Muhammad Sahaar

Muhammad Sahaar This page is now a personal news & weather updates page managed by Muhammad Sahaar.

 #تازه:په کندهار او هلمند ولایتونو کي د توپاني بادونو را پورته کېدولو اټکل نسته.د دواړو ولایتونو په ډیرو سیمو کي فقط عاد...
13/06/2026

#تازه:
په کندهار او هلمند ولایتونو کي د توپاني بادونو را پورته کېدولو اټکل نسته.
د دواړو ولایتونو په ډیرو سیمو کي فقط عادي بادونه دوام کوي.
هغه اوازې چي په یادو ولایتونو کي به سخت توپاني بادونه را پورته او توره شپه سي بې اساسه دي.
هیوادوال دي تشویش نه کوي.

The El Niño climate phenomenon has officially begun and has been confirmed.According to a report by the U.S. National Oc...
12/06/2026

The El Niño climate phenomenon has officially begun and has been confirmed.

According to a report by the U.S. National Oceanic and Atmospheric Administration (NOAA), it is expected to strengthen further in the coming months and may develop into a Super El Niño.

Experts say this phenomenon could bring major shifts in weather patterns across different parts of the world, raise global temperatures, increase the risk of floods and other climate-related disasters, and contribute to severe droughts in some regions.

As its potential impact on Asian countries is also being closely monitored, we will prepare and share a special video report on this topic in the coming days.

We will also examine how significantly El Niño could affect Afghanistan.

11/06/2026

د هند د هریانا ایالت توپاني باد او تندر ځپلی.
په ښار کي یې د باد سرعت د ١٥٠ څخه تر ١٧٠ کیلومتره پر ساعت اټکل سوی وو، چي له امله یې ګڼي درختي چپه سوي، یو شمېر ودانۍ نړېدلي او زیانمني سوي دي.
راپورونه ښیي چي دې سختي توپاني پیښي انساني تلفات او پراخ مالي تاوانونه هم را منځته کړي دي.

 #تازه:په کندهار کي او هلمند ولایتونو کي نن ورځ چهار شنبه د تیزو بادونو او توپاني دوړو اټکل سته.د باد یوه توپاني څپه د ن...
10/06/2026

#تازه:
په کندهار کي او هلمند ولایتونو کي نن ورځ چهار شنبه د تیزو بادونو او توپاني دوړو اټکل سته.
د باد یوه توپاني څپه د نن ماپښین له یوې نیمي بجې څخه د نیمروز له جنوبي طرفه هلمند او وروسته بیا کندهار ته داخلیږي.
دا چي تر اوسه د دې توپاني څپې زور یوازي په درو سرو ولایتونو کي فقط پر جنوبي او ختیځو سیمو اټکل سوی خو بیا دي هم د دې درو ولایتونو اوسېدونکي خبر وي او خپل احتیاطي تدابیر دي د توپاني باد د خطرونو پر وړاندي وساتي.
یادونه:
نن ورځ په یاد سوو درو ولایتونو کي د توپاني باد احتمال سته چي تر دا مهاله ښاري سیمي عادي اټکل سوي، وروسته به حالت تعقیبوو.

معلومات له نورو دوستانو سره هم شریک کړئ!
چهارشنبه، د جوزا ٢٠مه نېټه.

کندهار او هلمند:نن سه شنبه په کندهار کي له ماپښین څخه د تیزو بادونو اټکل سته چي څپې یې ښاري سیمو ته هم داخلیږي.یاد بادون...
09/06/2026

کندهار او هلمند:
نن سه شنبه په کندهار کي له ماپښین څخه د تیزو بادونو اټکل سته چي څپې یې ښاري سیمو ته هم داخلیږي.
یاد بادونه به له پاکستان څخه هلمند او له هلمند څخه کندهار ښار، جنوبي، لوېدیځو او ختیځو سیمو ته داخل سي.
هلمند هم کندهار ته ورته د باد د اندازې اټکل لري خو زور یې یوازي پر لوړو جنوبي سیمو دی.

یادونه:
په دواړو ولایتونو کي د توپاني دوړو او خاورو را پورته کېدولو احتمال نسته.
دا چي د باد اندازه به نسبتاً ډېره وي نو مؤقتي خاوري به هم بادونه پورته کوي.

نن ورځ یکشنبه په کندهار او هلمند ښارونو کي د بادونو اندازه نسبت تیرو ورځو ته ډېره کمه اټکل سوې.یوازي د کندهار په ځینو خت...
07/06/2026

نن ورځ یکشنبه په کندهار او هلمند ښارونو کي د بادونو اندازه نسبت تیرو ورځو ته ډېره کمه اټکل سوې.
یوازي د کندهار په ځینو ختیځو ولسوالیو او د هلمند پر لوړو جنوبي سیمو د لږ تیزو بادونو اټکل سته.

