Computer science

Computer science Welcome To Computer Science
We Specialize in :
Web Development
AI
Networking
UI/UX Design

🔥 "۵ نوې ټکنالوژۍ چې باید هر څوک پرې خبر وي!"📲 دا معلومات له خپلو دوستانو سره هم شریک کړئ.🌐 ۵ نوې او زړه راښکونکې ټکنالو...
30/06/2025

🔥 "۵ نوې ټکنالوژۍ چې باید هر څوک پرې خبر وي!"
📲 دا معلومات له خپلو دوستانو سره هم شریک کړئ.

🌐 ۵ نوې او زړه راښکونکې ټکنالوژۍ خبرې (جون ۲۰۲۵ لپاره) 🔍

1️⃣ Windows 12 را روان دی! 💻
مایکروسافټ اعلان کړی چې د Windows 12 نسخه به ډېر ژر راووځي، چې پکې به AI اسسټنټ، پرمختللی امنیتي سیسټم، او نوی ډیزاین شامل وي.

2️⃣ AI اوس کولی شي وېډیو له متن جوړ کړي! 🎥🧠
یوازې یو لیکلی متن ورکړئ، او د AI وسیلې (لکه Sora یا Pika) به درته بشپړه وېډیو جوړه کړي. دا د محتوا جوړونکو لپاره یو انقلابي پرمختګ دی.

3️⃣ USB 4.0
د ۸۰Gbps سرعت لري ⚡
USB 4.0 نوی نسخه اوس خپره شوې ده، چې د معلوماتو لیږد سرعت یې دوه چنده لوړ شوی. دا کولی شي هم د شارټ لپاره وکارول شي، هم د ډیټا لپاره.

4️⃣ AI انټي‌وېروس را روان دی! 🛡️🤖
نوي انټي‌وېروسونه د مصنوعي هوښیارۍ سره کار کوي. دا کولی شي ویروسونه مخکې له دې چې سیسټم ته زیان ورسوي، وپیژني او بند کړي.

5️⃣ Quantum Computers پراختیا مومي ⚛️🧬
ستاسو د معمول کمپیوټر په پرتله، کوانټم کمپیوټرونه زر چنده چټک دي. اوس ساینسپوهان هڅه کوي چې دا ټکنالوژي عامو خلکو ته هم چمتو کړي.

د کمپیوټر ساینس بنیادی برخې! دغه لیکنه د ټولو لپاره ګټوره ده خو په خاص ډول د کمپیوټر ساینس نوي زده کوونکو ته ځانګړې سوې ...
29/05/2025

د کمپیوټر ساینس بنیادی برخې!
دغه لیکنه د ټولو لپاره ګټوره ده خو په خاص ډول د کمپیوټر ساینس نوي زده کوونکو ته ځانګړې سوې ده، هغه کسان چې تازه کمپیوټر ساینس ته بریالي سوي دي او یا یې اوس لولي.
لومړئ: کمپيوټر ساینس په لنډ ډول د معلوماتي ټکنالوجي مطالعې ته وایي.
دویم: کمپیوټر یو داسې برقي وسیله ده چې د ورکړل سوي لارښوونو Instructions پر اساس یوه عملیه سر ته رسوي.
کمپیوټر عموما له دوو برخو تشکیل سوی دی.
لومړئ: هارډوير
دویم: سافټویر
هارډویر برخه له فزیکي پرزو تشکیل سوې ده،. کولای سئ لاس وروړئ، مات یې کړئ، په لغتو یې ووهئ.
سافټویر: دا برخه له فزیکي پرزو نه ده جوړه سوې، په باینري شکل د هارډویر لپاره لیکل سوي لارښوونې دي او د فایلونو په شکل په فزیکي پرزو کښې ساتل کیږي لکه HDD او نور Chips او هارډویر ته لارښوونه کوي چې کوم کار سر ته ورسوي.
پروګرام: پروګرام د سافټوېر یوه برخه ده (A Piece of Software) چې ستاسې په کمپیوټر کښې د فایل په شکل ساتل سوی وي او د پروګرامینګ له ژبو په یوه ژبه کښې لیکل سوی وي، پروګرام د کمپیوټر لپاره د لارښوونو یو سیټ دی چې کله چالان سي کمپیوټر د هغو لارښوونو مطابق کار سر ته رسوي.
کوډ: کوډ د لارښوونې مترادف توری دی، په یوه پروګرام کښې د لغاتونو او سمبولونو مجموعه ده چې د پروګرامینګ له ژبو په یوه ژبه کښې لیکل سوی وي.
له پروګرامینګ سره باید د کمپیوټر په اساسي پرزو خبر یاست، هره پرزه ځان ته جلا کار کوي چې د ټولو مجموعه بیا یو کمپیوټر کیږي.
د کمپیوټر هارډویر له شپږو 6 مهمو برخو جوړ دی، چې په لاندې ډول دي.
لومړئ: Central Processing Unit یا CPU
دویم: Main Memory
دریم: Secondary Storage
څلورم: Input/Output Devices چې I/O Devices ورته وایي.
پنځم: Network
شپږم: Bus
لاندې یې عکس دی.
د ټولو تشریح دلته ولولئ:
لومړئ: CPU یا Central Processing Unit چې د کمپیوټر مغز ورته ویل کیږي، په کمپیوټر کښې د هر کار د تر سره کولو مسئولیت د CPU په غاړه دی. هر پروګرام او کوډ او پکښې لارښوونې CPU سر ته رسوي.
دویم: Main Memory چې Random Access Memory یا RAM ورته وایي، دوه کارونه سر ته رسوي.
لومړئ: ستاسې د پروګرام کوډ ساتي
دویم: تر کومه حده چې پروګرام مخ ته تللی دی او یا تر کار لاندې دی هغه Data یې ساتي. د بیلګې په ډول تاسې Microsoft Word خلاص کړی دی، هغه کوډ چې Microsoft Word چلوي ستاسې په RAM کښې ساتل کیږي، RAM یواځې تر هغه وخت فعال پاته کیږي تر څو چې ستاسې کمبیوټر چالان وي، کله چې کمپیوټر بند کړئ، په RAM کښې دننه Data ټوله له منځه ځي.
دریم: Secondary Storage
ستاسې په کمپیوټر کښې Hard Disk، SSD یا Solid State Drive او نور په دغه کټګوري کښې راځي، کله چې پروګرام بند وي په همدغه حافظه کښې ساتل کیږي، که تاسې کمپیوټر بند کړئ ډیټا مو له منځه نه ځي او همدلته پاتې کیږي.
څلورم: Input & Output Devices یا I/O Devices
دغه برخه د کميپوټر کاروونکي ته دا قدرت ورکوي چې له کمپیوټر څخه ډیټا واخلي یا ډېټا ورکړي.
د Input Devices لکه keyboard, Mouse او Microphone او د Output Devices لکه Monitor, Printer یا Speaker
پنځم: Bus
د Bus کار په Motherboard کښې د ټولو پرزو تر منځ د اړیکې ټینګول دي، یعنې Bus د لینونو او تارونو یوه مجموعه ده چې د کمبیوتر مختلفې پرزې یو له بل سره نښلوي. د بیلګې په ډول که تاسې Microsoft Office کلیک کړئ، Bus د Microsoft Office کوډ له HDD څخه RAM ته وړي تر څو RAM یې CPU ته ورکړي او چالان سي.
د پروګرامینګ ځینې مشهورې اصطلاحګانې
لومړئ: Code او مترادفې کلمې یې Computer Instructions, Software, program او Application دي.
دویم: Coding چې مترادفي کلمې یې Programming, Software Development, Software Engineering دي.
دریم: Programmer: چې مترادفي کلمې یې Coder, Software Developer, Web Developer او Software Engineer دي.
د Machine Language او Programming Language تر منځ توپیر
لومړئ: د کمپیوټر ژبه یا Machine Language
کله چې تاسې یو فایل ثبتوئ د بېلګې په ډول د Microsoft Word یو فایل ثبتوئ، کمبیوټر ستاسې ټول ټایپ سوي توري په یوه مشخص فارمټ چې Binary ورته وایي ثبتوي، Binary ټول پر 0 او 1 ولاړ دی او دغه Binary Format ته Machine Language یا د کمپيوټر ژبه وایي.
هر توری ستاسې په کیبورډ کښې په Binary ژبه یو کوډ لري، کپمیوټر A او B نه پېژني، کله چې تاسې هر توری د کیبورډ ټایپ کوئ، Shell هغه توری ترجمه کوي او په هر Numerical Code کوډ چې ساتل سوی دی هغه کوډ یې ترجمه د سکرین پر مخ ښکاره کیږي، او د هر توري مشخص کوډ له بل توري سره فرق لري او یو له بل څخه سره جلا کوي. تاسې کولای سئ د Numerical Codes په اړه پرلیکه Online ولولئ.
په Numerical Code کښې A له a سره توپیر لري. د A خپل کوډ 65 دی او د a کوډ بیا 97 دی، اوس نو کله چې تاسې a ټایپ کړئ کمپيوټر 97 کوډ ثبتوي، دا چې 97 د انسان لپاره اسانه دی چې ویې لولي نو دغه سیسټم ته بیا Decimal Number System وایي چې قاعده یې 10 ده، له 0-9 پوري ټول Numerical کوډونه په همدغه فارمټ ساتل کیږي.
کله چې تاسې د Microsoft Word یا بل کوم پروګرام یو فایل ثبت کړی، کمپیوټر یې یواځې په 0 صفرونو او 1 ثبتوي، دا چې دا د Machine ژبه ده او انسان نه په پوهیږي، کله چې تاسې بېرته بل وخت خپل فایل خلاص کړی تاسې ته بېرته په هره ژبه چې مو ثبت کړی وي ترجمه کیږي.
د Binary System یا Machine Language ته Low-level-Language هم وایي ځکه چې یواځې Machine په همدغه ژبه پوهیږي.
د پروګرامینګ ژبه یا Programming Language
د پروګرامینګ ژبي ته High-level-language هم وایي، دا هغه ژبه ده چې پروګرامران کوډ پکښې لیکي او د پروګرامینګ هره ژبه خپل ګرامر Syntax لري، که چیري تاسې د پروګرامینګ د ژبي ګرامر یا Syntax مراعت نه کړئ، پروګرام مو کار نه کوي. د پروګرامینګ ژبه مخکې له مخکې معرفي سوي آروییونه یا Keywords لري چې هر آرویئ یا Keyword خپله معنا لري.
لکه څنګه چې د انسانانو ژبې ډول ډول وي دغسې د پروګرامینګ ژبې هم ډیري دي، یو داسې پروګرامر چې د پروګرامینګ څو ژبې یې زده وي، تر ټولو هغه ډیره کارېدونکې ژبه خوښوي او پروګرامونه پکښې جوړوي.
د پروګرامینګ هره ژبه خپل د کار ځای لري، یوه ژبه د بلې ژبې په ځای کښې موثره نه تمامیږي.
کوډ لیکل او ثبتول
د لومړي ځل لپاره د سافټوېر په برخه کښې تاسې هر څه له پروګرامینګ څخه را پیل کوئ، ستاسې د کوډ لیکلو هدف د یوه پروګرام جوړول وي، او پروګرام د لارښوونو یوه مجموعه ده چې یو ټاکلی کار سر ته رسوي.
که تاسې غواړئ چې یوه مقاله ولیکئ، تاسې یې په مایکروسافټ ورډ یا بل پروګرام کښې لیکئ او بیا یې په PDF, doc یا بل فارمټ ثبتوئ.
د کوډ لیکلو لار هم همدغسې ده، تاسې یوه پروګرام ته ضرورت لرئ چې هلته خپل کوډ ولیکئ یا په اصطلاح یو Integrated Development Environment یا IDE ته ضرورت لرئ. او دغسې یو پروګرام ستاسې د کوډ لپاره هر څه لري لکه Text Editor, compiler, runtime environment او یو Debugger
که Debugger د لومړي ځل لپاره اورئ نو Debugger یو پروګرام دی چې ستاسې په کوډ کښې غلطیانې راباسي او هرې غلطۍ ته د پروګرامینګ په اصطلاح کښې bug وایي.
کله چې مو کوډ ولیکئ، خپل کوډ د فایل په شکل یو ځای ثبتوئ چې د پروګرامینګ په اصطلاح کښې Source File ورته وایي، او Source File ستاسې د پروګرام Source Code ساتي.
د Compiling پروسه
د Compiler دنده دا ده چې ستاسې لیکل سوی کوډ چې په High-Level-Language کښې لیکل سوی دی و Low-level-language یا د کمپیوټر ژبې ته واړوي.
که مو پروګرام کومه غلطي ونه لري او د Debugging تر پروسه تېر سي، Compiler یې د کمپیوټر ژبې یا Low-level-Language ته اړوي او تاسې ته ستاسې د کوډ نتېجه درښیي.

