion for teaching and mentoring
• Strong communication and leadership skills

Why Join Us:
• Make a meaningful impact in your community
• Inspire and guide learners to reach their potential
• Grow professionally in a dynamic, collaborative team

Application Deadline: 5 April 2026

📩 Apply Today: [email protected]
If you can teach it, lead it, and love it — we want you!

📞 Contact Us:
🌐 www.skillup-af.com
📧 [email protected]
📱 +93 747 087 777
📍 Office #423, 4th Floor, Park Tower, Shahr-e-Naw, Kabul, Afghanistan.

‏افتاده در دهان هزار اژدها وطن‏بی‌کس وطن، غریب وطن، بینوا وطن
17/03/2026

‏افتاده در دهان هزار اژدها وطن
‏بی‌کس وطن، غریب وطن، بینوا وطن

پاملرنه، پاملرنه او پاملرنه!!!د کرکټ ملي ټیم د تحریم د غوښتنې په ځواب کې څه کولی شو؟!د تکواندو نړیوال فدراسیون د قوانینو...
13/01/2025

پاملرنه، پاملرنه او پاملرنه!!!
د کرکټ ملي ټیم د تحریم د غوښتنې په ځواب کې څه کولی شو؟!
د تکواندو نړیوال فدراسیون د قوانینو مطابق په نړیوالو لوبو او هیوادونو کې لوبېدونکي لوبغاړي کولی شي له دغو درې (١: د کوم هیواد له آدرس څخه چې لوبېږي، د هغه هیواد تابعیت او پاسپورت؛ ٢: د ورزشي ملیت بدلون غوښتنې په صورت کې نړیوالو لوبو کې د ګډون په موخه د لومړني هیواد له آدرس څخه د لوبېدو درې کلنه تجربه؛ ٣: د تابعیت نه لرلو/ مهاجرت په صورت کې د تکواندو نړیوال فدراسیون له آدرس او بیرغ لاندې لوبه کول) آدرسونو لوبه وکړي.
د روان میلادي کال په لړ کې به د چین په (ووشي) ښار کې د تکواندو نړیوالې لوبې ترسره شي، دغو لوبو کې د افغانستان په ګډون د ټولې نړۍ نارینه او ښځینه لوبغاړي ګډون کولی شي، د نارینه وو په برخه کې به زموږ د ملي ټیم لوبغاړي لوبیږي، خو دا چې د افغانستان د میرمنو ملي ټيم له وړاندې لغوه شوی او ځینې لوبغاړې بهر ته مهاجرې شوي، نو دغه میرمنې به د افغانستان په استازیتوب او که د ملیت د بدلون غوښتنه یې کړې وي، د تکواندو د نړیوال فدراسیون له آدرسه لوبیږي.
د تکواندو لوبغاړې مرضیې حمیدي څو ورځې مخکې د افغانستان کرکټ ملي ټیم د تحریم غوښتنه کړې وه، خو دا غوښتنې د (ICC) له لوري رده شوه، که څوک غواړي د تکواندو دغې لوبغاړې مرضیې حمیدي ته مناسب ځواب ورکړي، لاره یې همدا ده چې په چین هیواد کې د تکواندو په نړیوالو لوبو کې ددغې لوبغاړې د ګډون د تحریم غوښتنه وکړي.
همدارنګه د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت له چین هیواد سره ښې اړیکې لري، دغه وزارت هم کولی شي ددغې لوبغاړې د تحریم غوښتنه وکړي.

ستونزمنه ده چې کله درد غلبه وکړي داسې چا ته پناه وېسٸ چې وروسته پښېمانه شٸ؛ د اضرارو پخوا کې پرته له  #منته، #بهانې او  ...
27/08/2021

ستونزمنه ده چې کله درد غلبه وکړي داسې چا ته پناه وېسٸ چې وروسته پښېمانه شٸ؛
د اضرارو پخوا کې پرته له
#منته،
#بهانې
او
#پښېمانۍ
په خپل ټول وجود پناه درکوي او په بشپړه حوصلمندۍ غوږ درته نيسي.
!

