رنګین ماښام_ Rangin Makham

رنګین ماښام_ Rangin Makham سلامونه زمونږ پاڼی ته ښه راغلاست
(1)

‎‎عدالت، صداقت او شفافیت د بریا ریښتینې ستنې دي؛ خو کله چې شخصي اړیکې د وړتیا او لیاقت پر ځای معیار شي، نو د ټیم، د نسل ...
04/10/2025


‎عدالت، صداقت او شفافیت د بریا ریښتینې ستنې دي؛ خو کله چې شخصي اړیکې د وړتیا او لیاقت پر ځای معیار شي، نو د ټیم، د نسل او د ملت د هیلو د خړېدو او
‎مړینې لامل ګرځي.

‎کپتاني یوازې د لوبې مشري نه ده، بلکې د عدالت، انصاف او د ملت د باور یوه ستره امانتداري ده. هغه څوک چې د ټیم کپتان وي، باید د ټولو لوبغاړو استعداد، وړتیا او زحمت ته په درنښت وګوري او هغوی ته د خپلې وړتیا مطابق ځای ورکړي. ځکه هر لوبغاړی چې ټیم ته راځي، د خپل ملت د عزت او ویاړ لپاره هڅې کوي، خوبونه او هیلې لري.

‎خو کله چې یو کپتان د عدالت پر ځای خپل ځان او خپل دوستان مقدم ګڼي، د استعداد لرونکو ځوانانو پر ځای خپلو ملګرو ته چانس ورکوي، دا یوازې یوه کوچنۍ تېروتنه نه ده، بلکې: د ځوانو لوبغاړو د حق خوړل، د ملت دوکه کول، او د ټیم د راتلونکې وژنه ده.

‎ځوان لوبغاړي د ملي ټیم اصلي شتمني ده. دوی هغه اور دی چې د هېواد راتلونکی پرې روښانه کېږي. کله چې دوی د ناعادل کپتان له امله پرلپسې له لوبو محرومیږي: د هغوی زړونه ماتېږي، هیلې له منځه ځي، استعدادونه زړېږي، او ملت له خپلو اتلانو بې برخې کېږي.

‎د داسې ناعادلانه کپتانی پایلې یوازې د یو لوبغاړي ناکامي نه ده، بلکې دوه ستر زیانونه رامنځته کوي:

‎1. د ملت د باور له منځه تګ. ځکه ولس ویني چې عدالت نه کېږي او حق حقدار ته نه ورکول کېږي.

‎2. د ټیم راتلونکی له منځه وړل. ځکه استعدادونه له منځه ځي او ټیم یوازې په ظاهري ملګرتیاوو ولاړ پاتې کېږي.

‎یو کپتان که د ملت د عزت پر ځای د شخصي ګټې او خپلو ملګرو ملاتړ غوره کړي، هغه د ټیم مشر نه، بلکې د ټیم د تباهۍ عامل دی.
‎حقیقت دا دی چې ملت یوازې هغه وخت ویاړ ترلاسه کولای شي چې: کله چې عدالت پلی شي، هر لوبغاړي ته د خپلې وړتیا مطابق ځای ورکړل شي، او د ټیم اړیکې د انصاف او ملي احساس پر بنسټ جوړې وي.

‎ناعادلانه کپتاني نه یوازې لوبغاړي ځپي، بلکې د ملت عزت او ویاړ ته هم دروند زیان رسوي. له دې کبله، ټول باید په دې ستر حقیقت پوه شي چې.
‎عدالت، صداقت او شفافیت د بریا یوازینۍ لار ده، او شخصي اړیکو ته ترجیح ورکول د ټیم، د نسل او د ملت د هیلو وژنه ده.

‎✍️

Address

Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when رنګین ماښام_ Rangin Makham posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category