سیدحمادآغا

سیدحمادآغا زما گروپ ته شه راغلاست درته وایم.په دی گروپ کی وتاسو ته ?

آخ بی وفا ژونده دسیابندی حضراتو له کاروانه بل ځلانده څهره پیرطریقت والشریعت الحاج سیدبرهان الدین جان آغا.رحمه الله دی فا...
26/06/2025

آخ بی وفا ژونده
دسیابندی حضراتو له کاروانه
بل ځلانده څهره پیرطریقت والشریعت الحاج سیدبرهان الدین جان آغا.رحمه الله
دی فانی دنیاته الوداع وویل
پیرطریقت والشریعت الحاج سیدبرهان الدین جان آغاصاحب
چی 40 کاله یی دمهاجرو دنیوکیمپ سرانانو
خلگو طالبان مولویانو ته یی طریقت پیر موریدې وَشَوَله
پس له هغه یی دگران هیواد دکندهار سپین بولدک ویش باډر دشهید کلی شاٸسته چوک ته کډه شو .
بیا یی دطریقت لړی هلته جاری کړله
پس له 15 کلو یی دی فانی نړی ته دپای ټکی کشیشود.
نحسبه کذالک والله حسیبه
1404..4.5.
1447..1.1
2025.26.6.
قال انا لله وانا الیه راجعون

د زړګې څړیکی بیحده وجود خوارکړيچی دغم ټغر پر خیال فکر هوار ويم سیدحمادآغا
27/04/2025

د زړګې څړیکی بیحده وجود خوارکړي
چی دغم ټغر پر خیال فکر هوار وي

م سیدحمادآغا

20/04/2025

هجرت ته دپای ټکی .
ما به ویله چی چی فراق کی سړی ولي ژاړی
اوشکې روانی شی بی اختیاره چی یاران وریاد شی.

م سیدحمادآغا

زه مهاجر دبل وطن یم ...دهجرت ژوند ته نور دپای ٹکی ایږدمه.م سیدحمادآغا✍️
10/04/2025

زه مهاجر دبل وطن یم ...
دهجرت ژوند ته نور دپای ٹکی ایږدمه.

م سیدحمادآغا✍️

خپل طریقه دي نیسه یاره لاره مه بدلوه د دنیاگۍ شپې دې په شماره لاره مه بدلوهیو سو خبري درته کړمه له زړگي زړگیهد هر نادان ...
04/04/2025

خپل طریقه دي نیسه یاره لاره مه بدلوه
د دنیاگۍ شپې دې په شماره لاره مه بدلوه

یو سو خبري درته کړمه له زړگي زړگیه
د هر نادان سره پر لاره، لاره مه بدلوه

ځه! په قدم باندی دخپلو اولنو زلمیه
تاریخ دي وگوره هوښیاره لاره مه بدلوه

پریږده ددې نوي رسمونو رواجو خبري
نیسه خپل دین اسلام وِقاره لاره مه بدلوه

داچې ته دومره په هَوَس غُرور مستۍ کې ګرځي
یی ناخبر پر خپل کِرداره لاره مه بدلوه

واوره دگران حمادآغا د پند هنر لفظونه
له خپل کلتور، کلچر، دیاره، لاره مه بدلوه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سیدحماد اغا
https://t.me/hamadagha128

ورځنی حدیث شریف:قَالَ رَسُولُ الله ﷺ: "الصِّيَامُ وَالقُرْآنُ يَشْفَعَانِ لِلْعَبْدِ يَوْمَ القِيَامَةِ."(احمد: ۶۶۲۶، طب...
12/03/2025

ورځنی حدیث شریف:
قَالَ رَسُولُ الله ﷺ: "الصِّيَامُ وَالقُرْآنُ يَشْفَعَانِ لِلْعَبْدِ يَوْمَ القِيَامَةِ."
(احمد: ۶۶۲۶، طبراني: ۴۷۳۷)

ژباړه:
رسول الله ﷺ وفرمایل: "روژه او قرآن به د بنده لپاره د قیامت پهٔ ورځ شفاعت کوي."