نهه بريالي انسانان؛ د برياليتوب نوي رازونهد نړۍ غوره کار پنځونکي څه ډول فکر کوي؟د بريا رازونه له برياليو انسانانو واورٸ....
29/01/2021

نهه بريالي انسانان؛ د برياليتوب نوي رازونه

د نړۍ غوره کار پنځونکي څه ډول فکر کوي؟

د بريا رازونه له برياليو انسانانو واورٸ.
د نړۍ غوره کار پنځونکي د خپلې بريا قفل په کومو کلیو خلاصوي؟

ژباړن: ذبيح الله هېوادوال
لومړۍ برخه:

بريا ته د رسیدو لپاره د بېلګټېس لس قوانين!

بېل ګېټس د خپل نسل بريالى او شتمن انسان دى، خو تر دې مهم، نوموړى د خپلو سخاوتمندانه او بې وقفې مرستو له لارې د انسانانو د مرګ راکمولو او غوره ژوند رامنځته کولو لپاره ډېرې هڅې کړي.
سره له دې چې د هغه نوم تل په فوريس کې د نړۍ د شتمن انسان ځاى نيسي، په خوا کې يې نوموړى په ټکنالوژيکي انقلاب کې د شخصي کمپيوټرونو د کار او بار پنځونکو له څېرو يوه غوره او پېژندل شوې څېره ده.
نوموړي مايکروسافټ کمپنۍ کې تر تقاعد کېدو وروسته خپل ټول وخت د بېل او مليندا ګېټس خېريه بنسټ کې بشردوستانه کارونو ته ځانګړى کړى دى.

بريا ته د رسېدو لپاره د نوموړي لس قوانين:

١- د لوړو موخو ټاکنه:
شايد ډېر کم خلک په دې خبر پوه وي چې مايکروسافټ کمپنۍ د بېل ګېټس د يوه دروغ په پايله کې رامنځته شوې ده.
ګېټس په ١٩٧٥ ميلادي کال کې له MITS سره تر اړيکو نيولو وروسته دد‌‌‌غه شرکت کوچني کمپيوټر ته د جوړ کړي مفسر په اړه هغوى ته وويل، MITS ددې نرم افزار لېدو ته لېواله شو خو ګېټس او ملګري یې پل آلن دغه نرم افزار ته په واقعي ډول پراختيا ورکړې نه وه، له همدې کبله ګېټس او ملګرى يې مجبور شول دغه نرم افزار باندې ژر کار پېل او په چټکۍ هغه ته پراختيا ورکړي تر څو وکولى شي په څو اوونيو کې ياد نرم افزار نوموړې کمپنۍ ته وسپاري، له دې سره لومړني پلور د هغوى قسمت بدل کړ.
له دغې موضوع يوه مياشت وروسته مايکروسافټ تاسٸيس او بېلګېټس مجبور شو تر څو له خپل توان ډېر کار وکړي.

٢- تل وړاندې فکر ولرٸ!:
بېلګېټس د راتلونکې لپاره تل ليدلورۍ لري او هڅه کوي تر څو دا ليدلورۍ ستر او بهتره کړي، دغه ځانګړتيا يې تل په هڅو کې حس کيږي.
مايکروسافټ کلونه وکولٸ شول د رقابت ډګر کې خپل ټول رقيبان مات کړي، ددې بريا راز د څو قدمه وړاندې فکر او د لا سترو برياوو لټون وو، حتى ٢٠٠٨ کې تر تقاعد کېدو وروسته بېلګېټس د راتلونکي په اړه فکر کوو، نوموړي خپل ټول تمرکز د بېل او مليندا ګېټس خېريه بنسټ کې پر بشردوستانه هڅو راټول کړ چې په پايله کې يې ياد بنسټ نړۍ کې خورا ډېر مثبت اغېز لري.

٣- مه پرېږدٸ تر څو بريا ستاسو ذهن اغفال کړي:
د هغو لويو درسونو له ډلې چې موږ يې بايد له بېل ګېټس څخه زده کړو هغه د برياوو شاته پرېښودل او له ياده وېستل دي، نوموړى وايي" بريا هغه پست او بدجنسه ښوونکى دى چې هوښيارو انسانان کې د نه ماتېدنې احساس راژوندى کوي" مخکې له دې چې خپلې برياوې خاطراتو ته وسپارى لومړۍ بايد مطمٸين شٸ تر څو يادې برياوې ستاسو پر قضاوت سيورى نه اچوي او تاسو کې د نفس کاذب باور نه رامنځته کوي.
ګېټس په دې باور دى چې موږ بايد د خپلې بريا لومړنۍ الګوګانې ناديده ونه نيسو، خو له بل لوري که موږ خپلې ټولې منابع د بريالي کېدو د عواملو په پيدا کولو مصرف کړو، راتلونکو ستونزو پر وړاندې د درېدو توان به له لاسه ورکړو.

