ادبې پاڼه

ادبې پاڼه کله چې ګناه در څخه کیدله نو دا فکر د ځان
سره ولره! که مې خلك نه ويني خو د خلكو رب خو مې ويني. هغه پر هر حال حاضر او ناظر دى!!

07/05/2025

يو څوک په ۲۲ کلنۍ کې له پوهنتونه فارغ شي او پنځه کاله د ښې وظیفې په انتظار تېر کړي.
خو بل څوک په ۲۵ کلنۍ کې د ادارې ريئس شي او په ۵۰ کلنۍ کې مړ شي.
بل شخص په ۵۰ کلنۍ کې رئیس شي او تر ۹۰ کلنۍ پورې ژوند وکړي.
يو څوک لا تر اوسه مجرد وي خو بل څوک د ښوونځي له وخته نیکه شوی وي.
اوباما په ۵۵ کلنۍ کې تقاعد شو او ټرمپ په ۷۰ کلنۍ کې پیل وکړ.
نو؛
هر څوک په دې دنیا کې د خپل وخت و زمان په دایره کې حرکت کوي. معنا دا چې ځیني ښايي درنه مخکې وي او ځیني درنه شاته وي. هغوی سره حسد او کینه مه کوئ چې درنه مخکې دي.
هغوی د خپل وخت په دایره کې روان دي او ته په خپله کې.
ارام واوسه، په تا لا ناوخته نه دی، باوري اوسه چې ستا د ځلېدو وخت هم زر راروان دی.

18/04/2025

څومره ښې مشورې دي:

وایي، که نه یې بلل شوی، نو مه ورځه. که درته څه نه وي ویل شوي، نو په اړه یې پوښتنه مه کوه. که ناوخته یې دعوت درکړ، رد یې کړه. د دې مانا دا ده چې تاسې د پلان برخه نه یاست، ارزښت مو مه کموئ!

17/04/2025

که له کوچنیو فرصتونو او خوشالي ګټه واخلې، نو لوی فرصتونه او خوشالي به پخپله راشي.

15/04/2025

که موږ د ظاهري څېرې پر ځای د فکرونو، اخلاقو او عقلونو جوړولو ته پام وکړو، نو نه یواځې به ښه انسانان، بلکې یوه روښانه ټولنه هم ولرو.

15/04/2025

په هغه ټولنه کې چې خلک د اشخاصو پر ځای هېواد ته لومړيتوب ورکړي، هلته خلک د پرمختګ په زينو پورته کېږي.

15/04/2025

رهبر هغه څوک دی چې د خلکو لپاره د خلکو په منځ کې ژوند وکړي، نه دا چې ځان له خلکو پټ کړي..

#چيګوارا

15/04/2025

د چيګوارا ځېنی خبرې..

۱: په ستونزمن وخت کې له ډارن سره مشوره مه کوا ځکه چې هغه به ستا پاتې همت هم درختم کړي.
۲: څوک چې ترشاه درپسې خبری کوي پروا نه لري ځکه د هغوي موقف له تا شاته دی.
۳: چا چې یو ځل درسره خیانت وکړ نو زر واری بیا هم درسره کوي.

15/04/2025

غلامي او شخصیت پرستي انسان دومره ذلیلوي چې ژوندي پاتې کېدل هم ورته پرمختګ او ترقي ښکاري.

15/04/2025

د وطن وضعيت او نامعلوم راتلونکي دومره ستړی کړی یم، چې ورځي او شپې په چوپتيا کې سبا کوم.

15/04/2025

څو ښې خبرې

۱: که چیرته مېلمه وي، نو په لوړ آواز خبرې مه کوه.
۲: هیڅکله په ښار کې د نجونو او ښځو شاته مه ځه.
۳: خپل شخصي رازونه کورنۍ ته مه وایه.
۴: که چا سره دې مینه وي، نو ورته قرار وکړه، بیا وروسته پښیماني ګټه نه کوي.
۵: خپلې ښځې ته د خپلې کورنۍ سپکاوی مه کوه.

15/04/2025

په يوه داسې بدبخته ټولنه کې ژوند کوم چې تعليم پکې کفر بلل کيږي!
کله مو هم اينده نسلونو ته فکر کړى دى؟
د هغوى لپاره داسې ميندې په کار دي چې هغوى ته ښه تربيه ورکړاى شي، او دا هر څه د تعليم مربوط دي!

15/04/2025

ټول کورونه تر هغه وخته پورې په تیاره کې ډوب وي، تر څو چې میندي نه وي را ویښې شوي!

Address

Khost
Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ادبې پاڼه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category