سلام نیوز Salam News

سلام نیوز  Salam  News خپلواکه ،ناپییلي او ټولنیزه ویبپاڼه
Breaking news, sport, TV, and a whole lot more. The Afghan Media informs,

موږ څوک یو … ولی سلام نیوز پښتو ویبپاڼه ؟
سلام نیوز وېبپاڼه، چې په ۲۰۱۷ کال په شروع کی په کار پیل وکړ اوس په دی هڅه کی ده چی خپل داړتیا وړ مالومات له انټرنیټي وېبپاڼو، فیسبوک او ټویټر دلارې خپل ولس او لوستونکوته وار ورسوي

سلام نیوز ویبپاڼه خپلواکه او ناپیېلې ده. اوسمهال، چې افغانستان دبیان له بېسارې ازادۍ څخه برخمن دی موږ به یوځای دخپل ولس غږ منعکسوو موږ دهیچا دتندي ګونځو ته نه ګورو خو ټولو ته

په یوه سترګه ګورو . زموږ موخه زموږ لوستونکي دي . موږ په داسې یوه جغرافیه کې ژوند کوو، چې یو کړکيچ لا پای ته نه وي رسیدلې، چې بل سر راپورته کړي سلام نیوز ویبپاڼه به هڅه کوي ،چې خپلو لوستونکو ته دهېواد ، سیمې او نړۍ په اړه کره مالومات وړاندې کړي .

له بده مرغه په افغانستان کې ځینې رسنۍ له پېښې سره هغه ډول چلند کوي،چې د بسپنه ورکونکې اړخ له ګټو سره سمون خوري نه زموږ دخلکو او هېواد له ګټو سره موږ به له ډار پرته هغه څه خپروو ،چې زموږ د اسلام امت مسلمه او اسلامي نړۍ ګټې خوندي کړي

سلام نیوز ویبپاڼه دا دعوه نه کوي ،چې تېروتنه به نه کوي . هرکله که موږ تیروتو، سمدلاسه به موږ اعتراف کوو،چې دلته مو پښه ښویدلې ده، له مقابل لوري به ښکاره معذرت غواړو او دا زموږ په زیان نه ده

موږ پردې باور یو،چې دنړیوالتوب په پېر کې زموږ دود ، کلتور ، دین له ګواښ سره مخ دی ، خو موږ به یوازې دخپلو خلکو ګټه منعکسوو. سلام نیوز ویبپاڼه پر سمتي ، نژادي ، ژبینو توپیرونو باور نه لري، موږ ژمنه کوو،چې قومي کرکو ته به لمن نه وهو او نور هغه که وګړي وي یا ډلې دا کار کوي موږ به یې خپلو خلکو ته رسوا کوو .
سلام نیوز ویبپاڼه دا دعوه نه کوي،چې له نورو غوره ده زموږ لوستونکي به دا حکم کوي ځکه موږ دخپلو لوستونکو پر پوهه او زیرکتیا پوره باور لرو، خو موږ به له هغه چا سره ولاړ یو،چې دخپلې عقیدې ، اسلام او امت مسلمه درناوی کوي

Address

Wazir Akbar Khan
Kabul
25000

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when سلام نیوز Salam News posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to سلام نیوز Salam News:

Share