11/03/2025

په مینه مینه ورته گوری راروان دی/دادپاک نبی دباغ گلان دی/دافاضلان ددین دشمعی پتنگان دی /

دشعرادبي حجرې بیتي مشاعرو کی زما لیکل شوی بیتونهنه په یار نه په اغیار کی وفا پاتیکاش چی تللای له جانانه چیرته لريسیدحماد...
29/01/2025

دشعرادبي حجرې بیتي مشاعرو کی زما لیکل شوی بیتونه

نه په یار نه په اغیار کی وفا پاتی
کاش چی تللای له جانانه چیرته لري
سیدحمادآغا ✍

په سترګو ړوند شومه داستا له غمه
مصرته زه هجران ځپلی درځم.
سیدحمادآغا ✍

یم دغزی شهید لغوړن په وینو
پروحدانیت دی سرشیندلی درځم
سیدحمادآغا ✍

زړه مې چوي بې له تانه زندګي ده
آخ چې تللی له کنعانه چیرته لری
سیدحمادآغا ✍

شوم دیارسره واصل په میکده کی
جدایی کی می عنبر په اوږو راووړ
سیدحمادآغا ✍

دا د ارگ پر دیواله چی را رپیگی
دطالب رنگ دلاور په اوږو را ووړ
سیدحمادآغا ✍

نعت شریفپه شپه کې د معراج شولو واصل دلامکان حیران ورته ولاړ دي سپوږمۍ ستوري دآسمانجلوې دنور ترې خیږې په دلدل باندي سپریږ...
29/01/2025

نعت شریف

په شپه کې د معراج شولو واصل دلامکان
حیران ورته ولاړ دي سپوږمۍ ستوري دآسمان

جلوې دنور ترې خیږې په دلدل باندي سپریږي
قاصد ورته په زیر دی چې عقیق غوندي ځلیږي.
ور درومې محبوبا ته خپل خالق رب المنان

ورخلاصي دروازې، قطار قطار دي ملایکې
ورځي دحُسن میر، خم د ښکلاوو سرچینې
تاثیر یې پر ملکو دی عجیب غوندي انسان

په نه لیدلي مخ یې عالمونه شیدا شوي
دعشق په سمندر کي عاشقان یې لاهو شوي
نو سنگه پر مین نه وو بلال او اصحابان

دیدار او شفاعت چي مو نصیب شي په محشر
خالقه راپه برخه دا منظر کړې ده دلبر
سیدحمادآغا چې شم لوګی او ترې قربان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
https://t.me/hamadagha128
سیدحماد اغا

.                     اصلاحي غزلگوره په حسن او ځوانۍ باندي، دي مه نازېږه په دې دنیا په دې هستۍ باندي، دي مه نازېږهداده ی...
09/01/2025

. اصلاحي غزل
گوره په حسن او ځوانۍ باندي، دي مه نازېږه
په دې دنیا په دې هستۍ باندي، دي مه نازېږه

داده یو څو ورځو ژوندون دی اعتبار ونه کړې
په خپل غرور او په مستۍ باندي، دي مه نازېږه

د امتحان دور، دی گوره کامیابي حاصل کړه
په دې کامیابه زندگۍ باندي، دي مه نازیږه

ځان ته د تور لحد او نوی ژوند توښه کړه پیدا
په دغو ځمکو او ماڼۍ باندي، دي مه نازېږه

لږ خو راویښ شه له دې خوبه سترگي وَغوړوه
په هوش کی راشه بېحالۍ باندي، دي مه نازېږه

سیدحمادآغا هرلفظ دي یاقوت او مرجان
بیا هم په دغې شاعرۍ باندي، دي مه نازېږه

سیدحماد اغا
https://t.me/hamadagha128

سوړ شمال به ترینه ونه مښلي هوکي چي په چا پسي دمور اوپلار دعا شي محمد باران جهادمل
14/12/2024

سوړ شمال به ترینه ونه مښلي هوکي
چي په چا پسي دمور اوپلار دعا شي

محمد باران جهادمل

په سترگو ړوند شومه داستا له غمهمصرته زه هجران ځپلی درځم.سیدحمادآغا✍️
29/11/2024

په سترگو ړوند شومه داستا له غمه
مصرته زه هجران ځپلی درځم.

سیدحمادآغا✍️

Address

Kandahar

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when سیدحمادآغا posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share