
16/09/2025
خـور به مې خلــکو لــه پۀ کلي کښې ګنډلې جامې.
مـانــه هــيريږي نـۀ زمـــا دۀ مـــور شلېدلې جامې.
مـاته له يـاد دي دۀ غُربــت هغـه ســپېرۀ وخــتونه.
مـا به اغوسـتې وې دۀ خان دۀ ځوي مښلې جامې.
دۀ يوې مور زړۀ غريبۍ دومره سخت کړے وو چې.
بچــي يـې او وهـل بچـو چـې ترې غوښتلې جامې.
اوس مـې زړۀ درد کـوي پۀ هر هغه يـتـيم بـچوړي.
چـې يـې وړو لاســو کـښې وينــم چـا ورکلې جامې.
څـۀ ناروغيـانې وې دۀ کـور څـۀ بې وسي وا زمونږ.
کډواله مـونـږ له به يې کال پـۀ کـال کولې جامې.