٤- د وخت پر ارزښت پوه شٸ!:
ګېټس وايي" اړينه نده څومره پيسې لرى؛ مهمه دا ده چې په پېسو وخت نشٸ اخيستلى" ګېټس په موثر ډول له وخت څخه پر ګټې اخيستنې پوهېږي او تل خپل کارونه ددغه ارزښت په رڼا کې اولويت بندي کوي، کله چې نوموړى باوري شي کومه غونډه کې يې ګډون اړين نه دى او ګټه نه لري هغې غونډه کې ګډون نه کوي، له بلې خوا ګېټس ددې اطمينان له ترلاسه کولو وروسته چې وخت يې مهمو تهداتو ته ځانګړى کوي هغو خلکو ته خپل وخت ورکوي چې معاشرت ورسره لري.

٥- د کيفيت ارزونه له واجباتو يو دى!:
د مايکروسافټ له پرمختګ سره د ګمارل شوو پروګرام ليکونکو شمېر هم ډېر شو، سربېره له دې چې بېلګېټس ته نور د مدير په توګه لازمه نه وه تر څو پروګرام ليکلو ته ادامه ورکړي، خو ددې باوجود بيا هم بېلګېټس د مايروسافټ خپرېدونکو نرم افزارونو کوډونه يو يو ارزول د اړتيا په صورت کې يې ټول بيا ليکل د ګېټس دې کړنې د مايکروسافټ د محصولاتو او خدماتو کيفيت تضمٸين کو او دې کار يې ثابتوله چې نوموړى د خپل ټيمي کارونو څارونکۍ او تل د مايکروسافټ له محصولاتو سره بلد دى.

٦- بدلون راوستونکي نوښتونه بايد وښودل شي، نه دا چې وويل شي!:
بېلګېټس او ملګرى يې استيو بالمر د اتياومې لسيزې په لومړيو کې هڅه کوله چې د راتلونکو ګرافيکي عامل سيسټمونو په اړه سيمينار جوړ کړي، خو چا باور ورباندې ونکړ، کله چې اپل په ١٩٨٤ کال کې مېکنټاش بازار ته وړاندې کړ، ليدلورى تر پخوا بدل شو.
ميکنټاش له ګرافيکي کارونې(GUI) سره لومړى بريالۍ تجارتي کمپيوټر وو.
مايکروسافټ وکولى شول د مېکنټاش له بريا يو کال وروسته ١.٠ وينډوز خپور کړي، که نوښتګره طرحه لرى او څوک پام نه ورته کوي اندېښنه مه کوٸ، خپلې طرحې ته توسعه ورکړٸ چې کله يې وخت راورسيږي تاسو به چمتو اوسٸ.

٧- نظر مو له خپل ټيم سره شريک کړٸ!:
څنګه چې بېل ګېټس د عامل سيسټمونو (GUI) ګرافيکي کارونې د ارزښت وړاندوينه کړې وه، همداسې مخکې له دې چې انټرنټ عام شي ګېټس په لويه کچه د انټرنټ ارزښت او له هغه د پراخې ګټې اخيستنې وړاندوينه کړې وه.
ګېټس د ١٩٩٥ کال مې مياشت کې باوري شو چې انټرنټ د مايکروسافټ راتلونکى دى، له همدې کبله يې خپلې کمپنۍ ته په يو ليک کې وليکل:
" انټرنټ له يو ستر فرصت سره سره يوه لويه ستونزه هم ده، موږ د خپلو برياوو په دوام څنګه کولى شو نورو سترو برياو ته د رسېدو لپاره خپلې ستراتيژۍ بهتره کړو ستاسو د نظرياتو په تمه يم ".
د ليک له ليکلو مخکې ګېټس خپل ټيم ته ددغې موضوع د بريالي کولو اهمت درک او ياد ليک ته يې وخت ځانګړى او په پايله کې يې ٩٥ وينډوز له انټرنټ اکسپلورر سره بازر ته وړاندې کړ.

