Afg Star TV

Afg Star TV يو بل ته مینه ورکړئ ترڅو له ژونده خوند واخلی.♥

کرکټ بورډ: ‏شاپور ځدراڼ به د درملنې لپاره هند ته واستول شي تاند ( سه شنبه د مرغومي ـ جدي ۲۳مه) د افغانستان د کرکټ بورډ و...
14/01/2026

کرکټ بورډ: ‏شاپور ځدراڼ به د درملنې لپاره هند ته واستول شي
تاند ( سه شنبه د مرغومي ـ جدي ۲۳مه) د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند، سیدنسیم سادات ویلي هڅه کوي څو د هېواد پخوانی چټک توپ اچوونکی، شاپور ځدراڼ د درملنې لپاره هند ته ولېږي.

سادات وايي، ځدراڼ ته د هند ویزې اخیستلو هڅه کې دي او په راتلونکو ورځو کې به یې ترتیبات وشي.

د نولس کلنې افغان لوبډلې روزونکي، رییس احمدزي مخکې ویلي وو چې د شاپور ځدراڼ د وینې سپین کرویات کمېږي.

ترکیهجوزجان کې د سمنټو تولید فابریکه جوړوي.پر دغه فابریکه ۲سوه میلیونه ډالر لګښت راځي.
14/01/2026

ترکیه
جوزجان کې د سمنټو تولید فابریکه جوړوي.
پر دغه فابریکه ۲سوه میلیونه ډالر لګښت راځي.

سامسونګ کمپنۍ د فبرورۍ په ٢٦ مه د ایس سیریز ٢٦ الټرا ماډل ځیرک ټلیفونونه بازار ته راباسي.د دې نورې ښیګڼې هم شته خو د هکر...
14/01/2026

سامسونګ کمپنۍ د فبرورۍ په ٢٦ مه د ایس سیریز ٢٦ الټرا ماډل ځیرک ټلیفونونه بازار ته راباسي.
د دې نورې ښیګڼې هم شته خو د هکرانو لخوا به يې د هیک کیدو هیڅ امکان نه وي.
په دې ټلیفون کې د لوړې کچې مصنوعي ځیرکتیا او دفاعي سیسټمونه کاریدلي.

مثبت فکر د انسان د ژوند د بدلون تر ټولو قوي وسيله ده. کله چې انسان نړۍ ته د اميد په سترګو ګوري، نو ستونزې ورته د پای ټکی...
14/01/2026

مثبت فکر د انسان د ژوند د بدلون تر ټولو قوي وسيله ده.
کله چې انسان نړۍ ته د اميد په سترګو ګوري، نو ستونزې ورته د پای ټکی نه، بلکې د ودې زينې ښکاري. مثبت فکر انسان ته دا ځواک ورکوي چې په سختو حالاتو کې هم خپل باور له لاسه ور نه کړي.
هغه څوک چې مثبت فکر لري، نه يوازې خپل ذهن ارام ساتي، بلکې د نورو لپاره هم د هيلې سرچينه ګرځي. داسې انسان له ناکامۍ زده کړه کوي، له تېروتنو تجربه اخلي او هره ورځ د ځان يو ښه بڼ جوړوي.
په حقيقت کې، مثبت فکر دا معنا نه لري چې انسان ستونزې نه لري، بلکې دا معنا لري چې انسان پر ستونزو د بري باور لري. همدا باور دی چې عادي انسانان بريالي کوي او توره شپه په رڼا بدلوي

*2026 پلان......* 1. حذب کړه منفي خلگ2. قبول کړه ستاسو غلطي 3. هير کړه خپل تير وخت 4. له سره شروع کړي ستاسو ژوند ...‌.‌.
06/01/2026

*2026 پلان......*

1. حذب کړه منفي خلگ
2. قبول کړه ستاسو غلطي
3. هير کړه خپل تير وخت
4. له سره شروع کړي ستاسو ژوند ...‌.‌.

05/01/2026

دعا🙏
ای مهربانه ربه
هر څوک چې هـر مشکل لري ته د هر څه مالک یې ته يې ورته حل کړه امین.🤲

د هند پر سومنات درمسال د محمود غزنوي د یرغل ١٠٠٠ کاله پوره شول.د هند صدراعظم نریندرا مودي په دې اړه یوه مقاله کې په یاد ...
05/01/2026

د هند پر سومنات درمسال د محمود غزنوي د یرغل ١٠٠٠ کاله پوره شول.
د هند صدراعظم نریندرا مودي په دې اړه یوه مقاله کې په یاد درمسال زر کاله پخوانی یرغل وحشیانه بللی او ویلي یې دي د د زرو کلونو په تېرېدو د هند بچیانو د دغه درمسال تاریخي عظمت بیا راژوندی کړی.
محمود غزنوي په ١٠٢٦ کال د دغه درمسال د بتانو ماتولو لپاره په هند برید کړی و.

