Kandahar Daily

Kandahar Daily Kandahar Non-governmental daily news

کندهار کي له ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې څخه ۱۸۸ تنه محصلان فارغ سول.یاد کسان له معالجوي طب، حقوق، سیاسي علوم او نړۍوالو اړ...
28/01/2023

کندهار کي له ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې څخه ۱۸۸ تنه محصلان فارغ سول.
یاد کسان له معالجوي طب، حقوق، سیاسي علوم او نړۍوالو اړیکو پوهنځیو څخه د یوې شانداره غونډي په ترڅ کي فارغ سول.

نژدې راتلونکي کي WFP مٶسسه په کندهار ښار کي د شل زره اړمنو کورنيو سره مرسته کوي.د کندهار د اقتصاد رٸيس عبدالسلام بريالي ...
18/08/2022

نژدې راتلونکي کي WFP مٶسسه په کندهار ښار کي د شل زره اړمنو کورنيو سره مرسته کوي.

د کندهار د اقتصاد رٸيس عبدالسلام بريالي د درومٶسساتو( WFP، KRO, او ANCC) د مسٶلينو سره د همږغۍ ناسته وکړل ياده ناسته چي نن تر غرمې مخکي په اقتصاد رياست کي دايره سوې وه په لومړي سر کي د اقتصاد رٸيس د مٶسساتو څخه راغلو استازو ته ښه راغلاست ووايه او وروسته يې په کندهار ښار کي د WFP مٶسسې د مرستو د بيا پيل او مٶثريت په اړه بحث وکړ.
د بريالي صاحب په خبره د کندهار والي حاجي محمد يوسف وفا په ځانګړي لارښووني سره به په نژدې راتلونکي کي په کندهار ښار کي د يوې شفافي پروسې له لاري شل زرو اړمنو کورنيو ته مرستي ورسوي دمسٸولينو په خبره چه د کندهار ښار او نژدې ولسواليو تر څنګ به ليري پرتو ولسواليو ته هم مرستي رسوي چي له هغه جملې څخه ښورابک، ريګستان، ميانشين ، معروف ، نېش او غورک ولسوالۍ دي.

دا ځل د تعلیم له ډګره؛ د غلام حیدر حمیدي په نوم یو نوی ښوونځی جوړ او ګټي اخیستني ته وسپارل سو نن يکشنبه د غلام حيدر حميد...
14/08/2022

دا ځل د تعلیم له ډګره؛
د غلام حیدر حمیدي په نوم یو نوی ښوونځی جوړ او ګټي اخیستني ته وسپارل سو
نن يکشنبه د غلام حيدر حميدي ښوونځی د کندهار د اقتصاد د رٸيس عبدالسلام بريالي، د سکټوري ادارو مسٶلينو او په جنوب زون کي د UNHCR يا کډوالو په چارو کي د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د دفتر مسٶل لخوا ګټي اخيستي ته وسپارل سوه.
ياد ښوونځى چي د اوو مياشتو په جريان کي د (UNHCR) مٶسسې لخوا د جاپان په مالي مرسته او د (WAW) په تخنيکي مرسته جوړه نن يې د پرانیستني مراسم ترسره سوه.
دا ښوونځى چي په دوه جريبه مځکه کي جوړ سوی، د ١٢ ټولګیو په درلودلو سره څلور اداري اطاقونه، معياري د لوبو ميدان، تشنابونه او نور اړين ساختمانونه هم پکښي شامل دي.
د دې ښوونځي د پرانیستني په مراسمو کي د کندهار د اقتصاد رٸيس عبدالسلام بريالي د جاپان د خلګو (UNHCR) او (WAW) مٶسسې څخه مننه وکړه چي دا پروژه يې تطبيق کړه او په خبره يې خوښ يو چي نن ورځ د يوه تعليمي او اساسي مرکز پرانستنه کوو.
د اقتصاد د رٸيس په خبره د دې لپاره چي ټول هيوادوال مو له عصري او ديني زده کړو برخمن سي نو لازمه ده چي ليري پرتو ولسواليو ته هم په دې برخه کي زياته پاملرنه وسي، چي له دې جملې څخه يې په اوس وخت کي ښورابک او ريګستان ولسوالۍ د يوه داسي تعليمي او اساسي مرکز جوړولو ته زياته اړتیا لري.

