Tabasum Radio - تبسم راډیو

Tabasum Radio - تبسم راډیو Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Tabasum Radio - تبسم راډیو, Radio Station, 13th, Kandahar.

تبسم راډیو په ۲۰۱۶ – نومبر کي تاسیس سوې، چي دا مهال د کندهار په ۱۷ ولسواليو کي پر 91.2 او 87.5 ایف ایم څپو ۱۸ ساعته خپروني لري.
د ورځي لنډ خبرونه، خبري مجلې، سیاسي، اسلامي، تفریحي، ټولنیزي، ورزشي، تعلیمي او معلوماتي خپروني د مسلکي ټیم په مرسته وړاندي کوي.

نړیوال بانک په خپل تازه راپور کي ویلي دي چي د کډوالو جبري ایستنه، د بهرنۍ مرستې کمښت، او وژونکي طبیعي پېښي د افغانستان ا...
09/10/2025

نړیوال بانک په خپل تازه راپور کي ویلي دي چي د کډوالو جبري ایستنه، د بهرنۍ مرستې کمښت، او وژونکي طبیعي پېښي د افغانستان انساني او اقتصادي بحران لا پسې سخت کړی دی.
د راپور له مخي، شاوخوا له ۱۵ تر ۲۳ میلیونه کسانو پوري د افغانستان وګړي په سخت فقر کي ژوند کوي.
همدارنګه د کډوالو بېرته راتګ د افغانستان پر کمزوري اقتصاد دروند فشار راوړی دی.

د یوه راپور له مخي د تاریاکو افغان کاروباریان اوس بلوچستان ته ځي، هلته ځمکې اجاره کوي او سیمه‌ییز بزګران په لوړو پیسو د ...
08/10/2025

د یوه راپور له مخي د تاریاکو افغان کاروباریان اوس بلوچستان ته ځي، هلته ځمکې اجاره کوي او سیمه‌ییز بزګران په لوړو پیسو د کوکنارو کر ته هڅوي.
د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو دفتر (UNODC) راپور وايي، مخکې افغانستان د نړۍ د افیون شاوخوا ۸۰ سلنه تولید درلود، خو اوس په دې هېواد کې د کوکنارو کچه ۹۵ سلنه کمې سوې ده.

د مسکو د فارمت د اوومې ناستې ګډونوالو په افغانستان کي د ځینو هېوادونو د نظامي تاسیساتو د جوړولو هڅې «د منلو وړ نه» وبللې...
08/10/2025

د مسکو د فارمت د اوومې ناستې ګډونوالو په افغانستان کي د ځینو هېوادونو د نظامي تاسیساتو د جوړولو هڅې «د منلو وړ نه» وبللې.
په دې ناستې د ګډې اعلامیې له مخې ویل سوي:
«ګډونوالو د هغو هېوادونو هڅې وغندلې چي غواړي په افغانستان او یا د هغه په ګاونډیو هېوادونو کي نظامي اډې جوړې کړي، ځکه دا کار د سیمې د سولې او ثبات په ګټه نه دی.»

د کندهار د تخته پل ولسوالۍ په انځرګي سیمه کي د یوه کس جېسد پیدا سوی، چي په مرموز ډول وژل سوی دی.یاد کس اوس په میرویس روغ...
07/10/2025

د کندهار د تخته پل ولسوالۍ په انځرګي سیمه کي د یوه کس جېسد پیدا سوی، چي په مرموز ډول وژل سوی دی.
یاد کس اوس په میرویس روغتون کي دی او خپلوان یې نه دي موندل سوي.

په کندهار ښار کي د الجديد راحت په نوم د کورني او بهرني مېلمنو لپاره معياري مېلمستون، رستورانټ او د کوچنیو محفلونو لپاره ...
07/10/2025

په کندهار ښار کي د الجديد راحت په نوم د کورني او بهرني مېلمنو لپاره معياري مېلمستون، رستورانټ او د کوچنیو محفلونو لپاره عصري هوټل پرانیستل سو.

سکای‌نیوز راپور ورکړی چې افغانستان د بې‌ساري لوږې له بحران سره مخ دی او له ۴.۷ میلیونه څخه زیاتې ښځې او ماشومان په دې هې...
06/10/2025

سکای‌نیوز راپور ورکړی چې افغانستان د بې‌ساري لوږې له بحران سره مخ دی او له ۴.۷ میلیونه څخه زیاتې ښځې او ماشومان په دې هېواد کي د تغذيې د کمښت د درملنې عاجلې مرستې ته اړتیا لري.
دغه برتانوي رسنۍ ویلي چې ۹۰ سلنه له پنځه کلنۍ څخه کم ماشومان په افغانستان کي د غذایي فقر له حالته تېرېږي، او د هېواد په شمال‌ختيځو سیمو کي د ماشومانو د مړینې کچه ورځ تر بلې لوړېږي.
د سکای‌نیوز خبریال، چي د دې راپور د چمتو کولو لپاره د بدخشان ولایتي روغتون ته تللی، وایي چې یوازې په تېرو دریو میاشتو کي، نږدې هر درې ورځې یو ماشوم هلته مړ شوی دی، او د کال له پیل راهیسي ۵۳ ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکړی.

