Salam Watandar Pashto

Salam Watandar Pashto Salam Watandar Pashto News Official Page

افغانستان د هند پر وړاندې لومړۍ شل اوریزه لوبه کې ماتې سره مخ شو.د نن شپې لوبه کې افغانستان د ٨ لوبغاړو په زیان هند ته ١...
13/09/2026

افغانستان د هند پر وړاندې لومړۍ شل اوریزه لوبه کې ماتې سره مخ شو.

د نن شپې لوبه کې افغانستان د ٨ لوبغاړو په زیان هند ته ١۵۷ منډې هدف ورکړ او سیالې لوبډلې وکولی شول د لوبې په ۱۴م اور کې د دریو لوبغاړو په سوځېدو دغه هدف پوره کړي.

د افغانستان لپاره تر ټولو ښه توپوهنه یوازې عظمت الله عمرزي وکړه چې ۶۴ منډې یې جوړې کړې.

دغه لوبلړۍ چې د افغانستان په کوربه‌توب ترسره کیږي، دویمه لوبه یې د سپټمبر په ۱۵مه او دریمه په ۱۷مه ترسره کېږي.

#سلام‌وطندار #کرکټ #هند #لوبه

13/09/2026

د کندهار شاه‌ولیکوټ ولسوالۍ کې یو شمېر بڼوال وايي چې د وچکالۍ له امله یې باغونه په ځانګړې توګه د انځرو ونې د وچېدو ګواښ سره مخ دي.

دوی وویل، ځينو بڼوالو ان د وچکالۍ له امله د خپلو باغونه ونې اېستلي دي.

راپور: وحیدالله وحدت

#سلام‌وطندار #کندهار #وچکالي #باغونه

افغانستان هند ته لومړۍ شل اوریزه لوبه کې ١۵۷ منډې هدف ورکړ.دغه لوبه کې افغانستان ٨ لوبغاړي له لاسه ورکړل او تر ټولو ښه ت...
13/09/2026

افغانستان هند ته لومړۍ شل اوریزه لوبه کې ١۵۷ منډې هدف ورکړ.

دغه لوبه کې افغانستان ٨ لوبغاړي له لاسه ورکړل او تر ټولو ښه توپوهنه عظمت الله عمرزي وکړه چې ۶۶ منډې یې جوړې کړې.

#سلام‌وطندار #کرکټ #افغانستان #هند #لوبه

د افغانستان او هند کرکټ لوبډلو ترمنځ لومړۍ سیالۍ کې افغانستان د ۱۰ اورونو په لوبولو ۵۶ منډې کړي او ۵ لوبغاړي یې اوټ دي.ن...
13/09/2026

د افغانستان او هند کرکټ لوبډلو ترمنځ لومړۍ سیالۍ کې افغانستان د ۱۰ اورونو په لوبولو ۵۶ منډې کړي او ۵ لوبغاړي یې اوټ دي.

نبي او عمرزی توپوهنې ته دوام ورکوي.

ابراهیم، ګربز، صدیق، درویش او ګلبدین اوټ شوي دي.

#سلام‌وطندار #کرکټ #هند #لوبه #افغانستان

رحمان الله ګربز هند سره لومړۍ شل اوریزه لوبه کې په صفر اوټ شو.افغانستان تردامهاله د دوو اورونو په لوبولو ۱۸ مندې جوړې کړ...
13/09/2026

رحمان الله ګربز هند سره لومړۍ شل اوریزه لوبه کې په صفر اوټ شو.

افغانستان تردامهاله د دوو اورونو په لوبولو ۱۸ مندې جوړې کړي.

ابراهیم او صدیق لوبې ته دوام ورکوي.

#سلام‌وطندار #کرکټ

د افغانستان او هند کرکټ لوبډلو ترمنځ د دریو نړیوالو شل‌اوریزو لوبو لومړۍ سیالۍ کې افغانستان لومړی توپوهنه کوي.د دغې لوبې...
13/09/2026

د افغانستان او هند کرکټ لوبډلو ترمنځ د دریو نړیوالو شل‌اوریزو لوبو لومړۍ سیالۍ کې افغانستان لومړی توپوهنه کوي.

د دغې لوبې پچه هند وګټله او لومړی یې توپ اچونه غوره کړه.

دغه لوبه به څو شېبو کې پیل شي.

دغه لوبلړۍ چې د افغانستان په کوربه‌توب ترسره کیږي، دویمه لوبه یې د سپټمبر په ۱۵مه او دریمه په ۱۷مه ترسره کېږي.

#سلام‌وطندار #کرکټ #هند #لوبه

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست سبا دوشنبه د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو اټکل کړی....
13/09/2026

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست سبا دوشنبه د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو اټکل کړی.

