Afghan News افغان نیوز ـ

Afghan News افغان نیوز ـ د آبادۍ، بیارغونې، او زراعتي معلوماتو او زراعتی خدماتو او پرمختګ د خبرونو لپاره " افغان نیوز " پاڼه خوښه کړئ.

د افغانستان دویم ناکامورا د«حبیب نجفي زاده» په نامه دغه وطندار وطن کې د بېلابېلو ځنګلي ونو تخمونه راټولوي او بیا یې بوجی...
01/11/2025

د افغانستان دویم ناکامورا
د«حبیب نجفي زاده» په نامه دغه وطندار وطن کې د بېلابېلو ځنګلي ونو تخمونه راټولوي او بیا یې بوجیو او پلاستیکونو کې په خپل موټرسایکل، یا هم په شا دښتو او بېلابېلو سیمو ته وړي، هلته یې په دې پار شیندي او کري، که را زرغون شي او دا دښتې او صحراوې ورسره سرسبزې شي، هم به ښکلې ښکاري او هم به د اقلیم په برخه کې ګټه ورسوي.
C

څنګه کولى سو چي د  #غنم د اصلاح سوي ورايټي او غير اصلاح سوي يا عادي تخم تر منځ په توپير پوه سو.1. اصلاح سوى تخم له نورو ...
01/11/2025

څنګه کولى سو چي د #غنم د اصلاح سوي ورايټي او غير اصلاح سوي يا عادي تخم تر منځ په توپير پوه سو.
1. اصلاح سوى تخم له نورو تخمونو څخه پاک وي
2. اصلاح سوى تخم نيښ وهني فيصدي پوري وي يعني ناغه کيږي نه.
3. اصلاح سوى تخم د وچکالي په مقابل کي مقاومت لري.
4. اصلاح سوى تخم د مرضونو په وړاندي مقاوم وي.
5. د اصلاح سوي تخم د تخم ريز اندازه کمه وي يعني په في جريب کي لږ غنم پاشل کيږي.
6. اصلاح سوى تخم د عادي تخم په پرتله په في حريب زيات حاصل ورکوي

که مو غنم نه وي کرلي نو ورايټي غنم وکرٸ له کرلو تر حاصلا اخيستلو پوري ټولي لاري چاري موږ درته ښيو.

درنښت
انجنېر موحيد
واټسپ
0708516207

چي هر څومره وختي غنم وکرٸ ډير حاصلات به واخلٸ.که د محلي تخم پر ځاى اصلاح سوى تخم وکرٸ هرزه واښه به په کښت کي کم وي او حا...
01/11/2025

چي هر څومره وختي غنم وکرٸ ډير حاصلات به واخلٸ.
که د محلي تخم پر ځاى اصلاح سوى تخم وکرٸ هرزه واښه به په کښت کي کم وي او حاصلات به ډير وي.

توره سره يا تور انبار د تخم کرلو پر وخت کښت ته ورکړٸ تر څو حاصلات مو ډير سي کله چي غنم راپورته سول بيا نوري سري استعماليږي.

که خاوره تروه يا کمزوري وي يا کلکيږي نو استعمال کړٸ.

درنښت
انجنېر موحيد
0708516207

د کور د ښکلا لپاره اسانه او ښکلى ډيزاين.
01/11/2025

د کور د ښکلا لپاره اسانه او ښکلى ډيزاين.

🌼د ملچنګ ګټې (Mulching Benefits):💧رطوبت ساتي:ملچ د خاورې د سطحې نه د اوبو بخاراتو مخه نیسي، چې له امله یې نباتاتو ته د ا...
01/11/2025

🌼د ملچنګ ګټې (Mulching Benefits):

💧رطوبت ساتي:
ملچ د خاورې د سطحې نه د اوبو بخاراتو مخه نیسي، چې له امله یې نباتاتو ته د اوږدې مودې لپاره رطوبت پاتې کېږي.

🌿 هرزه واښه کموي
ملچ د لمر رڼا خاورې ته نه پرېږدي، له همدې امله د هرزه واښو وده کمه وي.

🌡️ د خاورې د حرارت توازن ساتي
په ګرمو میاشتو کې خاوره یخه ساتي، او په سړو کې یې توده ساتي.

🌾 د خاورې جوړښت ښه کوي
نامیاتي ملچ (لکه وچ واښه، پاڼې، خوسا لرګي) سره سره خوسا کېږي او خاوره حاصل خېزه کوي.

🌱 د نباتاتو ريښو ته ساتنه ورکوي
ملچ د شدید لمر یا باران له امله د ريښو له خرابېدو مخنیوی کوي.

