Spogmai FM

Spogmai FM A source of local, regional and international news, political, entertainment and social programs.

Spogmai FM is a popular radio station based in Kabul, Afghanistan. Founded in 2008, the station has become a leading source of news, music, and entertainment for its listeners in Afghanistan and the surrounding region. With a team of experienced broadcasters and journalists, Spogmai FM is committed to providing accurate, timely, and engaging programming that reflects the diverse interests and perspectives of its audience. Whether covering local news and events or playing the latest hits, Spogmai FM is dedicated to delivering high-quality content that informs, entertains, and inspires its listeners.

29/09/2026

سل ثانیې خبر🎙

د امارتي شرکتونو عمومي ریاست وايي، له صیاد څخه کابل او نوي کابل ښار ته د څښاک پاکو اوبو د لېږد پروژې تخنیکي، ټولنیزې او ...
29/09/2026

د امارتي شرکتونو عمومي ریاست وايي، له صیاد څخه کابل او نوي کابل ښار ته د څښاک پاکو اوبو د لېږد پروژې تخنیکي، ټولنیزې او ډیزاین چارې پیل شوې دي. د ریاست عمومي رییس احمدجان بلال وايي، کابل ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې د اوبو له جدي بحران سره مخ شي. نوموړي ټینګار کړی چې د اوبو د بحران د مخنیوي لپاره به لازم عملي اقدامات او پروژې پلې شي.

د ا.ا بهرنیو چارو وزارت نن په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر احضار او د نورستان په لوري د ډیورنډ فرضي کرښې له هغې غ...
29/09/2026

د ا.ا بهرنیو چارو وزارت نن په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر احضار او د نورستان په لوري د ډیورنډ فرضي کرښې له هغې غاړې د وسله‌والو ډلو د راوښتلو په تړاو یې ورته اعتراض لیک سپارلی. یاد وزارت ویلي، د پاکستان تر واک لاندې سیمو کې د وسله‌والو ډلو د جلب‌وجذب، روزنې او تجهیز او بیا هغوی د ډیورنډ فرضي کرښې دې غاړې ته د لېږدولو اقدامات په کلکو ټکو غندي. د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دغه کړنې د افغانستان د حاکمیت او ملي حریم ښکاره نقض دی او خبرداری یې ورکړی چې د ورته اقداماتو د دوام مسوولیت به د پاکستان پر غاړه وي.

د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي بلاروس ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د روغتیا له وزیر هودژایف الکساندر سره کت...
29/09/2026

د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي بلاروس ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د روغتیا له وزیر هودژایف الکساندر سره کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیايي همکاریو د پراختیا په اړه یې خبرې کړې دي. د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان امرخېل وایي، په دې لیدنه کې افغانستان ته د درملو او طبي تجهیزاتو پر واردولو، د روغتیايي کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړولو او د علمي او څېړنیزو معلوماتو پر تبادلې خبرې وشوې او دواړو لورو په دغو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا هوکړه کړې ده.

د ایران د سپاه پاسداران ویاند حسین محبي وایي، که پر ایران بیا برید وشي، تهران به د جګړې جغرافیه، کارېدونکې وسلې او پوځي ...
29/09/2026

د ایران د سپاه پاسداران ویاند حسین محبي وایي، که پر ایران بیا برید وشي، تهران به د جګړې جغرافیه، کارېدونکې وسلې او پوځي تجهیزات بدل کړي. نوموړي ویلي، ایران به په احتمالي نوي پړاو کې له نویو وړتیاوو لرونکو وسلو کار واخلي او هغه اهداف به هم په نښه کړي چې تر اوسه نه دي هدف ګرځول شوي. محبي زیاته کړې، سپاه ځان د اوږدمهالې جګړې لپاره چمتو کړی دی.