د هوا پېژندنې ریاست نن یکشنبه یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دغو ولایتونو کې نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، ننګرهار، لوګر، پروان، پکتیا، خوست او پنجشېر شامليږي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغو ولایتونو کې به د ورښت کچه له ۱۰ تر ۳۵ ملي مترو پورې ووسي.

همدارنګه د هېواد په مرکزي، سویل ختیځو او ختیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو وړاندوینه شوې.

دا داسې مهال دی چې هېواد کې د ورښتونو او سېلابونو پرمهال تل هېوادوالو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

#سلام‌وطندار

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ټینګار کړی چې د ایران او عمان ترمنځ له تفاهم وروسته د هرمز تنګی بېرته نه پرانیستل ک...
13/09/2026

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ټینګار کړی چې د ایران او عمان ترمنځ له تفاهم وروسته د هرمز تنګی بېرته نه پرانیستل کیږي.

عراقچي زیاته کړې: «د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره د ایران شرط دا دی چې امریکا په اسلام‌اباد تفاهم‌لیک کې خپلو ژمنو ته بېرته وګرځي.»

هغه نن یکشنبه ویلي: «سبا د دوشنبې په ورځ په عمان کې د غونډې اجنډا په هرمز تنګي کې د یوه نوي سمندري مسیر جوړول دي.»

د ده په وینا، عمان سره د هوکړې جزییات او د نوي مسیر اړوند نقشې به د غونډې له ګډون کوونکو هېوادونو سره شریکې شي.

#سلام‌وطندار #ایران #عراقچي #هرمز #تنګی #عمان

اروپايي ټولنې او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان FAO افغانستان کې د کروندګرو او د کرنې اړوند کاروبارونو د ملاتړ لپا...
13/09/2026

اروپايي ټولنې او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان FAO افغانستان کې د کروندګرو او د کرنې اړوند کاروبارونو د ملاتړ لپاره د ۵ میلیون یورو په ارزښت پروژه پیلوي.

دواړو ادارو نن یک‌شنبه یوه اعلامیه کې ویلي، دغه پروژه به د راستنېدونکو، کورنیو بېځایه شویو او د کوربه ټولنو په ګډون له هغو زیان‌منو کورنیو ملاتړ وکړي چې د خوړو ناامنۍ، اقلیمي ګواښونو او محدودو اقتصادي فرصتونو سره مخ دي.

ویل شوي، د دې پروژه له مخې به د سلا مشورې مرکزونه جوړ شي، څو کروندګرو ته د اقلیمي تحلیلونو او د وختي خبرداري مالوماتو ته لاسرسی برابر کړي او هغوی وکولی شي د شرایطو له بدلون سره سم د تولید او بازارموندنې په اړه پر وخت پرېکړې وکړي.

د اعلامیې له مخې، په دې پروژه کې به ۲ زره هکټاره ویجاړي شوي ځنګلونه او څړځایونه هم بېرته ورغول شي او د ښځو او محلي ټولنو تر مدیریت لاندې به د نیالګیو ۲۵۰ روزنځایونو ملاتړ وشي.

#سلام‌وطندار #کروندگر #اروپايي‌ټولنه #ملګري‌ملتونه

د ایران سپاه‌پاسداران سمندري ځواک امریکايي بېړیو ته خبرداری کړی چې هرمز تنګي ته دې له نږدې کېدو ډډه وکړي.د راپورونو پراس...
13/09/2026

د ایران سپاه‌پاسداران سمندري ځواک امریکايي بېړیو ته خبرداری کړی چې هرمز تنګي ته دې له نږدې کېدو ډډه وکړي.

د راپورونو پراساس، د سپاه‌پاسداران د سمندري ځواک یوه لوړپوړي چارواکي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه ادعا هم ننګولې چې ګواکې واشنګټن د اوبو پر دغه لار کنټرول لري.

دغه چارواکي ویلي: «که د هرمز تنګی د امریکا تر کنټرول لاندې وي، نو مخکې لاړ شئ، له خپلو جنګي بېړیو څخه یوه د ۱۰۰ کیلومترو دننه راوړئ.»

نوموړي زیاته کړې، امریکايي ځواکونه پوهېږي هره هغه بېړۍ چې سیمې ته نږدې شي، د ایراني ځواکونو له غبرګون سره به مخ شي.

د نوموړي په وینا، دې وروستیو ورځو کې هم ورته پېښې رامنځته شوې دي.

#سلام‌وطندار

Address

Shahr-e-Now
Kabul
26000

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Salam Watandar Pashto posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Salam Watandar Pashto:

Shortcuts

Share