07/09/2025
په موټر کې ECO څه شی دی؟
- اکو ECO د Economy یا Ecological لنډیز دی.
- دا سیستم زیاتره په عصري موټرونو کې موندل کېږي، چې هدف یې د سون توکو لږ مصرف او د ککړتیا کمول دي.
دا څنګه کار کوي؟
- د ګاز پدال ورو غبرګون ښيي، څو مصرف راکم شي
- د ایرکنډیشن ځواک کمېږي، څو پر انجن فشار کم شي
- اتومات ګیربکس ګیربونه ژر بدلوي، څو موټر په ټیټه دوره ( RPM ) کی وچلېږي.
- د سونتوکو مصرف شاوخوا د 10% څخه تر 20% کمېږي.
د ECO موډ ګټې:
- د تېلو سپما
- د ککړتیا کمښت
- د انجن او ګیربکس عمر زیاتوي
- د ښاري ترافیک لپاره مناسب دی
⚠️ محدودیتونه:
- سرعت او تېزوالی کموي
- د لوړو یا مخ کښته سړکونو لپاره مناسب نه دی
لنډیز:
اکو موډ ECO Mode = دتیلو سپما + دچاپیریال ساتنه.