Afghan Times Pashto

Afghan Times Pashto Bringing you truthful news, especially about Afghan women's challenges. Get in touch with us: [email protected]

د افغانستان کرکټ بورډ زمبابوې سره د دوو ټېسټ سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړهافغان لوبډله کې حشمت شهيدي لوبډلمشر، رحمت شاه،...
16/12/2024

د افغانستان کرکټ بورډ زمبابوې سره د دوو ټېسټ سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه

افغان لوبډله کې حشمت شهيدي لوبډلمشر، رحمت شاه، صديق اتل، رياض حسن، عبدالمالک، بهیر شاه، افسر ځاځی، اکرام عليخېل، عصمت عالم، عظمت عمرزی، ضياء اکبر، ظاهر شيرزاد، ظاهر خان، راشد خان، يمين احمدزی، بشير احمد، نويد ځدراڼ او فريد ملک ګډون لري.

د بې پولې ډاکترانو ټولنه یا MSF وايي، د طبي زده‌کړو په مرکزونو کې د افغان نجونو پر زده‌کړو بندیز به په افغانستان کې پر ر...
07/12/2024

د بې پولې ډاکترانو ټولنه یا MSF وايي، د طبي زده‌کړو په مرکزونو کې د افغان نجونو پر زده‌کړو بندیز به په افغانستان کې پر روغتیايي خدماتو ډېر ناوړه اغېز وکړي. 
د طبي زده‌کړو په مرکزونو کې د افغان نجونو پر تعلیم د بندیز پر وړاندې د غبرګونونو په دوام د بې پولې ډاکترانو ټولنې ویلي چې دا اعلان په افغانستان کې د روغتیايي خدماتو راتلونکې ګواښي.

محمد نبي وایي هېواد د لوستو نارینه وو تر څنګ لوستو ښځو ته هم اړتیا لرې‏د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي محمد نبي عیسی خیل پر خ...
05/12/2024

محمد نبي وایي هېواد د لوستو نارینه وو تر څنګ لوستو ښځو ته هم اړتیا لرې
‏د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي محمد نبي عیسی خیل پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، "زه د دې ناعادلانه پرېکړې غندنه کوم او په عین وخت کې له حکومت څخه په درنښت او عاجزانه توګه غوښتنه کوم چې په دې پرېکړه بیا جدي غور وکړي."
عیسی خیل همداراز زیاته کړې، چې هېواد د لوستو نارینه وو تر څنګ لوستو ښځو ته هم اړتیا لرې

راشد خان وایي د خویندو په مخ د تعلیم او طبي څانګو تړل کیدو خواشینی کړی یمد افغانستان د کرکت مشهورې څیرې راشد خان، په طبي...
05/12/2024

راشد خان وایي د خویندو په مخ د تعلیم او طبي څانګو تړل کیدو خواشینی کړی یم
د افغانستان د کرکت مشهورې څیرې راشد خان، په طبي انستیتیوتونو کې د نجونو او ښځو د زده کړو د مخنیوي لپاره د سرپرست حکومت په اقدام ناهیلي او ناخوښي څرګنده کړې او له زده کړو څخه د هغوی محرومیت یې "دردناک" بلی دی.

په افغانستان کې د میرمنو پر وړاندې د کورني تاوتریخوالي یو لامل په کم عمر کې د نجونو ودول ګڼل کیږي. د یونیسف د راپور له م...
26/11/2024

په افغانستان کې د میرمنو پر وړاندې د کورني تاوتریخوالي یو لامل په کم عمر کې د نجونو ودول ګڼل کیږي.

د یونیسف د راپور له مخې، د افغان نجونو ۲۸ سلنه مخکې له ۱۸ کلنۍ څخه ودیږي. راپورونه ښیي چې اقتصادي ستونزې، کلتوري فشارونه، او د ښځو د حقونو په اړه محدودیتونه د دې ستونزې اصلي لاملونه بلل کېږي.

ټاکل شوې، د کرکټ ملي لوبډله نن له سوېلي افریقا سره خپله درېیمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه ترسره کړي. دغه لوبه د تېر په څېر ...
22/09/2024

ټاکل شوې، د کرکټ ملي لوبډله نن له سوېلي افریقا سره خپله درېیمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه ترسره کړي.
دغه لوبه د تېر په څېر د افغانستان پر وخت ۴:۳۰ بجې پیلیږي.
له دې مخکې افغان لوبډلې په دوو لوبو کې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړې ده.

