دځنډیخیلو قومي سرتاسري شورا.

دځنډیخیلو قومي سرتاسري شورا. د ځنډيخېلو قومي شورا فیسبوک پاڼه بیطرف د یووالي د مشرانو ،کدرونو د پیژندګلوي او پوره معلوماتو لپاره

18/09/2025
*کابل – پنجشنبه، ۲۰ سنبله ۱۴۰۴ هـ ش*نن د کابل ولایت د پلچرخي په سیمه کې د احمدزیو د عمومي شورا په نوښت او د علماوو، قومي...
12/09/2025

*کابل – پنجشنبه، ۲۰ سنبله ۱۴۰۴ هـ ش*

نن د کابل ولایت د پلچرخي په سیمه کې د احمدزیو د عمومي شورا په نوښت او د علماوو، قومي مشرانو او سپین ږیرو په هڅو د عبدالرحیم زیو او جان خیلو (احمدزیو) د دوو کورنیو ترمنځ څو میاشتې وړاندې رامنځته شوې دښمني د سولې او دوستۍ په فضا بدله شوه.
د عبدالرحیم زیو مشران له څو ځله عذر غوښتنې وروسته، د احمدزیو د عمومي شورا په ملتیا د مقتول کورنۍ ته ورغلل او په نهایت کې د مقتول کورنۍ د بخښنې او عذر منلو پرېکړه وکړه.
په دې لوی مجلس کې د احمدزیو د عمومي شورا مشرتابه، د عبدالرحیم زیو او احمدزیو قومي مشرانو په شمول د نورو ګڼ شمېر قومونو مشران، علما کرام، مسؤلین، قومي متنفذین او عامو خلکو پراخ ګډون درلود، چې د سولې جرګه او فیصله په غوره ترتیب ترسره شوه.
*د احمدزیو د عمومي شورا رئیس* *مولوي محمد زاهد احمدزی وویل:*
چې ټول مؤمنان سره وروڼه دي، او په صلح کې خیر دی. موږ د احمدزیو د قوم د یووالي لپاره هره هڅه کوو، او د دې صلحې مجلس جوړول زموږ د قوم د ورورولۍ، عدالت او اسلامي ارزښتونو ښکارندويي کوي. زه د جان خیلو (د مقتول کورنۍ) څخه ځانګړې مننه کوم چې د دې مجلس عذر یې ومنه او د سولې په لور یې زړه لوی کړ. موږ هیله لرو چې دا ډول صلحې د ټول قوم د خیر او اتفاق سبب شي، او دښمني په هیڅ ډول زموږ په منځ کې ځای ونه لري.
د دې فیصله کوونکې جرګې په پایله کې دواړه خواوې د سولې او دوستۍ په فضا کې سره یو ځای شوې او دښمني په بشپړه توګه پای ته ورسیده.

غړکجنازي اغلان.اميد دي ذاهد الله  زوی  او حاجي یوسف حاجی تاج محمد  فیض محمد اسماعیل امان الله لمسي  ورپيښي ناروغي له امل...
11/09/2025

غړک
جنازي اغلان.اميد دي ذاهد الله زوی او حاجي یوسف حاجی تاج محمد فیض محمد اسماعیل امان الله لمسي ورپيښي ناروغي له امله وفات شوي جنازه یی سباح 10بجی جمعي په ورځ چی 1404/6/21 تاريخ سره سمون خوري غړک ميا غمر صاحب هديره کي اداکیږې خپلوان او دوستان دي خبر وی

11/09/2025

*د احمدزیو د عمومي شورا په هڅو د عبدالرحیم زیو او جان خیلو (احمدزیو) د دوو کورنیو ترمنځ دښمني په دوستۍ بدله شوه*

