Shakirullah Wafadar J

Shakirullah Wafadar J تازه داخلي، سيمه ييز او نړيوال خبرونه، سياسي شننې او ورزشي مطالب

په يوه عربۍ فيسبوک پاڼه مې ولوستل: یو کس یوه انلاین پلورنځي څخه په ټیټه بیه د کور لپاره ایرکنډیشن غوښتی و، پلورنځي والا ...
15/06/2026

په يوه عربۍ فيسبوک پاڼه مې ولوستل: یو کس یوه انلاین پلورنځي څخه په ټیټه بیه د کور لپاره ایرکنډیشن غوښتی و، پلورنځي والا ورته ايرکنډيشن د کور تر دروازی راوړو. خو کله چې سړي توکی ترلاسه کړ، نو ډير حیران شو ځکه د اصلي ايرکنډيشن پر ځای يې ورته یو کوچنی ماډل او یو وړوکی ریموټ کنټرول راوړی وو. هغه کس وايې کله چې انلاین توکي اخلئ، نو د محصول توضیحات، ځانګړنې او مشخصات په دقت سره ولولئ، تر څو له داسې برخليک سره مخ نه شئ😍😍

مشهور یوټیوبر مسټر بیسټ وایي؛ زه هره ورځ یو میلیون ډالر ګټم، په داسې حال کې چې ايلن ماسک وایي؛ زه همدومره پیسې په یوه دق...
15/06/2026

مشهور یوټیوبر مسټر بیسټ وایي؛ زه هره ورځ یو میلیون ډالر ګټم، په داسې حال کې چې ايلن ماسک وایي؛ زه همدومره پیسې په یوه دقیقه کې ګټم. ځکه خو کاروباريان وایي پیسې، پیسې ګټي. دې خلکو دومره شتمني په يوه ورځ او ان په يو کال کې نه ده پيدا کړی بلکې د پرونیو ورځو هڅو، زحمتونو او نه ستړې کېدونکو مبارزو پایله يې ده.
نو خپله نننۍ هڅه هېڅکله کوچنۍ مه ګڼئ. هر لوی سفر د یوه کوچني ګام څخه پیلېږي. که پر خپل هدف باور ولرئ، له ستونزو ونه وېرېږئ، یوه ورځ به تاسو هم همداسې جوړ شئ. خپل کار ته
دوام ورکړئ، ځکه بریا د هغو کسانو برخه ده چې نه تسلیمېږي.

15/06/2026

کابل امنيه قوماندانۍ:
د ښار د شپږمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د دریو نجونو د ټپي کېدو د پېښې عامل له موټر سره یو ځای نیول شوی. یاد کس دامهال تر قانوني څېړنو لاندې دی.
👇

15/06/2026

د بلخ عامې روغتیا ریاست:
بلخ کې يوې مور ۵ ماشومان زيږولي دي. په دغو ماشومانو کې درې یې نجونې او دوه هلکان دي.
👇

نوی څيړنې ښيي سږ کال د نړۍ د ښایسته ښځو له منځه ترکیې هېواد لومړۍ مقام خپل کړ؛ دوهم برازیل، پاکستان پکې اتلسم او له بده ...
14/06/2026

نوی څيړنې ښيي سږ کال د نړۍ د ښایسته ښځو له منځه ترکیې هېواد لومړۍ مقام خپل کړ؛ دوهم برازیل، پاکستان پکې اتلسم او له بده مرغه که له ښه مرغه ووايو افغانستان پکې بيخي په ليست کي نشته😍

افغانه ورزشکاره صوفیه سروري په جرمني کې ۸ سیالۍ ګټلي.نوموړې ۹ سیالۍ درلودې. یوه یې مساوي شوي، خو څارونکې ډلې یې سیالۍ بر...
14/06/2026

افغانه ورزشکاره صوفیه سروري په جرمني کې ۸ سیالۍ ګټلي.
نوموړې ۹ سیالۍ درلودې. یوه یې مساوي شوي، خو څارونکې ډلې یې سیالۍ بریالۍ اعلان کړې ده چې په دې سره ورته د سرو او سپینو زرو مډالونه ورکړل شوي دي.

14/06/2026

څو کاله مخکې په ایران کې وم. هلته مې د آنلاین ټکسي خدمت تجربه کړ؛ په خپل اطاق کې به ناست وې او د یو ځانګړي اپلېکېشن له لارې به دې ټکسي غوښتله. ما ويل کاش زموږ په وطن کې هم داسې ورځ راشي. اوس الحمدلله هغه ورځ رانږدې شوې ده چې خلک به له خپل ځایه آنلاین ټکسي وغواړي او وخت به بچت شي.
ويډيو AI باندې جوړه شوی ده.

د شاروخ خان د «پردیس» فلم په یوه صحنه کې راجيو د خپل راتلونکي خسرګنۍ کور ته د هغوی کلي ته د تګ تابيا نيسي. د مراسمو د تن...
14/06/2026

د شاروخ خان د «پردیس» فلم په یوه صحنه کې راجيو د خپل راتلونکي خسرګنۍ کور ته د هغوی کلي ته د تګ تابيا نيسي. د مراسمو د تنظيم لپاره ارجيو خپل ورور ارجون کلي ته ليږي او د هغوی د کور د چاپېریال په اړه اندېښنه ورسره شريکوي او وایي چې غواګانې، سپي او نور کورني حیوانات دې د کور له انګړه لرې کړل شي، ځکه ارجيو له داسې چاپېریال سره عادت نه دی. خو د ارجيو راتلونکي ناوی ارجون ته په سختۍ او زړورتيا سره ځواب ورکوي او ورته يادوي چې د نویو اړیکو د جوړولو لپاره موږ خپلې زړې اړیکې نه پرېږدو. څه چې وينې همدا موږ او همدا مو اصليت دی. دا جمله کوچنی ده خو د يو پنډ کتاب هومره مانا لري.

زموږ ملګری کمال څپاند ليکي:د BBC خبریالانو آن شپږکاله مخکي مالومات راټول کړي وه چي دکندهار په ارغسان ولسوالۍ کي پر دېرش ...
14/06/2026

زموږ ملګری کمال څپاند ليکي:
د BBC خبریالانو آن شپږکاله مخکي مالومات راټول کړي وه چي دکندهار په ارغسان ولسوالۍ کي پر دېرش زره جریبه مځکه د انارو باغونه او فصلونه وچ سوي. دا واقعیت و او دی. تاسو په عکس کي د ثمر ته رسېدلو انارو د ونو بېخونه او وچي وني وینی. که د ارغسان د لوړې بند ونه تړل سي، ارغسان په همدې دوو سیندونو (ارغسان او لوړې) کي وچیږي. د وچو سوو باغونو او ونو دغه جریبونه اوس تر دوه چنده اضافه سوي دي. که د لوړې بند ونه تړل سي، ددې ولسوالۍ تر ۳۰۰ زره اضافه ولس به ګډي وکړي.

13/06/2026

دا ۱۳۵۲ ه-ش کال دی. شهيد سردار محمد داود خان د اختر په شنه سهار د کوچني اختر لمونځ لپاره د خپلو لوړرتبه مامورينو سره لمانځه ته راځي. که تاريخ په لولئ، نو تاريخي مستندونه ضرور ګورئ.

Address

SHAHRINAW
Kabul
1002

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Shakirullah Wafadar J posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category