21/06/2024
زموږ د کرکټ لوبغاړي زموږ اتلان دي او هر وخت يې زموږ په شونډو موسکا راوستې.😊
زموږ لوبډلې په ډېر کم وخت کې زیات پرمختګ کړی او غټې غټې لوبډلې یې ماتې کړي.
همدې لوبغاړو زموږ د وطن نوم او بیرغ د نړۍ په کونج کونج کې ځلولی او ځلوي يي.
همدا زموږ لپاره د وياړ ځای ده چې د ٢٠ هيوادو تر منځ موږ د نړیوال جام په اته غوره لوبډلو کې لوبیږو، په داسې حال کې چ د پاکستان او نیوزیلنډ په شان غټې لوبډلې مخکې له مخکې بهر شوي.
موږ د هندۍ لوبډلې د نيمايي په اندازه هم کرکټ نده کړی، نو ځکه یې ماتول موږ ته لږ څه ستونزمن دي خو په افغان اتلانو باور لرم چې نژدې وخت کې به د هند په شمول نورې غټې لوبډلې هم ماتوو.
په پاتې لوبو کې د افغان اتلانو د بریا په هیله.😘