DevOps څه شی دی؟لومړى! : DevOps له دوو کلمو څخه جوړ دى Development او Operations د DevOps خاص هدف دادى چې د Development ...
02/05/2025

DevOps څه شی دی؟
لومړى! : DevOps له دوو کلمو څخه جوړ دى Development او Operations د DevOps خاص هدف دادى چې د Development او IT ټيمونه په ګډه سره يو داسي پروسيس رامنځته کړي چي هغه ددې دوو ټيمونو ترمنځ اتومات او يوځاى يو سافټویر جوړ، ټيسټ، او Release يي کړي!
دوهم : DevOps کي pipelines جوړيږي ددې لپاره چې موږته د سافټویر ټيسټ او Deployment په اتومات ډول وکړي دې pipelines ته CICD ويل کيږې مکمل فورم يي Continues Integration and Continues Deployment دوى دوه اړخه لري!
لومړی: CI Pipeline په دې کښي درې برخې کيږي Build, Unit Tests, Integration Tests.
د Build په برخه کې موږ سافټویر جوړوو، د Unit Testing په برخه کې موږ د سافټویر هره برخه ټيسټ کوو، د Integration Test په برخه کې يو څو ماډيوله په ګروپي شکل ټيسټ کيږي
دوهم CD Pipelines : په کښي هم درې برخې دي Review, Staging, Production
د Review په برخه کې موږ د کوډ بيا کتنه کوو چي کوم ځاى کې به غلطي نه وي! ، Staging اخيرنۍ مرحله ده چې وروسته موږ سافټویر و Production ته وړو په دې مرحله کې موږ دا ټيسټ کوو چې د سافټویر ټولې برخي کار کوي، د غوښتنو مطابق دى که نه دى، او Integration Testing کوو وروسته يي Production ته سپارو،Production بيا هغه مرحله ده چي موږ سافټوير پر انټرنيټ باندي Host کوو.
©

نيټ ورکنګ څه ته وايي؟د دوو شيانو تر منځ اړيکو ټينګولو ته نيټ ورک وايي، د بېلګې په توګه د کور او دفتر اړيکي د يوه PTCL ټل...
21/04/2025