قزاقستان وایي، د روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې افغانستان ته د دغه هېواد د غلو صادرات څلور برابره زیات شوي او ۶۵۵ زره ...
29/09/2026

قزاقستان وایي، د روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې افغانستان ته د دغه هېواد د غلو صادرات څلور برابره زیات شوي او ۶۵۵ زره ټنو ته رسېدلي دي. د قزاقستان د ټرانسپورټ وزارت د معلوماتو له مخې، په همدې موده کې د دغه هېواد له لارې د اوسپنې پټلۍ په وسیله د توکو لېږد ۱۳ سلنه زیات شوی دی. په دې موده کې د اورګاډي له لارې ۹.۳ میلیونه ټنه غله لېږدول شوې ده. قزاقستان منځنۍ اسیا ته د غلو صادرات ۳۷ سلنه او چین ته ۳۴ سلنه زیات کړي دي. همداراز، په تېرو شپږو میاشتو کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۵۸۱ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده.

د روباټیک نړیوال فدراسیون په خپل نوي راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې د نړۍ په فابریکو کې د فعالو صنعتي روبوټونو شمېر ۹ ...
29/09/2026

د روباټیک نړیوال فدراسیون په خپل نوي راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې د نړۍ په فابریکو کې د فعالو صنعتي روبوټونو شمېر ۹ سلنه زیات شوی او پنځو میلیونو ته رسېدلی دی. د «روباټیک نړۍ ۲۰۲۶» راپور له مخې، تېر کال په فابریکو کې له ۶۰۰ زرو ډېر نوي روبوټونه نصب شوي، چې ۱۱ سلنه زیاتوالی ښيي. چین د ۳۵۴ زره نویو صنعتي روبوټونو په نصبولو سره د نړۍ تر ټولو لوی بازار بلل شوی، چې د نړۍ د ټولو نویو نصب شویو روبوټونو ۵۹ سلنه جوړوي. له چین وروسته امریکا او جاپان د صنعتي روبوټونو د نصبولو تر ټولو لوی بازارونه وو.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د دغه وزارت وزیر نورالدین عزیزي د یوه پلاوي په مشرۍ او د بلاروس په رسمي بلنې دغه هېواد ته ...
29/09/2026

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د دغه وزارت وزیر نورالدین عزیزي د یوه پلاوي په مشرۍ او د بلاروس په رسمي بلنې دغه هېواد ته تللی دی. د یاد وزارت په وینا، د عزیزي د سفر موخه د بلاروس په دویم نړیوال صنعتي نندارتون کې ګډون او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پراخول دي. ټاکل شوې، نوموړی په دې سفر کې د بلاروس د بهرنیو چارو، کرنې او صنعت له وزیرانو سره د سوداګرۍ پراختیا، صنعتي او کرنیزو همکاریو، پانګونې او د نوو همکاریو د فرصتونو په اړه خبرې وکړي.

د پنجشېر ولایتي مسوولین وایي، چې ۶ زره او ۶۳۹ قیراطه زمرد، چې شپږ بېلګې هم پکې شاملې دي، د ۷ میلیونه او ۳۴۱ زره او ۵۰۰ ا...
29/09/2026

د پنجشېر ولایتي مسوولین وایي، چې ۶ زره او ۶۳۹ قیراطه زمرد، چې شپږ بېلګې هم پکې شاملې دي، د ۷ میلیونه او ۳۴۱ زره او ۵۰۰ افغانیو په ارزښت د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول. د پنجشېر د والي ویاند سیف‌الدین لټون وایي، دغه زمرد د کانونو د ساتنې کمېټې د پلاوي په حضور کې پلورل شوي دي. نوموړی زیاتوي، چې د کانونو او قیمتي ډبرو د پلور بهیر د اړوندو پلاوو په شتون کې ترسره کېږي.

د ایران د پارلمان مشر محمدباقر قالیباف د هرمز تنګي په اړه د ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، تهران به ...
29/09/2026

د ایران د پارلمان مشر محمدباقر قالیباف د هرمز تنګي په اړه د ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، تهران به د امریکا د ګواښونو او فشارونو پر وړاندې شاتګ ونه کړي. د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، قالیباف ویلي، که ایران ونه شي کولای خپل نفت وپلوري، نور هېوادونه به هم ونه شي کولای خپل نفت وپلوري، او که د ایران امنیت تامین نه‌شي، «هېڅ بنسټ به خوندي نه وي». د ایران د نوموړي زیاته کړې، د هر ډول ګواښ او «پاروونکي» اقدام پر وړاندې به د تهران ځواب چټک او «پښېمانوونکی» وي.

Address

Kabul
1006

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Spogmai FM posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Spogmai FM:

Shortcuts

Share

Category