ساه راډیو Sah Radio

ساه راډیو Sah Radio Sah Radio: ساه راډیو
News | Islamic | Social Programs
Broadcasting from Khost, Afghanistan
94.7 FM
The voice of truth, knowledge, and community.

نورستان ولایت کې یو ځل بیا خونړیو سیلابونو درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي.د نورستان اطلاعاتو او کلتور رئیس وایي نن شاو...
03/08/2026

نورستان ولایت کې یو ځل بیا خونړیو سیلابونو درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي.
د نورستان اطلاعاتو او کلتور رئیس وایي نن شاوخوا درې بجې د سختو اورښتونو له امله په برګمټال ولسوالۍ کې ویجاړونکي سېلابونه راوتلي، چي له امله یې اوله ګل کلی مکمل سېلاب څپو لاندې کړی.
نوموړی وایي، د ځاني تلفاتو په اړه دقیق جزئیات نشته، خو په پراخه کچه د یاد کلي اوسېدونکو ته مالي زیانونه اوښتي دي.

حشمت الله شهیدي د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو او ټېسټ سیالیو له لوبډلمشرۍ څخه استعفاء وکړه، شهیدي پر خپله في...
21/07/2026

حشمت الله شهیدي د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو او ټېسټ سیالیو له لوبډلمشرۍ څخه استعفاء وکړه، شهیدي پر خپله فيسبوک پاڼه لیکلي چې یاده پرېکړه یې په خپل رضایت ترسره کړې.

د جوزجان ولایت پر شبرغان–قوش‌ تپې سړک د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه تنه مړه او اووه نور ټپیان شوي دي.د جوزجان امنیې قوم...
21/07/2026

د جوزجان ولایت پر شبرغان–قوش‌ تپې سړک د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه تنه مړه او اووه نور ټپیان شوي دي.
د جوزجان امنیې قوماندانۍ ویاند قاري عبدالستار حلیمي ویلي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یو پروبوکس موټر د مهتاب پوستې په سیمه کې چپه شو.
د نوموړي په وینا، په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، چې د درملنې لپاره د جوزجان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د پېښې لامل سخت توپان او شګلنه هوا ښودل شوې ده.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت دهوا پېژندنې ریاست لخوا سبا د چنګاښ ۳۱ په لاندې ولایتونو کې د سختو بارانونو، تالنده بریښ...
21/07/2026

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت دهوا پېژندنې ریاست لخوا سبا د چنګاښ ۳۱ په لاندې ولایتونو کې د سختو بارانونو، تالنده بریښنا، تېزو بادونو او سیلابونو اټکل کړی دی.
نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، میدان وردګ،پکتیا، خوست، پکتیکا او غزني هغه ولایتونه دي چې د باران کچه یې ۱۰ څخه تر ۳۵ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.
همدارنګه د هوا پېژندنې ادارې په مرکزي، ختیځو، سوېل ختیځو، سوېلي او لویدیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو پېښېدو وړاندوینه کړې ده.

پاکستان د افغانستان والیبال ملي لوبډلې لوبغاړو ته ویزې ورنه کړې. د افغانستان والیبال ملي فدارسیون مسوولانو ویلي  چې د اف...
21/07/2026

پاکستان د افغانستان والیبال ملي لوبډلې لوبغاړو ته ویزې ورنه کړې.
د افغانستان والیبال ملي فدارسیون مسوولانو ویلي چې د افغانستان ملي لوبډله د پاکستان د ویزو نشتون له امله په دغه هېواد کې د مرکزي اسیا زون سیالیو کې له ګډون پاتې شوه.
دغه فدراسیون ویلي چې په کابل کې یې د پاکستان سفارت ته د ملي لوبغاړو د ویزو لپاره په کراتو غوښتنلیکونه استولي خو مثبت ځواب یې نه دی ترلاسه کړی.
ټاکل شوې دغه لوبې سبا (چهارشنبه) د اسلام اباد په کوربتوب د شپږو هېوادونو په ګډون پیل شي.