نيټ ورکنګ څه ته وايي؟
د دوو شيانو تر منځ اړيکو ټينګولو ته نيټ ورک وايي، د بېلګې په توګه د کور او دفتر اړيکي د يوه PTCL ټليفون د ټليفوني Exchange له لارې ټينګېږي، د لويو او پراخو ښارونو يو له بل سره تړل تر يوه زياتو ايکسچنجونو ته اړتيا لري، د يوه ښار ټول ايکسچنجونه يو له بل سره تړلي او په ګډه کار کوي، د بېلابېلو ښارونو ټول ايکسچنجونه هم يو له بل سره وصل وي، همدا ډول له يوه هيواده بل ته د ټليفون کولو پر مهال هم د هغوى ټول ايکسچنجونه يو له بل سره اړيکي نيسي او په ګډه کار کوي.
کمپيوټر نيټ ورک
په کمپيوټر نيټ ورک کې د دوو يا ډېروکمپيوټرونو يو له بل سره تړلو ته کمپيوټر نيټ ورک وايي، بايد ووايم چې دا کتاب يوازې او يوازې د کمپيوټر نيټ ورک لپاره ځانګړى شوى دى، که د نيټ ورک کليمه ووينئ موخه مو ځني کمپيوټر نيټ ورک دى.
د نيټ ورک ګټې
د معلوماتو Data ګډه کارونه
داسې وګڼئ چې په يوه دفتر کې کار کوئ، د دفتر کوم بل کارکوونکي يو فايل جوړ کړى او ستاسو سره يې په ګډه کارول غواړي.
يوه لار يې دا ده چې فايل به فلاپي ډيسک ته کاپي کوئ، بيا به يې په خپل کمپيوټر کې کاروئ، فلاپي يو داسې ډيسک دى چې هر وخت د باور وړ نه وي، کله چلېږي او کله هم له چلاو څخه قسم اخلي، څوک دا نه شي ويلاى چې زما په لاس کې فلاپي ډيسک به خامخا کار کوي.
د دې ستونزې يو لوى حل همدا اوسني فلش Flash ډرايونه دي چې د فلاپي په پرتله د باور وړ دي، بيا هم په سلو کې لس اعتبار نه لري، که وغواړئ نوموړى فايل د فلش ډيسک له لارې خپل کمپيوټر ته راوړئ، د ملګري کمپيوټر ته به ځئ فايل به فلش ډيسک ته کاپي کوئ او بيا به يې په خپل کمپيوټر کې کاروئ. که په دفتر کې نيټ ورک ولرئ ته او ملګري دې نوموړى فايل په ګډه کارولاى شئ.
د سامانونو ګډه کارونه
په ټوليز ډول په دفترونو کې يو يا دوه پرينټرونه کارېږي، کمپيوټرونه د پرينټرونو په پرتله ډېر وي، له هر کمپيوټر سره ځانګړى پرينټر کارول ناشونى دى، که وغواړئ ډاټا پرينټ کړئ، د هغه کمپيوټر له لارې يې پرينټولاى شئ چې پرينټر ورسره تړلى وي، يا به هم پرينټر خپل کمپيوټر ته تړئ، دا کړنه يو څه ستونزمنه ښکاري ځکه تاسو به هغې خونې ته ځئ چې کمپيوټر او پرينټر سره په کې تړلي دي، له هغه به يې خلاصوئ او له خپل کمپيوټر سره به يې تړئ، په دې ډول پنځه دقيقې وخت چې د ډاټا پر پرينټولو لګېږي ښايي نيم ساعت او يا هم يوه ساعت ته و غځېږي.
که د کمپيوټرونو نيټ ورک ولرئ هر ځاى او هر کمپيوټر چې وي، کولاى شئ اول يا دويم پرينټر وکاروئ، پر پرينټر برسېره د هارډ ډيسک، سکېنر، سي ډي او کامرې ډرايونه هم په ګډه کارولاى شئ.
د پروګرامونو ګډه کارونه
پر سامانونو او ډاټا برسېره د کمپيوټر پروګرامونه هم په ګډه کارولاى شئ، ننني پروګرامونه خو د جسامت او څرنګوالي (کيفيت) له پلوه دومره لوى جوړ شوي چې په هارډ ډيسک کې پراخ ځاى نيسي.
له دې څخه مو موخه دا ده کوم پروګرامونه چې په مرکزي کمپيوټر کې ځاى پر ځاى شوي وي، هر نيټ ورک کاروونکى يې په ګډه کارولاى شي، په هر کمپيوټر کې د نوموړو پروګرامونو جلا جلا ځاى پر ځاى کولو ته اړتيا نشته.
د انټرنيټ ګډه کارونه
د نيټ ورک يوه بله ګټه دا ده: که له نيټ ورک سره يو تړلى کمپيوټر له انټرنيټه برخمن وي، نو پر لين نورو ورسره تړلو کمپيوټرونو ته هم نيټ ورکولاى شي او بېل بېل ټليفون او موډيم، کارولو ته اړتيا نشته.
مرکزي واکمني (کنټرول)
څنګه چې ټول کمپيوټرونه او کاروونکي د يوه نيټ ورک برخه وال دي، له همدې امله ټول امرونه له يوه ځايه څارل (کنټرول) کېږي او د قواعدو او قوانينو بېلابېل ډولونه په ډېره ښه توګه پېژني.
د نيټ ورک ډولونه
هر نيټ ورک څو ځانګړنې لري چې پر بنسټ يې نوموړى پر بېلابېلو ډولونه وېشل شوى دى، تفصيل يې په لاندې ډول دى:
د جغرافيايي پولو پر بنسټ
نيټ ورک د جغرافيايي پولو پر بنسټ دوه مهم ډولونه لري: LAN او WAN
LAN چې د Local Area Network لنډيز دى تر يوه دفتر يا هم يوې ودانۍ او شرکت پورې محدود دى.
د لوکل اريا نيټ ورک ځانګړنې:
١. دا ډول نيټ ورک په يوه کوچني ځاى کې جوړېږي، له همدې امله يې جوړونه او کارونه خورا اسانه ده.
٢. د دې ډول نيټ ورک سامانونه په ډېره ټيټه بيه پيداکېږي.
٣. په دې نيټ ورک کې د ډاټا لېږدونه ډېر ژر تر سره کېږي، چټکتيا يې خورا ډېره ده، يعنې په يوه ثانيه کې له لسو او سلو څخه نېولې تر زرو ميګابيټو ډاټا استولاى شي. روښانه بېلګې يې ښاري نيټ کيفي يا د يوه شرکت او کمپنۍ سره تړل شوي کمپيوټرونه يادولاى شو.
WAN چې د Wide Area Network لنډيز دى د دوو ښارونو يا دوو هېوادونو تر منځ کمپيوټرونه تړي.
د ويډ اريا نيټ ورک ځانګړنې:
١. دا ډول نيټ ورک د ځمکې له يوه ګوټه نيولې تر بله د کمپيوټرونو د اړيکو ټينګولو لپاره کارېږي، له دې امله يې سامانونه ډېر ګران پرېوزي.
٢. د ډاټا لېږدونې پر وخت يې چټکتيا ډېره کمه ده، ډېر ځايونه د ټليفون لين کارېږي، چې سرعت يې په ثانيه کې ٥٦ کيلو بيټه دى، د تېز سرعت لپاره د T1 لين ور سره ملګرى کېږي، چې سرعت يې په ثانيه کې ١.٥ ميګابيټه دى، له همدې امله يې کلنى لګښت خورا ډېر دى، تر ټولو ګران لين يې T3 دى، چې په ثانيه کې ٤٥ ميګابيټه ډاټا لېږدولاى شي.
د ويډ اريا نيټ ورک سرعت د لوکل اريا نيټ ورک تر هغه – چې په ثانيه کې ١٠٠ ميګابيټه دى – ډېر کم دى.
Bandwidth
هغه سرعت ته ويل کېږي چې په وسيله يې يوه اله ډاټا واستوي، Bandwidth په ثانيه کې بيټونه (Bits Per Second) اندازه کوي، په ثانيه کې ٢ کيلو بيټه په دې معنا ده چې په يوه ثانيه کې ٢٠٤٨ بيټه ډاټا استولاى شي. په ياد مو وي چې ١٠٢٤ بيټه ډاټا ته يو کيلو بيټ ويل کېږي.
MAN
پر WAN او LAN بر سېره بله اصطلاح د MAN په نامه هم کارېږي.
MAN چې د Metropolitan Area Network لنډيز دى، د يوه ښار د جغرافيايي پ
لو په دننه کې د موجودو نيټ ورکونو لپاره کارېږي
په ټوليز ډول په يوه ښار کې موجود تر يوه زيات لوکل اريا نيټ ورکونه د اړيکو د تېز سرعت له لارې يو له بله سره نښلوي، د همدې تېز سرعت د اسانتياوو له لارې ډېرې مواصلاتي کمپنۍ او شرکتونه ګټه پورته کوي.
نوموړي نيټ ورکونه له: DSL, T3, T1, ISDN څخه عبارت دي.
ISDN د Integrated Services Digital Network لنــډيز دى پر دې بر سېره نوموړي نيټ ورک ته DSL هم ويل کېږي چې د Digital Subscriber Line لنډيز دى.
نيټ ورک او دندې يې
نيټ ورک د ډاټا ساتنې پر بنسټ پر دوو برخو وېشل شوى دى:
١. Server او Client نيټ ورک
داسې کمپيوټر ته چې نورو کمپيوټرونو ته بېلابېل خدمتونه تر سره کړي، د نورو کمپيوټرونو په پرتله تېز وي او د ډاټا ذخيره کولو او امرونو پر تر سره کولو پوره واکمن وي Server ويل کېږي.
په سرور او کلاينټ کې نور سره تړلي ټول کمپيوټرونه کلاينټ بلل کېږي، د کلاينټ هر څه د سرور په پرتله کم وي، څه نا څه امرونه تر سره کولاى شي، خو تر ډېره بريده سرور ته اړ وي.
په کلاينټ او سرور نيټ ورک کې ډېرى ځانګړي (Dedicated) شوي سرورونه کارېږي، دا ډول سرور د يوه ځانګړي کار لپاره کارېږي، د بېلګې په توګه: فايل سرور، مېل سرور، يا اپليکيشن سرور او….
٢. Peer to Peer نيټ ورک
په پير ټو پير نيټ ورک کې ټول کمپيوټرونه اوږه پر اوږه کار کوي، د هغوى سرعت او د امرونو تر سره کول سره برابر وي، هرو دوو کمپيوټرونو ته پير (جوړه) ويل کېږي، په پير ټو پير نيټ ورک کې کوم ځانګړى شوى سرور نشته، هر کمپيوټر له بل څخه غوښتنې کولاى شي او هر يو د کلاينټ او سرور رول لوبوي.
که په نيټ ورک کې د کمپيوټرونو شمېر تر لسو کم وي، پير ټو پير نيټ ورک ښه کار کوي، که يې شمېر تر لسو ډېر وي بيا کلاينټ او سرور ښه رول لوبوي.

