RTA Khost

RTA Khost د افغانستان د خلکو غږ

30/06/2025

د خوست ولایت د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر قانون د تطبیق کمېټې په اونیزه غونډه کې پرېکړه وشوه چې له دې وروسته به ډاکټران ناروغانو ته راز لرونکې یا نه‌ لوستل کېدونکې نسخې نه لیکي

د خوست ولایت مقام ویاند مستغفر ګربز وایي یاده پرېکړه د ولایت مرستیال والي مولوي محبوب شاه قانت په مشرۍ د بېلابېلو امارتي ادارو د مسؤولینو او د عامې روغتیا رئیس په ګډون شوې ده. په ناسته کې ویل شوي چې دا ډول نسخې نه یوازې د ناروغانو ستونزې زیاتوي بلکې درمل پلورونکو ته هم د ناوړه ګټې زمینه برابروي

همداراز پرېکړه وشوه چې یاده کمېټه به له دې وروسته د روغتیايي مرکزونو له چارو جدي نظارت کوي او د غیر قانوني کړنو په ځانګي توګه د راز لرونکو نسخو له لیکلو مخنیوی کوي

یاده دې وي چې ډاکټران د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون د ۱۸مې مادې له مخې مکلف ديدچې نسخې واضح قانوني او د ناروغ د درک وړ ولیکي

30/06/2025
25/06/2025

د خوست ولایت مقام د مالي لګښت په ترڅ کې د مرديخېلو سړک د جوړېدو چارې نن رسماً پیل شوې دغه پروژه د خوست د ټولګټو چارو ریاست او ښاروالۍ په همغږۍ سره د جعل اندازې له مخې پلي کېږي.

چارواکي وايي چې د سرک جوړول به د خلکو پر ورځني تګ راتګ مثبت اغېز وکړي او سیمه‌ ییز اقتصاد ته به وده ورکړي.

24/06/2025

Address

Khost

Telephone

+93770406821

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when RTA Khost posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to RTA Khost:

Share

Category