*کابل – پنجشنبه، ۲۰ سنبله ۱۴۰۴ هـ ش*
نن د کابل ولایت د پلچرخي په سیمه کې د احمدزیو د عمومي شورا په نوښت او د علماوو، قومي مشرانو او سپین ږیرو په هڅو د عبدالرحیم زیو او جان خیلو (احمدزیو) د دوو کورنیو ترمنځ څو میاشتې وړاندې رامنځته شوې دښمني د سولې او دوستۍ په فضا بدله شوه.
د عبدالرحیم زیو مشران له څو ځله عذر غوښتنې وروسته، د احمدزیو د عمومي شورا په ملتیا د مقتول کورنۍ ته ورغلل او په نهایت کې د مقتول کورنۍ د بخښنې او عذر منلو پرېکړه وکړه.
په دې لوی مجلس کې د احمدزیو د عمومي شورا مشرتابه، د عبدالرحیم زیو او احمدزیو قومي مشرانو په شمول د نورو ګڼ شمېر قومونو مشران، علما کرام، مسؤلین، قومي متنفذین او عامو خلکو پراخ ګډون درلود، چې د سولې جرګه او فیصله په غوره ترتیب ترسره شوه.
*د احمدزیو د عمومي شورا رئیس* *مولوي محمد زاهد احمدزی وویل:*
چې ټول مؤمنان سره وروڼه دي، او په صلح کې خیر دی. موږ د احمدزیو د قوم د یووالي لپاره هره هڅه کوو، او د دې صلحې مجلس جوړول زموږ د قوم د ورورولۍ، عدالت او اسلامي ارزښتونو ښکارندويي کوي. زه د جان خیلو (د مقتول کورنۍ) څخه ځانګړې مننه کوم چې د دې مجلس عذر یې ومنه او د سولې په لور یې زړه لوی کړ. موږ هیله لرو چې دا ډول صلحې د ټول قوم د خیر او اتفاق سبب شي، او دښمني په هیڅ ډول زموږ په منځ کې ځای ونه لري.
د دې فیصله کوونکې جرګې په پایله کې دواړه خواوې د سولې او دوستۍ په فضا کې سره یو ځای شوې او دښمني په بشپړه توګه پای ته ورسیده.
په درنښت

د انسان د ژوند اووه مرحلې – ویلیم شکسپير  دا نړۍ یوه ډرامه ده او ټول نارینه او ښځينه یې لوبغاړي دي ټول خپل تګ او راتګ لر...
10/09/2025

د انسان د ژوند اووه مرحلې
– ویلیم شکسپير

دا نړۍ یوه ډرامه ده
او ټول نارینه او ښځينه یې لوبغاړي دي
ټول خپل تګ او راتګ لري
هر انسان په خپل وخت کي ډیر رولونه لوبوي
د هغه کړنې دا اووه مرحلې لري؛

لومړی :ماشومتوب
دا مرحله ښیې چ دلته ماشوم د نرسو په منځ کې نړۍ ته راځي ژاړي ،بې وسه کمزوری او ژوند یې په نورو پسي تړلی دی

دويم: کوچنيوالی
دلته ماشوم په نه زړه ښونځي ته ځې، شکایتونه کوې زړه یې نه کیږي چې لوبې او خوشالي پریږدي

دریم: عاشق
دا د ځوانۍ مرحله ده انسان مینې ته مخه کوي ، جذباتي او احساساتي کیږې، خوبونه او هیلې لري

څلورم: سرتیری
دلته انسان زلمی او هوښیار شوی د عزت نوم او مقام لپاره جنګيږې، زړور وي خطر مني او شهرت غوښتونکی وي

پنځم: قاضي
د د ژوند منځنۍ مرحله ده ، دلته انسان هوښیار شتمن تجربه لرونکی او د مقام خاوند وي خپل مقام او کورنۍ ته ارزښت ورکوي

شپږم: زړیدل
دلته بدن کمزوری کیږي، پښي یې کار نکوي ارام ارام غږيږي او تېر وخت ور یاديږي

اووم : بوډاتوب
دا وروستۍ مرحله ده دلته سړی زبیا لکه ماشوم بې وسه بې غاښو او ژوند ی په نورو پسې تړلی وي ، دا مرحله د ژوند پای ته رسیدل دي

Copy کتاب

په ډېری پښتني کلیو کې ملک د کلي یو ډول مشر وي چې د خلکو د رایو، دودونو او د قومي جوړښت له مخې ټاکل کېږي. د ملک دندې معمو...
08/09/2025

په ډېری پښتني کلیو کې ملک د کلي یو ډول مشر وي چې د خلکو د رایو، دودونو او د قومي جوړښت له مخې ټاکل کېږي. د ملک دندې معمولا داسې وي:

1. د کلي استازیتوب

د کلي د خلکو غږ د حکومت، ولسوال، یا نورو ادارو ته رسوي.

