د لوړو زده کړو وزارت-وزات تحصیلات عالی

د لوړو زده کړو وزارت-وزات تحصیلات عالی زموږ همدا يوازينۍ اصلي پاڼه ده، دلته د لوړو زده کړو وزارت اړوند نشرات راسره تعقيب کړئ

07/11/2024

له تحصیلي ډګره لنډ او مهم خبرونه:

لوړو زده کړو وزارت د هېواد تحصیلي نهادونو لاندې کادري خالي بستونه د ازادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپارلي. په شرایطو برابر...
07/11/2024

لوړو زده کړو وزارت د هېواد تحصیلي نهادونو لاندې کادري خالي بستونه د ازادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپارلي. په شرایطو برابر داوطلبان کولی شي نوملیکنه ورته وکړي.

وزارت تحصیلات عالی از طریق رقابت آزاد بست های کادری ذیل نهاد های تحصیلات عالی کشور را به اعلان سپرده است که داوطلبان واجد شرایط بست های یاد شده می توانند به آن ثبت نام نمایند.
ویبسایت
https://mohe.gov.af
فیسبوک
https://www.facebook.com/mohe.af
ایکس پاڼه (تویتر)
https://x.com/afmohe
واتساپ چینل
https://whatsapp.com/channel/0029Vagcs0Q65yD5TkcOB43W
تیلگرام
https://t.me/af_mohe
یویتوب
https://www.youtube.com/

په پوهنتونونو کې فکري، ژبني او مذهبي تعصب ته ځای نشتهیادې څرګندونې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ننګرهار ولایت ته د رسمي سف...
05/11/2024

په پوهنتونونو کې فکري، ژبني او مذهبي تعصب ته ځای نشته

یادې څرګندونې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ننګرهار ولایت ته د رسمي سفر پر مهال، د ننګرهار پوهنتون په ورزشي لوبغالي کې یوې سترې جوړې شوې غونډې ته وکړې.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وویل چې د هېواد په آبادۍ کې د علمي کادرونو له پوهې، وړتیاوو او مهارتونو څخه ګټه اخیستل د ا.ا.ا ستره هیله ده او له دې پرته له هغوی څخه بله تمه نه لرو.

محترم سرپرست وزیر د پوهنتونونو مسؤلینو او استادانو ته سپارښتنه وکړه چې د پوهنتوني چارو معیاري کېدو، عالي درسي میتودونو کارونې، د محصلینو جامع تربیت، څېړنیزو او علمي هڅو پراختیا، د محصلینو تر منځ د وحدت قایمول او د محصلینو د وخت ضایع کېدو مخنیوي ته جدي پاملرنه وکړي.

د یادونې وړ ده چې د ننګرهار مرستیال والي مولوي عزیز الله مصطفی، د علماوو شورا رئیس شیخ حضرت جان حنفي او شیخ الحدیث امیر الرحمن نعماني د غونډې نور ویناوال وو، چې د بېلابېلو دیني او علمي موضوعاتو اړوند یې خبرې وکړې.

*لوړو زده کړو وزارت نن ورځ*۱۴۰۳هـ ش، عقرب ۱۰ مه، *پنجشنبه**لوړو زده کړو وزارت*د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په خپل کاري دفت...
31/10/2024

*لوړو زده کړو وزارت نن ورځ*
۱۴۰۳هـ ش، عقرب ۱۰ مه، *پنجشنبه*

*لوړو زده کړو وزارت*
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په خپل کاري دفتر کې د جینوا کال مؤسسې له عمومي رئیس سره وکتل.
*
لوړو زده کړو وزارت د دغه وزارت مرکزي ادارو او امارتي تحصیلي بنسټونو د خالي اداري بستونو لپاره له ۶۱۶ تنو داوطلبانو څخه رقابتي ازموینه واخیسته.

*تخار پوهنتون*
په تخار پوهنتون کې پیل شوی درې ورځنی ملي کنفرانس د ۴۱ څېړنیزو مقالو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد.

*کابل ښوونې او روزنې پوهنتون*
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په حضور کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له استادانو سره اصلاحي ـ علمي غونډه وشوه.

*هرات پوهنتون*
د هرات پوهنتون انجنیري پوهنځي یو شمېر څانګو نیاز سنجي او بیاکتنه وشوه.

*ننګرهار پوهنتون*
د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته (د وخت ارزښت) تر سرلیک لاندې سیمینار وړاندې شو.

