RTA Pashto

RTA Pashto Afghanistan broadcaster since 1925. RTA delivers national and international news, insightful analysis

د کابل او یو شمېر ولایتونو د هوا حالاتو اټکل.
17/09/2026

د کابل او یو شمېر ولایتونو د هوا حالاتو اټکل.

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي او مسلکي پلاوي، د طوطي میدان ګازي بلاک د تړون اړوند تخنیکي ستونزو د ګډې ارزونې او حل‌لا...
17/09/2026

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي او مسلکي پلاوي، د طوطي میدان ګازي بلاک د تړون اړوند تخنیکي ستونزو د ګډې ارزونې او حل‌لارې موندنې په موخه د ازبکستان پلازمینې تاشکند ته سفر کړی دی.

د افغانستان او ازبکستان د اړوندو ادارو د مسوولینو او استازو ترمنځ په ګډو تخنیکي ناستو کې د طوطي میدان ګازي بلاک اړوند موضوعات په هر اړخیز ډول څېړل شوي دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت زیاتوي، افغان پلاوي د ازبکستان د کانونو وزارت اړوند د جیولوجي موزیم څخه هم لیدنه کړې ده.

د ٣١٣ مرکزي قول اردو اړوند، په کاپیسا درېیمې پلې لوا کې د ۴،۹ میلیونه افغانيو په ارزښت لس بستریز روغتون جوړ او ګټې اخیست...
17/09/2026

د ٣١٣ مرکزي قول اردو اړوند، په کاپیسا درېیمې پلې لوا کې د ۴،۹ میلیونه افغانيو په ارزښت لس بستریز روغتون جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

یاد روغتون د لس بستره ظرفیت په درلودلو سره د عاجل، OPD، اکسرې، غاښونو، لابراتوار او ځینې نور برخې هم لري.

17/09/2026

لنډ خبرونه| ۱۴۰۵/۰۶/۲۴
د قطر د ملي امنیت شورا د سرمنشي مرستيال او دغه راز د ترکیې هېواد د ملي استخباراتو ادارې رییس د یوه پلاوي په مشرۍ افغانستان ته سفر کړی.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له ...
17/09/2026

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له استازو سره وکتل.

یاد وزارت وايي، د دواړو لوریو ترمنځ د کډوالو لپاره پر فرصتونو، ستونزو، ننګونو او د کډوالو وضعیت ښه‌والي لپاره د کړنلارو په اړه خبرې وشوې.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له استازو، د کډوالو برخه کې له افغانستان څخه د ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، د بغلان په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۲.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۸۰۴...
17/09/2026

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، د بغلان په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۲.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۸۰۴ مترو استنادي دېوال د جوړولو چارې پیل شوې.

د یاد وزارت په وینا، د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې اوسېدونکو سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه د موسمي بارانونو او سېلابونو له خطر څخه خوندي شي.

د ایران د ځمکنیو ځواکونو قومندان سردار محمد کرمي وایي، چې د دغه هېواد وسله‌وال ځواکونه به د دښمن هر ډول «سنجول شوې تېروت...
17/09/2026

د ایران د ځمکنیو ځواکونو قومندان سردار محمد کرمي وایي، چې د دغه هېواد وسله‌وال ځواکونه به د دښمن هر ډول «سنجول شوې تېروتنې» ته ځواکمن ځواب ورکړي.

تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې نوموړي دا څرګندونې د فارس خلیج له ټاپوګانو څخه د خپلې ساحوي لیدنې پر مهال کړې دي.

د اوکراین په پلازمېنه کې‌یف کې د روسیې د تازه هوايي بریدونو پر مهال ۱۳ کسان ټپیان شوي دي. رویټرز خبري اژانس د کې‌یف د چا...
17/09/2026

د اوکراین په پلازمېنه کې‌یف کې د روسیې د تازه هوايي بریدونو پر مهال ۱۳ کسان ټپیان شوي دي.

رویټرز خبري اژانس د کې‌یف د چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې په یادو بریدونو کې په یو شمېر سیمو کې ودانیو ته زیان هم اوښتی دی.

ټولګټو وزارت وایي چې د کاپیسا ولایت د تګاب–سروبي سړک په اوږدو کې د محافظتي کټارو د نصبولو پروژه، د ۱۲ میلیونه او ۶۰۰ زره...
17/09/2026

ټولګټو وزارت وایي چې د کاپیسا ولایت د تګاب–سروبي سړک په اوږدو کې د محافظتي کټارو د نصبولو پروژه، د ۱۲ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت، پیل شوې ده.

د دغه وزارت په وینا، د تګاب–سروبي لارې د شینکي په برخه کې محافظتي کټارې د خلکو د ځاني او مالي خوندیتوب او د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه نصبېږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، چین ته له سفر وروسته ویلي، چې په اوسنیو شرایطو کې نیول شوې پرېکړې کولای شي، ...
17/09/2026

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، چین ته له سفر وروسته ویلي، چې په اوسنیو شرایطو کې نیول شوې پرېکړې کولای شي، په سیمه کې د راتلونکي ستراتیژیک توازن پر وضعیت اغېز وکړي.

هغه پر اېکس پاڼه لیکلي، چې له چینايي چارواکو سره یې بریالۍ سلا مشورې کړې دي.
نوموړي ویلي، چې ایران له چین سره خپلې ستراتیژیکې ملګرتیا ته، چې په تېرو کلونو کې رامنځته او پیاوړې شوې ده، ځانګړی ارزښت ورکوي.

Address

Kabul
1001

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when RTA Pashto posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share