آزمون راډیو - Azmoon Radio

آزمون راډیو - Azmoon Radio www.azmoonradio.com
خوست: ۹۳.۵ اېف اېم
پکتیا: ۹۴.۵ اېف اېم
غزني: ۹۳.۲ اېف اېم

آزمون میډیا ګروپ د هیواد په جنوب ختیځو ولایتونو خوست ، پکتیا او غزني ولایتونو کې غږیز نشرات لري او همدا شأن په ټوله نړی کې یې پر لاندې انټرنیټي لینک اوریدلئ شئ.

د سعودي عربستان الحرمين الشريفين رسمي ادرس وايي، د ذوالحجې مياشت وليدل شوه، د چهارشنبې په ورځ به د ذوالحجې لومړۍ نېټه وي...
27/05/2025

د سعودي عربستان الحرمين الشريفين رسمي ادرس وايي، د ذوالحجې مياشت وليدل شوه، د چهارشنبې په ورځ به د ذوالحجې لومړۍ نېټه وي.

د دوی په وينا، د عرفې ورځ به د جون پر پنځمه او لوی اختر به د جمعې په ورځ د «جون پر ۶ نېټه» وي.

سرپرست وزیر وايي، مسوولین باید د ولس ستونزو ته په وخت، اخلاص او ژمنتیا ځواب ووایي او د اسلامي نظام د پیاوړتیا لپاره دوام...
27/05/2025

سرپرست وزیر وايي، مسوولین باید د ولس ستونزو ته په وخت، اخلاص او ژمنتیا ځواب ووایي او د اسلامي نظام د پیاوړتیا لپاره دوامدارې هڅې وکړي.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر د وزارتونو د دفترونو رئیسانو د سیمینار پای غونډې ته وینا وکړه.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني دغه څرګندونې د چارو ادارې او د اداري اصلاحاتو ریاست په نوښت د وزارتونو د دفترونو رئیسانو لپاره جوړ شوي اصلاحاتي او د ظرفیت لوړونې سیمنار پای غونډې ته کړي دي.

هغه ویلي، د رهبرۍ په کچه د اصلاحاتو، د چارو د اسانتیا، عامه خدمتونو د معیاري کولو، او د قانوني چوکاټ د جوړښت په برخو کې جدي او پرله‌پسې هڅې روانې دي.
ده زیاته کړې، د اسلامي امارت مشرتابه د اسلامي نظام د پیاوړتیا، د اصلاحاتو رامنځته کېدو، خلکو ته د خدمتونو د پراختیا او د اصولي قانون جوړونې په لاره کې شپه‌ او ورځ هڅه کوي.
حقاني له دولتي مسوولینو وغوښتل چې له ولس سره ښه چلند ولري او ویې ویل: «تاسو د حکومتي پرېکړو عملي کوونکي یاست، خلک ستاسې دروازو ته مراجعه کوي، د ملت او حکومت ترمنځ اړیکه ستاسو له لارې ټینګېږي، باید د خلکو ستونزو ته پر وخت، په صداقت، اخلاص او ژمنتیا ځواب ورکړئ او د دوی او نظام صادقانه استازیتوب وکړئ.»
هغه دغه‌راز ویلي، د اداري چارو زده‌کړه نیمګړتیا نه، بلکې د ویاړ وسیله ده، هر وخت باید د زده‌کړې او مسلکي ودې هڅه وشي، له یو بل سره د تجربو شریکول، همکاري او دوامداره پرمختګ د باکیفیته خدماتو کیلي ده.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر دغه‌راز ویلي: «د اسلامي نظام حیثیت باید زموږ د شخصي ګټو، غوښتنو او مقامونو په پرتله ډېر ارزښت ولري، خپلې چارې باید د فرامینو، قوانینو او مقرراتو په رڼا کې پرمخ یوسئ. که چیرې کومه پیچلتیا وي، هلته دې له مشرانو او رهبرۍ نه وضاحت وغوښتل شي؛ خو د خلکو کارونه باید د پلټنې او یقین حاصلولو تر نامه لاندې بې‌ځایه او له دلیله پرته ونه ځنډېږي.»
په غونډه کې د ګډونوالو په استازیتوب د عامې روغتیا وزارت د دفتر رئیس شیخ محمدطاهر هم وویل، چې دا سیمینار ټولو ګډونوالو ته ګټور و؛ ځکه چې په لنډ وخت کې یې ارزښتناک مفاهیم رازده کړل او له یو بل سره د تجربو شریکولو ښه موقع وه.