٨- له ناراضو پېرودونکو درس واخلٸ!:
د کلونو په تېرېد ډېر پېردونکي له ګېټسه ناراضه شوي دي، کله مو چې سترګې د مرګ آبي مخپاڼه باندې ولوېږي په دليل يې پوهېدلى شى، خو څومره چې خلک پر وينډوز د نيوکې هڅه کوي له هغه ډېره ګټه ترې اخلې.
وينډوز له ١٩٩٠ کاله د نړۍ لومړۍ درجه عامل سيسټم دى او د ٢٠١١ ميلادي کال له اګسټ مياشتې راهيسې د نړيوال بازار ٨٢.٥فيصده سهم په واک کې لري، ددې بريا دليل ساده دى " مايکروسافټ د خپلو محصولاتو پر وړاندې د پېرودونکو عکسلالعمل ته ځواب ويونکى دى او خپل محصولات د پېرودونکو له غوښتنو سره پياوړي کوي".
دغه فکر چې ' د پېرودونکو ناخوښي ستاسو د زده کړو ښه سرچينه ده ' د ګېټس له وخته پيل شو.

٩- د بيا راستنېدو لپاره له شته موقعيته ګټه واخلٸ!:
پياوړي رهبران بريا ته د رسېدو پر ارښت، د هغو خلکو د پام راجلبول او هغوى ته ځان د الګو په توګه ورپېژندلو چې ددوى په موقعيت کې راګير شوي ښه پوهېږي.
ددې تر څنګ چې د ګېټس کورنۍ دوه څلوېښت بيليونه ډالر د بېل او مليندا ګېټس بنسټ ته ځانګړي کړي، له دې سره سره يادې کورنۍ خپل ډېر وخت نړۍ که اړمنو خلکو ته د بشري مرستو په ځانګړي ډول د زده کړو، عامې روغتيا او نورو برخو ته ځانګړى کړى دى.

١٠- ډېره مطالعه وکړٸ!:
دا چې ګېټس ته د کتاب چينجۍ وايي شايد ډېره جالبه خبر نه وي، خو نوموړى خپله ويب پاڼه کې هغو کتابونو ته چې لولي يې ځانګړې برخه لري.
ګېټس ځينې وختونه دغه برخه کې د لوستلو په موخه خپلو مينوالو ته کتابونه هم وړانديز کوي.
يو بريالى رهبر پوهېږي چې غوره او د کار افغار له هر لوري د انسان ذهن ته راځي او بايد ټولو ټکو او نظرياتو ته پام وکړي.

11/06/2020
په، کور، کلي او ښار کې په پښتو ويلو زموږ غاړه نه خلاصيږي، موږ تر هغو د پښتو ژبې حق نده ادا کړٸ تر څو چې مو د يوه عادي وګ...
30/05/2020

په، کور، کلي او ښار کې په پښتو ويلو زموږ غاړه نه خلاصيږي، موږ تر هغو د پښتو ژبې حق نده ادا کړٸ تر څو چې مو د يوه عادي وګړي په توګه خپل غوښتنليک په پښتو ليکلۍ نه وي، او بيا د يوه مامور په توګه مو د هغه غوښتنليک جواب، مکتوب او نور رسمي مکاتب په پښتو ليږلي او رسنيزې برخې مو په پښتو ويلي نه وي.

.

د ژوند تر ټولو بد او خواشينوونکى خبر راته دا وه چې نن د شينوارو په غني خېلو کې خوېندې او مېندې راوتلې وې او د مرستو له ن...
07/05/2020

د ژوند تر ټولو بد او خواشينوونکى خبر راته دا وه چې نن د شينوارو په غني خېلو کې خوېندې او مېندې راوتلې وې او د مرستو له ناعادلانه ويش يې شکايت کوه، دا نو په يوه هيواد کې د ظلم او جبر وروستى حد دى چې موږ د کونډو، يتيمانو او غريبو ولسونو د خولې مړۍ هم غلا کو، له بلې خوا د مهال واک په شان د خوېندو دې احساس او همدردۍ ته چې انسان ګوري نو روح يې په واقعي توګه تازه او زړه يې راژوندى کيږي.
که موږ ځوانان خوېندې او هم وروڼه ددې هيواد او ولس د خپلوۍ احساس په زړه کې راژوندۍ کړو نو لرې نده چې د خپل هيواد او ولس اختيار په خپل لاس کې واخلو چې بيا به نه ټاميانو ته اړتيا وي او نه هم ګل خانانو ته او نه هم نورو مفسدينو ته او نه به دوۍ بيا دومره جراٸت ولري چې زموږ په سر د واک او خانۍ دعوا وکړي.
په هر صورت اوس شته وضعيت يواځې دغه ډول ځوانان او په زړونو کې يې د دې هيواد او ولس د خپلوۍ احساس د هيواد راتلونکۍ مثبت لور ته سوق او هېواد جوړولٸ شي.
تل دې وي افغانستان، ډېر دې شي داسې ځوانان🇦🇫

