Translated by Amin / امین د ژباړې مرکز

Translated by Amin / امین د ژباړې مرکز Khost

تاریخي او ستره بریا مو مبارک شه هېوادوالو! 🇦🇫❤️🇦🇫🏏 د کرکټ ملي لوبډلې د بنګلدېش پر وړاندې دغه ستره او له ویاړه ډکه بریا م...
25/06/2024

تاریخي او ستره بریا مو مبارک شه هېوادوالو! 🇦🇫❤️🇦🇫🏏

د کرکټ ملي لوبډلې د بنګلدېش پر وړاندې دغه ستره او له ویاړه ډکه بریا مو مبارک شه.
د ملي لوبډلې پر معززو او قدرمنو لوبغاړو دې زر وارې شابسی او افرین وي چې یو ځل بیا یې بریا خپله کړه او د ټول ملت سترګې یې هسکې کړې.

ژوند ژوند د ملت رښتیني اتلانو
🇦🇫❤️🇦🇫🏏

درنو هیوادوالو،کوچنی اختر مو مبارک او بختور شهعید سعید فطر مبارکHappy Eid
10/04/2024

درنو هیوادوالو،
کوچنی اختر مو مبارک او بختور شه
عید سعید فطر مبارک
Happy Eid

06/12/2023

(((لس غوره نصېحتونه)))

۱:- که چیرې يو چا درته د ګډ کاروبار وړاندیز وکړ،له هغه سره په يوه قاب کې ډوډۍ وخوره،ويې ګوره چې ښه شيان پخپله ډیر خوري یا تا ته يې ډیر در پریږدي،که خپله يې زیاته وخوړه نو شراکت ورسره مکوه،ځکه هغه به کاروبار کې هم لالچي وي.

۲:- که یو چا درسره انډیوالي پيلوله نو په عامه ټرانسپورت یانې ملی بس،ریکشه او نورو کې سفر وکړه که د کرايې ورکولو وخت کې ځان تیر ویستلو نو ملګرتيا ورسره مکوه،ځکه دا به ستا د ملګرتيا خپله استفاده کوي او بس.

۳:- که يو چا غوښتل درسره خپلوي وکړي،نو د هغه کوم قیمتي او باارزښته جنس ته معمولي نقصان ورسوه،مثلاً:پر بوټانو يې لږه ترکاري یا اوبه واچوه،یا د هغه قیمتي موبایل د میز څنډې ته کېږده،یا د هغه له عینکو سره کار ولره،که چیرته هغه د خپلو شیانو د قیمتي بودن غوغا جوړه کړه،یا يې لږ تر لږه دا احساس درکړ چې زما شیان ډير قیمتي دي،داسې دي...
نو دغه ډول خلکو ته اړيکې نه بلکه پیسې ډيرې مهمې وي،باید چې ورسره خپلوي او یا هيڅ ډول اړیکه ونه پالل شي.

۴:- که چیرته ته کاروباري يې او کوم ملګري درنه په قرضو شیان غواړي،ته ورته نرخ لوړ ووایه،که چیرته يې په نرخ کې درسره بحث ونکړ،او د نرخ د ټيټولو غوښتنه ونکړه،نو پوه شه چې،دا سړی د قرض د بیرته ورکولو نیت نه لري.

۵:- که چیرته یو چا په هرې دوهمې او دریمې خبرې قسمونه کول،نو پوه شه چې دده په خبرو کې حتما دروغ شته،او غواړي خپل دروغ رښتيا ثابت کړي.

۶:- که چیرته کوم ملګري دې خپله کوم بد عمل درنه پټ ساتل غوښتل،ته ورته مه وایه چې ما ته ستا ټول کارونه معلوم دي،بیا هغه بد عمل ستا مخې ته هم ترسره کوي.

۷:- ماشومان د خپلو بدو کارونو څخه منع کولو لپاره د بلاګانو،ديوانو او یا ځناورو څخه مه ډاروئ،کله چې هغوی پدې پوه شي چې دا شيان فرضي دي،هغوی بیا بیرته خپل بد اعمال پيلوي،هغوی باید د الله تعالی له قهر،جهنم او نورو واقعي سزاګانو نه وویرول شي.

۸:- ماشومانو ته په هرې لويې او کوچنۍ غلطۍ په مقابل کې سزا مه ورکوئ،ځکه د هغه ذهنیت بیا داسې جوړيږي،چې کله ستر شي هر کس چې معمولي غلطي هم وکړي ،دی به ورسره جنګیږي،او ټول عمر به يې په جنګ کې تیر شي.

۹:- د خپلو اولادونو مخکې له مور او پلار سره په رویه کې بیخې محتاط اوسئ،ځکه ستاسې اولادونه تاسې څاري او له تاسې زده کړه کوي.

۱۰:- په ټولنه کې مو چې د چا کوم عمل بد وو،او خوښ مو نشو،نو خپله ترې ځان وساته.

23/10/2023

💪🇦🇫
Congratulation Afghanistan

Lovely nights in Kabul🏙Afghanistan 🇦🇫🤩
08/10/2023

Lovely nights in Kabul🏙Afghanistan 🇦🇫🤩

درنو هېوادوالو!😘نېکمرغه لوی اختر مو مبارک، عباداتونو او قربانۍ مو د لوی الله ج په دربار کې قبولې او منظورې شه.!!🙏
28/06/2023

درنو هېوادوالو!😘
نېکمرغه لوی اختر مو مبارک، عباداتونو او قربانۍ مو د لوی الله ج په دربار کې قبولې او منظورې شه.!!🙏

Address

Khost

Telephone

+93776444666

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Translated by Amin / امین د ژباړې مرکز posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Translated by Amin / امین د ژباړې مرکز:

Share