د بشري حقونو د څار بنسټ: د نجونو پر زده کړو بندیز د افغانانو د ژوند پر ټولو برخو اغېز کړید بشري حقونو د څار بنسټ افغانست...
19/09/2024

د بشري حقونو د څار بنسټ: د نجونو پر زده کړو بندیز د افغانانو د ژوند پر ټولو برخو اغېز کړی

د بشري حقونو د څار بنسټ افغانستان کې شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زده کړو د بندیز د دریم کال د پوره کیدو سره هم مهاله ویلي چې که څه هم د سرپرست حکومت له خوا په منځنۍ او ثانوي دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز په نړیواله کچه د بحثونو سبب شوی، خو حکومتونه او نړیوال سازمانونه په دې کې پاتې راغلي چې تراوسه ددغه بندیز د ایسته کولو لپاره یو معنی لرونکی اقدام وکړي.

د چمن پرلت کوونکي وایي چمن د افغانستان د خاورې برخه دهد چمن پرلت کوونکو په یوې غونډه کې ویلي چې، چمن د افغانستان خاوره د...
19/09/2024

د چمن پرلت کوونکي وایي چمن د افغانستان د خاورې برخه ده

د چمن پرلت کوونکو په یوې غونډه کې ویلي چې، چمن د افغانستان خاوره ده او د پاکستان حکومت نه‌شي کولای چې، د افغانستان په خاوره کې خپل قوانین عملي کړي.
پرلت کوونکي د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې تګ راتګ د دواړو لورو د اوسېدونکو حق ګني او ویلي یې دي چې، د پاکستان حکومت له لوري وضع شوي قوانین ورته د منلو وړ نه دي.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله له سویلي افریقا سره د درېیو یوه ورځنیو لوبو لومړنۍ لوبه نن کوي.افغان کرېکټ بورډ وايي، دغه ل...
18/09/2024

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله له سویلي افریقا سره د درېیو یوه ورځنیو لوبو لومړنۍ لوبه نن کوي.
افغان کرېکټ بورډ وايي، دغه لوبه د متحده عربي اماراتو په شارجه کې نن د افغانستان پر وخت مازیګر ۴:۳۰ بجې پیلیږي.

د بښنې نړیوال سازمان د سوېلي آسیا برخې کمپاینرې سمیرا حمیدي پرخپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې باید د ښځو غږ واو...
12/09/2024

د بښنې نړیوال سازمان د سوېلي آسیا برخې کمپاینرې سمیرا حمیدي پرخپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې باید د ښځو غږ واورېدل شي.
سمیرا کابل کې د ښځو پروني لاریون ته په اشارې سره ویلي، د دې ښځو جرئت له تصوره بهر دی.

لغمان ولایت کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت کډوالو ځوانانو ته یو ټولنیزمرکز جوړ شوی دی. د مسوولینو په خبره په یاد ولایت ...
12/09/2024

لغمان ولایت کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت کډوالو ځوانانو ته یو ټولنیزمرکز جوړ شوی دی.

د مسوولینو په خبره په یاد ولایت کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ لخوا په دوو پوړونو کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت کډوالو ځوانانو ته ټولنیز مرکز جوړ شوی، چې ۸ خونې، جومات، څاه، تشنابونه او نورې اړینې برخې لري. د مالوماتو له مخې په دغه مرکز کې به د کډوالو، بېوزلو ځوانانو، نابینایانو او نورو اړمنو کسانو ته په بېلا بېلو برخو کې حوفوي او هنري زده کړې ورکړل شي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) پر خپله اېکس لیکلي، چې راتلونکی ژمی په افغانستان کې د ۳۰۰ اړمنو کلیوالو ...
12/09/2024

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) پر خپله اېکس لیکلي، چې راتلونکی ژمی په افغانستان کې د ۳۰۰ اړمنو کلیوالو سیمو لپاره ۶۰۳ مېلیون ډالرو بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري.

Address

Kabul

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Afghan Times Pashto posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Afghan Times Pashto:

Share