احمدالله ریحان

احمدالله ریحان ښه راغلاست !
دلته اسلامي ، جالب او هر اړخیز معلومات لوستلی شئ! هر ډول انټرنيټي، اسلامي، جالب او عمومي معلومات لوستلی شئ.

د سعودي عربستان سبا ته اختر ده !او د افغانستان سترې محکمې تر اوسه اعلان نه ده کړی!
29/03/2025

د سعودي عربستان سبا ته اختر ده !
او د افغانستان سترې محکمې تر اوسه اعلان نه ده کړی!

چې دا به د کابل کوم ځای وي ؟ستاسو نظر 🤔
18/09/2024

چې دا به د کابل کوم ځای وي ؟
ستاسو نظر 🤔

له دې هم خبر شئ !د امریکا نیو یارک ایالت دومره ریسټورانټونه لري ، که چېرې کوم کس په هر یوه ریسټورانټ کې یو ځل ډوډۍ وخوري...
18/09/2024

له دې هم خبر شئ !

د امریکا نیو یارک ایالت دومره ریسټورانټونه لري ، که چېرې کوم کس په هر یوه ریسټورانټ کې یو ځل ډوډۍ وخوري نو 134 کاله وخت به ونیسي چې بیا په هماغه ریسټورانټ کې ډوډۍ نمبر ور ورسیږي (48960 )
نور نو تاسو د دې ښار د لوی والي ، نفوس او د اقتصادي معاملاتو په اړوند لږ فکر ورته ونیسئ .😊

له دې هم خبر شئ!25 میلیونه مسافر هره ورځ د هندوستان د رېل ګاډي د سیستم له لارې تګ او راتګ کوي ، چې دغه کسان د اسټرالیا ل...
17/09/2024

له دې هم خبر شئ!
25 میلیونه مسافر هره ورځ د هندوستان د رېل ګاډي د سیستم له لارې تګ او راتګ کوي ، چې دغه کسان د اسټرالیا له ټول نفوس څخه زیات دي .
او د افغانستان له نفوس څخه لږ کم .
هندوستان ورځ تر بلې د ټرانسپورټ په برخه کې پرمختګ کوي ، یو وخت یې ننګرهار ته د ټاټا په نوم بسونه هم رالیږلي ، نه پوهېږم چې اوس به وي که نه ؟
ایا کله مو په رېل ګاډي کې سفر کړی ؟

ایا تاسو پوهېږئ !؟چې محمد ص په کوم کال او چیرته، دې دنیا ته خپلې مبارکې سترګي غړولي؟ کمنټ کې یې ولېکئ !زه به دده مبارک د...
16/09/2024

ایا تاسو پوهېږئ !؟

چې محمد ص په کوم کال او چیرته، دې دنیا ته خپلې مبارکې سترګي غړولي؟ کمنټ کې یې ولېکئ !

زه به دده مبارک د صبر، زغم او ښو اخلاقو په باره کې یوه کېسه ولېکم.

--->د اسلام له سترو دوښمنانو یو دوښمن اسلام راوړل

مسلمانانو یو سړی نېولی و، هغه سړی ثُمامه بن اُثال نومېده، د بني حنیفه قبیلې یو ځواکمن مشر و. ثُمامه مسلمانانو نیولی و او د مسجد نبوي په انګړ کې یې تړلی و، ځکه چې هغه د اسلام او مسلمانانو په وړاندې ډېره دښمني کوله.

رسول الله (ص) امر وکړ چې له ثمامه سره ښه چلند وشي او هغه ته خواړه او څښاک ورکړل شي. درې ورځې وروسته، رسول الله (ص) ثمامه ته راغی او ورته یې وویل: "ثمامه، څه فکر کوې؟"

ثمامه په زغم او کبر سره وویل: "که ته ما ووژنې، نو د وینې غچ اخیستل به وي، او که ته ما ازاد کړې، نو زه به شکر وباسم، او که ته مال غواړې، زه به مال درکړم."

رسول الله (ص) په هغه ورځ ثمامه ته څه ونه ویل او لاړ. بیا په دوهمه او درېمه ورځ یې ورته همدا پوښتنه وکړه، او ثمامه هر ځل ورته هماغه ځواب ورکړ. په درېیمه ورځ، رسول الله (ص) امر وکړ چې ثمامه ازاد کړي.

ثمامه چې له زولنو څخه خلاص شو، له مسجد څخه بهر لاړ او د نږدې اوبو یوې چینې ته ورغی، غسل یې وکړ، او بېرته د مسجد نبوي مخې ته راغی. هلته یې په لوړ غږ وویل: "اشهد أن لا إله إلا الله وأشهد أن محمداً رسول الله."

ثمامه د اسلام شهادت ورکړ او مسلمان شو. بیا یې وویل: "ای محمده (ص)! هېڅوک په دې دنیا کې ما له هیچا دومره نفرت نه درلود لکه ستا نه، خو اوس ته راته د ټولو خلکو څخه زیات ګران یې. او ستا دین ما ته د ټولو دینونو څخه ډېر بد ښکارېده، خو اوس ستا دین ما ته تر ټولو غوره دی. او ستا ښار (مدینه) ما تر ټولو ښارونو بد ګڼلو، خو اوس دا ښار زما لپاره تر ټولو محبوب دی."

