19/07/2022
سلګۍ يا هټکۍ (hiccup) څه شى دى، ولې پيدا کيږي، او څنګه يې تداوي کولاى شو؟!
سلګۍ(هټکۍ) د حجاب حاجز (ډيافراګم) هغه غير اردي تقلصات يا حرکات دي چې کېداى شي په يوه دقيقه کې څو ځله تکرار شي.
سلګۍ (هټکۍ) د يوه ريفلکس په base کې منځ ته راځي، چې نوموړى ريفلکس arc نوميږي، کله چې دغه ريفلکس تنبه شي، نو د حجاب حاجز د يو قوي تقلص سبب ګرځي، چې په تعقيب 0.25 ثانيې وروسته صوتي حبول(vocal cords) بنديږي، او د سلګۍ کلاسيک آواز hic (هک) يې په نتيجه کې منځته راځي.
د سلګۍ (هټکۍ) منځته راتګ لاملونه ډير زيات دي او څه د پاسه سل علتونه لري، خو مهم لاملونه يې عبارت دي له؛
* ټوخى (cough)
* د هوا تېرول (swallowing air)
* خولې ته تروې اوبه راتلل(GERD)
* دمعدې چوره (hiatal hernia)
* تېز يا په بېړه خوراک کول (rapid eating)
* وېره (fear)
* انزايټي (anxiety)
* کاربونيت لرونکي مشروبات لکه پيپسي، ډيو، انرژي وغيره
* الکولي مشروبات
* وچه ډوډۍ خوړل (dry breads)
* مصالحه لرونکي خوراکونه (spicy foods)
* آپين يا هغه درمل استعمالول چې په خپل ترکيب کې آپين لري لکه مورفين وغيره
* خندا کول(laughing)
* پښتورګو ناروغۍ
* دماغي حمله (stroke)
* دماغي پردو يا سحاياو التهاب (meningitis)
* اعصابو تخريب کيدل په خاص ډول لسم عصب(vagus)
اوداسې نور... چې دغه ټولو لاملونو په اساس phrenic عصب چې حجاب حاجز يې تعصيب کړى، تخريش کيږي او سلګۍ پيدا کيږي.
تداوي؛ اکثره سلګۍ له لږ څه انتظار څخه وروسته په خپله ښه کيږي. مختلفې فلکلوريکې(رواجي) طريقې هم د سلګۍ په بندولو کې کارول کيږي لکه ناروغ ته داسې خبرې کول چې هيجانه يې کړي، او داسې نورې خو لا تر اوسه کوم ثبوتي شواهد دسلګۍ په بندولو کې نه لري.
د سبب درملنه او تداوي يې ډيره مهمه ده.
په طبابت کې يوازې د هغه سلګۍ درملنه ترسره کيږي، چې دومداره، متکرره،معنده(persistent)، او شديده وي.
دواګانې يې عبارت دي له؛
baclofen, chlorpromazine, metoclopramide,
gabapentin, various type of PPI, Haloperidol
همدارنګه کولاى شو چې په ډيرو شديدو پيښو کې phrenic عصب د 0.5 فيصده پروکاين پواسطه بلاک کړو.
ځينې خپله تطبيق کيدونکي ميتودونه او کورنۍ طريقې؛
@ لکه په سر ودريدل (headstanding)
@ يو ګيلاس اوبه په ملاستې يو اړخ باندې کږيدو په صورت کې څښل
@ د يو کس پواسطه د سلګۍ لرونکي کس ويرول
@ د ژبې لاندې د بورې (Sugar) نيول
@ د اوږد وخت لپاره ساه نيول، او بيا د لاس په موټي کې خوشې کول
@ زنګون تر سېنې لاندې کول او مخکې طرف ته ورباندې ځان ځوړند کول.