🍅 میوه او سبزي پاک ساتي
ځکه چې میوه یا سبزي مستقیماً له خاورې سره نه لګېږي

⚙️ د ملچنګ طریقه
1. د نبات چاپېره خاوره لږه نرم کړئ.
2. ټول هرزه واښه یا زاړه واښه لرې کړئ.
3. د نبات له تنه څخه شاوخوا ۲ انچه فاصله وساتئ، او بیا ۲–۳ انچه پنډوالي په اندازه ملچ هوار کړئ.
4. که پلاستيکي ملچ کاروئ، د نبات لپاره یو کوچنی سوری پکې جوړ کړئ.

یادونه: ملچ باید د ريښو سره مستقیم ونه لګول سي، ځکه ممکن ريښې خوسا کړي.

درنښت
انجنېر موحيد

د وطن د دغه خوږي ميوي خوند هم تر آم په کمه نه ده اوس پخه ده او په مناسب قيمت پيدا کيږي.
31/10/2025

د وطن د دغه خوږي ميوي خوند هم تر آم په کمه نه ده اوس پخه ده او په مناسب قيمت پيدا کيږي.

دزابل ولايت دارغـــنداب سيند چي څومياشتي وچ وو بيرته اوبه پکښي پيدا سوې يادسيندچي دغزني دناور او مالستان ولسواليو څخه سر...
28/10/2025

دزابل ولايت دارغـــنداب سيند چي څومياشتي وچ وو بيرته اوبه پکښي پيدا سوې
يادسيندچي دغزني دناور او مالستان ولسواليو څخه سرچينه اخلي دخاک افغان ولسوالي په مربوطاتو کي ددواوي په نوم په سيمه کي چي يو رود دسنګ ماشىى اوبل يى دمالستان لخوا راکښته سوى دي يوځاي کيږي او ارغنداب سيند ځيني جوړيږي دياد سيند داوبو مقدار 222ميتره مکعبه په ثانيه کي
دي يعني دوه لکه دويشت زره ليټره په ثانيه کي ورڅخه تيري په اعظمي حالت کي تيريږي چي داپه سختو سيلابونو کي وي
ياد سيند دارغنداب خاک افغان ميزان ولسواليو څخه وروسته شاولي کوټ ته چي ددهلي په بند کي يى اوبه ذخيره کيږي رسيږي که چيرته دخاک ولسوالۍ په مربوطاتو کي چي دخرني په نوم ده بل بند جوړسي دياد سيند اوبه به کال دولس مياشتي دوام کوي
اودکندهار ولايت ددهلي دبند لپاره به بل کومکي بند وي داچي ددهلي بند تقريبا خپل داوبودذخيره کولو ظرفيت دلاسه ورکړى نو پکار داده چي دسردار داود خان دوخت پر پلانونو غور وسي هغه وخت په دغو دوو نقطو کي سروى ترسره سوي وه دوخت دخلګو په وينا چي يو يى خرنى خاک افغان او بل سورخ سنګ ارغنداب چي دواړي ښي نقطي دي
او ددهلي دبند څخه دخاوري ايستل به په ميلياردنو پيسي وخوري خو فايده به يى دغونه نه وي

وسلام

انجینر عظمت الله راحت

کندهار، هلمند او د پښتونخوا په يو شمير سيمو کي نن سهار وختي دغسي رڼاګاني ليدل سوي دي.
28/10/2025

کندهار، هلمند او د پښتونخوا په يو شمير سيمو کي نن سهار وختي دغسي رڼاګاني ليدل سوي دي.

27/10/2025

روغ صحت رښتيا چي باچاهي ده
الله ج دي ټولو مريضانو ته شفاء ورکړي🤲🏻

د لومړي ځل لپاره د تور غنډۍ بندر له لارې د کندهار انار روسيې ته صادر شول.تمه کيږي سږ کال ټولټال تر ۲۰۰ ټنه پورې کندهاري ...
26/10/2025

د لومړي ځل لپاره د تور غنډۍ بندر له لارې د کندهار انار روسيې ته صادر شول.
تمه کيږي سږ کال ټولټال تر ۲۰۰ ټنه پورې کندهاري انار روسیې ته صادر سي .

دغسي خبرونه دي ډير سي.

ښه خبر د کنډا فروټ په نوم یوې خصوصي کمپنۍ نن له کندهار څخه روسیې هیواد ته د انارو صادرات پيل کړه چي په ترڅ کي به یې ۲۲ ټ...
26/10/2025

ښه خبر
د کنډا فروټ په نوم یوې خصوصي کمپنۍ نن له کندهار څخه روسیې هیواد ته د انارو صادرات پيل کړه چي په ترڅ کي به یې ۲۲ ټنه تازه انار د یاد هیواد بازارونو ته عرض کړي.

که دغسي يو څو کمپنۍ نوري هم جوړي سي او په مناسب قيمت انار له بزګر نه رانيسي وطن ته به يې ستر کار کړى وي.

26/10/2025

که دولت دا کار وکړي بيا به موږ مجبوره نه يو چي زموږ ميوي او سبزيجات په ارزانه نرخ خرڅ سي يا لاري راباندي بندي سي.

Address

Shahar E Naw
Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Afghan News افغان نیوز ـ posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share