ننګرهار

ننګرهار Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from ننګرهار, Media/News Company, Kabul.

08/12/2025

🇦🇫😍

د   پر مهال دغه نښې نظر کې ونیسئ!د غاښونو کریمونو پر ډبي باندې یو ډوله رنګ نښه شوي وي چې د رنګ کوډ ورته وایي، او دا ځانګ...
21/07/2022

د پر مهال دغه نښې نظر کې ونیسئ!

د غاښونو کریمونو پر ډبي باندې یو ډوله رنګ نښه شوي وي چې د رنګ کوډ ورته وایي، او دا ځانګړی مطلب لري. ددې نښو په اړه ولولئ:

#توره نښه

په کوم ډبي چې توره نښه وي، دا څرګندوي چې دغه کریم یوازې له کیمیاوي موادو جوړ شوی دی.

#سره نښه

د سرې نښې کوډ څخه څرکندیږي چې دغه کریم له طبیعي او کیمیاوي موادو څخه ګډ جوړ شوی دی.

#بانجاني شین

د شین کوډ نښه داده چې دغه کریم له طبیعي موادو او درملو څخه ګډ جوړ شوی، دغه کریم په غاښونو کې د ناروغۍ درلودلو کسان استعمالولی شي.

توت پاڼی شین

د توت پاڼي شین نښه داده چې دغه کریم له پاکو طبیعي موادو څخه جوړ شوی، د ډاکټرانو په وینا دغه کریم د مسواک ښه بدیل بلل کیږي.

د غاښونو متخصصین وایي هر کله چې د غاښونو کریم اخیستلو اراده لرئ باید دغه رنګونه په نظر کې ونیسئ، ځکه چې په دې کې د ماشومانو لپاره له کیمیاوي موادو څخه ډک (تور نښی کریم) زیانمن ثابتیږي.

همدا ډول هغه کسان چې د غاښونو ناروغي لري باید بانجاني ډوله شین او یا توت پاڼی نښې لرونکی کریم استعمال کړي.

دا لغمان دې د مهترلام ښار!
22/05/2022

دا لغمان دې د مهترلام ښار!

ګوګل:د ګوګل کمپنۍ کارکوونکو داسې عینکو پۀ جوړولو لګیا دي چې پۀ اتومات ډول تاسو تۀ د نړۍ هره ژبه وژباړي؛ یعنې کۀ تاسې پۀ ...
22/05/2022

ګوګل:
د ګوګل کمپنۍ کارکوونکو داسې عینکو پۀ جوړولو لګیا دي چې پۀ اتومات ډول تاسو تۀ د نړۍ هره ژبه وژباړي؛ یعنې کۀ تاسې پۀ یو کتاب کې متن پۀ انګلیسي ژبه لؤلئ د عینکې پر مخ بۀ نوموړی متن پۀ مورنۍ(پښتو) ژبه ښکاري.
دغه عینکې بۀ د ځانګړي تنظیماتو درلودونکي وي، د نړۍ ټولې ژبې بۀ پکې اعیارې شوي وي او د چاپېریال مطابق هم خپله ژبه بدلوي او هم تاسو تۀ د ژبې د بدلولو اختیار درکوي.
پاڅېږه وطنه!!! ک
ټاليب نصوار واچوي وايې نجونې دې ښونځي نه لولي بايد هرڅه لپاره ملا صاب دم چوف وکړي.

کاپی

زموږ ښکلی پنجشېر Our beautiful    #پنجشیر
12/05/2022

زموږ ښکلی پنجشېر

Our beautiful
#پنجشیر

نننی کابل جان!💓تل دې اباد وي❤
11/05/2022

نننی کابل جان!💓
تل دې اباد وي❤

03/01/2022

بدخشان ـ راغستان:
تاجیل دره کې واورې ښویدنې ۵ کسان وژلي.

کیپ ټاون:د جنوبي افریقا پارلمان اور اخیستی.د وکیلانو د ناستې ځای یې هم بشپړ تخریب کړی او درانده مالي زیانونه یې اړولي.
03/01/2022

کیپ ټاون:
د جنوبي افریقا پارلمان اور اخیستی.
د وکیلانو د ناستې ځای یې هم بشپړ تخریب کړی او درانده مالي زیانونه یې اړولي.

داسي مشران دي په پر وطن خداي ج ډېر کړي هغوی چي وطن او ولس ژغوري اتلان دي واورو او بارانو ته مه خوشخالیګی تاسی د مستی نه ...
03/01/2022

داسي مشران دي په پر وطن خداي ج ډېر کړي
هغوی چي وطن او ولس ژغوري اتلان دي
واورو او بارانو ته مه خوشخالیګی تاسی د مستی نه عکسونه اخلی او غریبان د سړو نه مری .