06/10/2025

کندهار کي ډېزل ۸۰ افغانیو ته لوړ سوه.
ګاز ۵۵ افغانۍ ته پور سو.
دالر د افغانۍ په مقابل کي ۶۶.۷۰ افغانۍ تبادله کیږي.

د سږکال لومړنۍ واوره تېره شپه د غزني په ناور ولسوالۍ کي سوې ده.د بامیان په حاجيګګ کوتل کي هم یوه اندازه واوره سوې ده.
06/10/2025

د سږکال لومړنۍ واوره تېره شپه د غزني په ناور ولسوالۍ کي سوې ده.
د بامیان په حاجيګګ کوتل کي هم یوه اندازه واوره سوې ده.

کندهار ښاروالۍ وايي، په روان لمریز کال کي یې د ۷۴ میلیونه افغانیو په لګښت پنځلس پروژې عملي کړي.په دې پروژو کي د سړکونو ج...
05/10/2025

کندهار ښاروالۍ وايي، په روان لمریز کال کي یې د ۷۴ میلیونه افغانیو په لګښت پنځلس پروژې عملي کړي.
په دې پروژو کي د سړکونو جوړول، د کوڅو او چریو کانګرېټول او د څراغونو لګول شامل دي.

افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن له بنګله‌دېش سره د شل‌اوریزې لوبلړۍ درېیمه او وروستۍ لوبه کوي.افغان لوبډلې د بنګله‌دېش پر و...
05/10/2025

افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن له بنګله‌دېش سره د شل‌اوریزې لوبلړۍ درېیمه او وروستۍ لوبه کوي.
افغان لوبډلې د بنګله‌دېش پر وړاندې په روانه شل‌اوریزې لوبلړۍ کې له دې مخکې خپلې دوه لوبې بایللې او په دغو سیالیو کې د بنګله‌دېش لوبډله دوه پر صفر مخکې ده.
افغان لوبډله به له دغو شل‌اوریزو لوبو وروسته له بنګله‌دېش سره د درېیو یو ورځنیو لوبو لړۍ هم وکړي چې لومړی لوبه به یې د اکټوبر په ۸مه، دوهمه د اکټوبر په ۱۱مه او درېیمه به بیا د همدې میاشتې په ۱۴مه وي.

د نړيوال بحران ډله وايي چي د امريکا او نورو مرسته کوونکو د مرستو په کمېدو سره افغانستان ورځ تر بلي د فقر په کندې کي لوېږ...
03/10/2025

د نړيوال بحران ډله وايي چي د امريکا او نورو مرسته کوونکو د مرستو په کمېدو سره افغانستان ورځ تر بلي د فقر په کندې کي لوېږي.
دغه بنسټ په يوه راپور کي زياته کړې ده چي د دغو مرستو کمېدل په ځانګړې توګه ښځې او نازک حالت لرونکې افغان نجونې تر نورو ډېرې ځپي.
تر اوسه امارت اسلامي د بحران د ډلې د دې ادعا په اړه څه غبرګون نه دی ښودلی.

سرچینو الجزیرې ته ویلي چي د امریکايی وګړي امیر امیري د خوشي کولو په بدل کي امریکا هوکړه کړې چي محمد رحیم، چي د ګوانتانام...
29/09/2025

سرچینو الجزیرې ته ویلي چي د امریکايی وګړي امیر امیري د خوشي کولو په بدل کي امریکا هوکړه کړې چي محمد رحیم، چي د ګوانتانامو زندان وروستی افغان بندی دی، خوشي او قطر ته انتقال کړي.
ویل کیږي محمد رحیم به لومړی د خپل کورنۍ سره په قطر کي ژوند وکړي او وروسته به خوندي ډول بېرته خپل وطن ته راستانه سي.
محمد رحیم په ۲۰۰۷ کال کي د القا ع دې د تړاو په تور نیول سوی وو او د ګوانتانامو بدنام زندان ته انتقال سوی وو.
هغه نژدې ۱۲ کاله بېله کوم قانوني تور او محکمې هلته تېر کړل.

Address

13th
Kandahar
3802

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Tabasum Radio - تبسم راډیو posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Tabasum Radio - تبسم راډیو:

Share

Category