کندهار والي او یو شمېر ولایتي چارواکو ریګستان ولسوالۍ ته سفر کړی تېره ورځ د کندهار والي محمد یوسف وفا د دې ولایت ریګستان...
13/08/2022

کندهار والي او یو شمېر ولایتي چارواکو ریګستان ولسوالۍ ته سفر کړی
تېره ورځ د کندهار والي محمد یوسف وفا د دې ولایت ریګستان ولسوالۍ ته سفر وکړ، چي د ځانګړو ځواکونو قومندان نظر محمد حبیب، د اقتصاد ریس ملا عبدالسلام بریالي، د کرني اوبو لګوني او مالدارۍ ریس مولوي محمود مظلوم، د پوهني ریس مولوي فخرالدین نقشبندي او یو شمېر نورو چارواکو يې ملتیا کوله.
دوی د ریګستان ولسوالۍ د قومي مخورو، علماوو او نورو اوسېدونکو سره وکتل او د هغوی ستونزي يې له نږدې واورېدې.
د کندهار والي په خبره په تېره شل کلنه موده کي هیڅ لوړپوړي چارواکي ریګستان ولسوالۍ ته سفر نه و کړی، خو په خبره يې دا دوی دي، چي د دغه لیري پرتې ولسوالۍ د ستونزو د اورېدو په موخه يې دغه ولسوالۍ ته سفر کړی دی.

ميډير مٶسسه په کندهار کي د خوارځواکۍ په برخه کي خپل خدمات پراخوي پرون پنجشنبه وروسته تر غرمې د کندهار او اروزګان ولايتون...
12/08/2022

ميډير مٶسسه په کندهار کي د خوارځواکۍ په برخه کي خپل خدمات پراخوي

پرون پنجشنبه وروسته تر غرمې د کندهار او اروزګان ولايتونو لپاره د ميډير مٶسسې نوي ټاکل سوي استازي او د پروژو همږغي کونکي (Pete Harrisow) د کندهار د اقتصاد د رٸيس عبدالسلام بريالي سره وکتل او پر بېلابېلو موضوعاتو يې بحث وکړ.
په ياده ليدنه کي (Pete Harrisow) په کندهار کي د ميډير مٶسسې د ټولو فعاليتونو په اړه د اقتصاد رٸيس عبدالسلام بريالي ته معلومات ورکړل او زياته يې کړل چي په کندهار کي به ډېر ژر د روغتيا په برخه کي پر درو لويو پروژو کار پيل سي چي د هغه له جملې څخه په کندهار کي د نازو انا، ميوند او سرکاري باغ کلينيکونو حمايه کول دي.
په دې ناسته کي (Pete Harrisow) ټينګار وکړ چي له دې وروسته ميډير موسسه ژمنه ده چي په کندهار کي د خوارځواکۍ په برخه کي خپل خدمات زيات کړي او په ياده برخه کي به تر پخوا لا ډېر او ښه کار کوي.
وروسته د کندهار د اقتصاد رٸيس عبدالسلام بريالي په کندهار کي د ميډير مٶسسې د فعاليتونو ستاينه وکړل او زياته يې کړل چي د کندهار اقتصاد رياست ستاسو سره په هره برخه کي همکار دٸ او بحث وسو چي په راتلونکي کي به اقتصاد رياست او ميډير مٶسسه يو د بل په همږغۍ سره مخته ځي او په ياده ناسته کي دوى دواړو تر منځ پر لا ښې همږغۍ ټينګار وسو او د کندهار د اقتصاد رٸيس د ميډير مٶسسې نوي ټاکل سوي استازي(Pete Harrisow) ته د شرعي اصولو په چوکاټ کي د بشپړي همکارۍ ډاډ ورکړ.