د جرګو او غونډو مشري کوي.

2. د شخړو هوارول

د خلکو ترمنځ د ځمکې، اوبو، یا نورو شخړو په جرګه ییز ډول حل کول.

د کلي د سوله ایز ژوند لپاره منځګړتوب کوي.

3. د قانون او دود تر منځ توازن

د کلي خلک د دولت له قوانینو خبر کړي.

په عین وخت کې د پښتني دودونو (جرګه، مشوره) رعایت هم کوي.

4. د پرمختیايي کارونو همغږي

کله چې په کلي کې د سړک، ښوونځي یا برېښنا پروژې راځي، ملک یې همغږي کوي.

د خلکو سره د مرستو او ټولنیزو پروژو په وېش کې رول لري.

5. د امنيت او نظم ساتنه

د کلي د امنیتي ستونزو راپور چارواکو ته ورکوي.

خلک د ګډو چارو لپاره راټولوي.

✅ ګټې

1. چټک حل

د شخړو او جنجالونو ژر او ارزانه حل کوي، محکمې ته اړتیا نه پیدا کېږي.

2. د خلکو باور

ځکه د کلي خلک خپله ملک ټاکي، نو پرې باور کوي او خبرې یې منل کېږي.

3. اتحاد او یووالی

د جرګو او مشورو له لارې خلک سره یوځای ساتي.

4. د حکومت او خلکو ترمنځ پُل

ملک د خلکو ستونزې حکومت ته رسوي او حکومتي پروګرامونه خلکو ته تشریح کوي.

5. د دودونو ساتنه

د کلي کلتوري ارزښتونه او جرګه ییز سیستم ژوندی ساتي.

❌ زیانونه

1. تعصب او خپلوي پالنه

ځینې وختونه ملک په قضاوت کې خپلوان یا نژدې کسان ترجیح ورکوي.

2. د خلکو پر ګټه نه، پر خپله ګټه تمرکز

ځینې ملکان یوازې د شخصي ګټو لپاره کار کوي، نه د ټول کلي لپاره.

3. د قانون پر ځای دود

کله ناکله د دود له مخې پرېکړه کوي، چې ښايي د قانون او عدالت خلاف وي.

4. انحصار او زور

که ملک زورور شي، د کلي خلک یې تر فشار لاندې راځي او د هغوی غږ نه اورېدل کېږي.

5. له پرمختګ سره ټکر

ځینې ملکان د نوي فکر او پرمختیایي کارونو مخالفت کوي، ځکه غواړي خپل نفوذ وساتي.

🌿 د نوې مشرتابه/شورا جوړښت لارې چارې

1. د کلي شورا (شوراګاني)

پر ځای د دې چې یوازې یو ملک پرېکړې وکړي، د کلي خلکو له بېلابېلو کورنیو څخه استازي وټاکل شي.

هره مهمه پرېکړه د شورا په رایه وشي.

2. ځوانانو ګډون

یوازې مشران نه، بلکې ځوانان د شورا برخه وي، څو ټول غږونه واورېدل شي.

3. د قانوني چوکاټ سره تړاو

شورا باید له ولسوال/ولایت مقام سره ثبت وي، څو پرېکړې یې قانوني اعتبار ولري.

4. شفافیت او حساب ورکونه

د هرې پروژې (سړک، ښوونځی، مرسته) حساب باید خلکو ته ښکاره شي.

شورا دې د پیسو او مرستو روښانه راپور وړاندې کوي.

5. د جرګو دود ساتل، خو د قانون په رڼا کې

دودیزه جرګه دې روانه وي، خو پرېکړې دې د اسلامي شریعت او ملي قانون پر بنسټ وي.

