
02/07/2025
مولوي ګل حسن حسن د سرپرست حکومت د سفیر او ځانګړي استازي په توګه په روسیه کې خپله دنده پیل کړه.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیاء احمد تکل د دغه خبر په خپرولو سره ویلي، چې ښاغلي حسن د سفارت له کارکوونکو سره معرفت غونډه هم کړې او ټينګار یې کړی، چې دغه دنده به په بشپړه ژمنتیا پر مخ یوسي.
د یادولو وړ ده چې روسیې څه موده وړاندې د اسلامي امارت نوم د ممنوعه ډلو له نوملړه هم لیرې کړ.