د اقتصاد د رٸيس عبدالسلام بريالي په مشرۍ تللي کميټې د مٶسساتو په همکارۍ د سپين بولدک د سېلاب ځپلو کورنيو سره د خوارکي او...
04/08/2022

د اقتصاد د رٸيس عبدالسلام بريالي په مشرۍ تللي کميټې د مٶسساتو په همکارۍ د سپين بولدک د سېلاب ځپلو کورنيو سره د خوارکي او غيري خوارکي توکو مرسته وکړه

نن پنجشنبه د کندهار د د والي حاجي محمد يوسف وفا په خاص هدايت او د کندهار د اقتصاد رياست د رٸيس عبدلسلام بريالي په مشرۍ يوه ځانګړې کميټه د بولدک ولسوالۍ د سيلاب ځپلو سره د مرستو د توضيع په موخه يادي ولسوالۍ ته رسيدلې چي په ياد سفر کي د اقتصاد د رٸيس په ګډون د زراعت رٸیس مولوی محمود مظلوم، د پيښو پر وړاندي د مبارزې رٸيس حاجی وارث صاحب، د کډوالو چارو رٸيس مولوی محمد قاسم تسنيم آغا په سپين بولدک کي د کليو پراختيا رياست نماينده مولوي نعمت الله او د سرې مياشتي رٸيس مفتي فيض الله صاحب هم شتون لري چي تر يوې دقيقي سروې په پایله کي نن د مٶسساتو په مرسته ٣١٠ اړمنو او بېځایه سوو کورنيو سره د ٤١ قلمه خوارکي او غيري خوارکي توکو مرسته وسوه.

د کندهار ولایت د اقتصاد رئیس د سپین بولدک ولسوالۍ د سېلاب ځپلو کورنیو سره له نژدې وليدلپه تېرو څو ورځو کي د سپين بولدک و...
02/08/2022

د کندهار ولایت د اقتصاد رئیس د سپین بولدک ولسوالۍ د سېلاب ځپلو کورنیو سره له نژدې وليدل

په تېرو څو ورځو کي د سپين بولدک ولسوالۍ په ډیرو سیمو کي د وروستیو اورښتونو له امله سیلابونه راغلي وه چي ځاني او مالي تاوانونه یې د ځان سره لرله.
د اميرالمٶمنين حفظه الله او کندهار والي حاجي محمد يوسف وفا په ځانګړې لارښوونه د کندهار ولایت د اقتصاد رٸيس عبدالسلام بريالى د سپین بولدک ولسوالۍ ته عاجل سفر کړی او نن دريمه ورځ ده چي هلته د مٶسساتو د مرستو د تنظيم او همږغۍ چاري مخته وړي ددې تر څنګ د اقتصاد رٸيس هلته په سپين بولدک ولسوالۍ کي د سیلاب ځپلو کورنیو، د ولسوالۍ د علماوو، قومي مشرانو او نورو ځایي اوسېدونکو سره هم وکتل د دوى ستونزي او مشکلات يې له نږدې واوريدل او ډاډ يې ورکړٸ چي یادو ستونزو ته به یې ډېر ژر رسېدنه وکړي.

نيټه: ١٤٠١/٥/١١
د اقتصاد رياست د مطبوعاتو څانګه.

د کندهار د اقتصاد رٸيس عبدالسلام بريالى،نږدې راتلونکو کي د کندهار په ډېرو ولسواليو کي پر ګڼو بنسټيزو پروژو کار پيل کوود ...
22/07/2022

د کندهار د اقتصاد رٸيس عبدالسلام بريالى،
نږدې راتلونکو کي د کندهار په ډېرو ولسواليو کي پر ګڼو بنسټيزو پروژو کار پيل کوو

د کندهار د اقتصاد رئیس عبدالسلام بریالی وايي، په نژدې راتلونکي پلان لري، چي پر ګڼو بنسټيزو پروژ کار پيل کړي د رٸيس په خبره له دې جملې څخه د ارغستان ولسوالۍ د سوپانزو، خوګیاڼ، کوپانزو او منګوچر چیک ډیمونه، د تخته پل ولسوالۍ د برغنې چیک ډیم، د سپین بولدک ولسوالۍ د بېدک ډیم
د ارغنداب ولسوالۍ استنادي دېوال او یو سربند، د شاولیکوټ ولسوالۍ د دهلې د سربند د نړېدلي پل ترمیم، د خاکرېز ولسوالۍ د شاه اغا د زیارت سره د باغونو او کرنیزو مځکو لپاره د اوبو د حوض جوړول او د اوبو لګولو د پایپ سیسټم جوړول همدا رنګه
د خاکرېز ولسوالۍ په لام کلي کي د کاکړو چیک ډېم جوړول او په نېش ولسوالۍ کي د یوه لوی بند جوړول پروژې دي چي نږدې وختو کي عملا کار پر پيل کېږي د اقتصاد د رٸيس عبدالسلام بريالي په خبره د يادو پروژ په عملي کولو سره به نه يواځي د خلګو ستونزي حل سي بلکي زياتو بېکاره ځوانانو ته به د کار زمينه هم برابره سي.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي پرون ناوخته په خپل کاري دفتر کې له بهر مېشتو افغان متخصیصینو، سوداګرو...
06/03/2022