د پنجشېر د کانونو او پټروليم رياست مسوولینو نن د دغه ولايت له کانونو د تازه استخراج شویو زمردو د پلورلو خبر ورکړی دی. د ...
27/05/2025

د پنجشېر د کانونو او پټروليم رياست مسوولینو نن د دغه ولايت له کانونو د تازه استخراج شویو زمردو د پلورلو خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د کانونو رئیس مولوي محمد قاسم امیري ویلي چې یو ځل بیا د هېواد پر سوداګرو یو زر ۴۱۳ قيراطه زمرد د ۱۷۱ زره ۹۰ ډالرو په ارزښت د کانونو د څارنې کمېټې، د سیمه ییزو چارواکو او سوداګرو په شتون کې د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول. نوموړي زیاته کړه، چې تر دې وړاندې هم د بولۍ له لارې د هېواد پر سوداګرو زرګونه قیراطه زمرد پلورل شوي دي.

د ایران رسنیو راپور ورکړی، چې یو شاوخوا ۳۷ کلن سړي په شیراز کې پر لارویانو د چاقو برید کړی، چې له امله یې د یوې ښځې او د...
27/05/2025

د ایران رسنیو راپور ورکړی، چې یو شاوخوا ۳۷ کلن سړي په شیراز کې پر لارویانو د چاقو برید کړی، چې له امله یې د یوې ښځې او دریو نارینه وو په ګډون څلور کسان ووژل شول او دوه نور ټپیان دي.

د تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې برید پرون ماښام (دوشنبه، د می۲۶مه) شوی او بریدګر له پولیسو سره د مخامخ کېدو وروسته ټپي شوی او نیول شوی دی.

د فارس ولایت د پولیسو قوماندان برید جنرال عزیزالله مالکي په حواله، رسنیو راپور ورکړ، لومړني تحقیقات ښيي چې بریدګر، چې ظاهرا د صنعتي نشه‌یي توکو تر اغېز لاندې و، په چاقو سره پر خلکو برید وکړ.

د راپور له مخې، قاتل په پیل کې په پولیسو برید وکړ او د تسلیمېدو لپاره د پرله‌پسې خبرداریو له پامه غورځولو وروسته، د پولیسو لخوا په پښه ویشتل شوی او نیول شوی دی.

په ورته وخت کې، ایراني رسنیو نن سهار (سه‌شنبه، د می ۲۶مه) راپور ورکړ چې په شیراز کې یو قاضي وژل شوی دی.

د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، په شیراز کې د جنایي تحقیقاتو د څانګې د ۱۰۲ څانګې مشر احسان باقري د کار په لاره کې د دوو نامعلومو کسانو له خوا برید وشو او ووژل شو.

د ملګرو ملتونو د دوامداره ښاري پراختیا دفتر (UN-Habitat) نن (سه شنبه، د می ۲۷مه) په خپل ایکس کې اعلان وکړ، چې د کابل ښار...
27/05/2025

د ملګرو ملتونو د دوامداره ښاري پراختیا دفتر (UN-Habitat) نن (سه شنبه، د می ۲۷مه) په خپل ایکس کې اعلان وکړ، چې د کابل ښار ۷۵ سلنه اوسېدونکي په بېوزلو سیمو او غیر رسمي میشت ځایونو کې ژوند کوي.
د راپور له مخې، د افغانستان په پلازمینه کې له هرو پنځو کسانو څخه څلور یې په غیر رسمي مېشت ځایونو کې ژوند کوي چې د پاکو اوبو، فاضله اوبو سیسټمونو، روغتیایی مرکزونو او شنو ځایونو په څیر اساسي زیربناوې نلري.
دې وضعیت په ځانګړي ډول ماشومان له جدي زیان سره مخ کړي دي، ځکه چې دوی د ژوند له لومړنیو اړتیاوو څخه بې برخې دي.
د لسیزو جګړو او بې ثباتۍ له امله پراخه بېوزلي، ناامني او بې ځایه کیدنه د کابل ښار شاوخوا سیمو ته د خلکو د تګ اصلي عوامل بلل شوي دي.
دا سیمې اکثره د ښاري پلان جوړونې پرته جوړې شوې وې، او اوسیدونکي یې د برښنا نشتوالی، غیر معیاري سړکونه، او د تعلیمي او طبي اسانتیاوو نشتوالی په څیر ننګونو سره مخ دي.
د بشري میشت ځایونو پروګرام ټینګار کړی چې ماشومان، د ترټولو زیان منونکي ډلې په توګه، له دې شرایطو څخه تر ټولو ډیر ځوریږي او د ښه ژوند مستحق دي.
دې سازمان د زیربناوو د ښه کولو او د دې ټولنو لپاره د روښانه راتلونکي د خوندي کولو لپاره د بېړنۍ پانګونې غوښتنه کړې ده.

