
17/05/2025
بایزید بسطامي ته د مور دعا!
ژباړن: شمس الرحمن شمس
بایزید بسطامي (رح) د الله ج یو ولي و، له هغه یوه ورځ ترې یو کس وپوښتل: ای د الله ولي تاسې دې مقام ته څنګه رسېدلي یاست، تاسې د ورځې ۴زره کسانو ته ډوډۍ ورکوۍ سره له دې چې تاسې هېڅ کاروبار نه کوئ.
بایزید رحمت الله علیه موسکی شو او وې ویل دا هر څه الله ج راکوي!
کس بیا پوښتنه وکړه، نو تاسې دې مقام ته څنګه رسېدلي یاست؟
هغه وویل، په دوو عملونو سره مې د خدای پاک دا مهرباني ترلاسه کړې ده.
لومړی مې د الله ج رضا لپاره پر خپل نفس پښه کېښوده او دوهم مې د مور دعا ترلاسه کړه.
بایز بسطامي زیاته کړه، یوه ورځ مې مور ته وویل، یو ته حق لرې او بل الله (ج) حق لري، اوس ته ووایه چې تاسې رضا کړم که خدای؟
مور مې وویل زویه ستا خوښه ده!
سره له دې چې مور مې کمزورې وه خو ما هغې ته وویل ای مورې که ته خپل حق راوبخښې نو زه به خدای (ج) رضا کړم او د هغې لپاره بهر لاړ شم!
مور مې وویل، ای بایزیده!
ته چې په دې خوشحالېږې نو زما درته اجازه ده.
همغه و چې بایزید بسطاني یو ځنګل ته ولاړ او هلته یې عبادت پیل کړ.
هغه په ځنګل کې ۱۱ کاله تېر کړل، وېښه یې اوږده شول، نوکان یې ستر شول او کالې پر تن راسته شول خو بیا هم نه پوهېده چې رب یې راضي کړی او که نه؟
بایزید بسطامي له ځنګل څخه راووت او ډېر کاله بعد یې د ښار فضا ولیده نو سترګو ته یې مور ودرېده او وې غوښتل چې یوځل د هغې سپین سرې دیدن وکړي.
د شپې سړې هوا او د ښار خاموشۍ ډېر ورخطا کړی و، هغه خپل کور ته ورسېد، دروازې ته چې ودرېد نو له ځان سره یې وویل:
«په کوم حق مور ته په دې ناوخته شپه زحمت ورکوې، ما خو د مور لپاره هېڅ نه دي کړي»
دی په همدې خبرو کې چې مور یې غږ وکړ: بایزیده بچیه!
دروازه درته خلاصوم، صبر وکړه!
له دې غږ سره د بایزید بسطامي زړه ډک شو، څو شېبې وروسته یې سپین سرې مور دروازه خلاصه کړه زوی یې غېږ کې ونیوه، بسطامي رحمت الله علیه ترې وپوښتل مورې له یوولسو کالو بعد دې زما غږ څنګه وپېژنده؟
هغې وویل، زویه مور د اولاد خوشبو احساسوي نو غږ خو ډېر اسانی دی.
مور یې بیا زوی ته وکتل او وې ویل: « څه دې وکړل زویه، دا وېښته، نوکان او کالي دې وګوره، دومره دې ځان کمزوری کړی ایا خدای پاک دې راضي کړ او که نه؟»
بایزید بسطامي خپلې مور ته وویل: « ادې نه پوهېږم چې رب به مې راضي کړی وي او که نه؟»
بایزید بسطامي رحمت الله وایي، مور مې ډېره زړه شوې وه، لاسونه یې لړزېدل او دروازې ته یې تکیا وکړه.
تر یوې لنډې دمې وروسته یې لاسونه لپه کړل او وې ویل: «ای زما ذلجلال ربه!
زما زوی ستا د رضا لپاره هر څه پرېښودل، ان زه یې پرېښودم ترڅو تا راضي کړي، نو زما عرض واخله او زما زوی سره ملګرتیا وکړه، ده ته کرامات ورکړه او ته ترې راضي شي.»
بایزید بسطامي رحمت الله علیه د خپلې مور لاسونه ښکل کړل او امین یې وویل، هغه مبارک وایي چې کله مې مور دعا وکړه نو ما خپل رب پیدا کړ او هغه له ماسره دوستي پیل کړه.