معصوم ښکلا

معصوم ښکلا معصوم ښکلا

ریان له خوست ولایت څخه
10/06/2025

ریان له خوست ولایت څخه

تاسې هم راته دخپلو ماشومانو داختر  غکسونه کمینټ کړئ
09/06/2025

تاسې هم راته دخپلو ماشومانو داختر غکسونه کمینټ کړئ

جلال په خوست ولایت کې د خیرالبیان خصوصي ښوونځي زده کوونکی ده
25/05/2025

جلال په خوست ولایت کې د خیرالبیان خصوصي ښوونځي زده کوونکی ده

ریان له ښکلي خوست نه
13/05/2025

ریان له ښکلي خوست نه

سیمه، عمران،عابدالله، او کوچنۍ مروه له ښکلي خوست ولایت څخه
11/05/2025

سیمه، عمران،عابدالله، او کوچنۍ مروه له ښکلي خوست ولایت څخه

زړونه ورکړئ
10/05/2025

زړونه ورکړئ

زړونه پرتاسو
07/05/2025

زړونه پرتاسو

زړونه ورکړئ
07/05/2025

زړونه ورکړئ

ذکیه خوست ولایت اسمعیل خیلو مندوزیو ولسوالۍ ورزی کلی نه تاسې هم راته دخپلو ماشومانو غکسونه کمینټ کړئ
07/05/2025

ذکیه خوست ولایت اسمعیل خیلو مندوزیو ولسوالۍ ورزی کلی نه تاسې هم راته دخپلو ماشومانو غکسونه کمینټ کړئ

زیبا له کابل نه
06/05/2025

زیبا له کابل نه

د لیمو ۱۸ مهمي ګټې، او په ورځنيو چارو کې د هغه استعمال:لیمو په خپل ځان کې ډیري ګټي لري، او حتی د ډیرو ګټو له وجې ورته د ...
24/01/2024

د لیمو ۱۸ مهمي ګټې، او په ورځنيو چارو کې د هغه استعمال:
لیمو په خپل ځان کې ډیري ګټي لري، او حتی د ډیرو ګټو له وجې ورته د پوره دوا خانې لقب ورکړه شوی، ځینې ګټې يې په لاند توګه درسره شریکوو.
۱- لیمو د هر رنګه وایرسونو سره تضاد لري، ځکه نو د زکام، پزه بهیدنه، سترګي بهیدنه، او دې ته ورته ټولو امراضو څخه انسان ساتي، لیمو د ویټامین سي خزانه بلل کیږي، او ویټامن سي عموما د داسې مرضونو تر ټولو غوره علاج بلل کیږي، د زکام په حالت کې که لیمو د ګرمو اوبو او چایو سره وخوړل شي، ډیر ګټور تمامیږي.
۲- لیمو د پښتورګو مرضونو لپاره ګټور ثابتیږي، د پښتورګي ډبره او خاوره له منځه وړي، او ټول هغه جراثیم وژني، چې د بولو په مجرا کې ژوند کوي.
۳- د بندونو د دردونو مخه نیسي، او روماتیزم په علاج کې ښه رول لوبوي، او همداسي اعصابو ته ارام ورکوي.
۴- که وڅښل شي، او یا په جلد باندي ولګول شي، د جلدي حساسیت لپاره ګټور تمامیږي.
۵- د ملریا، کولیرا، او ټای پایډ څخه د ژغورني لپاره کارول کیږي.
۶- د وټامن سي او روټین (Rutin) په نامه د مادې د موجودیت له کبله د رګونو دیوالونه تقویه کوي.
۷- د ښځو لپاره : په رحم کې دننه د ویني بهیدنه کمه وي.
۸- د صحت په ساتنه کې ګټور تمامیږي، او همداسي د جسم قوت مدافعه تقویه کوي.
۹- د مخدره موادو د نشې څخه د علاج لپاره کارول کیږي.
۱۰ – که هر سهار یوه ګلاس اوبو ته یوه قطره لیمو واچول شي، د جګر د ساتنې او په صفايي کی مهم رول لوبوي، او معده د زهریاتو څخه پاکه وي.
۱۱- په جسم کې طبیعي توازن ساتي.
۱۲- د سټریک په نامه تیزاب (Citric acid) په لیمو کې وجود لري، کوم چي په پښتورګو کې د کالشیم پاته شوني او ډبرې جوړیدني مخه نیسي.
۱۳- د سرطاني او خبیثو اورامو د نمو مخه نیسي، او نه پریږدي چې هغه په چټکۍ سره وده وکړي، ځکه چې په لیمو کې جلیکوسایډس فلاون (glycosides flavone) وجود لري.
۱۴- د معدې چینجي له منځه وړي.
۱۵- د ویني فشار تنظیموي، او که چیري د ویني فشار لوړ سي، نو تر ټولو اسانه او چټک علاج یې مریض ته د لیمو جوس ورکول دي.
۱۶- د تنفسي امراضو لکه ربو د جانبي عوارضو مخه نیسي، او د ناروغي په تخفیف کې ګټور تمامیږي.
۱۷ – د سترګو د ډیرو مشکلاتو لپاره مفید مواد لري، ځکه چې په لیمو کې هسپیریډن (Hesperidin) په نامه ماده موجوده ده، کومه چې د سترګو د ډیرو مشکلاتو د مخنیوي لپاره کارول کیږي، او دسترګو دید صفا کوي.
۱۸- او څوک چې په شوګر مرض مبتلا وي، دهغه په وینه کې د شوګر د توازن سبب ګرځي.
***په ورځنیو چارو کې د لیمو استعمال او ګټي***:
۱- لیمو که په بدن باندي د زیتون د تیلو سره ولګول شي، نو دا ډیره زیات ګټور تمامیږي، او خصوصا په جلد کې چې کومي خلایاوي مړې شوي وي، د هغوی په را ژوندي کیدو کي مهم رول لري، او همداسي جلد ډیر ملایم او تر وتازه کوي، او همداسي د تورو داغونو څخه د علاج لپاره کار امد ثابتیږي.
۲- د وریښتانو د ښه علاج لپاره لیمو ډیر مهمه دوا ده، د لیمو جوس د وریښتانو غوړزګي ختموي، او د هغه غدې چې غوړي را باسي، تنظیموي، په شامپوګانو کې مهم جز همدا لیمو وي، خو باید هغه شامپو اختیار کړه سي، چې د رشتیا لیمو په کښي اضافه شوی وي. که د لیمو پوستکي جوش کړه سي او بیا د لمبېدو او وریښتانو د پریوللو وروسته په هغو اوبو غوړیږي، نو دا به وریښتانو ته ډیره ځلا ورکړي، او وریښتان به د ریچو او سپږو څخه وساتي.
۳- د غسل وروسته د خولو د بوی ورکولو لپاره هم کارول کیدای سي، او جسم د ښه بوی لپاره مهم رول لوبوي.
۴- د غاښونو د ژیړوالي د خاتمې لپاره هم ښه کار کوي، چې د غاښونو د کریم سره وکارول سي، او یا په یو ټکره باندي لیمو واچول شي، او غاښونو باندي وموښل شي.
۵- د نوکانو د تقویت او ښایست لپاره هم کار آمد ثابتیږي، چي د زیتون د تیلو تر څنګ په لیمو باندي نوکان غوړ سي
Dr.Firoza Afghan
دا پوسټ درسره شیر کړئ