وینډوز کمپیوټر مو ضعیفه کار کوي؟ ځیني وختونه وینډوز ضعیفه کار کوي او سړئ ورسره په مشکل کي وي. د حل یوه کوچنۍ لار یې داده...
21/04/2025

وینډوز کمپیوټر مو ضعیفه کار کوي؟
ځیني وختونه وینډوز ضعیفه کار کوي او سړئ ورسره په مشکل کي وي.
د حل یوه کوچنۍ لار یې داده چي!
په Search Box کي msconfig ولیکئ او د Enter تڼۍ ووهئ. یوه پرده درته را خلاصیږي هلته به Startup انتخاب کړئ او Disable به انتخاب کړئ; کله چي د Apply کلیک کړئ او ورپسې Ok کلیک کړئ.
کمپیوټر مو د Restart یا بیا چالانېدو غوښتنه کوي; د Ok تڼۍ ووهئ او کمپیوټر پرېږدئ چي له سره چالان (Restart) سي.
کله چي کمپیوټر چالان سو بیا به په Search box کي %temp% ولیکئ او د Enter تڼۍ ووهئ بله پرده درته راخلاصیږي هلته به ټول انتخاب کړئ یا د Ctrl او A تڼیاني په یوه وخت کي ونیسئ او ټول به Delete کړئ.
له Recycle Bin څخه یې هم لیري کړئ. بیا به پر My Computer باندي کلیک وکړئ او د Local Disk C یعني چیري چي ستا Windows پرته ده د ماوس Mouse راسته کلیک وکړئ او Properties ته به ولاړ سئ او Disk Cleanup باندي کلیک وکړئ یو څو ثانیې حتا تر دقیقو پوري ورته منتظر سئ چي Disk Cleanup وسو یوه وړه پرده راخلاصیږي په هغه کي به ټولي خاني انتخاب کړئ او د Ok تڼۍ به ووهئ.
ورپسې به بیا د C Drive یا چیري چي مو Windows پرته وي کلیک وکړئ او د C Drive به خلاص کړئ او د سکرین په سر کي راسته طرف ته کوچنئ د Search Box دی هلته به prefetch ولیکئ چي کله یې پیدا کړ د Delete تڼۍ به ووهئ او prefetch به هم Delete کړئ.
اوس مو کمپیوټر له سره چالان کړئ او له پخوا سره یې پرتله کړئ انشاالله تر پخوا به څو چنده تېز کار کوي.

مصنوعي عصبي شبکې (Artificial Neural Networks) څنګه پیل شوې؟مصنوعي عصبي شبکې (Artificial Neural Networks) د عصبي علومو په...
21/04/2025

مصنوعي عصبي شبکې (Artificial Neural Networks) څنګه پیل شوې؟
مصنوعي عصبي شبکې (Artificial Neural Networks) د عصبي علومو په الهام او د کمپیوټر ساینس په چوکاټ کې رامنځته شوې. د دې تکنالوژۍ بنسټیز نظریات د 1940مې او 1950مې لسیزو په وخت کې پیل شول، کله چې څېړونکو هڅه وکړه چې د انسان دماغ د فعالیتونو تقلید وکړي او د ماشینونو په مرسته ورته فعالیتونه ترسره کړي. دلته د مصنوعي عصبي شبکو د پیل او پرمختګ لنډ تاریخ وړاندې کوم:
پیل
مککلوک او پټس (McCulloch and Pitts) ماډل (1943)
وارن مککلوک او والټر پټس یو ریاضيکي ماډل وړاندې کړ چې د عصبي حجرې د فعالیت ساده تقلید کوې. دا ماډل د عصبي شبکو لومړنۍ بڼه ګڼل کېږي.
پرسپټرون (Perceptron) (1958)
فرینک روزنبلات د پرسپټرون نومې یو ساده ماډل وړاندې کړ چې د ساده زده کړې وړتیاوې یې درلودې. دا ماډل د انډرېمیزر او وزن په مرسته د زده کړې اساسات وړاندې کوي.
پرمختګ
ملټی لېر پرسپټرون (Multi-Layer Perceptron) (1960مې)
د پرسپټرون د محدودیتونو له امله، څېړونکو هڅه وکړه چې څو پرتونه اضافه کړي، چې د پیچلو فعالیتونو د زده کړې وړتیاوې یې پیدا کړې.
بیک پراپګېشن (Backpropagation) (1986)
ډیوډ رميل هارټ، جیفري هینټن، او رونالډ ویلیمز د بیک پراپګېشن الګوریتم وړاندې کړ چې په مصنوعي عصبي شبکو کې د وزنونو تنظیم کولو اساسي تخنیک دی. دا الګوریتم د زده کړې او دقت په زیاتولو کې ډېره مرسته وکړه.
نوې پرمختګونه
ډیپ لرنینګ(Deep Learning) (2000مې او 2010مې)
د کمپیوټرونو د پروسس ځواک او د معلوماتو د زیاتوالي له امله، ډیپ لرنینګ یو ځل بیا د څېړونکو توجه جلب کړه. د څو پرتونو لرونکي عصبي شبکې چې د پراخه معلوماتو په مرسته زده کړه کوي، په ډېرو برخو کې د انسان په کچه پایلې ورکوي.
اوسنی حالت
اوس مهال، مصنوعي عصبي شبکې په ډېرو برخو کې کارول کېږي، لکه د تصویر پېژندنه، غږ پېژندنه، او د ژبې پروسس کول. دا تکنالوژي د مصنوعي ځیرکتیا په پرمختګ کې مهم رول لوبوي.
دا یوازې د مصنوعي عصبي شبکو د پیل او پرمختګ یو لنډ تاریخ دی، خو دا موضوع ډېره پراخه او د نورو جزیاتو وړ ده.

د کمپیوټر ساینس اساساتدغه لیکنه د ټولو لپاره ګټوره ده خو په خاص ډول د کمپیوټر ساینس نوي زده کوونکو ته ځانګړې شوې ده، هغه...
18/04/2025