څومره توپير دى په انسان کې د مانا په لحاظ
واړه مشغول دي ځينې ځان ځينې جهان جوړوي

ذبيح الله هيوادوال❤

په نړۍ کې د سترو کاروبار درلودوونکو اشخاصو بريا په نوښت کې ده نه په لوړو زده کړو کې که نوښتګر فکر ولرٸ نو د يوه باعزته ا...
06/05/2020

په نړۍ کې د سترو کاروبار درلودوونکو اشخاصو بريا په نوښت کې ده نه په لوړو زده کړو کې که نوښتګر فکر ولرٸ نو د يوه باعزته او ستر کاروبار د رامنځته کولو چانس لرٸ.
خو په مقابل کې يې بيا د لوړو زده کړو چانس دومره ارزښتمن دى چې د نړۍ ستر کاروبارونه او پيسې يې نشي اخيستلى، نو که د لوړو زده کړو چانس لرٸ له لاسه يې مه ورکوٸ او که دا چانس نلرٸ خواشينوونکي خبر ده خو له خپلو هيلو د لاس اخيستلو په اندازه خواشينونکي نده نو پرته لدې چې ٶډار شى د خپلو هيلو پر لور ګامونه واخلٸ فقط نوښتګر فکر او حوصلې ته اړتيا لرٸ چې بايد په خپله يې بايد رامنځته کړٸ.❤
"مخکې لدې چې ژوند ستاسو لورۍ وټاکي تاسو خپله خپل لورۍ وټاکٸ"

« می گویی روزی که صاحبِ همه چیز باشی شاد خواهی بود. می گویی روزی که همه خواسته ها را داشته باشی شاد خواهی زیست. می گویی ...
12/04/2019

« می گویی روزی که صاحبِ همه چیز باشی شاد خواهی بود. می گویی روزی که همه خواسته ها را داشته باشی شاد خواهی زیست. می گویی روزی که به آرزو ها برسی خندان خواهی بود. اما آیا هرگز به این اندیشیده ای که کودک صاحبِ چه چیزی است که اینهمه شاد و رقصان است؟ دستِ کودک خالیست. او صاحبِ هیچ چیزی نیست. او هیچ ذخیره و اندوخته ای ندارد. شعف و شادمانی کودک از کجا می آید؟ اگر شادمانی به چیزهای بیرونی بستگی دارد، پس این شادمانی کودک به دلیلِ چیست؟ این نشان می دهد که شاد بودن نیازمندِ هیچ چیزی در بیرون نیست. در حقیقت، اگر صاحبِ خیلی چیزها باشی هرگز نمیتوانی شاد باشی. زیرا ترسِ از دست دادنِ داشته هایت، تو را نگران، جدی و عبوس می سازد. هر چه بیشتر داشته باشی کمتر میتوانی شاد باشی. میتوانی به انسان های به اصطلاح ثروتمند نگاه کنی. آنها دلمُرده اند. افسرده اند. جدی و عصبی اند. فقط یک کودک است که عمیقا شادمان است. زیرا هیچ چیزی برای از دست دادن ندارد. او رها و خالی است. او نگرانِ هیچ چیزی نیست. با زندگی جاری است. شاد بودنِ کودک هیچ هزینه ای ندارد. خنده های او بی دلیل و قلبی است. زندگی آنقدر بخشنده و سخاوتمند است که تمامِ پدیده های ارزشمند را رایگان در دسترس قرار داده است. اما تو قطعا دنبالِ بهانه هایی می گردی تا شاد بودن را به آینده اندازی. خندیدن چقدر هزینه بر می دارد؟ شادمان و رقصان بودن به چه چیزی نیاز دارد؟ با شور و شعف و عشق و مستی زندگی کردن چه هزینه ای میخواهد؟ اینها همه رایگان در دسترس اند. این تویی که خود را فریب می دهی، و بعد می گویی زندگی و خداوند برای من فرصتِ شادمانی نداد. تو قربانیِ حیله ی خودی.»

Address

Chara Hi-e-qamber
Kabul

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Zabiullah Hewadwal posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share