څانگه

څانگه ادبي پاڼه

Permanently closed.
جانان په هيڅ نه رضا کیږید دروغجن ملا د ورک شی تاويزونه
30/06/2021

جانان په هيڅ نه رضا کیږی
د دروغجن ملا د ورک شی تاويزونه

07/01/2021

ټولنیز_اداب:

① د لاس وریجې بېرته په کاسه کې مه اچوئ!
②د خوراک په وخت کې، ويښتان او نور وجود مه گروئ!
③ د دسترخوان پر سر مه گرځئ!
④د چا په سوریو جورابو، کالیو او څپلیو پورې مهٔ خاندئ!
⑤ له چا د سپینواو توی شویو ويښتانو په اړه ترې پوښتنه مه کوئ!
⑥ له مزدور د معاش پوښتنه مه کوئ!
⑦ که چېرې له ادارې لرې شوې، مننه ترې وکړه او په خپله مخه لاړ شه!
⑧ ملگری مهٔ پرېږده چې تل ستا کرایه او د هوټل ډوډۍ پېسې ورکړي!
⑨ پر سړک، بازار، موټر، دفتر او شفاخانه کې؛ په لؤړ اواز په تلیفون کې مه غږېږئ!
10:کله چې له ماشومانو سره لوبې کوې، پرېږده چې هغوی یې وگــټي!

11: که چېرې یو چا درته ډېر کوچنی کار هم وکړو، مننه ترې وکړئ!
12: کله چې د مقابل جانب خبرې خلاصې شوې، تهٔ دې خپله خبره ورته پېل کړه!
13: داسې عطر یا سپرې مهٔ استمالوه چې نور خلک ترې په تکلیف شي!
14: چې چا بللی نه وې، ډوډیو پسې کور په کور مه گرځه!
15: که چېرې خفه وې نو ماشومانو باندې خپل زړه مه تشوه!
16: کله چې له چا سره ستړی مه شي کوي، خپلې تورې عېنکې مو له سترگو لیرې کړئ!
17: هر وخت گیلي مه کوه!
18: یو ښه انسان د پلار او نیکه په اشتباه مه نیسه!
19: چې په کوم څه نه پوهېږې، نظر پرې مه ورکوه!
20: یو مسلک ونیسه او په هغې کې پرمختگ وکړه!

21- هر وخت ځان خفه او غصه مه ښایه!
22-دخلکو په مخکى پزه کى ګوتى مه وهئ!
23-دخلکو په مخکى پزه مه سوڼ کوئ!
24-څه وخت چه قضا حاجت ته ځئ اودس هم هلته وچ کړى دخلکو په مخکى پرتوغاښ مه تړئ!
25-د ډوډۍ خوړلو په وخت کى دچا مخى ته لاس مه وهئ!
26-دلارى دتللو په وخت کى مشرانو ته لومړيتوب حق ورکړى!
27-دمعزرو اشخاصو پوره خيال ساتئ!
28-دبى وسه او ناچار مخکى خپل د پيسو او کاروبار يادونه مه کوئ!
29-په سلام کى تر هر چا لومړيتوب کوئ ولو که مقابل جانب ستاسو څخه په عمر او رتبه کى ټيټ وى!
30-يوکس که ويده وى په زوره خبرى مه کوئ چه هغه دخوبه نه ویښ نه شى!

31-څه وخت چه دسفر نه ستنيږئ مخ او لاس او پښي مو پريمنځي!
32-کوشش کوئ چه غسل زر زر وکړى بعضى اوقات دبدن نه دخولو بوى ځي!
33-د ډوډۍ خوړلو په وخت کى دبل چا حق مه تلفوئ!
34-په مجلس کى پوس پوسک مه کوئ يعني پټي خبرى مه کوئ!
35- چا ته مه وایاست چې په څه نه پوهېږئ!

دغه ټولنیز اداب باید په ژوند کې عملي کړو
کاپي

قوى ترين نسخه درمانى از روى تجربه مريضان كرونايى: #سردردى: ١. زنحبيل چاى با نعناع (دو گيلاس در طول روز)٢. سيب (يك عدد در...
17/06/2020

قوى ترين نسخه درمانى از روى تجربه مريضان كرونايى:

#سردردى:
١. زنحبيل چاى با نعناع (دو گيلاس در طول روز)
٢. سيب (يك عدد در طول روز)
٣. سه وقت غذا با مايعات كافى آنتايم بخوريد
٤. تيكه مرطوب به پيشانى بگيريد؛
٥. چاى سبز زياد بنوشيد
٦. تربوز و آب تربوز استفاده كنيد
٧. ماست بخوريد
٨. شقيقه ها را ماساژ بدهيد
٩. حمام كنيد و غذاهاى تند نوش جان كنيد.

#ريزش يا #زكام:
١. با پياز حلقه حلقه شده تنفس كنيد، اين عمل را روزانه بار بار تكرار كنيد
٢. سياه دانه بخوريد
٣. محلول سير و زردچوبه بخوريد
٤. زنجبيل چاى بنوشيد

#گلودردى:
معجون ليمو با عسل (روزانه سه گيلاس)
چاى گل بابونه (روزانه يك گيلاس)
سير خام دو حبه در سه وقت غذايى
زنجبيل چاى (روزانه يك گيلاس)
دمنوش دارچين (روزانه يك گيلاس)

#سرفه:
١. زنجبيل چاى با ليمو، عسل و نعناع، در صورت شدت خردكرده مرچ سرخ و سير هم علاوه كنيد. (روز سه گيلاس)
٢. چاى سبز زياد بنوشيد؛

:
١. چاى گل گاوزبان (روزانه يك گيلاس)
٢. ورزش سبك (نيم ساعت)
٣. استشمام آب جوشانده (چندين بار)
٤. آب سيب (روز يك گيلاس)
٥. آب ليمو (روزانه سه گيلاس)
٦. تنفس اسپند (صبح و ديگر)
٧. تنفس بوى پياز و آب پياز (بار بار)
٨. آب زردك (روزانه يك گيلاس)
٩. توت زمينى (روزانه چند عدد)
١٠. سوپ مرغ مملو از مرچ، سير، بادنجان، پياز و نعناع آماده نموده چاشت و شب ميل كنيد؛

و #لرزه:
١. دمنوش كاسنى و زردالو خشك (صبحانه يك گيلاس)
٢. پياز و سير خام
٣. با آب شيرگرم غسل كنيد، سه وقت قرص پرستامول بگيريد، در صورت شدت هر وقت دوقرص بگيريد؛

#اسهالات:
١. زنجبيل چاى (روزانه سه گيلاس)
٢. دو حبه سير خام پس از نان چاشت و شب
٣. هنگ يا انگوزه به قدر ضرورت بخوريد
٤. تربوز زياد بگيريد، در صورت عدم فشار بلند نمك بريزيد؛

#دلبدى و #استفراغ:
١. چاى زنجبيل و نعناع
٢. سركه سيب در ميان غذا استفاده كنيد
٣. آب پياز بخوريد
٤. زيره با شير جوشانده بنوشيد (روزانه يك گيلاس)
٥. باديان به قدر ضرورت بخوريد

:
١. چاپى كردن
٢. آب زياد نوشيدن
٣. گردش.