د کمپیوټر ساینس اساسات
دغه لیکنه د ټولو لپاره ګټوره ده خو په خاص ډول د کمپیوټر ساینس نوي زده کوونکو ته ځانګړې شوې ده، هغه کسان چې تازه کمپیوټر ساینس ته بریالي شوي دي او یا یې اوس لولي.
لومړئ: کمپيوټر ساینس په لنډ ډول د معلوماتي ټکنالوجي مطالعې ته وایي.
دویم: کمپیوټر یو داسې برقي وسیله ده چې د ورکړل شوي لارښوونو Instructions پر اساس یوه عملیه سر ته رسوي.
کمپیوټر عموما له دوو برخو تشکیل سوی دی.
لومړئ: هارډوير
دویم: سافټویر
هارډویر برخه له فزیکي پرزو تشکیل شوې ده،. کولای سئ لاس وروړئ، مات یې کړئ، په لغتو یې ووهئ.
سافټویر: دا برخه له فزیکي پرزو نه ده جوړه شوې، په باینري شکل د هارډویر لپاره لیکل سوي لارښوونې دي او د فایلونو په شکل په فزیکي پرزو کښې ساتل کیږي لکه HDD او نور Chips او هارډویر ته لارښوونه کوي چې کوم کار سر ته ورسوي.
پروګرام: پروګرام د سافټوېر یوه برخه ده (A Piece of Software) چې ستاسې په کمپیوټر کښې د فایل په شکل ساتل شوی وي او د پروګرامینګ له ژبو په یوه ژبه کښې لیکل سوی وي، پروګرام د کمپیوټر لپاره د لارښوونو یو سیټ دی چې کله چالان سي کمپیوټر د هغو لارښوونو مطابق کار سر ته رسوي.
کوډ: کوډ د لارښوونې مترادف توری دی، په یوه پروګرام کښې د لغاتونو او سمبولونو مجموعه ده چې د پروګرامینګ له ژبو په یوه ژبه کښې لیکل سوی وي.
له پروګرامینګ سره باید د کمپیوټر په اساسي پرزو خبر یاست، هره پرزه ځان ته جلا کار کوي چې د ټولو مجموعه بیا یو کمپیوټر کیږي.
د کمپیوټر هارډویر له شپږو 6 مهمو برخو جوړ دی، چې په لاندې ډول دي.
لومړئ: Central Processing Unit یا CPU
دویم: Main Memory
دریم: Secondary Storage
څلورم: Input/Output Devices چې I/O Devices ورته وایي.
پنځم: Network
شپږم: Bus
لاندې یې عکس دی.
د ټولو تشریح دلته ولولئ:
لومړئ: CPU یا Central Processing Unit چې د کمپیوټر مغز ورته ویل کیږي، په کمپیوټر کښې د هر کار د تر سره کولو مسئولیت د CPU په غاړه دی. هر پروګرام او کوډ او پکښې لارښوونې CPU سر ته رسوي.
دویم: Main Memory چې Random Access Memory یا RAM ورته وایي، دوه کارونه سر ته رسوي.
لومړئ: ستاسې د پروګرام کوډ ساتي
دویم: تر کومه حده چې پروګرام مخ ته تللی دی او یا تر کار لاندې دی هغه Data یې ساتي. د بیلګې په ډول تاسې Microsoft Word خلاص کړی دی، هغه کوډ چې Microsoft Word چلوي ستاسې په RAM کښې ساتل کیږي، RAM یواځې تر هغه وخت فعال پاته کیږي تر څو چې ستاسې کمبیوټر چالان وي، کله چې کمپیوټر بند کړئ، په RAM کښې دننه Data ټوله له منځه ځي.
دریم: Secondary Storage
ستاسې په کمپیوټر کښې Hard Disk، SSD یا Solid State Drive او نور په دغه کټګوري کښې راځي، کله چې پروګرام بند وي په همدغه حافظه کښې ساتل کیږي، که تاسې کمپیوټر بند کړئ ډیټا مو له منځه نه ځي او همدلته پاتې کیږي.
څلورم: Input & Output Devices یا I/O Devices
دغه برخه د کميپوټر کاروونکي ته دا قدرت ورکوي چې له کمپیوټر څخه ډیټا واخلي یا ډېټا ورکړي.
د Input Devices لکه keyboard, Mouse او Microphone او د Output Devices لکه Monitor, Printer یا Speaker
پنځم: Bus
د Bus کار په Motherboard کښې د ټولو پرزو تر منځ د اړیکې ټینګول دي، یعنې Bus د لینونو او تارونو یوه مجموعه ده چې د کمبیوتر مختلفې پرزې یو له بل سره نښلوي. د بیلګې په ډول که تاسې Microsoft Office کلیک کړئ، Bus د Microsoft Office کوډ له HDD څخه RAM ته وړي تر څو RAM یې CPU ته ورکړي او چالان سي.
د پروګرامینګ ځینې مشهورې اصطلاحګانې
لومړئ: Code او مترادفې کلمې یې Computer Instructions, Software, program او Application دي.
دویم: Coding چې مترادفي کلمې یې Programming, Software Development, Software Engineering دي.
دریم: Programmer: چې مترادفي کلمې یې Coder, Software Developer, Web Developer او Software Engineer دي.
د Machine Language او Programming Language تر منځ توپیر
لومړئ: د کمپیوټر ژبه یا Machine Language
کله چې تاسې یو فایل ثبتوئ د بېلګې په ډول د Microsoft Word یو فایل ثبتوئ، کمبیوټر ستاسې ټول ټایپ شوي توري په یوه مشخص فارمټ چې Binary ورته وایي ثبتوي، Binary ټول پر 0 او 1 ولاړ دی او دغه Binary Format ته Machine Language یا د کمپيوټر ژبه وایي.
هر توری ستاسې په کیبورډ کښې په Binary ژبه یو کوډ لري، کپمیوټر A او B نه پېژني، کله چې تاسې هر توری د کیبورډ ټایپ کوئ، Shell هغه توری ترجمه کوي او په هر Numerical Code کوډ چې ساتل شوی دی هغه کوډ یې ترجمه د سکرین پر مخ ښکاره کیږي، او د هر توري مشخص کوډ له بل توري سره فرق لري او یو له بل څخه سره جلا کوي. تاسې کولای سئ د Numerical Codes په اړه پرلیکه Online ولولئ.
په Numerical Code کښې A له a سره توپیر لري. د A خپل کوډ 65 دی او د a کوډ بیا 97 دی، اوس نو کله چې تاسې a ټایپ کړئ کمپيوټر 97 کوډ ثبتوي، دا چې 97 د انسان لپاره اسانه دی چې ویې لولي نو دغه سیسټم ته بیا Decimal Number System وایي چې قاعده یې 10 ده، له 0-9 پوري ټول Numerical کوډونه په همدغه فارمټ ساتل کیږي.
کله چې تاسې د Microsoft Word یا بل کوم پروګرام یو فایل ثبت کړی، کمپیوټر یې یواځې په 0 صفرونو او 1 ثبتوي، دا چې دا د Machine ژبه ده او انسان نه په پوهیږي، کله چې تاسې بېرته بل وخت خپل فایل خلاص کړی تاسې ته بېرته په هره ژبه چې مو ثبت کړی وي ترجمه کیږي.
د Binary System یا Machine Language ته Low-level-Language هم وایي ځکه چې یواځې Machine په همدغه ژبه پوهیږي.
د پروګرامینګ ژبه یا Programming Language
د پروګرامینګ ژبي ته High-level-language هم وایي، دا هغه ژبه ده چې پروګرامران کوډ پکښې لیکي او د پروګرامینګ هره ژبه خپل ګرامر Syntax لري، که چیري تاسې د پروګرامینګ د ژبي ګرامر یا Syntax مراعت نه کړئ، پروګرام مو کار نه کوي. د پروګرامینګ ژبه مخکې له مخکې معرفي سوي آروییونه یا Keywords لري چې هر آرویئ یا Keyword خپله معنا لري.
لکه څنګه چې د انسانانو ژبې ډول ډول وي دغسې د پروګرامینګ ژبې هم ډیري دي، یو داسې پروګرامر چې د پروګرامینګ څو ژبې یې زده وي، تر ټولو هغه ډیره کارېدونکې ژبه خوښوي او پروګرامونه پکښې جوړوي.
د پروګرامینګ هره ژبه خپل د کار ځای لري، یوه ژبه د بلې ژبې په ځای کښې موثره نه تمامیږي.
کوډ لیکل او ثبتول
د لومړي ځل لپاره د سافټوېر په برخه کښې تاسې هر څه له پروګرامینګ څخه را پیل کوئ، ستاسې د کوډ لیکلو هدف د یوه پروګرام جوړول وي، او پروګرام د لارښوونو یوه مجموعه ده چې یو ټاکلی کار سر ته رسوي.
که تاسې غواړئ چې یوه مقاله ولیکئ، تاسې یې په مایکروسافټ ورډ یا بل پروګرام کښې لیکئ او بیا یې په PDF, doc یا بل فارمټ ثبتوئ.
د کوډ لیکلو لار هم همدغسې ده، تاسې یوه پروګرام ته ضرورت لرئ چې هلته خپل کوډ ولیکئ یا په اصطلاح یو Integrated Development Environment یا IDE ته ضرورت لرئ. او دغسې یو پروګرام ستاسې د کوډ لپاره هر څه لري لکه Text Editor, compiler, runtime environment او یو Debugger
که Debugger د لومړي ځل لپاره اورئ نو Debugger یو پروګرام دی چې ستاسې په کوډ کښې غلطیانې راباسي او هرې غلطۍ ته د پروګرامینګ په اصطلاح کښې bug وایي.
کله چې مو کوډ ولیکئ، خپل کوډ د فایل په شکل یو ځای ثبتوئ چې د پروګرامینګ په اصطلاح کښې Source File ورته وایي، او Source File ستاسې د پروګرام Source Code ساتي.
د Compiling پروسه
د Compiler دنده دا ده چې ستاسې لیکل شوی کوډ چې په High-Level-Language کښې لیکل شوی دی و Low-level-language یا د کمپیوټر ژبې ته واړوي.
که مو پروګرام کومه غلطي ونه لري او د Debugging تر پروسه تېر شي، Compiler یې د کمپیوټر ژبې یا Low-level-Language ته اړوي او تاسې ته ستاسې د کوډ نتېجه درښیي.