#یادونه:
د توپاني دوړو را پورته کېدولو اټکل په دواړو ولایتونو کي نسته.

کندهار او هلمند:په کندهار او هلمند ولایتونو کي نن شنبه د باد اندازه نسبت تیري ورځي ته یو څه ډېره اټکل سوې خو بغیر د یو څ...
06/06/2026

کندهار او هلمند:
په کندهار او هلمند ولایتونو کي نن شنبه د باد اندازه نسبت تیري ورځي ته یو څه ډېره اټکل سوې خو بغیر د یو څو سیمو د شګو او خاورو د توپان را پورته کېدولو احتمال نسته.
د دواړو ولایتونو هغه سیمي چي د باد اندازه یې تر نورو سیمو ډېره او د کمو دوړو را پورته کېدولو اټکل هم سته:
کتدهار:
ارغستان
معروف
تحته پل
دامان
ډنډ
او بولدک ولسوالۍ د شدت نقطه ټاکل سوې
هلمند:
یوازي لوړي جنوبي سیمي.
یادونه:
په دواړو ولایتونو کي د داسي بادونو اټکل نسته چي د توپان او خطرونو لامل سي.

کندهار او هلمند:نن ورځ جمه د کندهار په ټولو ښاري، لوېديځو، جنوبي او ختیځو سیمو کي د نسبتاً تیزو بادونو اټکل سته خو د توپ...
05/06/2026

کندهار او هلمند:
نن ورځ جمه د کندهار په ټولو ښاري، لوېديځو، جنوبي او ختیځو سیمو کي د نسبتاً تیزو بادونو اټکل سته خو د توپاني بادونو او دوړو را پورته کېدولو احتمال نسته.
د هر وخت په څېر یوازي په بولدک ولسوالۍ کي د کمو دوړو اټکل سته.
د دې سربېره، د هلمند ولایت اټکل هم د کندهار په څېر دی خو یوازي هلته په لوړو جنوبي سیمو کي د دوړو را پورته کېدولو اټکل سته.
#یادونه:
په دواړو ولایتونو کي د خطري بادونو اټکل نسته بلکي دغه موسمي بادونه به د حالت او موسم مطابق دوام لري.
د دې بادونو اندازه د شپې ناوخته کمیږي.

Kandahar Daily Weather Update Forecast|نن یکشنبه د کندهار په ټولو ښاري سیمو او نژدې ولسوالیو کي د باد اندازه نسبتاً ډېره...
24/05/2026

Kandahar Daily Weather Update Forecast|
نن یکشنبه د کندهار په ټولو ښاري سیمو او نژدې ولسوالیو کي د باد اندازه نسبتاً ډېره خو په بولدک ولسوالۍ کي تر نورو سیمو ډېره اټکل سوې.
د بولدک څخه ماسېوا په نورو سیمو کي نن د دوړو د توپان را پورته کېدولو اټکل نسته.
یادونه:
په بولدک ولسوالۍ کي د تیزو یا توپاني دوړو اټکل نسته بلکي د کمزورو او عادي دوړو اټکل ور کول سوی. یادونه مو یې ځکه کړې چي تر نورو سیمو هلته د باد اندازه ډېره اټکل سوې نه شدیده.

 #تازهد ځینو مصروفیتونو له امله مي و نه سوای کولای چي د کندهار د مازیګر وخت هوا حالات په دقیق ډول تعقیب کړم.د اوس لپاره ...
23/05/2026

#تازه
د ځینو مصروفیتونو له امله مي و نه سوای کولای چي د کندهار د مازیګر وخت هوا حالات په دقیق ډول تعقیب کړم.
د اوس لپاره یوازي رادار د نن ماښام د اوو نیمو بجو څخه حالات را کوي ځکه مخکي وخت یعني د څلور بجو د وخت معلومات مو د نن لپاره د لاسه ور کړه.
د دې سربېره، له اوس څخه د نن شپې تر لسو بجو په بولدک او کندهار په ځینو جنوبي او مکملو ختیځو ولسوالیو کي د تیزو بادونو او دوړو را پورته کېدولو اټکل قوي دی.
په ښاري سیمو کي بادونه سته خو د دوړو اندازه یې عادي اټکل سوې نه د نورو سیمو په څېر.
یادونه:
په ښاري سیمو کي د نن ماښام تر ٧ نیمو بجو د بادونو پر وړاندي پاملرنه او احتیاط په کار دی.

Address

Long Iceland City
Khost
11101

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Muhammad Sahaar posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share