✅ د نوې شورا ګټې

د خلکو د ګډون له امله پرېکړې عادلانه کېږي.

د خپلوي پالنې مخه نیول کېږي.

خلک د خپلې کلي په کارونو کې ځان شریک احساسوي.

د حکومت سره اړیکې منظمې کېږي.

د ملک انحصاري واک ماتېږي.

د جنازې خبرتیامرحوم حګمران ګلاب شاه احمدزی پلار، مرحوم حکمران دین محمد نظری خاوند، حاجی عبدالرحمن نظری، حاجی شیر احمد نظ...
06/09/2025

د جنازې خبرتیا
مرحوم حګمران ګلاب شاه احمدزی پلار، مرحوم حکمران دین محمد نظری خاوند، حاجی عبدالرحمن نظری، حاجی شیر احمد نظری، حاجی نجیب الله نظری ، دوست محمد نظری ، سیف الله نظری او ذبیح الله نظری زامن
ډاکټرحبيب الله ګلابیار، قاري عزيز الله ګلابیار، څارنوال اسدالله ګلابیار، څارنوال کرم شاه ګلابیار ، مدېر عنايت الله ګلابیار،، مرحوم انجینیر احمد شاه ګلابیار، حاجي عبدالله ګلابیار، عبدالصمد ګلابیار، انجنیر عبدالقیوم ګلابیار ، عبدالهادي ګلابیار، عبدالحي ګلابیار، مرحوم امین الله ګلابیار او انجینیر عبدالعظيم ګلابیار (وروڼه)

، مرحوم حاجی بخت محمد زرمتی ، حاجی سید محمد زرمتی او مرحوم پیر محمد زرمتی
لیورونه
، ډاکټر نور محمد غفوری، حاجی محمد صدیق، حاجی یار محمد، انجینیر محمد امین زرمتی او محمد داود زرمتی د لیورو زامن،
حاجی محمد کریم زرمتی، حاجی فرهاد زرمتی، حبیب الله اندړ، قاری محمد اکبر رحمانی، احسان الله علمی زومان،
مرحوم عزیز احمد صالحی، انجینیر فاروق او مرحوم انجینیر محمد امین یار اوښي،
حاجی شاه محمد امیری، حاجی زربت علمی، حاجی حمیدالله اندړ، الحاج رازمحمد دلیلی، الحاج حاجی محمد ګردیزی، ډګروال اسدالله طوطاخیل، الحاج موسی خان اکبرزاده، حاجی لعل محمد وزیری، حاجی محمد ظاهر احمدزی، حاجی زربت احمدزی ، عیدالرازق شپون, انجینیر شاهپور او محمود شاه دارابی نږدې خپلوان،
د مرحوم حکمران دین محمد نظری د میرمنې د مړينې له کبله دوستانو ته خبر ورکول کېږي چې جنازه د شنبې په ورځ د وږي د میاشتې په ۱۵ د مرحوم انجینیر احمد شاه له کوره، د بګرامیو ۲۲ ناحیې د ښاروالی ښارګوټی څخه اخستل کیږی او په ۳ بجو د کابل په عید ګاه جومات کې د جنازې لمونځ ترسره ، او د شهدای صالحین په هدیره کې خاورو ته سپارل کیږی.
د مرحومې فاتحه د یکشنبې په ورځ د وږې د میاشتې په ۱۶ د کارته نو دریم سرک د احمد مصطفی په جامع جومات کې او د ښځینه و فاتحه د کارته نو د دریم سړک د ښځو د فاتحې په صالون کې د ماسپښین له یوې نیمې تر درې نیمو بجو اخیستل کیږي

انالله و انا الیه راجعون
د تیلیفون شمیرې : 0792365494 ، 0767209211، 0788880601

05/09/2025

داچی نن سبا د ټول هیواد اکثریت ولس د خپلی کورنې د مشکلاتو له ودي نشی وتلای خو بیا هم دا پر موږ لازم وه چه خپل قوم سره په هره برخه کی ګډ تصمیم ونیسو چه اینده د ګیلی ځای پکی نوی
په درنښت

