
16/06/2024
ښاغلي فاروق وردګ له خپل پلرني ټاټوبي د وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ له اونخي درې څخه لیدنه وکړه. نوموړي د خپل سفر پرمهال د سیمې له مشرانو، علمای کرامو، متنفذینو او ځوانانو سره مفصلې خبرې وکړې، له خلکو سره یې په دې سیمه کې د خپل ماشومتوب او د پخواني شوروي اتحاد د یرغل پر وړاندې د جهاد دورې د نه هېرېدونکو خاطرو یادونه وکړه او په تېرو نږدې پنځو لسیزو کې یې د دې سیمې د خلکو سختۍ، کړاوونه او په علمي او عملي ډګر کې صبر، استقامت او غښتلې مبارزه وستایله.
ښاغلي وردګ په ټول هېواد کې د امن او سوکالۍ پر فضا د خوښۍ څرګندولو تر څنګ په ټولو برخو کې د لا پرمختګ هیله وکړه.
هغه همداراز د سیمې خلکو ته د کلیو د ځوانانو او مشرانو پر غښتلي رول د ټینګار ترڅنګ سپارښتنه وکړه چې پر بهرنیو مرستو د تکیې پر ځای له خپلو شته ظرفیتونو او امکاناتو څخه د سیمې د انکشاف د اساس او تهداب په حیث ګټه واخلي. نوموړي له سیمه ییزو ادارو سره په همغږۍ د زراعت د میکانیزه کولو او د خپلو سرشارو بشري سرچینو د ښه سوق او انسجام له لارې د کوچنیو انکشافي پروژو د تطبیق پر مټ د اقتصادي ثبات او پر ځان بسیاینې لپاره د کوټلو ګامونو د اخیستلو په برخه کې د سیمې مشرانو او ځوانانو ته لازمې مشورې ورکړې او په دې برخه کې یې د خپلو اوږدو تجربو، له بین المللی ټولنې سره د دوه اړخیز شناخت او اعتماد او د خپلې دېرش کلنې کاري رابطې په لرلو سره د ولس له مشرانو سره ژمنه وکړه چې د دوی غوښتنې او له خپلو موجوده منابعو څخه د استفادې اطیمنان به ملي او نړیوالو تمویلوونکو موسسو ته ورسوي ترڅو د سیمې خلکو ته د تولیدي کارونو د ایجاد له لارې د سیمې د انکشاف او د خلکو د رفاه د فرصتونو په رامنځته کولو له دوی سره مرسته وکړي.