18/04/2025

که غواړۍ د ټکنالوژي په اړه له نویو او جالبو معلوماتو څخه خبر شئ نو زموږ صفحه درسره وڅارۍ!

Send a message to learn more

ډيټابيس څه شى دى؟دډیټابېس اصلي مفهوم او تعریف::په تیرو دوه لسیزو کی د ډیټابېس د پروګرامونو به شمېر او اهمیت کی ډیر زیات ...
11/10/2024

ډيټابيس څه شى دى؟
دډیټابېس اصلي مفهوم او تعریف::
په تیرو دوه لسیزو کی د ډیټابېس د پروګرامونو به شمېر او اهمیت کی ډیر زیات تغېیر لیدل کیږي.

ډیټابېس په تقریبي ډول په هره اداره او دفتر کي د ډیټا د ذخیره کولو، اجراَکولو، او د وخت سره سم په هغه کي د تغیر راوستلو لپاره کارول کيږي. د بیلګې په ډول ډیټابېسونه په ننۍ دوره کي په تعلیمي او دولتي ادارو کي ، روغتیايې مرکزونو، سوداګریزو برخو او کتابتونونو کي کارول کیږي .

ډیټابېس به ورځني ژوند کي په تنهایې ډول، په ډله یزه(ګروپي) توګه او همدا شان په نیټورک کي چي په یوسرور کمپیوټر کي ځای پر ځای سوي وي کارول کیږي او لاس رسی ورته کیږي.

که د ډیټابېس اوسني چټک بدلونونه په پام کی ونیسو نو پوښتنه دا ده چی ایا ډیټابېس پرمختګ کړی او که برعکس په ټپه دریدلی ؟ په ښکاره توګه نه ، ډیټابېس په ۲۰۰۰ میلادي کال کی په مکمله توګه یو رقابتي محیط ته ننوت چي نوموړی رقابت د ډیټابېس اهمیت نور هم پسي زیات کړ او د پام وړ سهولتونه یې رامینځ ته کړل.

اوسني مدیران په زیاته کچه د خپلو کارونو د لا ښه پر مخ بیولو لپاره د ډیټابېس څخه کار اخلي ، پر لیکه سودا ګري (online shopping) چي د ویب پر تیکنالوجی ولاړه او چلیږي د اوسني عصر تر ټولو پر مخ تللي سوداګري ده ان تر دې چی یو سوداګر په ډیره اسانۍ ددنیا له هر ګوټ څخه شیان پیرودلای شي.

نو په همدي اساس تاسو ددي کتاب تر لوستلو وروسته باید د معلوماتي سیستم د مسلکی په توګه وتوانیږئ چي دیو ډیټابېس ټول ضرورتونه په ښه توګه تحلیل او تجزیه کړی او ډیزاین او تطبیق یې سرته ورسوی.

ددې کتاب په اوږدو کي به تاسو دډیټابس له اصلي معنی او مفهوم سره بلد سی ، د ډیټابېس د پخوانیو او اوسنیو سیستمونو تر مینځ فرق او اوسنی اسانتیاوي او د پخوانې فایل سیستم نیمګړتیاوي به وپیژنی چیګي بلاخره د اوسني پرمختللیو او نویو ډیټابسونو تهداب یې رامینځ ته کړ.

همد ا شان دا به هم زده کړی چي د یو ډیټابېس د جوړولو لپاره له کوم ټکي پیل او بیا کوم قدمونه مونږ د پای ټکي ته نېږدي کوي



دډیټابېس اصلي مفهوم او تعریف:
د هغو ترتیب شویو معلوماتو مجموعې ته چي په منطقي ډول یو له بل سره تړلي وي ډیټابېس ویل کیږي.

معلومات (Data): په نتیجوي ډول د ډیټا کلمه هغه حقایقو ته راجع کیږي چي د یو شی او یوې حادثې په اړه ویي او همدا شان به کمپیوټر کي د ساتلو او ذخیره کولو وړ وي. د بیلګي په ډول پر لیکه سوداګری ډیټابېس کي نوم ،ادرس او ګرځنده شمېره یو ډول معلومات دي.

اوسني ډیټابېسونه ددي برسیره اوازونه ، انځورنه او تصویري اوزونه هم ذخیزه کولای شي چي دا هم یو ډول ډیټا ده

اطلاعات له معلوماتو سره توپیر لري (Data versus information):
اطلاعات او معلومات یو له بل سره ډیر نيږدي دي او کله کله یو د بل پر ځای کارول کیږي.

خو دا ښه خبره ده چي اطلاعات او معلومات یو له بل نه فرق او وپیژنو.

معلومات د اطلاعاتو هغه شکل ته ویل کیږي چي یو سلسله مراحل ورباندي طی سوي وي او یو عادي کارونکی ورباندي ښه پوهیدلای سي.

لاندیني شکل د اطلاعاتو یوه بیلګه ده

محمد ۱۲۸۷۶

احمد ۳۷۶۵۸

که پورتني لیست ته پام وکړو نو وبه لیدل شي چي نومونه او کودونه په کي راټول شوي خو مونږ په دي نه پوهیږو چي دا کودونه څه معنی او د څه لپاره یې ځان سره ساتو خو که په همدي اطلاعاتو یو سلسله مراحل سرته ورسوو نو معلومه به شي چی پورتني معلومات یو ځانګړي کس ته خاصه معني لري

شکل

د تعریف سره سم نني ډیټابېسونه دواړه اطلاعات او معلومات ذخیره کوي معمولآ اطلاعات د نورو تصمیمونو د نیولو لپاره په ډیټابېس کي ساتل کیږي.

میتا اطلاعات (Metadata):
میتا یوه یوناني مختاړی دی چي یوه کلمه یا لغت د معنی له لحاظه خپل ځان ته راجع کوي. په دی معنی چي اطلاعات د نورواطلاعاتو په باره کي. هغه اطلاعات چي د کارونکی اطلاعاتو(End-user Data) خصوصیات او ځانګړنې مونږ ته تشریح کړي.

د بیلګې په توګه که د یو کتابتون د کتابونو کتلاګ په پام کي ونیسو نو پوهیږو چي کتلاګ د یو ځانګړي کتاب د موقیعت او ماهیت په اړه معلومات په ځان کي لري

چي کتلاګ ته میتا اطلاعات او پخپله کتابتون ته کارونکي اطلاعات ویل کیږي

د کمپیوټر په قاعده جدولونه، کیوریانې، او نور پروګرامونه لکه انټرفیس چي د هغه له لاري ډیټابېس ته معلومات داخیلیږي د میتا اطلاعاتو څخه عبارت دي او کارونکي اطلاعاتو ته ډیټابېس ویل کیږي نو په همدي اساس ډیټابېس له میتا اطلاعاتو سره خورا زیات توپیر لري.

بلاخره یو ډیټابېس ډیزاین کونکی د میتا اطلاعاتو په واسطه پوهیږي چي کوم اطلاعات موجود دي او څه معنی لري.

Database Management System (DBMS): یو ډول پوستغالی دی چي ددې په واسطه یو ډیټابېس جوړولای،ساتلی او بلاخره ډیټابېس ته لاس رسی پیدا کولای شو یو DBMS برسیره پر دې نور کارونه هم کولای شي لکه ډیټابېس ته د لاس رسی کنټرول ،دډیټا صحت او همدا شان که چیري په ډیټابېس که کومه غلطي رامینځ ته کیږي هغه پخواني حالت ته په کوم کي چي ډیټابېس جوړ وه بوځی.

Data Models: د ډیټابېس د اساسی ماډلونو څخه یو ماډل دی چي د Entities تر مینځ اړیکي په یو ګرافیکې شکل کي ښی

ډیټا ماډلونه په دوه ډوله دی
۱.Enterprise Data Model

۲. Project Data Model

Enterprise Data Model د هغې ډیټا حدود ټاکي چي ډیټابېس په واسطه پوښل کیږی

خو Project Data Model ددې برعکس په جزییاتو لیکل شوی ماډل دی چي د ډیټابېس د پرمختګ او هغه پوري د تړلو پروګرامونو په جوړولو کي ترې کار اخیستل کیږي

Entity: په کاري ساحه کي شخص، ځای ، شی ، حادثه یا هم نظریه چي یو اداره یې په اړه باید معلومات راغونډ او له ځان سره وساتيEntity ویل کیږی.

شکلونه

د بیلګې په توګه پیریدونکی او دستور(order) یو ډول Entities دی.