د ا.ا د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالم.تین قانع اعلان وکړ، چې د پکتیا ولایت په ګردیز ښار کې د واکسیناتور د یوه غړي د وژن...
27/05/2025

د ا.ا د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالم.تین قانع اعلان وکړ، چې د پکتیا ولایت په ګردیز ښار کې د واکسیناتور د یوه غړي د وژنې په تور یو کس نیول شوی دی.
د خبري سرچینو د معلوماتو له مخې، د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د پولیو واکسین یو کارکوونکی پرون سهار (دوشنبه، د غبرګولي ۵مه) د “بلند منزل” په سیمه کې د وسله‌والو لخوا ووژل شو.
د ا.ا د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع اعلان وکړ چې دا وژنه د لفظي شخړې وروسته شوې او د قضیې په تړاو یو شکمن کس نیول شوی دی.
د هغه په ​​وينا، د پېښې د جزئياتو د روښانه کولو لپاره نورې پلټنې پيل شوې دي، خو هغه وژنه “مرموزه” وبلله او نور معلومات يې ورنه کړل.
سیمه‌ییزو سرچینو رسنیو ته راپور ورکړی چې په برید کې یو بل واکسیناتور هم ټپي شوی دی. دا پېښه په پکتیا کې د پولیو واکسین د دوهم پړاو کمپاین په لومړۍ ورځ رامنځته شوه.
ځینو سیمه‌ییزو رسنیو ادعا کړې چې قاتل وروسته له هغه اقدام وکړ چې واکسین ورکوونکي د خپلو ماشومانو د واکسین کولو ټینګار وکړ.
دې پېښې په افغانستان کې د روغتیا پروګرام د کارمندانو د خوندیتوب په اړه اندیښنې راپورته کړې دي. د وژنې د انګېزې یا د شکمن کس د هویت په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي، او په دې اړه پلټنې روانې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې افغانستان کې شاوخوا ۲۲.۹ مېلیونه خلک ...
27/05/2025

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې افغانستان کې شاوخوا ۲۲.۹ مېلیونه خلک بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. اوچا ټینګار کړی، چې که نړۍواله ټولنه دا وضعیت له پامه وغورځوي، نو د مېلیونونو انسانانو ژوند به له لا ډېرو ګواښونو سره مخ شي. راپور زیاتوي،چې افغانستان اوس له یوه پراخ، ژور او دوامداره بشري ناورین سره مخ دی او سمدستي، همغږي او بې‌شرطه مرستو ته اړتیا لري. په راپور کې راغلي، چې په دې اړمنو خلکو کې۵.۷ مېلیونه ښځې، ۱۲ مېلیونه ماشومان، نیم مېلیون مشران او درې مېلیونه معیوبین شامل دي.

د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د صنعت اونۍ څلورم ملي او نړۍوال نندارتون پرانېست غونډه کې صنعت د هېواد...
27/05/2025

د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د صنعت اونۍ څلورم ملي او نړۍوال نندارتون پرانېست غونډه کې صنعت د هېواد پرمختګ مهمه وسیله بللی. برادر ویلي، سرپرست حکومت د هېواد صنعتي کېدو لپاره مهمې موخې تعقیبوي او هڅه کوي، چې د بهرنیو وارداتو پر ځای کورني تولیدات او محصولات ډېر کړي. هغه ویلي، دا مهال افغانستان په ۱۳۸ برخو کې ځان بسیاینې ته رسېدلی. برادر صنعت کارانو ته د هر اړخیز ملاتړ ډاډ ورکړی. بلخوا د ریاست الوزرا ادارې مرستیال هم یادو مراسمو کې ویلي، سرپرست حکومت هېواد کې د صنعت ودې او د صنعت کارانو لپاره لازمو اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دی. نوموړي له صنعت کارانو غوښتي، چې د توکو تولید او تورید کې دې نړېوالو معیارونو ته پاملرنه وکړي.