*غزني تخنیکي پوهنتون*
د غزني تخنيکي پوهنتون استادانو ته د مسلکي پرمختيايي مرکز له لوري د علمي او معياري مقالې ليکنې اصول تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ وړاندې شو.

*فراه لوړو زده کړو مؤسسه*
د فراه لوړو زده کړو مؤسسې استادانو او اداري کارکوونکو ته په اسلام کې د ږیرې پريښودلو ارزښت په اړه اصلاحي سیمینار وړاندې شو.

*نیمروز لوړو زده کړو مؤسسه*
د نیمروز لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پراختیا مرکز له لوري د دغه تحصیلي بنسټ استادانو او اداري کارکوونکو ته د فردي، وظیفوي او مسلکي مهارتونو په اړه سیمینار وړاندې شو.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په خپل کاري دفتر کې د جینوا کال مؤسسې له عمومي رئیس سره وکتل د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د جین...
31/10/2024

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په خپل کاري دفتر کې د جینوا کال مؤسسې له عمومي رئیس سره وکتل

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د جینوا کال مؤسسې رئیس او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ د زده کړو په برخه کې د عامه پوهاوي او استادانو ظرفیت لوړونه کې د یادې مؤسسې له مرستو مننه وکړه.

نوموړي وویل چې د ا.ا.ا پالیسي د سیمي او نړۍ له هېوادونو سره د ښو اړیکو درلودل دي، هغه د جینوا کال مؤسسې له عمومي رئيس څخه وغوښتل چې د افغانستان واقعي تصویر، هغه څه چې په خپلو سترګو یې لیدلي، له خپل هېواد او د نورو مؤسسو له مسؤلینو سره شریک کړي.

دغه راز د جینوا کال مؤسسې عمومي رئیس جان کېلر وویل چې افغانستان د بهرنیانو مرستو ته اړتیا لري. نوموړي زیاته کړه: «په افغانستان کې مې له بېلا بېلو خلکو سره وکتل، هغوی راته وویل چې افغانستان د پرمختګ پر لور روان دی. زه پوهېږم څوک چې په یوه ټولنه کې ژوند کوي او څوک یې چې له بهره ګوري متفاوت دي.»

د جینوا کال مؤسسې رئیس وویل چې د افغانستان په پرمختګ کې همکارۍ ته ژمن یو او زیاته یې کړه چې موږ له ۲۰۱۸م کال څخه راپدېخوا په بېلابېلو برخو کې له اسلامي امارت سره کار کوو. دغه راز نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې وویل چې زموږ هېواد سویس خپلواک دی، نو هر هېواد ته پکار ده چې په خپلو پرېکړو کې خپلواک و اوسي او اسلامي امارت ته هم خوښوو چې خپله خپلواکي ولري.

نېټه: پنجشنبه
‍۱۴۴۶هـ.ق د ربیع الثاني ۲۸ مه
۱۴۰۳هـ.ش د عقرب ۱۰ مه
۲۰۲۴ م د اکتوبر ۳۱ مه

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په علي آباد تدریسي روغتون کې د ۱۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د درې پوړیزې ودانۍ جوړېدو ډبره کېښ...
31/10/2024

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په علي آباد تدریسي روغتون کې د ۱۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د درې پوړیزې ودانۍ جوړېدو ډبره کېښوده

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند په علي آباد تدریسي روغتون کې د یوې درې پوړیزې ودانۍ، چې د ناستو تالار، د پایوازانو انتظار خونه او د درملو ګدام به ولري، د جوړېدو ډبره کېښوده.

د یادې ودانۍ د جوړولو مالي لګښت د ملي سوداګر حاجي وحید حفیظي له لوري ورکول کېږي، چې چارې به یې په شپږو میاشتو کې بشپړې شي.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له حاجي وحید حفیظي څخه د مننې ترڅنګ، له ناروغانو سره مرسته کول نوموړي لپاره د دنیا او اخرت ستر خیر یاد کړ او له نورو سوداګرو یې هم وغوښتل چې د خپل مظلوم ولس لاسنیوی وکړي.

محترم سرپرست وزیر زیاته کړه په د دې دونیا کې بریالی انسان هغه دی چې الله تعالی ورکړی استعداد د مخلوق په خدمت او خیر رسونه کې و کاروي.

د علي آباد تدریسي روغتون د مسؤلینو په وینا د یادې ودانۍ په جوړېدو سره به د دغه روغتون ډېرې ستونزې حل شي.