اړیکې (Relationships): یو ښه ترتیب شوی ډیټابېس د Entities تر مینځ زیاتي اړیکي لري چي د غوښتنی په وخت کي مطلوب معلومات په اسانی سره له ډیټابېس څخه راوستل کیږي .

اړیکی ډیر ډولونه لري چي ډیر معمول
اړیکي (Relationships): یو ښه ترتیب شوی ډیټابېس د Entities تر مینځ زیاتي اړیکي لري چي د غوښتنې په وخت کي مطلوب معلومات په اسانۍ سره له ډیټابېس څخه راوستل کیږي .

اړیکې ډیر ډولونه لري چي ډیر معمول يې عبارت دي له : (یو-یو) ، (یو- زیات) او (زیات-زیات) .

که د پیریدونکي او دستور تر مینځ اړیکه په پام کي ونیسو نو وبه لیدل سي چي یو پیریدونکی تنها په یو وخت کي یو یا زیات دستورونه ورکولای سي چي دې ډول اړیکې ته (یو- زیات) ډول اړیکه ویل کیږي.

خو که د دستور او تولید تر مینځ اړیکې ته پام وکړو نو معلومیږي چي ډیر دستورنه د یو یا زیاتو تولیداتو لپاره موجوددېدلای سي چي دي ډول اړیکي ته (زیات-زیات) ډول اړیکه ویل کیږي.

تړلي یا مرتبط ډیټابېسونه (Relational Database):
دا ډول ډیټابېسونه په حقیقت کي د جدولونو یوه مجموعه ده او د جدولونو تر مینځ موجوده اړیکي نظر ددوی تر مینځ د مشترکي ډیټا پر اساس ښودل کیږي یا په بل عبارت په تړلو ډیټابېسونو کي ډیټا معمولآ په جدولونو کي ښودل کیږي او هغه ډیټا چي ددوه یا زیاتو جدولونو تر مینځ شریکه وي ددې سبب ګرځي چي دا دوه یا څو جدولونه یو له بل سره وصل کړي.

د ډیټابېسونو اوسنی او پخواني سیستمونه یو له بل سره خورا توپیرلري . کله چي په کمپیوټر کي د معلوماتو د ساتلو او ذخیره کیدو نظریه رامینځ ته شوه نو هغه مهال ډیټابېس نه وه د هغه وخت کمپیوټرونه هم د نن په نسبت خورا کمزوري وه او تنها په انجینیرۍ او محاسبوي برخو کي ترې کار اخیستل کیده.

خو د وخت په تیریدو له کمپیوټرونو څخه به سوداګری او تجارت کي کار واخیستل سو چي دا وخت دې ته اړتیا پیدا سوه چي کمپیوټرونه باید یو څه معلومات ذخیره، اجراُ،او بیا کتل(retrieve) سرته ورسوي.

د وخت په تیریدو نوموړو سیستومونو وده وکړه او حتی د څو لسیزو وروسته ددوی په ساختمان کي هم تغیر راغی

خو لکه څرنګه چي سوداګری تر پخوا ډیر تغیر وموند او ډیره مغلقه شوه نو دا ښکاره شوه چي پخوانیو فایل سیستم یو شمیر نیمګړتیاوي درلودي.

چي په نتیجه کي پخوانی فایل سیستم په اوسنی پرمخ تللي ډیتابېس سیستم باندی تعویض سو

خو تاسو باید د پخوانې فایل سیستم سره د لاندیني دوه دلیلونو په اساس بلد واوسئ

1- پخوانی فایل سیستم اوس مهال په پراخه کچه کارول کیږي په ځانګړی ډول د ډیټابېس د Backup اخیستلو لپاره تري کار اخیستل کیږي.

2- د پخواني فایل سیستم په ستونزو او محدودیتونو باندي پوهیدل مونږ ته دا وړتیا راکوي چي د نوي ډیټابېس په جوړولو کي د ددې شان ستونزو له تکرار څخه مخنیوی وکړو

د پخواني فایل سیستم نیمګړتیاوي:

هغه ډیټابېسونه چي د پخواني فایل سیستم پر اساس جوړ سوي دي نوموړي ډیټابېسونه د یوې ادارې د هرې څانګې لپاره په جلا ډول په پام کي نیول سوي دي.

د بیلګې په ډول که یوې انټرنیټي کمپنی (ISP) په پام کي ونیسو نو ددی کمپنی د هري څانګې لپاره لکه د مالي څانګه، اداري څانګه، د بشري منابعو څانګه، د خرڅلاو څانګه ، د انجینیری څانګه او داسی نورې ټولو څانګو ډیټابېسونه په جلا توګه ډیزاین سوي دي.

که د خرڅلاو څانګه یو پیریدونکی پیدا کړي نو باید د هغه پیریدونکي ټول معلومات له ځان سره وساتي او بیا د انجینیری او مالي څانګو په همغږی نوموړې پیریدونکي ته انترنیتي خدمتونه ورکړي په داسي حال کي چي د انجینیری او مالي څانګې هم دېته اړتیا لري چي د نوموړي پیریدونکي ټول معلومات له ځان سره وساتي ځکه که چیري نوموړی پیریدونکی په راتلونکي کي له ستونزې سره مخامخ کیږي نو لږ تر لږه انجینیري باید په دې وپوهیږي چی زما کوم پیریدونکی له کوم ډول ستونزي سره مخامخ دی

او همدا شان مالي څانګه ددې لپاره چي په راتلونکي کي په اسانی سره وکولاسی د نوموړي پیریدونکي میاشتنی فیس او نورې خدماتي پیسي په خپل وخت له پیریدونکي څخه په لاس راوړي نو ضروري ګڼي چي د یوپیریدونکي په اړه کافي معلومات له ځان سره ولری.

که په عمومي توګه وکتل سي نو دیوه پيریدونکي یوډول معلومات په دریو مختلفو څانګو کي ساتل کیږي چي دغه تکراري ډیټا یو ډول ستونزه ده.

همدا شان که یو ډیزاینر دیوي څانګې دډیټابيس دیو جدول د یو فیلډ اندازه له ۳۰ حرفونو څخه ۴۰ حرفونو ته بدله کړي نو نوموړي ډیزاینر مجبور دی چي دا کار د هري څانګې په ډيتابيس کي په جلا توګه وکړي که د يوي کمپنی مختلفي څانګې په مختلفو برخو کي موقیعت ولري نو دا کار ستونزمن او سرته رسول يي وخت ته ضرورت لري . نو نتیجه کیږي چي ی د هري څانګې ډیټابېسونه یوله بل سره تړلي دی5 او یوله بل نه مستقل ندي

له بلي خوا د یو څانګې خلک تنها خپلو فایلونو ته لاس رسی لري او د نوروڅانګو له معلوماتو ډیر کم کولای سي لیدنه وکړي یا معلومات ورسره شریک کړي .

د فایل سیستمونو یوه بله عمده ستونزه دا وه چي که یوه کمپنی لس څانګي لرلي نو اړینه وه چی باید لس ځانګړي ډیټابيسونه د ضرورت په وخت کي درلودلای.

چي دا کار د وخت ضایع کیدو او د لوړ قیمت د لرلو پر اساس دواړو ډیټابېس ډیزاینر او مطلوب ادارې لپاره یو غټه ستونزه وه

له بلي خوا که د ډیټابيسونو او د هغو تخنیکي کسانوشمیر ته چي په نوموړي ډیټابيسونو باندي کار کوي پام وکړو نو ښکاره به شي چي نوموړي کار په زیاته اندازه پیسو ته اړتیا لري.

ان تری دی که یوه کمپنی په ۱۰۰ کی ۸۰ سلنه خپله بودیجه په دی لاره کی مصرف کړی لا به هم کمه وی.

ددی لپاره چی د پورتنیو نیګړتیاوو مخه ونیسو او تر ډیره حده د غلطیو د واقع کیدو احتمال کم کړو نو لاندی میتود څخه کار اخلو


The Database Approach: په حقیقت کی یو میتود یا لاره ده چی ددی میتود په واسطه د پخوانی فایل سیستم له نیمګړتیاو څخه د نوی سیستم په ډیزاین کی مخنیوی وکړو.

دا میتود د یوی کمپنی د ډیټا په یوځایوالی او د کمپنی د ټولوڅانګو تر مینځ ډیټا په شریک ایښودلو باندی ټینګار کوی.