د کرکټ نړۍوالې وېبپاڼې، کرک انفو د افغانستان د کرکټ پياوړی ملي لوبغاړی، راشد خان د شل اوریزو سیالیو د غوره او لومړۍ درجه...
27/05/2025

د کرکټ نړۍوالې وېبپاڼې، کرک انفو د افغانستان د کرکټ پياوړی ملي لوبغاړی، راشد خان د شل اوریزو سیالیو د غوره او لومړۍ درجه لوبغاړي په توګه معرفي کړی دی. دغې وېبپاڼې ویلي، راشد خان تر اوسه په ۳۶۶ شل اوریزو لوبو کې برخه اخیستې چې پکې یې ۴۷۳ وېکټې اخیستې دي. راپور زیاته کړې چې افغان لوبغاړی، راشد خان ۳۴ ځل د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل شوی او ۷ ځل په بېلابېلو لیګونو کې هغو لوبډلو د لیګ اتلولي ګټلې، چې دی پکې و.

27/05/2025

د کابل لوګر دویم لین سړک د جوړیدو چارې په چټکۍ سره روانې دي.
راپور: عبدالکریم کریمي
#کابل

د افغانستان اسلامي امارت په یوه داسې حرکت کې، چې د پالیسۍ احتمالي بدلون پر ګوته کوي؛ د هغو عناصرو پر وړاندې د هڅو ښکارند...
27/05/2025

د افغانستان اسلامي امارت په یوه داسې حرکت کې، چې د پالیسۍ احتمالي بدلون پر ګوته کوي؛ د هغو عناصرو پر وړاندې د هڅو ښکارندویي کوي، چې په پاکستان کې له پولې هاخوا بریدونو ته آسانتیاوې برابروي. دا د اړیکو یو داسې بدلیدونکی ګام دی، چې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ یې ډیپلوماټیک حرکت نوی کړی دی.
د ایکسپریس ټریبیون د څرګندونو له مخې؛ که څه هم په وروستیو اوونیو کې د خلکو پام د پاکستان او هند ترمنځ مخ پر زیاتېدونکي تاوتریخوالي ته اوښتی؛ خو د پردې تر شا پاکستان او افغانستان د هغو اړیکو د ښه کولو لپاره مهم ګامونه پورته کړل، چې په وروستیو کلونو کې خړې شوې وې. په ځانګړي توګه د امنیتي مسلو په اړه.
په اندېښنو کې ډوب اسلام‌آباد د تحریک طالبان پاکستان او نورو وسلوالو ډلو له شتون سره مخ دی او ادعا کیږي، چې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي.
دغه هرڅه د روان کال د مارچ له میاشتې وځلېدل؛ هغه مهال، چې د پاکستان یو لوړ پوړی پلاوی د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي محمد صادق خان پر مشرۍ کابل ته راغی.
له دې غونډو باخبرې سرچینې وايي؛ د لومړي ځل لپاره پاکستان درک کړه، چې د اسلامي امارت مشرتابه د اسلام‌آباد امنیتي اندېښنې جدي نیسي.
د راپورونو پر بنسټ اسلامي امارت د هغو افغانانو نیول پیل کړي، چې یا یې له تحریک طالبان پاکستان سره همکاري کړې او یا یې د جلب او جذب په برخه کې فعال رول لوبولی دی. د امنیتي سرچینو د څرګندونو له مخې؛ په دې تړاو څو کسان نیول شوي او محاکمه شوي هم دي.
دې پرېکړو په ځانګړي توګه په خیبر پښتونخوا ایالت کې وسلوال تاوتریخوالی د پام وړ کم کړی او د دواړو ګاونډ حکومتونو ترمنځ د تاوتریخوالي په کمولو کې اغېزمنې ثابتې شوې دي.
ایکسپریس ټریبیون دا هم څرګنده کړې، چې وروستیو بدلونونو د اپریل پر نولسمه د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال اسحاق ډار ته د تاریخي سفر زمینه برابره کړه. دا په تېرو درې کلونو کې افغانستان ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر لومړی سفر و.
د دې سفر په لړ کې دواړو خواوو د متقابلو ژمنو هوکړې وکړې؛ افغانستان ژمن شو، چې اجازه به ورنکړي، چې خپله خاوره پر پاکستان د برید لپاره وکاروي او په بدل کې پاکستان ځینې سوداګریز محدودیتونه راکم کړل او افغان واردونکو ته یې د بانکي تضمین اړتیا هم له منځه یوړه.
د پهالګام د سیاحتي سیمې له برید وروسته د اسلامي امارت لخوا د هغو افغانانو د نیولو هڅو، چې پاکستان ته له ۷۰ څخه زیاتو وسلوالو په ننوتلو کې ښکېل ول؛ د اسلام‌آباد باور ډېر کړی دی.