 #(۶) (ګردې) له منځه وړيپښتورګي له وینې څخه ادرار (تشې متیازې) تصفیه کوي. پښتورګي د لوبیا دانې شکل لري، چې د ملا تیر کیڼ...
11/01/2024

#(۶) (ګردې) له منځه وړي

پښتورګي له وینې څخه ادرار (تشې متیازې) تصفیه کوي. پښتورګي د لوبیا دانې شکل لري، چې د ملا تیر کیڼ او ښی اړخ ته پراته دي.

په دې لنډه لیکنه کې درسره هغه شپږ (۶) څیزونه او عادتونه شریکوو، چې پښتورګي له منځه وړي، او په مخینوي سره یې کولی شئ خپل پښتورګي سالم وساتئ.

۱. په مثانه کې د ډير وخت لپاره د ادرار (تشو متیازو) ساتل د پښتورګو د ناروغۍ عمده لامل ګڼل کیږي. نو هڅه وکړئ چې تشناب ته په تللو کې ځنډ ونه کړئ، تر څو د پښتورګو د میکروبي کیدو مخه ونیسئ.همدارنګه په مثانه کې د ادرار ساتل د پښتورګو له میکروبي کیدو پرته، په مثانه او پښتورګو د زیات فشار لامل هم کیږي، چې له امله یې یو شمیر ناروغۍ منځ ته راځي.

۲. د پښتورګو د ښې روغتیا لپاره باید زیاته مالګه ونه خوړل شي. د روغتیایي څیړنو له مخې په یوه ورځ کې له 5.8 ګرامه زیاته مالګه خوړل په پښتورګو د فشار او ناروغۍ لامل ګرځي.

۳. د پښتورګو د سالم ساتلو لپاره باید له ډيرې غوښې خوړلو څخه ډډه وشي. ځکه ډیره غوښه خوړل په پښتورګو کې تیږه رامنځ ته کوي. په غوښه کې د پروټینونو ډيره کچه په پښتورګو فشار راوړي او د پښتورګو جوړښت لومړی ضعیف کوي او وروسته یې له کاره غورځوي.

۴. پیپسي، فانټا، سپرایټ او نور ټول ګاز لرونکي څښاک په پښتورګو کې د تیږې د پیدا کیدو لامل کیږي. که غواړئ د پښتورګو په تیږه او نورو ناروغیو باندې اخته نه شئ، نو له دې ډول څښاکو څخه لاس واخلئ، او یا هم به کم اندازه یې استعمال کړئ.

۵. د پښتورګو د ناروغۍ یو بل مهم لامل کمې اوبه څښل دي. د پښتورګو د ښې روغتیا لپاره مهمه ده، چې هره ورځ په زیاته اندازه سره اوبه وڅښل شي، چې تر ټولو ښه اندازه یې په ورځ کې لس ګیلاسه اوبه څښل دي.

۶. په یو ځای باندې د زیات وخت لپاره کیناستل نه یوازې د پښتورګو لپاره مضر دي، بلکې نورې روغتیايي ستونزې هم رامنځ ته کولی شي.

نو هڅه وکړئ، هره ورځ قدم ووهئ او ځینې فزیکي تمرینات ترسره کړئ.کله چې ډيرې اوبه وڅښئ، نو د ادرار (تشو متیازو) رنګ به روڼ او سپین وي، چې دا نښه د سالمو او روغو پښتورګو نښه ده.
Dr.Firoza Afghan

Address

Khost

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when معصوم ښکلا posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category