#كسالت و :
يك ساعت قبل از نان؛ تابليت مولتى ويتامين يا ويتامين سى بگيريد، گردش و ورزش هاى آرام انجام دهيد.
خنده كنيد و شاد باشيد.
_________________________________

#يادداشت: به هيچ وجه به بيماران كرونايى غذاهاى سرد شده، يخچالى و باسى ندهيد.

#توجه: براى تقويت جسمى و روانى هر گونه ميوه جات و سبزيجات بخورند.
اميد بخشيدن، دلدارى دادن و نيرو بخشيدن...

#دقت: پس از خوردن غذا؛ بيمار براى پنج دقيقه گردش كند.
به محض كه به يكى از علايم بيمارى فوق دچار شديد به تداوى هاى فوق به اسرع وقت بپردازيد - تغافل بيمارى شما را مزمنتر مى سازد.
#آنانيكه فشار بلند، شكر و توبركلوز دارند در استفاده اين نسخه تحت نظر داكتر معالج بوده از دخانيات، الكول و انرژى باب قطعأ خود دارى كنند!

#قرنطين: بيماران سالمند مزمن شكر و توبركلوز را قطعأ متوجه باشيد.

#ضميمه: در ضمن رعايت مسائل بهداشتى كه از طريق رسانه ها نشر مى گردد؛ گردش، حركات و نماز سودمند است.

#كرونا را به يارى خداوند به زودى شكست مى دهيم...
به اشتراک بگذارید به نیت ثواب

وقايه تر درملنې غوره دىکرونا
14/03/2020

وقايه تر درملنې غوره دى
کرونا

هموطنان عزیز،! اعضای محترم خانواده، دوستان و اقارب تان که از کشور ایران بر میگردند لطفا برایشان توصیه نمایید: به مدت چها...
13/03/2020

هموطنان عزیز،!
اعضای محترم خانواده، دوستان و اقارب تان که از کشور ایران بر میگردند لطفا برایشان توصیه نمایید:

به مدت چهارده روز در خانه بمانند:

۱. در مجالس ، محافل، تجمعات و خانه دوستان نروند
۲. دست های خود را روزانه تا سی مراتب با آب و صابون بشویند.
۳. اگر ریزش عادی دارند باید از ماسک استفاده کنند
۴. با هیچکس دست ندهند، روبوسی نکنند و در آغوش نگیرند.
۵. از میوجات، ترکاری و سبزیجات بیشتر استفاده کنند.
۶. روزانه چندین مرتبه خود و سایر لوازم خویش را در معرض آفتاب قرار بدهند.
۷. ظروف غذا خوری و سایر لوازم را با دیگران شریک نکنند.
۸. در یک اطاق جداگانه و دور از دیگران ۱۴ روز را سپری نمایند.

در صورتیکه در جریان ۱۴ روز اعراض و علایم چون تب، سرفه و نفس تنگی پیدا شد هر چه عاجل به شماره تماس ۱۶۶ و یا هم با کارمندان صحی مشوره و به رهنمایی شان عمل کنند.

ویروس کرونا جدی است، لطفا جدی بگیرید.

داکتر فدامحمد پیکان
معین عرضه خدمات صحی وزارت صحت عامه

څه باید وکړو چې په کرونا وایروس اخته نه شو؟۱: خپل لاسونه د میکروب ضد صابون او اوبو سره تر ۲۰ ثانیو پورې ومینځئ.۲: پوزې ت...
23/02/2020

څه باید وکړو چې په کرونا وایروس اخته نه شو؟

۱: خپل لاسونه د میکروب ضد صابون او اوبو سره تر ۲۰ ثانیو پورې ومینځئ.
۲: پوزې ته ماسک او سترګو ته عینکې واچوئ، د نورو خلکو له پرنجي ځان وساتئ.
۳: د انفلونزا او زکام لرونکو خلکو څخه ځان وساتئ.
۴: له وحشي او کورنیو څارویو څخه تماس مه ساتئ.
۵: د ګڼې ګوڼې ځای څخه ځان وساتئ، خلکو ته د لاس ورکولو څخه ډډه وکړئ.
۶: د ناروغي لرونکو خلکو سره تر ۱ متر پورې فاصله وساتئ.
۷: له پرنجي کولو وروسته کاغذ یا دستمال د خځلو په پچۍ کې وغورځوئ.
۸: خپل ورځني مهم کارتوکي میکروب ضد مایعاتو سره پاک وساتئ.
۹: د ګڼې ګوڼې او عامه ترانسپورت کې د شیانو تماس څخه ډډه وکړئ.
۱۰: یو وار مصرف دستکشې وکاروئ.
۱۱: د ډوډۍ خوړلو مخکې لاسونه پاک ومینځئ.
۱۲: د چرګ غوښې او هګۍ خوړولو څخه پرهېز وکړئ.
۱۳: د ناروغۍ پر وخت کور کې پاتې شئ، بهر تللو څخه ډډه وکړئ.

که په کرونا وایروس اخته وئ، څه باید وکړئ؟
۱: د کور څخه د باندې تګ مه کوئ.
۲: د ګڼې ګوڼې ځایونو، ښوونځي، پوهنتون، جومات او مدرسې ته مه ځئ.
۳: کور کې له نورو کورنۍ غړو بېل واوسئ.
۴: عامه ترانسپورت مه کاروئ.
۵: د کور ګډ تشناب او حمام ته مه ځئ.
۶: د پرنجي او ټوخي پر وخت کاغذ یا دستمال تر ۲۰ ثانیو پورې کلک ونیسئ.
۷: له پرنجې او ټوخي وروسته لاسونه په میکروب ضد صابون ومینځئ.
۸: مخ ته ماسک واغوندئ، د عامه ماسکونو پرتله د N95 Respirators ماسکونه خوندي دي.
۹: په سترګو او پوزه کې د ګوتو وهلو څخه ډډه وکړئ.
۱۰: د ناروغۍ پر وخت د بدن تودوخه کنټرول وساتئ او نږدې د انتاني ناروغیو درملنې روغتون ته ورشئ.

که د کورنۍ نور غړي مو په کرونا وایروس اخته وي، څه باید وکړئ.

۱: یو کس ورسره اوسئ چې تر څو د ناروغ پاملرنه وکړئ.
۲: د کورنۍ نور غړي بېل وساتئ.
۳: د زړه او رګونو ناروغان او همدارنګه د شکرې ناروغان په کرونا اخته ناروغ څخه لرې وساتئ.
۴: د ناروغ د وینې، بلغمو، کانګې، اسهالاتود تماس پر وخت ماسک او دستکشې وکاروئ.
۵: د ناروغ د خونې هوا باید مرطوبه او تازه وي.
۶: دستکشې او ماسکونه باید له یو ځل کارونه وروسته خوندي ځای وغورځول شي.
۷: د ناروغ جامې د میکروب ضد مایع سره ومینځې.
۸: د ناروغ د موبایل، کمپیوټر او نورو توکو تماس څخه ډډه وکړئ.
۹: د دستکشو کارونې وروسته لاسو په صابون پاک ومینځئ.