ایراني چارواکو ويلي، چې دوی له افغانستان سره د هېواد ګډې پولې له مصنوعي ځیرکتیا پر کارولو کنټرول کړي. د ایراني پوځ د ځمک...
27/05/2025

ایراني چارواکو ويلي، چې دوی له افغانستان سره د هېواد ګډې پولې له مصنوعي ځیرکتیا پر کارولو کنټرول کړي.
د ایراني پوځ د ځمکنیو ځواکونو قومندان ټینګار کړی، چې له افغانستان سره د هېواد د ګډو پولو د تړلو پلان به د مصنوعي ځیرکتیا او برښنايي ټکنالوژۍ پر کارولو پلي کیږي او هڅه کوي، چې د روان کال تر پایه د پولې تړل څلور سوه کیلومټرو ته وغځوي.
د ایراني پوځ ځمکنیو ځواکونو قومندان له افغانستان سره د خپلو پولو د تړلو لپاره د ایران د هڅو د دوام ترڅنګ ويلي، چې له افغانستان سره د هېواد د ګډو پولو د تړلو پلان به د ‘مصنوعي ځیرکتیا ټکنالوژۍ’ او برښنا پر کارولو پلی شي.
کیومرث حیدري له ایراني رسنیو سره په مرکه کې زیاته کړې؛ دوی هڅه کوي، چې د روان کال تر پایه د پولې تړل څلور سوه کیلومټرو ته وغځوي.

کیومرث حیدري وایي: “د روان کال تر پایه پورې به د پولې بندښت څلور سوه کیلومټرو ته وغځوو. ډېر ښه پلان جوړ شوی دی. دا بندیز به ډېر ځیرکه وي. ویل کیدی شي، چې له هغو حسوونکو سره، چې د ټکنالوژۍ په وروستي څنډه کې دي او پخپله د ځمکنیو ځواکونو لخوا تولید شوي، دا دیوال او پوله ځیرکه کیږي.”

ایراني چارواکو دا ټینګار هم کړی؛ دا سرحدي دیوال، چې د عصري ټکنالوژیو پر کارولو جوړ شوی؛ د ټرافیکو دقیق او رښتیني وخت څارنه ممکنه کړي او د بهرنیو وګړو ټول ټرافیک، استوګنځی او کارموندنه به په مدغم سیسټمونو کې وڅارل شي او له امنیت سرغړونکو سره به پرېکنده چلند وشي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران د وسلوالو ځواکونو لوی درستیز محمد باقري د جمعې پر ورځ له افغانستان سره د ګډو پولو د سفر پر مهال وویل، چې په دې پروژه کې به له برښنایي او ځیرکو تجهیزاتو څخه کار واخیستل شي. هغه دا ټینګار هم وکړ، چې د پولې تړل به په سیمه کې د دوامداره امنیت په ډاډمنولو، د مخدره توکو قاچاق، منع شوي توکو کمولو او ایران ته د افغان کډوالو غیرقانوني تګ راتګ کې مهم رول ولوبوي.

Address

Afghanistan , Kabul
Khost
025

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when آزمون راډیو - Azmoon Radio posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category