تر ټولو زیات د واتساپ استعمال کوونکي هېوادونه دا دي:هند (India) – تر ټولو زیات کاروونکي لري (له 500 میلیونو څخه زیات).بر...
05/01/2026

تر ټولو زیات د واتساپ استعمال کوونکي هېوادونه دا دي:
هند (India) – تر ټولو زیات کاروونکي لري (له 500 میلیونو څخه زیات).
برازیل (Brazil) – شاوخوا 150 میلیونه کاروونکي.
اندونیزیا (Indonesia) – له 100 میلیونو زیات.
امریکا (USA) – شاوخوا 80 میلیونه.
مکسیکو (Mexico) – نږدې 70 میلیونه.
روسیه، نایجریا، بنګله‌دېش، پاکستان – هم زیات کاروونکي لري.
په ټوله کې، واتساپ په هغو هېوادونو کې ډېر مشهور دی چې انټرنیټ ارزانه او د موبایل له لارې استعمال ډېر وي.

゚viralシalシ

کله چې ګراهام واکر خپله فایبرونډ فابریکه خرڅوله، شاوخوا ۵۴۰ کارکوونکي ورسره بوخت وو. ټولو ته دا اندېښنه پیدا شوې وه چې ښ...
05/01/2026

کله چې ګراهام واکر خپله فایبرونډ فابریکه خرڅوله، شاوخوا ۵۴۰ کارکوونکي ورسره بوخت وو. ټولو ته دا اندېښنه پیدا شوې وه چې ښايي بې‌روزګاره شي او د ژوند ستونزې ورسره زیاتې شي. همداسې وشول؛ فابریکه وپلورل شوه او کارکوونکي خپلو کورونو ته ستانه شول.
خو ګراهام واکر یوازې یو مالک نه و، بلکې یو وفادار انسان هم و. کله چې یې د فابریکې د خرڅلاو پیسې ترلاسه کړې، نوموړي له خپلې خوښې ۲۵۰ میلیونه ډالر پر خپلو کارکوونکو ووېشل. هر کارکوونکي ته څه د پاسه څلور لکه ډالر ورسېدل. ویل کېږي، ډېری کارکوونکي د خوښۍ له شدت څخه وژړل او د خپل مالک وفاداري یې ستایله.
په دې کارکوونکو کې ښځې هم وې؛ یوه ښځینه کارکوونکې پر هماغو پیسو خپل کور واخیست او ورسره یې د جامو وړوکی دوکان هم پرانیست. نور کارکوونکي هم وتوانېدل چې واړه کاروبارونه پیل کړي، چې دا کار په بازار او ټولنه کې ښکاره مثبت اغېز پرېښود.
دا کیسه ښيي چې لا هم په نړۍ کې داسې مالکان شته، چې د شتمنۍ تر څنګ انسانیت، انصاف او وفاداري ته ارزښت ورکوي.
🫡

05/01/2026

پاک خواړه وخوره... د ځان لپاره.
منډه ووهه... د ځان لپاره.
هغه کتاب ولوله... د ځان لپاره.
کار پیل کړه... د ځان لپاره.
هره ورځ سخت کار وکړه... د ځان لپاره.
نوی مهارت زده کړه... د ځان لپاره.

دا ژوند 100% ستا مسؤولیت دی.
په جدي ډول یې واخله.

05/01/2026

کابل
د ایران کار وزیر په افغانستان کې د حرفوي زده کړو مرکزونو سره د همکارۍ ژمنه کړې.
ایراني وزیر بله ژمنه دا کړې چې ایران کې به افغان کاریګرو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

05/01/2026

هڅه وکړئ چې خپل کاروبار ته تر هڅه زیات په اعلاناتو کار وکړئ، ځکه بغیر له اعلاناتو هیڅ کاروبار وده نشي کولی.

Address

Khost Asmail Hil
Khost
2501

Telephone

+93706989061

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Afg Star TV posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Afg Star TV:

Share

Category