د کرونا وایروس اخته ناروغ سره څه باید وشي.

۱: د بدن تودوخه باید پرله پسې اندازه او تبه کنټرول وساتل شي.
۲: د ناروغۍ پر وخت باید نږدې انتاني ناروغۍ درملنې روغتون ته ولېږدول شي.

د ناروغۍ نښې نښانې

تبه، لړزه، پرنجی، ساه تنګي او سینې تنګوالی، د بدن، سر او غاړې درد، اسهال او کانګې، د پوزې بهیدل.

د سفر پر وخت څنګه د کرونا وایروس څخه ځان ساتلی شو؟
۱: د امکان تر کچې له سفر کولو ډډه وکړئ.
۲: که تبه لرئ، په کور پاتې شئ، سفر مه کوئ.
۳: د تبې او پرنجې لرونکو خلکو ځان لرې وساتئ.
۴: یو وار مصرف دستکشې او ماسک وکاروئ، لاسونه مو پاک ومینځئ.
۵: خلکو سره د روغبړ او لاس ورکولو څخه ډډه وکړئ.
۶: که د سفر پر وخت ناروغ شوئ، له نور سفر کولو څخه ډډه وکړئ.
۷: د عامه ترانسپورت د سامان آلاتو د تماس څخه ځان وساتئ.
۸: په سفر کې ځان سره یو وار مصرف ماسک، دستکشې او میکروب ضد صابون یا مایع وساتئ.
۹: د سفر پر وخت بازاري خوړو څخه ډډه وکړئ، او د کور پاخه شوي خواړه ځان سره یوسئ.

لاندې خواړه وخورئ او د کرونا پر وړاندې مو د بدن پیاوړتیا مو زیاته کړئ.

هغه خواړه وخورئ، چې Vit A, K, C, E, D3, B9 او B6 ولري.
د Vit A لرونکي خواړه: ګازرې، لبلبو، هګۍ، کاهو، کدو، زردالو، برکولي،پالک، پپیتا ینه.
د Vit K لرونکې خواړه: برکولي، ګلپي، کاهو، رومیان، کیلې، بادرنګ، د کبانو غوښه، ځیګر.
د Vit C لرونکي خواړه: ستروس، پپیتا، کیوي، سټرابري، امرود، املي.
د Vit E لرونکي خواړه: بادام، اوکاډا، د لمر ګلې او کدو زړي، هګۍ، لبلبو.
د Vit D3 لرونکي خواړه: د کبانو غوښې او تېل، شیدې او محصولات یې، هګۍ.
د Vit B9 لرونکي خواړه: لوبیا، کاهو، شفتالو،.ستروس او نور شنه ترکاري.
د Vit B6 لرونکي خواړه: لوبیا، نخود، د کنجد دانې، د چرګ، فیلمرغ او پسه غوښه.
البته د بازاري خوړو پرهېز وکړئ، د دې پر ځای کورني خواړه وخورئ، د ایران او پاکستان څخه وارد شوي چرګانو غوښه او هګۍ مه خورئ.

لیک او ژباړه: نقیب برمان

Important Shortcut Keys System.CTRL+A. . . . . . . . . . . . . . . . . Select AllCTRL+C. . . . . . . . . . . . . . . . ....
13/02/2020

Important Shortcut Keys System.

CTRL+A. . . . . . . . . . . . . . . . . Select All
CTRL+C. . . . . . . . . . . . . . . . . Copy
CTRL+X. . . . . . . . . . . . . . . . . Cut
CTRL+V. . . . . . . . . . . . . . . . . Paste
CTRL+Z. . . . . . . . . . . . . . . . . Undo
CTRL+B. . . . . . . . . . . . . . . . . Bold
CTRL+U. . . . . . . . . . . . . . . . . Underline
CTRL+I . . . . . . . . . . . . . . . . . Italic
F1 . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . Help
F2 . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . Rename selected object
F3 . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . Find all files
F4 . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . Opens file list drop-down in dialogs
F5 . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . Refresh current window
F6 . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . Shifts focus in Windows Explorer
F10 . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . Activates menu bar options
ALT+TAB . . . . . . . . . . . . . . . . Cycles between open applications
ALT+F4 . . . . . . . . . . . . . . . . . Quit program, close current window
ALT+F6 . . . . . . . . . . . . . . . . . Switch between current program windows
ALT+ENTER. . . . . . . . . . . . . . Opens properties dialog
ALT+SPACE . . . . . . . . . . . . . . System menu for current window
ALT+¢ . . . . . . . . . . . . . . . . . . opens drop-down lists in dialog boxes
BACKSPACE . . . . . . . . . . . . . Switch to parent folder
CTRL+ESC . . . . . . . . . . . . . . Opens Start menu
CTRL+ALT+DEL . . . . . . . . . . Opens task manager, reboots the computer
CTRL+TAB . . . . . . . . . . . . . . Move through property tabs
CTRL+SHIFT+DRAG . . . . . . . Create shortcut (also right-click, drag)
CTRL+DRAG . . . . . . . . . . . . . Copy File
ESC . . . . . . . . . . . . . . . . . . . Cancel last function
SHIFT . . . . . . . . . . . . . . . . . . Press/hold SHIFT, insert CD-ROM to bypass auto-play
SHIFT+DRAG . . . . . . . . . . . . Move file
SHIFT+F10. . . . . . . . . . . . . . . Opens context menu (same as right-click)
SHIFT+DELETE . . . . . .

سور ګلاپ :نن مې زړه په ګوګل کې ډیر تنګ ووومې غوښتل چې د سور ګلاپ سره د زړه خواله وکړملاسونه مي ترې چاپیر کړلښکل مې کړد ز...
28/05/2018

سور ګلاپ :

نن مې
زړه په ګوګل کې ډیر تنګ وو

ومې غوښتل
چې د سور ګلاپ سره
د زړه خواله وکړم

لاسونه مي ترې چاپیر کړل
ښکل مې کړ
د زړه خواله مو وکړه

خپل دردونو مو بیان کړل
ټول دردونه یې راته وویل

اوښکې مو له دردونو سره یو
ځای جاري وي

څو شیبې ورسته نوبت زما شو
ورته مې وویل :

له کوم ځاي نه یې پیل کړم؟
وویل : زړه دى

پیل مې وکړ
نه پوهیدم باور پرې وکړم او کنه ؟

خو د زړه خالى کولو لپاره مې څوک
نه درلودل
او بله لاره مې هم نه درلوده.

د خپلو دردونو بیان مې پیل کړ
چوپه چوپتیا خوره شوه

د اوښکو سیلاب جاری شو
سلګو هم زمزمې جوړې کړې
ټول موجو'دات غوږ وو

ماهم د خپلو اوښکو
پاکولو لپاره لاسونه راټول کړل

سترګې مې پرانستلې
ګلاپ ته ځیر شوم

خو سور ګلاپ ساه ورکړی وه
او په لاسونو کې مې پاڼې پاڼې پروت وو .

