Afghan Media

Afghan Media Afghan Media our Media
ستاسې رسنۍ
افغان مېډیا یوه خپلواکه رسنۍ ده چې موخه یې د دقیقو، باوري او معیاري پښتو خبرونو، راپورونو او ټولنیزو موضوعاتو خپرول دي

د ایران او امریکا د خبرو اترو له امله د نفتو بیې راټیټې شوېد ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو له پیل او د نفتو د عرضې ل...
24/06/2026

د ایران او امریکا د خبرو اترو له امله د نفتو بیې راټیټې شوې

د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو له پیل او د نفتو د عرضې له زیاتېدو سره، په نړیوالو بازارونو کې د نفتو بیې نږدې درې سلنه راټیټې شوې دي. اوس مهال د برېنټ نفتو بیه ۷۷.۹۰ ډالرو او د امریکا د خامو نفتو بیه ۷۴.۸۲ ډالرو ته رسېدلې ده.

د ایټالیا په امېنډولارا ښار کې د اورلـ.ـګېـ.ـدنې یوې پېښې کې څلور افغان کډوال وژل شوي او یو بل ټپـ.ـي شوی دی.د راپورونو ...
07/06/2026

د ایټالیا په امېنډولارا ښار کې د اورلـ.ـګېـ.ـدنې یوې پېښې کې څلور افغان کډوال وژل شوي او یو بل ټپـ.ـي شوی دی.
د راپورونو له مخې، پولیـ.ـسو د پېـ.ـښې په تړاو دوه پاکستاني وګړي نیولي او د قضیې څېړنې روانې دي. همداراز اسـ.ـلامي امـ.ــارت د پېښې غنـ.ـدنه کړې او د بشپړې څېړنې غوښتنه یې کړې ده.

د نوي قانون له مخې، هغه ملکیتونه او شتمنۍ چې خاوند یې مړ شوی وي او هېڅ وارث یا مستحق ونه لري، بیت‌المال ته انتقالېږي.
02/06/2026

د نوي قانون له مخې، هغه ملکیتونه او شتمنۍ چې خاوند یې مړ شوی وي او هېڅ وارث یا مستحق ونه لري، بیت‌المال ته انتقالېږي.

23/04/2026

له لسم ټولګي وروسته د رشتو ټاکنه؛ د ښوونیز نظام مهم بدلون
په هېواد کې د ښوونیز نظام د اصلاح په لړ کې یوه مهمه پرېکړه شوې ده چې له مخې به یې زده‌کوونکي له لسم ټولګي وروسته خپلې خوښې ته په کتو د زده‌کړې رشته ټاکي. د دې نوې تګلارې پر بنسټ، زده‌کوونکي به په یوولسم او دولسم ټولګیو کې یوازې د خپلې ټاکلې رشتې اړوند مضمونونه لولي.
دا بدلون د دې لپاره راوستل شوی چې زده‌کوونکي وکولای شي پر خپلو مسلکي او علمي علاقو تمرکز وکړي، او د هغو مضامینو له جبري لوستلو څخه خلاص شي چې د دوی له راتلونکي مسلک سره مستقیم تړاو نه لري. تر دې وړاندې، زده‌کوونکي اړ وو چې شاوخوا پنځلس بېلابېل مضامین تعقیب کړي، چې دا کار نه یوازې دروند بار بلل کېده، بلکې د کیفیت پر ځای یې پر کمیت ټینګار کاوه.
کارپوهان باور لري چې دا نوښت به د زده‌کړې کیفیت لوړ کړي، د زده‌کوونکو ذهني فشار راکم کړي، او هغوی به د خپلې خوښې مسلک لپاره ښه چمتو کړي. سربېره پر دې، دا سیستم کولای شي د مهارت‌محورې زده‌کړې بنسټ پیاوړی کړي او د کار بازار اړتیاوو ته نږدې ځواب ووایي.
په ټوله کې، دا پرېکړه د ښوونیز نظام د عصري کېدو او د زده‌کوونکو د راتلونکي د ښه مدیریت په لور یو مهم ګام بلل کېږي.
#

20/04/2026
تازه خبر:یوې باوري سرچینې ویلي دي چې سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لېږد بهیر به سبا د کابل له نړیوال هوایي ډګر څخه ...
17/04/2026

تازه خبر:
یوې باوري سرچینې ویلي دي چې سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لېږد بهیر به سبا د کابل له نړیوال هوایي ډګر څخه پیل شي.

د وردګ پوهنتون د رغنیزو پروژو څارنهد وردګ پوهنتون مشرتابه د روانو رغنیزو پروژو د کیفیت او پرمختګ ارزونې په موخه هر اړخیز...
12/04/2026

د وردګ پوهنتون د رغنیزو پروژو څارنه

د وردګ پوهنتون مشرتابه د روانو رغنیزو پروژو د کیفیت او پرمختګ ارزونې په موخه هر اړخیزه څارنه ترسره کړه. د لیلیې او کرنې پوهنځي ودانۍ وکتل شوې او د معیارونو د رعایت ارزونه وشوه.
مشرتابه د پروژو پر وخت او معیاري بشپړتیا باندې ټینګار وکړ.

11/04/2026

تسنیم خبری آژانس راپور ورکړی ټاکل شوې ده چې د ایران او متحده ایالات امریکا ترمنځ مهمې خبرې اسلام‌اباد کې سرينا هوټل کې ترسره شي.

د راپورونو له مخې، د ایران پلاوی چې مشري یې محمدباقر قالیباف کوي، به نن مخکې له غرمې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره وګوري.

ویل شوي، که چېرې د ایران د پلاوي مخکیني شرطونه د امریکايي لوري له خوا ومنل شي، نو ټاکل شوې ده چې نن ماسپښین رسمي مذاکرات په اسلام‌اباد کې پیل شي.

بل لور ته، امریکايي پلاوی د جی‌دی ونس په مشرۍ، له شاوخوا ۳۰۰ کسیز ټیم سره تر ایراني پلاوي مخکې پاکستان ته رسېدلی او دا مهال په اسلام‌اباد کې د امریکا سفارت کې مېشت دی.

د ایران په پلاوي کې د سیاسي چارو مسؤل سید عباس عراقچی، د اقتصادي کمېټې مشر عبدالناصر همتی، د نظامي برخې مسؤل علی شمخانی احمدیان او د حقوقي کمېټې استازی اسماعیل بقایی شامل دي.

دا خبرې داسې مهال ترسره کېږي چې د سیمې امنیتي وضعیت حساس بلل کېږي او نړیواله ټولنه د دغو مذاکراتو پایلو ته په تمه ده.

08/04/2026

Address

Kabul

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Afghan Media posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Afghan Media:

Shortcuts

Share