حضرت الله ځاځی؛
چا چې تېر ځل APL کې پر عبدالله مزاري ۶ مسلسل شپږیزې ووهلې او یو لوی ریکارډ یې جوړ کړ.
هېره دې نه وي چې له هغه وروسته ځاځی له فام او مزاری له ټول کرکټ غورځېدلی. ځاځی یې هغه وخت افغانی ګریس ګېل هم باله.
د بیا ښه راتګ په هیله یې!🫡🏏
02/09/2026
#ټرافیک
کچیرته مو دا نښه ولیده
دا نښه د ښویېدونکې لارې یعنې مخکې سړک ښوی دی موټرپه احتیاط او کم سرعت وچلوۍ ❤️✋️
02/09/2026
په دیووال زما دزړه هغه جمله لیکل شوی چی
ما دا ماسټری خوبونه پکی لیدل خو هر ارمان رئښتنی
نه وی هره هیله ژوندی نه ساتل کیږی
داجمله دټولو افغان خویندو او لوڼو دارمانونو جمله ده او باید دا ارمانونه یی نور ورپوره شی هغه هم په یو سالم اسلامی چوکاټ کی دا 5 کلن دفولادو قلپونه باید دالماسو په قلم مات شی
Afhgan TV
02/09/2026
66 کاله وړاندی کابل جلال اباد لویه لاره
Afhgan TV
02/09/2026
د حمید حسن روزنه؛ ستونزه په کوچینګ کې ده که د لوبغاړو په انتخاب کې؟
حمید حسن د افغانستان له هغو پیاوړو او نوموتو تېز بالرانو څخه و چې د هېواد لپاره یې په نړیواله کچه ډېرې ښې لوبې کړې او د افغانستان د کرکټ په ویاړونو کې یې مهمه ونډه لرلې ده.
خو نن زما نیوکه د حمید حسن د لوبغاړي په توګه پر تېرې کارنامې نه ده؛ زما پوښتنه د نوموړي د روزونکي په توګه د وروستیو پنځو کلونو پر فعالیت ده.
سالمه، منطقي او پر دلیل ولاړه نیوکه د هر چا حق دی. موږ باید د خپلو پخوانیو اتلانو لاسته راوړنې د تل لپاره د ویاړ په توګه وساتو، خو که یو څوک په یوه نوې دنده کې د پوښتنې وړ پایلې ولري، د هغه د کار ارزونه هم باید په مسلکي ډول وشي.
راځئ څو بېلګې وګورو:
۱ ـ فضلالحق فاروقي:
د حمید حسن له روزنیزې دندې وړاندې فاروقي د افغانستان له مهمو او مخکښو تېزو بالرانو څخه و او په نړیواله درجهبندۍ کې یې د پام وړ مقام درلود. خو د وخت په تېرېدو یې درجه ښکته شوه او اوس یې وضعیت د پخوا په کچه نه دی.
۲ ـ نوینالحق:
نوین هم یو له بااستعداده تېزو بالرانو څخه دی، خو په بېلابېلو پړاوونو کې له لوبلړیو پاتې شوی. پوښتنه دا ده چې ولې د داسې بالر د استعداد د ثابتولو لپاره دوامداره زمینه نه برابریږي؟
۳ ـ ضیا شریفي:
ضیا شریفي په کورني کرکټ او الف لوبډله کې د غوره بالینګ له امله ملي لوبډلې ته انتخاب شو، خو وروسته یې حضور کم شو. نن پوښتنه دا ده چې هغه چېرته دی او ولې یې استعداد دوام ونه موند؟
۴ ـ بلال سمیع:
بلال سمیع په خپله یوه غوره لوبه کې پنځه ویکټې واخیستې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. خو له هغې وروسته یې نوم د ملي لوبډلې په کچه ډېر کم اورېدل کېږي.
۵ ـ سلیم ساپی:
سلیم ساپي له اوږده انتظار وروسته، په الف لوبډله کې د غوره بالینګ له ترسره کولو سره ملي لوبډلې ته لار وموندله. خو په ملي لوبډله کې یې هغه اغېز ونه ښود چې تمه ترې کېده او د منډو ورکولو له اړخه هم ستونزې موجودې وې.
۶ ـ بشیر احمد افغان:
بشیر احمد هم په کورني کرکټ کې له ښې لوبېدنې وروسته ملي لوبډلې ته راغی او فرصتونه یې ترلاسه کړل، خو پایلې یې د هغه د پخوانیو اجرااتو په کچه نه وې.
۷ ـ نوید ځدراڼ:
نوید د الف او ۱۹ کلنو لوبډلو له غوره بالرانو څخه و. ملي لوبډلې ته له انتخاب وروسته، د پام وړ لوبېدو پر ځای یې په ځینو لوبو کې محدود فرصتونه ترلاسه کړل؛ وروسته یې بیا حضور له سترګو پناه شو.
