Shams Media

Shams Media Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Shams Media, Media/News Company, Kabul.

Shams Media: Follow us for the latest important and accurate news of the country and the world!
د هیواد سیمې او نړۍ تازه مهمو او کره خبرونو لپاره شمس میډیا وڅارئ!

هرات کې د تورغندي بندر د پراختیا لپاره د ځمکې د چمتو کولو چارې د افغانستان او ترکمنستان د صفري نقطې په اوږدو کې پیل شويد...
10/09/2025

هرات کې د تورغندي بندر د پراختیا لپاره د ځمکې د چمتو
کولو چارې د افغانستان او ترکمنستان د صفري نقطې په
اوږدو کې پیل شوي
د ترکمنستان د اورګاډي ادارې سره د شوو موافقو له مخې
ژر به د ادارې ودانۍ، هنګرونه، جومات او د اورګاډي پټلۍ
جوړې شي، چې دا به د سیمې د اقتصادي اړیکو او اتصال
لپاره یو مهم ګام وي.
د دې ستر پروژې ټول کارکوونکي او مزدوران به له داخلي
کادرونو څخه استخدام شي، چې له امله به خلکو ته د کار
زمینه برابره شي او د سیمې اقتصادي وده به نوره هم
چټکه شي.

 #کرکټد اسيا جام دويمه سيالي هندوستان د متحده عرب اماراتو په وړاندې نن ماښام ۷:۰۰ بجې
10/09/2025

#کرکټ
د اسيا جام دويمه سيالي
هندوستان د متحده عرب اماراتو په وړاندې
نن ماښام ۷:۰۰ بجې

د اسیا جام سیالیو کې نن افغانستان او هانګ کانګ لوبډلې خپله لومړۍ لوبه ترسره کوي.افغان لوبډله د اسیا جام سیالیو پر دوام B...
09/09/2025

د اسیا جام سیالیو کې نن افغانستان او هانګ کانګ لوبډلې خپله لومړۍ لوبه ترسره کوي.

افغان لوبډله د اسیا جام سیالیو پر دوام B ګروپ کې له هانګ کانګ، بنګلادېش او سریلانکا لوبډلو سره لوبې لري.

په همدې لوبو کې هند، پاکستان، متحده عربي امارات او عمان لوبډلې په A ګروپ کې لوبېږي.

افغان لوبډلې تر دې سیالیو وړاندې متحده عربي اماراتو کې د یاد هېواد په کوربتوب د پاکستان او متحده عربي اماراتو سره یوه درې اړخیزه لوبلړۍ لرله، چې افغانستان پکې دویم مقام خپل کړ.

د یادونې وړ ده، چې دا لوبې به د افغانستان پر وخت ماښام اووه بجې پیل شي.

ټاکل شوې، د کابل پل‌خیشتي جومات مخې ته ځمکتل کې د یوه سوداکریز مرکز جوړېدو پروژه چې د کابل ښاروالۍ له خوا بشپړه شوې څو ش...
09/09/2025

ټاکل شوې، د کابل پل‌خیشتي جومات مخې ته ځمکتل کې د یوه سوداکریز مرکز جوړېدو پروژه چې د کابل ښاروالۍ له خوا بشپړه شوې څو شېبې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

هغه 48 هېوادونه چې د کونړ له زلزله ځپلو سره یې  خواخوږي، غمرازي، بشري همکارۍ او مرستې کړې دي.بهرنیو چارو وزارت ځانګړې من...
08/09/2025

هغه 48 هېوادونه چې د کونړ له زلزله ځپلو سره یې خواخوږي، غمرازي، بشري همکارۍ او مرستې کړې دي.
بهرنیو چارو وزارت ځانګړې مننه ورڅخه کړې ده.

د اسیا جام په لومړي پړاو کې د افغان لوبډلې سیالۍ؛د اسیا جام په ګروپي پړاو کې افغان کرېکټ ملي لوبډله درې سیالۍ لري، چې په...
08/09/2025

د اسیا جام په لومړي پړاو کې د افغان لوبډلې سیالۍ؛

د اسیا جام په ګروپي پړاو کې افغان کرېکټ ملي لوبډله درې سیالۍ لري، چې په لومړۍ لوبه کې سبا سې‌شنبه له هانګ‌کانګ، دویمه کې له بنګله‌دېش او درېیم لوبه کې بیا له سریلانکا سره مخ کیږي.