- عمران -
2015. Aug 3

14/03/2018

#کارموندنه
۱۲۰ بستونه
هیله مند یم چی ټول ملګری منشن او شریک کول مو هیرنشی
عائل ټولنیز انجمن ۱۲۰ تنه کارکوونکو ته په لاندی برخو کی اړ دئ.
داکتر طب، انجینر ، انجینر ساختمانی ، انجینر زراعت ، ادمین ( مامور اداری) ، مدیر ( منیجر ) مامور روابط (کمونیکیشن افسر)، کمپیوتر کار ( ایمل رایتر)، ترینر تعلیمی ، ترینر حرفوی او تخنیکی، وب دیزاینر. IT
بورسیه #وظیفه #
قرارداد :له ۲ تر ۵ کلونو پوری
شرطونه: لیسانس ، ماستر ، دکتورا

ځای: انجمن اجتماعی عائل

د لا زیاتو معلوماتو پتی:

Email: [email protected]
[email protected]
Website: www.ayil.af
Facebook add: Ayil Social association/ انجمن اجتماعی عائل / عائل اجتماعی ټولنه
Contact No: +93(0)744 691 688 / +93(0)793 800 617 / +93(0)708 800 617
#کارموندنه #کاریابی #دنده #وظیفه
#بورسیه

24/12/2017
18/10/2015

#خداي ج :

خداي هم
راته
په غوسه دي .
نه پوهیږم ؛
چې د کومې ګناه
په خاطر
رانه ؛ دومره لوي
امتحان اخلي .

عمران

14/10/2015

زما
ټولي هیلی
اوس ځوانیمرګي شوی دي .

د ميدان وردګو ولايت پېژندنه :ميدان وردګ د طول البلد په ( ۶۸.۸۶۳۸۳ ) درجو، د عرض البلدپه ۳۴.۳۹۴۵۸ درجو کې موقعيت لري،د بح...
14/10/2015

د ميدان وردګو ولايت پېژندنه :