پېښو سره د مبارزې ریاست وایي، نورستان ولایت کې د تېرې ورځې د سیلابونو له امله تر دې دمه ۲۳ کسان مړه او ۸۰ نور ټپیان دي.د...
21/07/2026

پېښو سره د مبارزې ریاست وایي، نورستان ولایت کې د تېرې ورځې د سیلابونو له امله تر دې دمه ۲۳ کسان مړه او ۸۰ نور ټپیان دي.
د ۱۵ کسانو جسدونه موندل شوي دي.
د دوی په وینا چې ۱۰۰ کسان لا هم نادرکه دي.
۳۰ کورونه ۱۱ رسټورانټونه په بشپړه یا نسبي ډول ویجاړ شوي دي.
د پارون ښار د وضعیت ارزونې او د مرستو همغږۍ په موخه یو پلاوی له کابله نورستان ته تللی دی.

خوست کې د مخابراتي خدمتونو د پیاوړتیا په موخه يو بل ګام؛ مرکز او ګربزو کې د دوو نویو سایټونو سروې ترسره شوهد خوست ولایت ...
21/07/2026

خوست کې د مخابراتي خدمتونو د پیاوړتیا په موخه يو بل ګام؛ مرکز او ګربزو کې د دوو نویو سایټونو سروې ترسره شوه

د خوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د پرله‌پسې هڅو او هلو ځلو په پایله کې، د یاد ولایت په مرکز (ډينډه پانو) او د ګربزو ولسوالۍ په (عالیده) سیمې کې د افغان ټیلیکام مخابراتي شرکت د دوو نویو مخابراتي سایټونو سروې ترسره شوه.
د یادونې وړ ده چې د دغو مخابراتي سایټونو د جوړولو چارې به په نږدې ورځو کې پیل شي، چې په بشپړېدو سره به یې د یادو سیمو اوسېدونکو ته د مخابراتي او انټرنېټي خدماتو د لا ښه والي زمینه برابره شي.

نورستان ولایت کې سختو سیلابونو ګڼ شمېر مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.نن له غرمې وروسته د نورستان په مرکز پارون ښار کې د ...
20/07/2026

نورستان ولایت کې سختو سیلابونو ګڼ شمېر مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
نن له غرمې وروسته د نورستان په مرکز پارون ښار کې د سختو ورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې د ښار ګڼې هټۍ یې وړي دي.
د نورستان والي وايي، چې د سېلابونو له امله د دغه ولایت ښاروال له خپل کاري ټیم سره نادرکه دی.
نوموړی وايي، چې ژغورونکي ټیمونه د جسدونو په پیدا کولو بوخت دي.

د ایران په اصفهان زندان کې یو افغان وګړی اعدام شو.د هه نګاو بشري حقونو سازمان ویلي، د ایران په اصفهان کې د دستګرد زندان ...
20/07/2026

د ایران په اصفهان زندان کې یو افغان وګړی اعدام شو.
د هه نګاو بشري حقونو سازمان ویلي، د ایران په اصفهان کې د دستګرد زندان چارواکو د افغان وګړي ګل‌محمد محمدي او د ایران د وګړي عرفان اسفندیاري د اعدام حکم اجرا کړی دی.
دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د همدې قضیې لس نور تورن هم د اعدام له پریکړې سره مخ دي.
د ایران قضايي رسنیو د دغو اعدامونو اجرا تایید کړې ده.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال، صدیق‌الله خالد د افغانستان د تمویلاتو د تضمین بنسټ (ACGF)  له مرستیال ډېرک جوزف ټیسن او ...
20/07/2026

د افغانستان بانک لومړي مرستیال، صدیق‌الله خالد د افغانستان د تمویلاتو د تضمین بنسټ (ACGF) له مرستیال ډېرک جوزف ټیسن او مل پلاوي سره وکتل.

په دغه کتنه کې د کوچنیواو منځنیو سوداګریو د تمویل، تخنیکي همکاریو، بلاعوضه مرستو او مالي شمولیت د پراختیا په اړه خبرې وشوې.

دواړو لورو د خصوصي سکټور د ملاتړ او د مالي او بانکي سکټور د پیاوړتیا لپاره پر دوامدارې همکارۍ ټینګار وکړ.

Address

Khost

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ساه راډیو Sah Radio posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category