ثمامه بیا وویل: "ای د الله رسوله (ص)! ما قصد درلود چې عمرې ته لاړ شم، خو قریشو زما مخه نیوله، او اوس چې زه مسلمان شوی یم، که ته اجازه راکړې، نو عمرې ته به لاړ شم." رسول الله (ص) ورته اجازه ورکړه.

ثمامه مکې ته ورغی او د کعبې شاوخوا طواف یې وکړ. قریشو ته یې وویل: "زه اوس مسلمان شوی یم، او زه قسم خورم چې قریش به له یمامې څخه هېڅ شی ترلاسه نه کړي تر څو چې رسول الله (ص) اجازه ورنه کړي." یمامه هغه سیمه وه چې مکه د خوراکي توکو له پلوه پرې متکي وه. په دې توګه، ثمامه د قریشو پر ضد اقتصادي بندیز ولګاوه، او په پای کې قریش مجبور شول چې رسول الله (ص) ته لیک واستوي او له هغه څخه یې وغوښتل چې ثمامه دې د خوراکي توکو لېږل بیا پیل کړي.

دا واقعه نه یوازې د رسول الله (ص) د زغم او ښو اخلاقو یوه بېلګه ده، بلکې دا هم ښيي چې څنګه د هغه رحمت او مهرباني د خلکو زړونه بدلول. ثمامه، چې د اسلام او رسول الله (ص) یو سخت دښمن و، په پای کې د رسول الله (ص) د ښو اخلاقو او صبر په نتیجه کې یو مخلص مسلمان شو.

-->

درود شریف مو هېر نه شي !
د میلاد نبي په مناسبت.
پوسټ شېر کړئ !

‏کابل کې نوي جوړ شوي سرک څومره ښایسته او مزیدار ښکارې‏وطن دې دغه شان اباد شي❤️تاسو په فکر دا د کابل په کومه ساحه کې ده ؟...
15/09/2024

‏کابل کې نوي جوړ شوي سرک څومره ښایسته او مزیدار ښکارې
‏وطن دې دغه شان اباد شي❤️
تاسو په فکر دا د کابل په کومه ساحه کې ده ؟

له دې هم خبر شئ !پرتګال هېواد په پام کې لري چې د فوټبال د تاریخ قهرمان او افسانوي لوبغاړي " کریسټیانو رونالدو " په عکس د...
15/09/2024

له دې هم خبر شئ !
پرتګال هېواد په پام کې لري چې د فوټبال د تاریخ قهرمان او افسانوي لوبغاړي " کریسټیانو رونالدو " په عکس د 7 یورو سکې بازار ته عرضه کړي 😳

د نورو ښایسته او هر اړخیزه معلوماتو لپاره پوسټ درسره شېر کړئ!

له دې هم خبر شئ!کریسټیانو رونالدو تاریخ جوړ کړ!نن ورځ د کریسټیانو رونالدو په ټولنیزو رسنیو کې 1 بیلیون( 1000 میلیونه ) څ...
13/09/2024

له دې هم خبر شئ!
کریسټیانو رونالدو تاریخ جوړ کړ!
نن ورځ د کریسټیانو رونالدو په ټولنیزو رسنیو کې 1 بیلیون( 1000 میلیونه ) څارونکي پوره شول, چې په دې سره په تاریخ کې لمړنۍ شخص شو چې دغه لاس ته راوړنه حاصلوي.
انسټاګرام : څه باندې 652 میلیونه څارونکي
فیسبوک : څه باندې 170 میلیونه څارونکي
یوټیوب : څه باندې 60 میلیونه څارونکي
ټویټر : څه باندې 112 میلیونه څارونکي
کیوایشو : څه باندې 10 میلیونه څارونکي
ویبو : څه باندې 8 میلیونه څارونکي

اوس به یونیم نیت کمی وايي چې ، د رونالدو نړیوال کپ چیرته ده ؟
هغه کپ خو پیپسي پټ کړی😁

نوټ : کیوایشو او ویبو چینایي اپلیکیشن دي، چې لنډې ویډیوګانې پکې خپریږي.

له دې هم خبر شئ!د کرکټ نړیوالې شورا د پنځوس اوریزو سیالیو د الرونډرانو په تازه درجه بندۍ کې محمد نبي په لومړي مقام کې قر...
12/09/2024

له دې هم خبر شئ!
د کرکټ نړیوالې شورا د پنځوس اوریزو سیالیو د الرونډرانو په تازه درجه بندۍ کې محمد نبي په لومړي مقام کې قرار لري.
Fazalhaq Farooqi
Mohammad Nabi
Afghanistan Cricket Board

Address

Kabul Afghansitan
Kabul
1007

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when احمدالله ریحان posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category