دیوی کمپنی لپاره ددی میتود پلی کول په کمپنی کی اساسی بدلون او قوی مدیریت ته اړتیا لری ، سره ددی چی دا کار یوه اندازه ستونزمن دی خو ډیری ادارو اوس دغه بدلون منلی

او د دغه میتود څخه راضی ښکاری.

دا میتود یو لړ فایدی لری چی په لاندی ډول دی :
1) پروګرامونه (میتا اطلاعات) له خپله ډیټابېس سره تړلی ندی بلکی مستقل دی.

2) ددی میتود پلی کول په ډیټابس کی د تکراری ډیټا څخه په زیتا اندازه مخنیوی کوی.

3) همدارنګه دا میتود د کمپنی په داخلی څانګو کی دډیټا په شریکولو باندی امر او ټینګار کوی.

4) په ډیټابېس کی دتکراری ډيټا کموالی د ډیټابېس د ثبات سبب ګرځی. مثلا که د یو پیریدونکی په اړه معلومات په ټول ډیتابېس کی تنها په یو ځای کی ساتل شوی وی نو په ډیره اسانی سره کولای شو چی نومړی پیریدونکی په ډیټابېس کی پیدا کړو ، او که وغواړو چی د نومړی پیریدونکی ادرس په ډیتابس کی تغیر کړو نو فقط په یو ځای کی تغیر کافی ده چی دا کار د ډیټابېس د ثبات ښکارندوی دی.

5) همدا شان دی میتود د ډیټابېس د پرګرامونو د جوړولو بیه او وخت په زیاته اندازه راکم کړی. دبیلګی په ډول که یو ډیټابېس مخکی له مخکی ډیزاین شوی وی او اوس ددی اړتیا وی چی یو ځانګړی پوست کالی(Application) ډیزاین شی. نو ددی کار د سرته رسولو لپاره ضرورت نشته چی یو ډیزاینرد ټول سیستم په طرح او جوړښت باندی فکر وکړی بلکی تنها د مطلوب پوست کالی په جوړولو باندی تاکید کوی.

6) د ستندردونو پلی کول:کله چی نوموړی میتود په یوه کمپنی کی تطبیق شی نو د ډیټابېس د مدیریت لاری چاری یوی ځانګړی څانګی ته سپارل کیږی چی نومړی څانګه د ستندردونولکه د قراردادونو جوړول،د ډیټا د کیفیت څخه څارنه، ډیټابس ته لاس رسی او ډیټابېس ته د لاس رسی کنټرول او په هغه کی د تغیراتود څار دنده پر غاړه لری.

7) د اطلاعاتو اصلاح کول: بی کیفیته ډیټا د ډیټابس په مدیریت ډیره اغیزه کوی او دننی عصر یوه ډیره مهمه موضوع ده . د (TDWI) د انستیتیوت د یوه راپور له مخی امریکا هر کال د بی کیفیته ډیټا له امله ۶۰۰ بیلیونه ډالره توان ګالی. چی پورتنی میتود ددی ستونزی د هواری لپاره لاندی دوه لاری وړاندی کړی

· د ډیټابېس جوړونکی یو لړ قوانین جوړوی چی ددی قوانینو څخه باید سرغړونه ونه شی.

· ډیټا ډیټابېس ته له داخلیدو مخکی باید یو ځل ګمرک شی او تر کتلو وروسته باید ډیټابېس ته داخله شی.

سره ددی چی په سوداګریزو چارو کی هر تصمیم له پیسو سره تړلی دی په دی معنی چی د یو شی د لاس ته راوړلو لپاره باید یو څه له لاسه ورکړو. که پورتنی میتود تر ډیره حده ګټور تر سترګو کیږی او ډیرو نیمګړتیاوو ته د حل لاری لری خو تر څنګ یی لګښت ته اړتیا ده .

هغه ډیټابيسونه چی د پورتنی میتود پر اساس جوړ شوی دی نو یو ډول خاص مسلکی کسانو ته اړتیا لری چی پر نوموړیو ډيټابسونو باندی کار وکړی ، همدارنګه دا ډول ډیټابسونه د ق
7) د اطلاعاتو اصلاح کول: بی کیفیته ډیټا د ډیټابېس په مدیریت ډیره اغیزه کوی او دننی عصر یوه ډیره مهمه موضوع ده . د (TDWI) د انستیتیوت د یوه راپور له مخی امریکا هر کال د بی کیفیته ډیټا له امله ۶۰۰ بیلیونه ډالره توان ګالی. چی پورتنی میتود ددی ستونزی د هواری لپاره لاندی دوه لاری وړاندی کړی

· د ډیټابېس جوړونکی یو لړ قوانین جوړوی چی ددی قوانینو څخه باید سرغړونه ونه شی.

· ډیټا ډیټابېس ته له داخلیدو مخکی باید یو ځل ګمرک شی او تر کتلو وروسته باید ډیټابېس ته داخله شی.

سره ددی چی په سوداګریزو چارو کی هر تصمیم له پیسو سره تړلی دی په دی معنی چی د یو شی د لاس ته راوړلو لپاره باید یو څه له لاسه ورکړو. که پورتنی میتود تر ډیره حده ګټور تر سترګو کیږی او ډیرو نیمګړتیاوو ته د حل لاری لری خو تر څنګ یی لګښت ته اړتیا ده .

هغه ډیټابېسونه چی د پورتنی میتود پر اساس جوړ شوی دی نو یو ډول خاص مسلکی کسانو ته اړتیا لری چی پر نوموړیو ډيټابېسونو باندی کار وکړی ، همدارنګه دا ډول ډیټابېسونه د قوی او مسلکی مدیرانو له خوا کنترولیږی اودانستالیشن لپاره یی خاص فنی نفرو ته ضرورت وی.

له بل پلوه له پخوانی فایل سیستم څخه دډيټا تبدیلول یو نوی او پر مختللی سیستم ته هم مالی لګښت ته اړتیا لری

نوی ډيټابيس سیستمونه چی د یوی اداری د ټولو څانګو تر مینځ شریک وی باید همیشه پر لیکه وی ، او داسی اسباب موجود وی چی د هغو په واسطه د سيستم یوه اضافی نسخه په یو بل ځای کی وساتو که چیری خرابی را مینځ ته کیږی نو وکولای شو د سيستم د اضافی نسخی څخه کار واخلو او د سيستم د له مینځه تللو مخنیوی وکړو

ډیټابیسونه ډولونه:

ډیټابېسونه په پراخه کچه او پر ځای کی کارول کیږی ډیټابېسونه مختلف ډولونه لری، چی په عمومی توګه په پنځه ډوله ده

· ځانګړی یا شخصی ډیټابېسونه(personal Databases) چی په یوه ځانګړی کمپیوټر کی دیوه کس له خوا کارول کیږی.

· ګروپی ډیټابېسونه(Work group Databases) هغه ډله ډیټابسونه دی چی په ګروپی توګه تری کار اخیستل کیږی لکه یو ګروپ چی معمولآ د کارکونکو شمیره یی ۲۰ کسانوته رسیږی او په یو مشخصه پروژه باندی کار کوی.

· هغه ډله ډیټابېسونه چی په یو څانګه کی تری کار اخیستل کیږی معمولآ دی ډول ډيټابېسونو ته Department/Divisional Databases ویل کیږی څانګه دیوی کمپنی هغه کاری برخه ده چی تر ګروپ زیات کسان پکی کار کوی او د کارکونکو شمیره یی له ۲۰- ۱۰۰ پوری رسیږی لکه مالی څانګه، اداری څانګه او داسی نوری .

· شرکتی ډيټابېسونه (Enterprise Databases): دا ډله ډیټابېسونه ټوله کمپنی پوښی یوه کمپنی یا یو شرکت هغه اداره ده چی تر یو زیاتی څانګی لری، د یوی کمپنی څانګی د کمپنی اصلی کارونه مخ ته بیایی او کمپنی حمایت کوی.

· پرلیکه ډيټابېسونه (web enabled Databases): تر ټولو نوی او اخری جوړ شوی ډيټابېسونه دی دا ډله ډیټابسونه هغه وخت ډیرعام شول چی انټرنیټ اوسنی نړی وپوښله او سوداګری پر لیکه شوله ، دی ډول ډیټابېسونو ته لاس رسی محدود نه دی.

Address

Kabul

Opening Hours

Monday 09:00 - 17:00
Tuesday 09:00 - 17:00
Wednesday 09:00 - 17:00
Thursday 09:00 - 17:00
Friday 09:00 - 17:00
Saturday 09:00 - 17:00
Sunday 09:00 - 17:00

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Computer science posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share