نېټه: چهارشنبه
‍۱۴۴۶هـ.ق د ربیع الثاني ۲۷ مه
۱۴۰۳هـ.ش د عقرب ۹ مه
۲۰۲۴ م د اکتوبر ۳۰

لوړو زده کړو وزارت نن ورځ۱۴۰۳هـ.ش، د عقرب ۹ مه، *چهارشنبه**تخار پوهنتون*په تخار پوهنتون کې «د افغانستان په دوامداره پرمخ...
30/10/2024

لوړو زده کړو وزارت نن ورځ
۱۴۰۳هـ.ش، د عقرب ۹ مه، *چهارشنبه*

*تخار پوهنتون*
په تخار پوهنتون کې «د افغانستان په دوامداره پرمختګ کې د طبیعي زېرمو د مدیریت رول»، پیل شوي ملي کنفرانس په دویمه ورځ د اقتصاد وزارت مسلکي معین او د تخار والي ګډون وکړ.

*کابل طبي علومو پوهنتون*
د دعوت او ارشاد آمریت دیني درسونو په آزموینه کې د کابل طبي علومو پوهنتون اداري کارمندانو د ستاینې په مناسبت محفل د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس شیخ شاکر الله وحدت په ګډون تر سره شو او د اداري او خدماتي کارمندانو چې لومړی، دویم او درېیم مقام یې تر لاسه کړی و د جایزو په ورکولو یې ستاینه وشوه.

*میرویس خان نیکه زابل لوړو زده کړو مؤسسه*
د میرویس خان نیکه زابل لوړو زده کړو مؤسسې استادانو ته د ظرفیت لوړونې په موخه د SPSS، مقالې لیکنې، د ګوګل کارونې او مأخذ لیکنې اړوند سمینارونه دایر شول.

*پکتیا پوهنتون*
د پکتیا پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي اړوند د قضاء او څارونوالي څانګې محصلینو ته د (تجارتي دعوې تمثیلي محکمه) ترسره شوه.

*غزني پوهنتون*
د غزني پوهنتون رهبرۍ د نبوي سیرت د سیالۍ ممتاز محصلین، د پسرلني سمیستر ممتاز محصلین، او د سپورت د برخي ممتاز محصلین وستایل.

*فاریاب پوهنتون*
فارياب پوهنتون کې د (نشه‌یي توکو زيانونه، د هوا د ککړتيا مدیریت او مخنیوي او په زده کړو کې د ټکنالوژۍ کارول) تر سرليک لاندې علمي کنفرانس جوړ شو.

*لوګر لوړو زده کړو مؤسسه*
لوګر لوړو زده کړو مؤسسه کې له سلګونو محصلینو، زده کوونکو او طلباء کرامو څخه د نبوي سیرت سیالۍ ازموینه واخیستل شوه.

*پکتیکا لوړو زده کړو مؤسسه*
د پکتیکا او کابل پوهنتون ترمنځ د دوه اړخیزه همکاریو تړون لاسلیک شو.

خبرتیا!!د کندهار زون ټولو هغو علماء ڪرامو ته چې د ۱۴۴۵هـ.ق د شعبان میاشتې د عالمیې (ماسټري) او عالیې (لېسانس) مرحلو په ا...
30/10/2024

خبرتیا!!
د کندهار زون ټولو هغو علماء ڪرامو ته چې د ۱۴۴۵هـ.ق د شعبان میاشتې د عالمیې (ماسټري) او عالیې (لېسانس) مرحلو په ازموینه کې بریالي شوي دي، خبر ورکول کیږي چې د خپلو اسنادو د تر لاسه کولو لپاره د کندهار ولایت مرکزي پُسته خانې ته، له اصلي پېژند پاڼې یا اصلي پاسپورټ سره، مراجعه وکړي.

یادونه: د هېواد د نورو زونونو د علماء کرامو د اسنادو له نهایي کېدو وروسته به د لوړو زده کړو وزارت له لوري خبرتیا خپره شي.
اطلاعیه!
به اطلاع آنعده از علماء کرام مرحله عالمیه (ماستری) و عالیه (لیسانس) زون کندهار که امتحان شان را در ماه شعبان سال ۱۴۴۵ موفقانه سپری نموده اند، رسانیده می شود که جهت به دست آوردن اسناد خویش همراه با تذکره اصلی یا پاسپورت شان به پسته خانه مرکزی ولایت کندهار مراجعه نمایند.

قابل ذکر است که وزارت تحصیلات عالی مطابق پلان در مورد اسناد علماء کرام سایر زون های کشور بعد از تکمیل آن از طریق آدرس های رسمی خویش اطلاع خواهد داد.