 #کندهارد ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام په مالي ملاتړ، د څه باندې ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۰۰ شنو خونو د جوړولو...
08/09/2025

#کندهار
د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام په مالي ملاتړ، د څه باندې ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۰۰ شنو خونو د جوړولو چارې په کندهار ولایت کې پیل شوې.

 #نورستان په نورستان کې ۱٬۰۲۲ هکتاره ځنګلونه بېرته احیا شوي ديد ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د نړیوال چاپېریال اسا...
08/09/2025

#نورستان
په نورستان کې ۱٬۰۲۲ هکتاره ځنګلونه بېرته احیا شوي دي

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د نړیوال چاپېریال اسانتیا په مرسته، له ۲۰۲۱ کال راهیسې په نورستان کې ۱۱۷ زره او ۱۲۰ نیالګي کېنولي دي. له دې امله ۱٬۰۲۲ هکتاره ځنګلونه بېرته احیا شوي دي.
دغه نیالګي د جلغوزیو، نښتر او چهارمغزو دي چې د خلکو د معیشت ښه کولو، کاربن جذبولو، اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې او چاپېریال ساتنې په برخه کې مرسته کوي.

د غزني ولایت اړوند کابل – کندهار پر لویه لاره د ۵۸۰ او  پاسو موټرو د جنګېدو له امله ۶ کسان مړه او یو بل ټپي شوی .
08/09/2025

د غزني ولایت اړوند کابل – کندهار پر لویه لاره د ۵۸۰ او پاسو موټرو د جنګېدو له امله ۶ کسان مړه او یو بل ټپي شوی .

تلګراف ورځپاڼه:پاکستان د نړۍ د تریاکو د تولید اصلي مرکز ګرځېدلی او ترهګري ډلې د نشه‌يي توکو له کاروباره هر کال لسګونه می...
08/09/2025

تلګراف ورځپاڼه:
پاکستان د نړۍ د تریاکو د تولید اصلي مرکز ګرځېدلی او ترهګري ډلې د نشه‌يي توکو له کاروباره هر کال لسګونه میلیونه ډالر عاید ترلاسه کوي، چې دا بهیر د سیمې لپاره یو جدي امنیتي ګواښ بلل کېږي.

د پاکستان د ملتان اړوند د چناب سیند د اوبو کچې لوړوالي له امله په جلال پور پیرواله کې ځايي بند درزونه کړي او له امله یې ...
08/09/2025

د پاکستان د ملتان اړوند د چناب سیند د اوبو کچې لوړوالي له امله په جلال پور پیرواله کې ځايي بند درزونه کړي او له امله یې لسګونه کلي تر اوبو لاندې شوي.

هلتخ بېړنی حالت اعلان شوی او د سیمې خلک د ځانونو ژغورلو لپاره د خونو سرونو ته پورته شوي دي.

تازه خبر:د ۲۰۰۰ میګاواټه برېښنا تولید بل تړون لاس‌لیک شو.د افغانستان برېښنا شرکت وایي، چې د کام ګروپ خصوصي شرکت سره یې د...
08/09/2025

تازه خبر:
د ۲۰۰۰ میګاواټه برېښنا تولید بل تړون لاس‌لیک شو.
د افغانستان برېښنا شرکت وایي، چې د کام ګروپ خصوصي شرکت سره یې د ۲۰۰۰ میګاواټه برېښنا تولید تړون لاس‌لیک کړ، چې له درې تر اوو کلونو کې به عملي شي.
دوی زیاتوي؛ دغه تړون د ۲ میلیارده ډالرو په ارزښت دی، چې له کورنیو سرچینو به برېښنا تولید کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېرو دوه میاشتو کې د لسګونو میلیاردو ډالرو په ارزښت د لسګونو زرونو میګاواټو برېښنا تولید تړونونه لاس‌لیک شوي دي.

Address

Kabul

Opening Hours

Monday 09:00 - 17:00
Tuesday 09:00 - 17:00
Wednesday 09:00 - 17:00
Thursday 09:00 - 17:00
Friday 09:00 - 17:00
Saturday 09:00 - 17:00
Sunday 09:00 - 17:00

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Shams Media posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share