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي پرون ناوخته په خپل کاري دفتر کې له بهر مېشتو افغان متخصیصینو، سوداګرو او د دعوتي ټولنو له یو شمېر مېرمنو سره کتلي دي. په ياده ليدنه کي د هيواد د اقتصادي حالت په ښه کېدو د انجونو د زده کړو او تحصيل په پيلېدو او په هيواد دننه د مسلکي کدرونو څخه په ګټه اخيستنه باندي خبري سوي دي.

03/01/2022

په کندهار ښار کي د باران د زیات ورېدو له امله ښايي ځینو سیمو کي اوبه را وتلي وي او سړکونه او لاري يې بندي کړي وي.
په همدې موخه کندهار ښاروالۍ لاندي شمېرې خپرې کړي.
د اړتیا پر مهال د کندهار په هره ناحیه کي پر لاندي شمېرو اړیکه نیولی سئ.
د تنظیف امر ۰۷۰۸۰۰۰۰۳۰
د تنظیف مدیر ۰۷۰۷۰۰۰۹۰۱
اوله ناحیه۰۷۰۰۰۷۰۸۰۷
دوهمه ناحیه ۰۷۰۰۳۲۳۴۳۱
دریمه ناحیه ۰۷۰۰۷۰۰۸۸۹
څلورمه ناحیه ۰۷۰۴۲۰۱۹۲۸
پنځمه ناحیه ۰۷۰۰۶۸۰۰۴۳
شپږمه ناحیه ۰۷۰۰۴۳۹۴۷۳
اوومه ناحیه ۰۷۴۵۸۶۰۴۴۸
اتمه ناحیه ۰۷۰۵۱۵۱۰۶۲
نهمه ناحیه ۰۷۰۳۷۳۳۲۵۸
لسمه ناحیه ۰۷۰۰۳۵۳۸۳۵
دولسمه ناحیه ۰۷۰۴۹۳۱۶۷۸
دیارلسمه ناحیه ۰۷۰۰۳۸۳۴۳۱
څوارلسمه ناحیه ۰۷۰۸۵۱۰۰۳۶
پنځلسمه ناحیه ۰۷۰۵۴۹۳۲۵۸

19/12/2021

2021/12/19
1400/09/28
کندهار يکشنبه رانيول خرڅول
ډالر په افغانۍ 99.00 / 99.50
افغانۍ په کلدارو 1940 / 1950

پر پاکستاني پوله ساتو برید کي ۲ پوځیان وژل سوي دي د پاکستان او ایران ترمنځ پر پاکستاني پوله ساتو برید سوی دی. د پاکستاني...
14/12/2021

پر پاکستاني پوله ساتو برید کي ۲ پوځیان وژل سوي دي

د پاکستان او ایران ترمنځ پر پاکستاني پوله ساتو برید سوی دی. د پاکستاني پوځ له لوري په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي په دې پېښه کي دوه پاکستاني سرتېري وژل سوي او دوه نور ټپيان سوي دي.
د پوځ په خبرپاڼه کي ویل سوي، چي په یاده نښته کي یوازي یو پاکستانی پوځي وژل سوی خو رسنیو د پوځ له قوله راپور ورکړی دی، چي تر پېښي وروسته درې سرتېري په ټپي حالت کي روغتون ته لېږدول سوي دي، چي یوه یې د سختو ټپونو له امله په روغتون کي ساه ورکړې ده او د دوو نورو ټپیانو روغتیایي حالت دا ندېښنې وړ نه دی.
تر اوسه پوري د برید پړه کومي وسله والي ډلي پر غاړه نه ده اخیستې.

Address

Kandahar

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Kandahar Daily posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share