ميدان وردګ د طول البلد په ( ۶۸.۸۶۳۸۳ ) درجو، د عرض البلدپه ۳۴.۳۹۴۵۸ درجو کې موقعيت لري،د بحر له سطحې ۲۲۱۰ متره لوړ دی. نفوس يې شاوخوا يوميليون تنه اټکل شوى،خو بايد وويل شي چې دغه شمېر وروستى او ډيرکره نه دى .
د ميدان وردګو ولايت د هېواد د مرکزي ولايتونو په ډله کې دى ، په ولايتي کچه په درېيمه درجه ولايتونو کې حسابيږي او مرکز يې (ميدان ښار) د کابل ښار سوېل لوېديځ لورته په شاوخوا ٣٥ كېلومترۍ كې پروت دی.
د ميدان وردګو ولايت ختيځ ته لوګر او کابل ، لوېديځ ته يې باميان ، سوېل لوېديځ او سوېل ته يې غزني موقعيت لري ، شمال لوېديځ ته يې هم باميان او شمال ته يې پروان ولايت موقعيت لري . د دغه ولايت ټول مساحت ( ۱۰۹۱۲ ) کيلومتره مربع ته رسيږي .
په ميدان وردګو ولايت کې ټول ټال ۴۷ ملکي اونظامي ادارې شتون لري ، چې ټولې فعاله دي .
دغه ولايت په ۱۳۴۳ لمريز كال كې د ځانګړي ولايت په توګه منل شوى او د کابل –هرات او کابل – باميانو لويې لارې ورڅخه تېرې شوې دي .
په پسرلي او دوبي کې يې هوا معتدله خو منى او ژمى يې هوا ډېر سړه وي او د ژمي پرمهال په کې ډېره واوره ورېږي او د هېواد په سړو سيمو کې شمېرل کېږي.
ولسوالۍ :
ميدان ښار ددغه ولايت مرکز او سيداباد، جغتو ، چک ، دايميرداد (جلګه ) نرخ ، جلريز ، بهسود مرکز او لومړۍ حصه يې ولسوالۍ دي .
د ميدان وردګو اداري واحدونه
۱- ميدان ښار:
د ميدان وردګ ولايت مرکز ميدان ښار د کابل لوېديځ ته په ٣٥ کيلومترۍ کې موقعيت لري. ميدانښار چې (٣٤٥) کيلومتره پراخوالي لري دبحر له سطحې څخه (٢٢٢٥) متره لوړ د (٣٤٢٧٠٠)عرض البلد او (٦٨٤٨٠٠) طول البلد درجو ترمنځ موقعيت لري، چې د (٥٩) اصلي کليو او يوه فرعي کلي لرونکى دى. د ميدان ښار د تاريخي سيموله ډلې د ګنبدشاه،چې چغتای پورې اړه لري نوم اخيستلای شو.په عمومي توګه دميدانښارخلک په کرنه،مالدارۍ،بڼوالۍ او سوداګرۍ بوخت دي.البته د وګړو اقتصادي وضعيت يې ډېر ښه نه دی.
۲- سيداباد ولسوالي:
سيداباد ولسوالی د ميدان وردګ ولايت له لومړۍ درجه ولسواليو څخه شمېرل کېږي،چې دميدان ښار څخه (٣٥) کيلومتره واټن لري. نوموړۍ ولسوالي (١٠٢٩) کيلومتره مربع پراخوالی، د بحر له سطحى څخه (٢٤٠٠) متره لوړوالى او د (٣٤٥٩٥٠) عرض البلد او د (٦٨٤٣٠٠) طول البلد درجو ترمنځ ،د(١١٧) اصلي او (٧٣) فرعي کليو لرونکې ده. ددغې ولسوالۍ شمال ته چک ولسوالي، سوېل ته د لوګر دخروار ولسوالي او دغزني ولايت زنه خان، ختيځ ته د لوګر ولايت د بره کي برک ولسوالي، لوېديځ ته دچک او جغتو ولسوالۍ، شمال ختيځ ته نرخ ولسوالي، سوېل ختيځ ته دعزني ولايت د خواجه عمري ولسوالۍ پرتې دي. د سيداباد استوګن په کرنه، بڼوالۍ او مالدارۍ بوخت دي او له پوهنې سره زياته مينه لري. دغه ولسوالي ډېر حياتي موقعيت لري او د کابل -کندهار پر لويه اکمالاتي لاره پرته ده.
۳- جغتو ولسوالي:
جغتو ولسوالۍ د ميدان وردګ ولايت د دويمې درجې ولسواليو له ډلې شمېرل کېږي،چې له ميدان ښار څخه (١٢٤) کيلومتره واټن لري. ددغې ولسوالۍ شمال ته چک ولسوالي،سوېل ته يې د غزني خواجه عمري، خوګياڼي او رشيدان ولسوالۍ، ختيځ ته يې سيداباد ولسوالي، لوېديځ ته يې د غزني ناور او رشيدانو ولسوالۍ پرتې دي.د جغتو ولسوالي پراخه نيمه دښتې لري او ٢.٥ برخه ځمکه يې کرل کېږي. د دغې ولسوالۍ زياتره خلک په کرنه،مالدارۍ او بڼوالۍ بوخت دي او د خلکو اقتصادي حالت يې کمزوری دى.
۴- چک ولسوالي:
چک ولسوالي د ميدان وردګو ولايت د دويمه درجه ولسواليو له ډلې شمېرل کېږي،چې د ميدانښار شمال ته په (٤٠) کيلومترۍ کې موقعيت لري. د چک ولسوالي (١٩٣) اصلي کلي لري. د بحر له سطحې(٢٢٠٠) متره لوړه او (١١٧٧) کيلومتره مربع د (٣٤٠٦٠٠) عرض البلد او (٦٨٣٥٠٠) طول البلد درجو په حدودو کې واقع ده. ددغې ولسوالۍ شمال ته نرخ او دايميرداد ولسوالۍ، سوېل ته يې جغتو او سيداباد ولسوالۍ، ختيځ ته نرخ او سيداباد ولسوالۍ، لوېديځ ته يې مرکزي بهسود او دايميرداد ولسوالۍ پرتې دي.سياب،انګورباغ او د ترممدغرونه د جغتو دګرځندوی سيمې دي،او لوګرسيند ددغې ولسوالۍ له غرونو څخه سرچينه اخلي. د چک د اوبو دبريښنا فابريکه ددې ولايت دمهمو صنعتي ودانيو په لړ کې راځي،چې بيارغونه يې ددې ولسوالۍ په ارزښت کې د پام وړ بدلونونه راوستلای شي. ددې ولسوالۍ زياتره خلک په کرنه،بڼوالۍ او مالدارۍ بوخت دي او اقتصادي حالت يې د ميدان وردګ ولايت له نورو سيمو سره ورته دی.
۵- نرخ ولسوالۍ:
نرخ ولسوالي ، چې د ميدان وردګو د درېيم درجه ولسواليو په لړ کې راځي،چې دميدان ښار سوېل او سوېل لوېديځ ته په (٨) کيلومترۍ کې موقيعت لري. نوموړې ولسوالۍ (١٢٩) اصلي او (٤٣) فرعي کلي لري. نرخ ولسوالۍ د بحر له سطحې (٢٢٠٠) متره لوړوالی،(٤٨٠) کيلومتره مربع پراخوالی او د (٣٤٢٢٠٠) عرض البلد او (٦٨٤٨٠٠) طول البلددرجو ترمنځ موقيعت لري. ددغې ولسوالۍ شمال ته جلريزولسوالي،ميدان ښار او کابل ولايت، سوېل ته لوګر ولايت، ختيځ ته دولايت مرکز(ميدان ښار) او کابل ولايت، لوېديځ ته د سيداباد،چک او دايميرداد ولسوالۍ پرتې دي. د نرخ ولسوالۍ خلک په عمومي توګه په کرنه او مالدارۍ بوخت دي،چې اقتصادي حالت يې تر نورو سيمو زيات کمزوری دی. په نرخ ولسوالۍ کې د ګروميټ لوى کان موجود دى او ددغې ولسوالۍ مڼې ډيرې مشهورې دي.
۶- جلرېز ولسوالي:
جلريز ولسوالي د ميدان وردګو ولايت د دويم درجه ولسواليوپه ډله کې راځي،چې دميدان ښار په (٣٠) کيلو مترۍ کې موقعيت لري. دغه ولسوالي (١٢٤) اصلي کلي لري. دغه ولسوالي د بحرله سطحې (٢٣٧٥) متره لوړه پرته ده ،چې مساحت يې(١١٣٩) متره مربع او په(٦٨٣٠٠٠) طول البلد درجو کې موقعيت لري. ددغې ولسوالۍ شمال ته د پروان ولايت سرخ پارسا ولسوالي او دکابل پغمان ولسوالي، سوېل ته ميدان ښار او نرخ ولسوالي،ختيځ ته ميدان ښار، لوېديځ ته د دايميرداد او د بهسودو لومړۍ برخه ولسوالۍ پرتې دي. د جلريز ولسوالۍ د لرغونو سيمو په ډله کې کشک تپه او مزار پوشته يادولاى شو. ددغې ولسوالۍ خلک په عمومي ډول په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.
۷- د بهسودو لومړۍ برخه:
د بهسودو لومړۍ برخې ولسوالي د ميدان وردګو ولايت د دويمې درجې ولسواليو له جملې څخه شمېرل کېږي،چې دميدان ښار لوېديځ لور ته په ٥٥ کيلومترۍکې پرته ده. نوموړې ولسوالۍ (٢٣٢) اصلي او (١٥١) فرعي کلي لري. دا ولسوالي د عرض البلد په (٣٤٢١٠٠) او دطول البلد په (٦٧٥٤٠٠) درجو کې پرته ده، دبحر له سطحې څخه (٢٩٩٥) متره لوړه ده او (١٣٢٥) کيلومتره مربع پراخوالی لري. ددغې ولسوالۍ شمال ته شيبرباميان، سوېل ته دايميرداد او د غزني د ناور ولسوالۍ ، ختيځ ته دايميرداد،جلريز او د پروان ولايت سرخ پارسا ولسوالۍ پرتې دي، لوېديځ ته د بهسودو مرکزي ولسوالۍ سيمې پرتې دي. دبهسودو په تاريخي سيمو کې شينيه د يادولو وړ ده.دهلمندسيند چې له نوموړې ولسوالۍ څخه تېريږي دې ولسوالۍ ته زياته ښکلاء ورکوي.خلک يې په کرنه کې له دې اوبو څخه استفاده کوي. ددې ولسوالۍ خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي،چې پخوايې مالدارۍ زياته وده کړې وه.د ټغراوبدل، ليمڅي، د پشمي جاکټونو او شالونوجوړول يې دلاسي صنايعو مهمې بېلګې دي.خود جګړو او پرله پسې وچکاليو له امله د کرنې او مالدارۍ په برخه کې زيات زيانونه ور اوښتي دي.
۸- مرکزي بهسود:
د بهسودو مرکز ولسوالۍ دميدان وردکو ولايت له لومړۍ درجه ولسواليوڅخه شمېرل کيږي چې (٦٧٩) اصلي کلي او (١٩٢) فرعي کلي لري. نوموړې ولسوالۍ د عرض البلد په (٣٤٣٠٣٠) درجو او د طول البلدپه (٦٨١٥٠٠) درجوترمنځ پرته ده ، دبحر له سطحې څخه (٢٩٥٠) متره لوړه او (٢١٨٦) کيلومتره مربع پراخوالى لري. دا ولسوالي له ميدان ښار څخه (١١٣) کيلومتره فاصله لري. ددغې ولسوالۍ شمال ته د باميانو يکاولنګ ولسوالي، سوېل ته د غزني ولايت ناور ولسوالي او د دايکنډي شهرستان ولسوالي، ختيځ ته د بهسودو لومړۍ برخه ولسوالي، لوېديځ ته د باميانو،پنجاب او ورث ولسوالۍ پرتې دي.ددغې ولسوالۍ خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي ، ټغراوبدل،ليمڅي اوبدل،جاکټ جوړول او داسې نور يې لاسي صنايع دي. د لرغونو سېمو څخه يې د قوقرون سېمه يادولاى شو او د اوسپنې مشهورکان حاجي ګک په دغه ولسوالۍ کې پروت دى. .
۹- دايميرداد (جلګۍ) ولسوالي:
د دايميرداد(جلګې)ولسوالي د ميدان وردګو ولايت له درېيمه درجه ولسواليو څخه شمېرل کيږي،چې د ميدان ښار په (٩٠) کيلومترۍ کې موقعيت لري .(٧٢) کيلو متره سړک يې خام او پاتې (١٢) کيلومتره سړک يې قيرشوى دى.نوموړې ولسوالي (١١٢) اصلي كلي لري، دبحر له سطحې څخه (٢٤٥٠) متره لوړوالی، (١٣٤٢) کيلومتره مربع پراخوالی لري ، د عرض البلد د (٣٤١٣٢٠) او طول البلد د (٦٨١٨٣٠) درجو ترمنځ پرته ده .ددغې ولسوالۍ شمال ته د بهسودو مرکز، سوېل ته د دايميرداد او نرخ ولسوالۍ، ختيځ ته د بهسودو لومړۍ برخه، لوېديځ ته د غزني ناور ولسوالۍ موقعيت لري. ارګ کلا، کافر کلا ، کتب تپه ، بودک کلا، چتو تپه او لوى بودک د يادې ولسوالۍ مشهورې تاريخي سمې دي.ددغې ولسوالۍ خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او اقتصادي وضعيت يې ښه نه دى . په دايميرداد کې د ګچو کان شتون لري ، چې د خلکو په اقتصادي وده کې د پام وړ رول لوبوي.
پوهنه:
په ميدان وردګو کې ٤٥٠ښوونځيو او تعليمي مرکزونو کې ١٧٢٨٩٢زره نجونې او هلکان په زده کړو بوخت دي، چې له دې ډلې يې ٤٤٧٩١نجونې دي .
چې په دې مرکزونو کې لېسې ، منځني او لومړني ښوونځي ، دارالحفاظونه،مدرسې دارالمعليمينونه ، دارالعلومونه او تخنيکي ښوونځي موجود دي ، چې د (۴٧٢٩ ) تنو استادانو له خوا ورته تدريس کيږي.
ددغه ولايت ٢٣١ ښوونځي ودانۍ نلري ، چې د پوهنې وزارت له خوا يې د جوړېدو ژمنه شوې ده .
په دغه ولايت کې ټول ښوونځي پرانيستي دي، خو يواځې په چک کې يو دارالعلوم د وسله والو طالبانو له خوا تړل شوى دى، دغه راز کله کله د ناپېژانده وسله والو له خوا د نجونو د زده کړو پروړاندې ګواښونه پيدا کيږي ، چې بيا د سيمو د مخورو په هڅو ورته د حل لاره لټول کيږي .
دغه ولايت ته دولتي پوهنتون هم منظور شوى ، خو لا تراوسه پورې يې په فعاليت پيل نه دى کړى ، دغه راز درې خصوصي ښوونځي او د تابش په نامه يو خصوصي پوهنتون هم په فعاليت بوخت دى ، همدارنګه په دې وروستيو کې ددغه ولايت دچک ولسوالى د تخنيک انسټيټيوټ په ١٢ بېلابېلو څانګو او دټوپ دحسابدارۍ انسټيټيوټونه هم دپوهنې وزارت له خوا فعال شوي ، چې دوه کلنې مسلکي زده کړې په کې کېږي .
کرنه او مالداري:
ددغه ولايت ډير وګړي په کرنيزو چارو بوخت دي او زياتره کورنۍ خپل ژوند له دې لارې تامينوي .
ددغه ولايت کرنيزه ځمکه ( ۴۳۹۲۱.۴ ) هکتاره ښودل شوې ده ، چې له دې جملې (۳۲۶۹۱ ) هکتاره يې ابي ، (۱۱۱۲۰ ) هکتاره للمي او ( ۱۱۰.۴ ) هکتاره دولتي ځمکه ده. په منځنۍ ډول ددې ولايت د ابي ځمکې (۱۰۹۸۰ ) هکتاره باغونو نيولې ده.
او کېداى شي چې دا شمېر تر دې هم زيات وي، د ځينو سروې ګانو له مخې، شاوخوا ( ۱۰۷۶۴۱ ) تنه په دې ولايت کې د بزګرۍ په چارو بوخت دي.
د ياد ولايت ځمکې له سيندونو، کاريزونو، چينو او د ژورو څاګانو له لارې اوبه کيږي.
