25/08/2025
د حریت راډیو له لوري خبریالانو ته روزنیز سیمینار پیل شو
د حریټ راډیو له لوري نن دوشنبه د هېواد سویل ختیځ زون خبریالانو لپاره درې وځنی روزنیز سیمینار پيل شو.
د سیمینار مسئولین وایي، د دې پروګرام موخه د خبریالانو ظرفیت لوړول دي.
دوی ټینګار کړی، چې راتلونکي کې به د خبریالانو لپاره ورته نور پروګرامونه هم ترسره کړي.
یاد سیمینار کې ګډونوالو ته د ژورنالېزم ډګر په اړه بېلابېلو برخو کې معلومات ورکول کیږي.
د یادونې ده، چې سیمینار کې د پکتیا، لوګر، خوست، او پکتیکا ولایتو خبریالانو ګډون کړی، چې درې ورځې به دوام وکړي.