دلوړو زده کړو وزات دوهمه رسمي فیسبوک پاڼه!
30/10/2024

دلوړو زده کړو وزات دوهمه رسمي فیسبوک پاڼه!

لوړو زده کړو وزارت نن ورځ
۱۴۰۳هـ.ش، د عقرب ۸ مه، *سه شنبه*

*تخار پوهنتون*
د لوړو زده کړو وزارت په همکارۍ او د تخار پوهنتون په کوربه توب (د افغانستان په دوامداره پرمختګ کې د طبیعي زېرمو د مدیریت رول) درې ورځنی ملي کنفرانس پیل شو.

*نیمروز لوړو زده کړو مؤسسه*
د نیمرزو لوړو زده کړو مؤسسې او د نیمروز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر منځ د ګډو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.
*کابل پوهنتون*
د کابل پوهنتون علمي شورا ناسته د دغه پوهنتون ریس دوکتور اسامه عزیز په مشرۍ ترسره شوه.

*کابل ښوونې او روزنې پوهنتون*
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلانو چارو نوی مرستیال ښاغلی مولوي رحمان ګل وثیق د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو رئیس مولوي سلطان محمد محسن او د دغه پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا هاشمي په حضور کې معرفي او په دنده یې پیل وکړ.
همدارنګه د دغه پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي نويو کامیاب شویو محصلینو ته د کرېډېت سیستم پېژندنې او د (پوهنځي پېژندنې) غونډه ترسره شوه.

*لغمان پوهنتون*
د لغمان پوهنتون ژورنالېزم څانګې محصلینو د عملي کار ترسره کولو په موخه کابل کې د ملي راډیو ټلویزیون، طلوع نیوز، ملي نیوز، ملي سپورټ، معارف ټلویزیون، شرعیت غږ راډیو او د ملي موزیم څخه لیدنه وکړه.

*سیدجمال الدین افغاني پوهنتون «کونړ»*
د سیدجمال الدین افغاني پوهنتون د کمپيوټر ساينس پوهنځي او په اسيا کې د نړیوالو ټولنيزو خدمتونو مؤسسې ترمنځ د گډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

*پکتیا پوهنتون*
د پکتیا پوهنتون بېلابېلو پوهنځیو محصلینو ته (مسلمان ځوان ته پیغام) تر سرلیک لاندې علمي، فکري او روزنیز سیمینار دایر شو.

*کندهار پوهنتون*
د کندهار پوهنتون یو شمېر استادانو زابل ولایت ته د سفر پر مهال د میرویس خان نیکه زابل لوړو زده کړو مؤسسې ټولو استادانو او اداري کارکونکو ته د ټولنیزو علومو د احصائیوي پکېج SPSS په اړه ورکشاپ وړاندې کړ.

*شیخ زاید پوهنتون*
د شيخ زايد پوهنتون بېلابېلو پوهنځيو کې نویو ګمارل شویو استادانو ته د ظرفیت لوړونې په موخه (د نصاب اړوند موضوعاتو ښه تطبیق) تر عنوان لاندې یو ورځنی ورکشاپ داير شو.
همداراز د دغه پوهنتون د استادانو علمي مجلې ٣٥ ګڼه تر چاپ راووته.

*لوګر لوړو زده کړو مؤسسه*
لوګر لوړو زده کړو مؤسسه کې ( پر ټولنې د نشه یي توکو ناوړه اغېزې) تر سرلیک لاندې معلوماتي او څېړنیز سمینار وړاندې شو.

*هلمند پوهنتون*
د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کښې د مسلکي پرمختيا مرکز په همکارۍ د دغه پوهنتون اداري کارکوونکو، استادانو او محصلینو ته د رښتینولۍ پر موضوع د دعوت او ارشاد آمریت له لوري یو ورځنی سیمنار جوړ شو.

*غزني پوهنتون*
غزني پوهنتون ته مولوي محمد حیدر حمزه د علمي چارو مرستیال په حیث معرفي او په دنده یې پیل وکړ.

08/09/2024

د لوړو زده‌کړو وزارت د فسبوک رسمي پاڼه درسره لایک او فالو کړئ؛ ترڅو د تحصیلي ډګر له پرمختګونو خبر شئ.👇
https://www.facebook.com/mohe.af

د لوړو زده کړو وزارت رسمي پاڼه
صفحه رسمی وزارت تحصيلات عالی
رسمي ایکس پاڼه: https://x.com/Af_mohe

Address

Karti-e/Char , Kabul
Kabul
1001

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when د لوړو زده کړو وزارت-وزات تحصیلات عالی posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share