انا لله و انا الیه راجعوندرنو د قوم مشرانو ځوانانو  وروڼو او خویندو!د کونړ د زلزلې ناورین زموږ د ټول ولس لپاره ستر غم او...
05/09/2025

انا لله و انا الیه راجعون

درنو د قوم مشرانو ځوانانو وروڼو او خویندو!
د کونړ د زلزلې ناورین زموږ د ټول ولس لپاره ستر غم او د زړونو درزا ده. سلګونه کورنۍ د خپلوانو له لاسه ورکولو او د کورونو له ویجاړېدو سره مخ شوي دي.

موږ د زړه له کومې د دې غمجن ولس سره خواخوږي څرګندوو او د خدای (ج) له دربار څخه د شهیدانو لپاره جنتونه، د ټپیانو لپاره عاجله شفا، او د پاتې کورنیو لپاره د زړونو صبر غواړو.

راځئ د ورورۍ او ایماني وجیبې له مخې، د خپل وس مطابق، د دغو اړمنو کورنیو لاسنیوی وکړو. لږ تر لږه د یوه یتیمی کورنۍ د یوې ورځې د میلمستیا په نیت برخه واخلو، څو د الله (ج) رضا او د شهیدانو د اروا خوښي مو هم لاس ته راوړې وي.

الله تعالی زموږ نیتونه پاک لری زموږ نیت او هڅی یوازی د الله رضا او پاتی کورنیو لاس نیوی ده الله دې زموږ په ولس رحم وکړي او نور ناورینونه دې له هیواده لرې وی
مننه
د یادونی وړ ده چه تر راتلونکی دوشنبی ورځی پوری موږ راټولی شوی یو مقدار پیسی د کونړ اړمنو کورنیو ته په خپل لاس ورسوه
انشاالله

ټولو دردیدلو غمځپلیو  افغانانو ته ددغي کرکت  ستري بریا مبارکې وایم❤️😘✌️
02/09/2025

ټولو دردیدلو غمځپلیو افغانانو ته ددغي کرکت ستري بریا مبارکې وایم
❤️😘✌️

انا لله و انا الیه راجعونپه ډېره خواشینۍ او دروند غم سره مو خبر ترلاسه کړ چې د کونړ نورګل ولسوالی مزار دری چپی دری پیچ د...
02/09/2025

انا لله و انا الیه راجعون

په ډېره خواشینۍ او دروند غم سره مو خبر ترلاسه کړ چې د کونړ نورګل ولسوالی مزار دری چپی دری پیچ دره اسد اباد او په ځینو نورو غرنی سیمو کې د سختې او مرګونې زلزلې له امله تر اوسه پورې تر ۱۴۳۶ څخه زیات هېوادوال شهیدان شوي او په زرهاوو نور ټپیان دي. او په زرهاو کورونه ویجاړ شوی دا ستره غمیزه او د زړه دردیونکې مرګ‌ژوبله زموږ د ګران ولس لپاره لوی امتحان دی.

الله جل جلاله دې ټولو شهیدانو ته جنتونه نصیب کړي، ټپیانو ته دې عاجله شفا ورکړي او پاتې کورنیو ته دې د صبر او اجر عظیم توفیق ور په برخه کړي.

په عین حال کې د یادونې وړ ده چې د هېواد مسئولین، ځانګړې توګه د هوايي ځواکونو اتل پیلوټان، د شپې او ورځې په اوږدو کې له هېڅ ډول هڅو ډډه نه کوي. د دویمې شپې په اوږدو کې هم د چورلکو په پرله‌پسې پروازونو کې ټپیان جلال‌اباد ته انتقالېږي او خوراکي توکي د کونړ د غمځپلو سیمو خلکو ته رسېږي.

الله تعالی دې په ټول مظلوم ولس خپل بې پایانه رحم وکړي.
آمین یا رب العالمین.

Address

Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when دځنډیخیلو قومي سرتاسري شورا. posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share