د ۲۰۲۱ کال خرکوس انسان رزیل او بی شرفه یهود
03/01/2022

د ۲۰۲۱ کال خرکوس انسان
رزیل او بی شرفه یهود

ښاغلی بسم الله محمدي په تېښته کي تر ټولو لومړی وو!(اگر خاموش بنشینی گناه است) یادونه: پرون (د ۲۰۲۲ د جنوري پر لومړۍ) په ...
03/01/2022

ښاغلی بسم الله محمدي په تېښته کي تر ټولو لومړی وو!

(اگر خاموش بنشینی گناه است)
یادونه: پرون (د ۲۰۲۲ د جنوري پر لومړۍ) په ۸صبح ورځپاڼه کي د کابل وروستي سقوط په هکله د دفاع د سرپرست وزیر ښاغلي بسم الله محمدي یاداښت خپور سو. چې ځیني موارد یې زما د یاداښتونو سره په ټکر کي دي. زه هم په کابل کي وم، وروسته د دفاع د وزارت د لوړپوړو سره د سفر ملګری سوم. د مهاجرت تر دیاره مو پر مشاهدو بحث کاوه او ما د ډېرو نورو ترڅنګ د یادو جنرالانو چي ځیني یې ښاغلي محمدي ته ډېر نږدي ول، یاداښتونه خوندي کړیدي.
په دې لنډه یادونه کي یواځي څو ټکو ته اشاره کوم. خو هیله من یم چي زماسرچینې پخپله رامخي ته سي او خپلي خبري وکړي.

ښاغلی محمدي له لومړي سره د جګړې پرځای د کورنیو او نړیوالو سیاسي طرحو د پلي کولو لپاره راغلی وو او د جګړې تر مدیریت یې شخصي او سیاسي مسایل مهم ګڼل. په ټولو امنیتي جلسو کي یې یوه خبره کوله هغه دا چې جګړه نه سو کولای.
د ځینو ولایتونو څخه د پر شاتګ امر یې کړی وو او ځینو نورو ته یې د مهماتو پر لېږد لاري تړلي وې. تر سقوط څلور ورځي وړاندي یې خپله کورنۍ بهر ته ایستلې وه او تر سقوط درې ورځي وړاندي یې لا د خپل ځان د ایستلو لپاره د تاجکستان د سفیر سره پلان جوړکړی وو.
د وزارت د کشف د ریاست او مقام د دفتر اوپراتیفي بودجه یې چې تر سلو میلیونو افغانیو زیاته وه په ډالرو اړولې او د ځان سره لېږد ته چمتو کړې وه.

د آګسټ پر ۱۵ ښاغلی محمدي ډېر وخت په هوايي ډګر کي د هوايي ځواکونو د معاینې په بهانه د تېښتي په موخه د پروازونو په تنظیمولو بوخت وو. غوښتل یې چي لومړی پنجشیر او بیا تاجکستان ته پروازونه چمتو کړي. یوځل یې د یوه پیغام د ثبت لپاره خپل دفتر ته سر ورښکاره کړی او پر ۳:۱۸ بیرته وتلی وو. پنجشیر ته تلونکي الوتکي ته ځینو مسئولینو نه وو پرې ایښی او وروسته یې پیلوټانو د تاجکستان د پرواز څخه سرغړونه کړې وه.

د متحده عربي اماراتو الوتکه چي د خپلو ډیپلوماټانو د تخلیې لپاره پر ۷:۱۹ کابل ته راغله، د ښاغلي محمدي نوم یې هم د ځینو نورو سره قبول کړ. خو ښاغلی محمدي چي سخت وېرېدلی وو او حواس یې له لاسه ورکړي ول، په بېړه الوتکي ته د داخلېدو هڅه وکړه. د الوتکي ساتونکو چي ونه پېژاند، په خپلو وسلو یې پر مخ او سر سر وواهه. وروسته د نورو لخوا ورته وویل سول چي دا د دفاع وزیر دی او د پرواز په لیست کي شامل سوی دی. ویل کېږي چي تر وهلو وروسته یې په داسې حال کي چي بسم الله محمدي ژړل، الوتکي ته پورته کړ. کله چي یې ده ته اجازه ورکړه خو د ساتونکو د بې وسلې کولو یې ورته وویل، ساتونکو یې په لسګونو وسلې پر ځغاستلیکه وغورځولې، آن د الوتکي پرواز یې ځنډنی کړ.

ویل کېږي چي د زوی، خوريي او یاور سره یې په درو بکسونو کي پیسې وې چي دوه تنه یې وتوانېدل چي الوتکي ته ورسره پورته سي.

د یوه ډګر جنرال په خبره، په وروستیو کي نړیوالو د وضعیت د مهارلپاره د واک اخیستلو اشارې هم ور رسولې. خو مورال یې ډېر ټیټ وو. لنډه دا چي د تېښتي په چاره کي ښاغلي محمدي تر ټولو چابک وو.
#هارون #حکیمی

Address

Kabul
269696

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ننګرهار posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share