۸ ـ وفادار مومند:
وفادار مومند هم هغه بالر دی چې د کورني کرکټ له لارې یې د ښه بالر په توګه ځان ثابت کړی و. ملي لوبډلې ته له راتګ وروسته یې هم د ثابت حضور او منظم فرصت ستونزه درلوده او وروسته له لوبډلې ورک شو.
۹ ـ عبدالله احمدزی:
عبدالله احمدزي هم د کورني، ۱۹ کلنو او الف لوبډلو په کچه د غوره بالینګ له امله ملي لوبډلې ته لار وموندله، خو له څو لوبو وروسته یې حضور کم شو.
۱۰ ـ اصلي پوښتنه دا ده: ولې زموږ تکیه لا هم پر محدود شمېر بالرانو ده؟
که زموږ په کورني او الف کرکټ کې په لسګونو تېز بالرانو شتون لري، نو ولې ملي لوبډله بیا هم تر ډېره پر څو محدودو انتخابونو تکیه کوي؟
ولې باید د تېز بالینګ بار بیا بیا پر عظمتالله عمرزي، فرید ملک او یو شمېر محدودو بالرانو پاتې شي؟
که موږ د راتلونکي لپاره پیاوړی او پراخ تېز بالینګ سیستم غواړو، نو باید نوي بالرانو ته نه یوازې فرصت ورکړل شي، بلکې د هغوی د پرمختګ لپاره منظم روزنیز پلان هم موجود وي.
اصلي پوښتنه؛ ستونزه چېرته ده؟
حمید حسن خپله یو غوره تېز بالر و او د تېز بالینګ مسلک یې ښه پېژانده. نو طبیعي ده چې پوښتنه وشي:
ولې په تېرو پنځو کلونو کې داسې یو باثباته او د نړیوالې کچې تېز بالر نه دی راوتلی چې د اوږدې مودې لپاره د ملي لوبډلې مهم غړی پاتې شي؟
ایا ستونزه په روزنه کې ده؟
که د لوبغاړو په انتخاب کې؟
که د لوبغاړو د پرمختګ لپاره د مناسب سیستم نشتوالی دی؟
زما نظر
زما په اند، د دې موضوع دوه مهم اړخونه باید جدي وکتل شي.
لومړی: د لوبډلې کمبینیشن باید په پام کې ونیول شي. کله ناکله داسې ښکاري چې د پنځو متخصصو بیټرانو، دوه آلراونډرانو، یو سپین بالر او درې متخصصو تېزو بالرانو پر ځای لوبډله له ډېرو آلراونډرانو او محدودو متخصصو بالرانو سره میدان ته ښکته کېږي.
دوهم او تر ټولو مهم: که یو ځوان تېز بالر له قوي بالینګ، جوش او جذبې سره ملي لوبډلې ته راشي، خو له روزنې او لوبېدو وروسته یې د پرمختګ پر ځای فعالیت کمزوری شي او له صحنې ووځي، نو دا موضوع باید د کوچینګ او روزنیز سیستم له اړخه هم وڅېړل شي.
البته دا خبره یوازې د حمید حسن پر غاړه نه شو اچولای؛ د انتخاب کمېټه، د کرکټ بورډ، د لوبغاړو د پرمختګ سیستم او نور روزونکي هم په دې بهیر کې خپل مسئولیت لري.
موږ باید د بېځایه لیکنو، سپکاوي، ښکنځلو او شخصي رټلو پر ځای د ستونزې ریښه پیدا کړو، نیمګړتیاوې په ګوته کړو او خپلې نیوکې تر مسؤلو چارواکو ورسوو.
اوس ستاسو نظر مهم دی!
۱. ایا تاسو د حمید حسن له کوچینګ څخه راضي یاست؟
۲. ستاسو په نظر، حمید حسن د ملي لوبډلې د روزونکي په توګه لازم وړتیا لري؟
۳. ایا غواړئ چې حمید حسن په راتلونکي کې هم د روزونکي په توګه له ملي لوبډلې سره پاتې شي؟
خپل نظر په دلیل ولیکئ؛ شخصي سپکاوی مه کوئ.
ځکه هدف د چا بدنامول نه دي، هدف دا دی چې د افغانستان د کرکټ د راتلونکي لپاره غوره حل پیدا شي.
🇦🇫🏏
لیکنه Ihsanullah Afghan
نشر Afhgan TV
ملګری Lawangin ASHNA
Qudratullah shinwari
Zarchan/زرچاڼ
Khpalwak TV خپلواک تلویزون
Sayed Munsif Shinwari ....
نوټ ټول یی درسره شیر کړی مننه@
Be the first to know and let us send you an email when Afhgan TV posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.