په دغه ولايت کې د هېواد په کچه زياتې مڼې کيږي ،چې د هېواد له بېلابېلو ولايتونوسربېره يو شمېر هېوادونو ته لکه پاکستان ، هند ، عربي متحده امارات،سعودي عربستان او د منځنۍ اسيا ځينو هېوادونو ته صادريږي .
ددغه ولايت جورسې ، مارلينګ،بيروتۍ او ژېړې مڼې ډيرې مشهورې دې ، دغه راز څو ډوله نورې مڼې او زردالو ، کيلاس ، شفتالو بادام ، چهارمغز او نورې ميوې هم په دغه ولايت کې پرېمانه کيږي او د هېواد يو شمېر ښارونو ته د پلور لپاره وړاندې کيږي ، خو کروندګر يې د پلور له بازار څخه خوښ نه دي .
غنم، کچالو، جوار، لوبيا، مۍ، پياز او نور حبوبات يې له نورو کرنيزو توکو څخه دي ، چې ددغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې کرل کيږي .
که څه هم ددغه ولايت کرنيز حاصلات هر کال د بدلون په حال کې دي ، خو بيا هم ځينې سرچينې يې په اوسط ډول د مڼو کلنى عايد ( ۱۲۲۹۷۶ ) ټنو ، دکچالو کلنى عايد يې (۹۱۵۳۴ ) ټنه او د غنمو کلنى عايد يې (۴۱۱۴۷.۵ ټنه کيږي. ددې ولايت ځنګلي ساحه معمولا غرنيو بادامو پوښلې ، چې (۶۰۰ ) هکتاره يې يواځې د نرخ او جلريز اړوند ده. همدارنګه د علفچر ساحه يې ( ۱۷۶۵۴۵ هکتاره ده ، چې زياته برخه يې د بهسودو په لومړۍ برخه او مرکزي برخه پورې اړوند ده.
دغه راز په دغه ولايت کې يو شمېر خلک د شاتو د مچيو فارمونه هم لري او له دغې لارې يوه اندازه عوايد ترلاسه کوي .دغه ډول ددې ولايت ډيرى خلک د څارويو په ساتنه او پالنه بوخت دي او مالداري يې د عوايدو مهمه سرچينه ده .
لاسي صنايع:
ددغه ولايت زياتره وګړي ، چې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، ترڅنګ يې يو شمېر اوسېدونکي د ټغرو، لمڅيو، شالونو، جاكټ ،دستكش، ګنډونه (يخنونه) او له مريو جوړشوي توکي جوړوي او بيا يې په خپلو سيمو او يانورو ښارونو کې پلوري .
د اوبو اساسي بندونه:
دغه ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې د اوبو اووه اساسي بندونه لري ، چې په جوړېدو سره يې د ياد ولايت په لسګونو زره جريبه حمکه خړبيږي.
۱ – ګنده قول بند ( جغتو ولسوالۍ ) ۲ – چک بند ( چک ولسوالۍ ) ۳ – ګردن مسجدبند ( چک ولسوالۍ) ۴ – باغک بند ( سيداباد شنيز دره) ۵ – اقچي بند ( نرخ ولسوالۍ ) ۶ – سنګلاخ ( جلريز ولسوالۍ ) ۷ – سرخ اباد ( مرکزي بهسود ولسوالۍ)
له پورتنيو بندونو څخه د شپږ بندونو د جوړولو پروژې د نړيوال بانک له خوا منظورې شوي او د چک دبرېښنا بند رغولو پروژه ، چې د برېښنا د شبکې تمديد او د يوه توربين نصبول پکې راځي د اوبو او بريښنا وزارت له خوا يې د جوړېدو ژمنه شوې ، خو لا تراوسه يې د جوړېدو کوم څرک نه ليدل کيږي .
د چک بند د هېواد په کچه د اوبو او برېښنا پنځم لوى بند دى ، چې درې لسيزې مخکې يې د کابل ښار ته برېښنا ورکوله ، خو په تېرو جګړيزو شرايطو کې ددغه بند زيات ځايونه تخريب او وسايل يې ويجاړ او له کاره ولوېدل .
ددغو بندونو د جوړېدو پر وړاندې ناامني ستر خنډ دى ، دغه مهمې حياتي پروژې چې د ولس غوښتنه او ګټه يې هم ټوله عام ولس ته رسيږي امنيت يې ټينګ کړي .
کانونه :
په دغه ولايت کې تراوسه پورې ٣٢ بېلابېل کانونه تثبيت شوي ، چې نومونه يې په لاندې ډول دي.
۱ – د بادام د سرخ بيدک د کروميټو کان ( نرخ ولسوالۍ )،۲ – د ابدرې دکروميټو کان ( نرخ )،۳ – د تيتمور دکروميټو کان ( مرکز ميدان ښار)،۴ – د چغرې د کروميټو کان ( نرخ ولسوالۍ )،۵ – دده پاک د کروميټو کان ( نرخ ولسوالۍ )،۶ – د لويې ابدرې د کروميټو کان ( سيدابادولسوالۍ )،۷ – دمنګليو دکروميټو کان ( سيدابادولسوالۍ)،۸ – د هفت اسياب د کروميټو کان ( سيدابادولسوالۍ )، ۹ – د نوريود کروميټو کان ( سيدابادولسوالۍ )،۱۰ – د تنګي چلپيکام کروميټو کان ( سيدابادولسوالۍ)،۱۱ – د دوست قل کروميټو کان ( بهسود لومړۍ برخه )،۱۲ – د قول سليمان د مرمرو کان ( ميدانښار )،۱۳ – د خروټو د مرمرو کان ( ميدانښار)،۱۴ – د دوست قل د مرمرو کان ( بهسود لومړۍ برخه )،۱۵ – د يورد بالا د مرمرو کان ( بهسود لومړۍ برخه ) ،۱۶ – د کامران خېلو د مرمرو کان ( سيدابادولسوالۍ )،۱۷ – د لويې ابدرې د مرمرو کان ( سيدابادولسوالۍ )،۱۸ – د منګليو د مرمرو کان ( سيداباد ولسوالۍ)،۱۹ – د وړې ابدرې د مرمرو کان ( سيدابادولسوالۍ)،۲۰ – د سپين ورسک د مرمرو کان ( سيداباد ولسوالۍ )،۲۱ – د جوقل د مرمرو کان ( نرخ ولسوالۍ )،۲۲ – د دشت ټوپ د مرمرو کان ( سيداباد ولسوالۍ)،۲۳ – د سموچ او سرخ اباد درخامو کانونه ( بهسود دويمه برخه )،۲۴ – د شاه مقصود معدني ظواهر( بهسود لومړۍ برخه )،۲۵ – د تکانې د ابرکو کان ( جلريز ولسوالۍ)،۲۶ – د شاه کابل د سوځېدلو ياقوتو کان ( ميدانښار )،۲۷ – د اندړو د فيروزې کاني ظواهر ( نرخ ولسوالۍ )،۲۸ – د بادام د زمرد کاني ظواهر ( نرخ ولسوالۍ)
۲۹ – د فولادي پايين د ګچو کان ( دایمیرداد)،۳۰ – د فولادي بالا د ګچو کان ( دايميرداد ولسوالۍ)،۳۱ – د کامران خېلو د تلک کان ( سيداباد ولسوالۍ )،۳۲ – د ساختماني ډبرو کانونه ( ميدان ښار )
د يادونې ده ، چې دغه کانونه د ياد ولايت او نورو اړوندو رسمي ادارو لخوا تاييد شوي او دا کانونه د سيمو خلکو ته هم ښه معلوم دي او يو شمېر سيمه ييز وګړي خو په کې کله ناکله غير قانوني کيندنې هم کوي ، که چېرې د کانونو وزارت د نړيوالې ټولنې په په مرسته په دغه ولايت کې د کانونو په برخه کې دقيقې څېړنې تر سره کړي ، نو لرې نه ده ، چې په دې ولايت کې به يو شمېر نورو مهم کانونه هم کشف او راڅرګند شي .
تاريخي سيمې:
په ميدان وردګو ولايت کې د ډيرو ځايونو په اړه د خلکو په خولو کې خبرې شته ، چې لا تراوسه ورته رسمي ادارو مخه نه ده کړې او نه يې په اړه څېړنې پيل کړې دي ، خو په دغه ولايت کې ١٨ ځايونه تثبيت شوي ، چې تاريخي سمې دي : لکه ۱ – ګنبد شاه او د چغتايي خاندان ( مرکز کانعزت کلی )،۲ – الغتا تاريخي ښار ګوټى ( نرخ ولسوالي )،۳ – د خواجه بلند ولي تپه ( نرخ ولسوالي )،۴ – ده مسلم تپه ( نرخ ولسوالي )،۵ – کشک تکانه غونډۍ ( جلريزولسوالۍ )،۶ – سرچشمه زيارت ( جلريز ولسوالۍ)،۷ – انګور باغ ( چک ولسوالۍ سياب کلى )،۸ – کاپر کلا يا پاره کلا ( دايميرداد ولسوالي )،۹ – بودک غونډۍ ( دايميرداد ولسوالي )،۱۰ – چتو غونډۍ ( دايميرداد ولسوالي)،۱۱ – کتب غونډۍ ( دايميردادولسوالي )،۱۲ – بودک کلاخ ( دايميرداد ولسوالي)،۱۳ – سياب لرغونې سيمه ( چک ولسوالي)،۱۴ – باد سياب غونډۍ ( جغتو ولسوالي)،۱۵ – جوی زنګي دره (بهسود لومړۍ برخه )،۱۶ – سکرک ( مرکزي بهسود ولسوالي)،۱۷ – ارګ غونډۍ ( مرکزي بهسود ولسوالۍ)،۱۸ – چهل کزی بابا زيارت ( نرخ ده مسلم ) .
نامتو څېرې:
غازي محمدجانخان وردګ،ډاکټرعبدالوکيل خان،ارسلان سليمي،غلام نبي خان وردګ،انجنيرغلام محمدفرهاد،استادګل محمد،استادعبدالجليل جدي،عصمتي وردګ،پوهاند عبدالقيوم خان وردګ،والي عبدالله خان وردګ، مولوي عبدالرب احدي،استاد حبيب الله رفيع ، پوهاند ډاکټر لطيف بهاند، محمد عارف ننګيار ، شهرت ننګيال ، پوهاند ډاکټر محمد موسى وردګ ، پوهاند اکبر وردګ ، محمد زبيرشفيقي او يو شمېر نور کسان ددغه ولايت مشهورې څېرې دي ، چې له نومونو سره يې هېوادوال اشنا دي او کېداى شي ، چې په پورته شمېره کې ځينې نورې پاتې نوموتې څېرې هم ورزياتې شي ، چې تر دې مهاله يې موږ ته په اړه معلومات نشته
په دغه ولايت کې له پخوانيو مشهورو څېرو څخه سربيره نورې نوموتې څېرې هم شته ، چې دلته د ټولو يادول ستونزمن کار دى .
رسنۍ:
په ميدان وردګو ولايت کې که څه هم رسنۍ دومره مخينه نه لري، جغرافيوي موقعيت او امنيتي وضعيت ته په پام سره يې رسنيو دنورو برخو په څېر وده نه ده کړې . په دغه ولايت کې مطبوعاتي هڅې او خپرونې په تېرو لسوکلونو کې پيل شوي ،چې دبېلګې په توګه يې د جغتو، دريځ ، عهد، آذان، ځلانده راتلونکې ، وردګ، مڼه،جلګه ، ځوانان مهالنۍ او مياشتينۍ خپرونې يادولاى شو. ددې تر څنګ دښاروالۍ راډيو، چې اوس يې خپرونې بندې شوي دي، ځينې نورې رسنۍ يې دا دی: ملي راډيوتلويزيون، يووالي غږ ، ځلاتلويزيون ،چک راډيو ،ملي هدف ، پيزوان،بدلون،ښاروالي اونيزه او مشوره .
په دغه ولايت کې داسې رسنۍ هم موجودې وې ، چې د لنډې مودې لپاره چاپ شوي ، خو بيا يې چاپ په ټپه درېدلى دى.
مدني او کولتوري ټولنې:
په ميدان وردګو کې د لنډمهالې ادارې په رامنځته کېدو سره په دغه ولايت کې هم يو شمېر بېلابېلې ټولنې رامنځته شوې دي، چې ځينې يې په لاندې ډول دي.
عهد ادبي او کولتوري ټولنه ، د جغتو مدني او کولتوري بهير، دميدان ځوانانو ادبي او کولتوري ټولنه ، د سليمان فارس فرهنګي مرکز ( د ميدان خپرندويه ټولنه)، د نرخ ځوانانو عالي ټولنه، د خواخوږي ادبي او کولتوري ټولنه، د وردګو ځوانانو ادبي ټولنه، د چک ادبي بهير،د وردګو ځوانانو مدني ټولنه، د ژورنالېستانو اتحاديه، د ځلاند هنري او تربيوي ټولنه، د ميدان وردګو د ځوانانو ملي ټولنيز ارګان، د خويندو يون ټولنه. او ځينې نورې ادبي او کولتوري تولنې په کې رامنځته شوې دي .
کيداى شي ددغه ولايت په ځينو ولسواليو کې يو شمېر نورې ټولنې هم وي ، که مو په اړه يې معلومات پيدا کړل ، نو په دغه نوملړ کې به يې ورزياته کړو ، دغه نوملړ موږ د ميدان وردګو ولايت د رسمي ادارو څخه ترلاسه کړى دى ، چې اوس په دې ولايت کې په يوشکل نه يو شکل فعاليت کوي .
دغه راز په دغه ولايت کې د مڼې ګل په نامه مشاعره ، چې له شاوخوا لسو کلونو راهيسې په دغه ولايت کې په شاندارو مراسمو سره نمانځل کيږي او د هېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه ورته هېوادوال راځي .
دغه مشاعره په لومړي ځل په چک ولسوالۍ کې رامنځته او له هغه وروسته ددغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې جوړېده ،چې د ناامنيو له امله اوس ددغه ولايت په مرکز ميدان ښار کې هر کال جوړيږي.
ګالري:
ددغه ولايت په مرکز ميدان ښار کې د عبدالرب احدي په نامه ملي ګالري ، شاوخوا دوه کاله مخکې جوړه او د ليدونکو پرمخ پرانيستې ده .
په دغې ګالرۍ کې سلګونه بېلابېل انځورنه ايښودل شوي ، چې هر ورځ يو شمېر کتونکي يې نندارې ته ورځي .
په دغې ګالرۍ کې د افغانستان دپخوانيو پاچاهانو ، غازيانو ،د جهاد په دور کې ددغه ولايت د يو شمېر شهيدانو او قوماندانانو او د انځورګرانو په لاس د خلکو د ژوند انځور شوي بېلابېل عکسونه په کې شتون لري .
لوبې:
په دغه ولايت کې ، خوسى ، غېږ نيونه ، تيږه اچونه ، ژمى پر واوره يخمالک خوړل ، چندرۍ ،ګام اچول او منډه وهل يې دوديزې لوبې دي ، چې له ډير پخوا راهيسې دود دي ، خو وليبال ، فوټبال ، کرکټ ، تکواندو ، جيدو ، وزن پورته کول ، د بدن ښکلا او يو شمېر نورې لوبې په رسمي بڼه په دغه ولايت کې په فعاليت بوختې دي ، خو په دې وروستيو کې کرکټ ، فوټبال او وليبال لوبو ډيره وده کړې او مينه وال يې زيات شوي دي.
ددغو لوبو د ودې لپاره د شخصي کلبونو ترڅنګ ددغه ولايت په مرکز کې د ترکيې ولايتي بيارغونې ډلې شاوخوا پنځه کاله مخکې يو پراخ لوبغاړى جوړ،خو لوبغاړي د بېلابېلو لوبو لپاره د ځانګړو او زياتو لوبغاړو د جوړېدو غوښتنې کړې دي.

Address

Kabul
KABUL

Telephone

0788128825

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when څانگه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to څانگه:

Share