24/08/2025
ناکامه عشق
له عبرته ډکه حقیقی کیسه
زما یوه انجلی ملګری وه، دیره اخلاقی او دعلم خاونده وه، هغی ته په فیسبوک کی یوه هلک مسیج وکړ، هغه سلام ورته راولیږلو لیکن دغه خور ځواب ورنه کړ، څو ځلی یی سلام ورته ولیږلو اما اخیر خور ځواب ورکړ، هلک جینی ته وویل تاسی کولی شی چې سره معرفی شو اما خور انکار وکړ، لیکن هلک وویل بس کیداشی دا معرفت ستا او زما په ګته تمام شی، بار بار سړی مسیجونه کول اخیر یی ځانونه سره معرفی کړل، سړی ورته وویل چې داسی د پوهنتون څخه فارغ یم؛ داسی داسی یم، ددی ځای یم او جینی هم ځان ورته معرفی کړو، دواړو مسیجونه سره کول ملګرتیا ورو ورور زیاتیده، اخیر سړی خور ته وویل چې کولی شی چې ما سره وغږیږی، اخیر خور یی غږیدلو ته مجبوره کړه، څو اونې په نمبر سره وغږیدل، سړی هغی خورنه دیو ځای کی لیدلو غوښتنه وکړه، ورته یی وویل چې ماسره په یوه ځای کی ووینه خو خور انکار وکړ، چی نه وخت خراب دی اجازه نه لرم، سړی بیا، بیا ورته ووایل چې زه تاسره د زړه نه مینه او احترام لرم، ماته ګرانه یی او ماته قدر لری، تا سره کلکه ژمنه کوم چې له اوسه زه تاسره د زړه نه مینه لرم، هو یو ځل راسره ووینه زه تاسره واده کوم، اخیر یی خور مجبوره کړه، ځای یی سره وښودلو، په یو ځای کی سره یی ولیدل هلک خواهیش تری وکړو، جینی وویل چې د پښتو وطن دی دا سا وایی؛ لنده دا چې دواړه سره خواهشات پوره کړل، یوه اوونۍ بعد خور هلک ته مسیج کولو هلک ځواب نه ورنکړ، څو ځلی یی ورته وکړو، خو هلک جواب ورنه کړو، جینی بیا زنګ ورته وواهه خو هلک ځواب نه ورکولو، اخیر هلک ځواب ورکړو ورته یی وویل څوګ یی؟ خور وویل ولۍ نه می پیژنۍ؛ هلک وویل نه، خور وویل دا څه وایی، يوه اونۍ مخکی چې سره ومو لیدل تا ویل چی تاسره مینه لرم او واده به کوو هلک وخندل، او ویی ویل چی ای بی عقلی دروغجنی زه دی نه پیژنم تاسو ټولی دوکه بازی یی بل ځل تلیفون ونه کړی، هلک نمبر بدل کړو پخوانۍ نمبر یی مات کړو هغی خور سخت سخت ژړل دامې چی دا می څه وکړل اخیر یی ځان وژنه وکړه، دا ده د مجازی نړی مجازی عشق او مینه، ټولو خویندو ته می پیغام دی چی فیسبوکی مینو باندی ونه غولیږی، خپل عفت او حیا خوندی وساتی!
ټولو دوستانو څخه مې هیله ده چې دا رښتني کیسه شیر کړئ .