
01/05/2025
آیا غواړئ چې مسلکي ډيزاینر شي⁉️
که تاسې د ګرافیک ډيزاین سره علاقه لرئ او غواړئ پدغه برخه کې ځانته راتلونکي او کریر جوړ کړئ. دلته اووه داسې سپارښتنې درسره شریکوم چې نه يوازې دا چې تاسې سره به د يو ښه او مسلکي ډیزاینر کیدو کې مرسته وکړي، بلکې تاسې سره به د کار موندې او ښه راتلونکې لپاره ډېر ګټور ثابت شي.
1️⃣ د ګرافیک ډیزاین تیوری زده کړئ.
د ګرافیک ډیزاین په تیوري کې ډېر اساسي شیان لکه د رنګ، فونټ، کمپوزیشن، او داسې نور موضوعات کې تاسې مرسته کولای شي چې يو ښه ډیزاین جوړ کړئ.
2️⃣ په ګرافيکي برنامه برلاسه پیدا کړئ.
د ګرافیک ډیزاین لپاره بیلا بیلې برنامې کاريږي، خو د اډوبي کمپني برنامي ډېر شهرت او اسانتیاوي لري. هڅه وکړئ چې دغه برنامې په ښه توګه زده کړئ.
3️⃣ په یو څانګه تخصص او په نورو څانګو کار کوول زده کړئ.
که غواړئ چې په ګرافیک ډیزاین کې ښه دنده ترلاسه کړئ، نو کوښښ وکړئ چې د ډیزاین مختلفو څانګو کې برلاسه اوسۍ. مثال د يو ډیزاینر په توګه تاسې باید د چاپي موادو په ډيزاین، موشن ګرافیک، برنډینګ، ویب سایټ او نورو ډېرو څانګه کې برلاسه اوسئ، ځکه زیاتره شرکتونه داسې کسان په دنده ګماري چې ډېر کارونه کوي. خو د دې ترڅنګ باید هڅه وکړئ په يو برخه کې ځان ډېر ورسوئ، هغه څانګه کولای شي ستاسې لپاره موش ګرافیک وي، يا هم د کتابونو او مجلو ډيزاین وي، يا هم د ویبسايټ جوړول وي.
4️⃣ تل نوي شیان زده کړئ.
د ګرافیک ډيزاین مسلک کې تل د نوي نوښتونو سره مخ کيږي، کوښښ وکړئ ځان اپډيټ وساتئ. د ډیزاين د مود په اړه معلومات باید ولرئ. د مصنوعي هوښ څخه ګټه اخیستل ممکن ستاسې ژوند خورا اسان کړي.
5️⃣ که غواړئ فريلنسر شئ باید خرڅلاو برخه کې ځان ورسوئ.
که غواړئ په ازاد ډول کار وکړئ، او پيردونکو څخه پروژې ترلاسه کړئ، نو تاسې باید د خرڅلاو د تخنیکونو ځان خبر کړئ څو ډېر پيردونکي وګټئ.
6️⃣ خپل کاري نموني په انلاین بڼه ولرئ.
کاري نموني پورټفولیو د يو ډیزاینر لپاره خورا اړينه ده چې باید کار پرې وکړي. که چېرې تاسې ښې کاري نمونې ولرئ نو ستاسې د دندې اخیستو يا هم د پيردونکي ګټلو چانس خورا لوړ دی. ځيني ډیزاینران په فلش کې خپلې نمونې ګرځوي. خو تاسې کولای شئ په انلاین بڼه د بیهنس، ډریبل يا هم د خپل ټولنيزې شبکو د اکاونټونو څخه د خپل پورټفوليو په توګه استفاده وکړئ.
7️⃣ ډیزاین د پيردونکي لپاره نه، بلکې د ځان لپاره وکړئ.
لدې مې موخه دا ده چې په ډيزاین داسې زحمت کاږئ لکه د ځان او خپلې راتلونکې لپاره چې ډیزاین کوئ. ښه کیفیت ستاسې راتلونکې ته ډېر ګټه درسوي. نو تل باید په ښه کیفیت کار کوئ.
#ګرافیک #ډيزاین #ډیزاینر #ډيزاینګ