بدلون راډیو Radio Badloon

بدلون راډیو Radio Badloon بدلون راډیو په كونړ کې خپلواکه او ناپیلې راډیو ده، چې د ایف ایم پر ۸۸ څپو خپرونې کوي. Badloon is an independent Radio

Radio Badloon is an independent local Radio in Kunar Province of Afghanistan.

02/02/2025

کليوال ژوند خپرونه!
د کونړ ولايت په شيګل ولسوالۍ ماديش کلې کې

د سوریې د انتقالي حکومت مشر احمد شرع به د بشارالاسد د حکومت تر پرځېدو وروسته په خپل لومړي بهرني سفر نن (یکشنبه) سعودي عر...
02/02/2025

د سوریې د انتقالي حکومت مشر احمد شرع به د بشارالاسد د حکومت تر پرځېدو وروسته په خپل لومړي بهرني سفر نن (یکشنبه) سعودي عربستان ته ولاړ شي.
تر دې وړاندې د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیر هم د تېرې جنوري میاشتې په ۲۴مه دمشق ته تللی و او د رویټرز د راپور لمخې، دې سفر کې یې ویلي و چې، له امریکا او نورو لویدیځو هېوادونو سره پر سوریې د لګېدلو بندیزونو پر لمنځه وړلو خبرې کوي.
#طلوع‌نیوز

ګرانو هېوادوالو سهار مو نېکمرغه !نن ورځ
02/02/2025

ګرانو هېوادوالو سهار مو نېکمرغه !
نن ورځ

د افغانستان کرکټ بورډ راتلونکو سترو سیالیو لپاره د بشپړ چمتوالي ډاډ ورکړې.بدلون راډیو Radio Badloon
01/02/2025

د افغانستان کرکټ بورډ راتلونکو سترو سیالیو لپاره د بشپړ چمتوالي ډاډ ورکړې.
بدلون راډیو Radio Badloon

01/02/2025

کونړ کې د ښاروالۍ لخوا د باکلتوره ښاري، ښه ښار تر عنوان لاندې دوه ورځنۍ سیالۍ پیل شوي.

01/02/2025

د نن ورځي مهم او وروستي خبرونه؛

د کابل سرينا هوټل د فعاليت په اړه د امارتي شرکتونو ریاست وضاحت!Pajhwok Afghan News
01/02/2025

د کابل سرينا هوټل د فعاليت په اړه د امارتي شرکتونو ریاست وضاحت!
Pajhwok Afghan News

01/02/2025

خپرونه: رڼا پلوشی
کوربه: طلحه یوسفزی

01/02/2025

خپرونه: ډاکټر ستاسې په کور کې؛
موضوغ زکام يا ريزش(common cold)
ميلمه: ډاکتر زبير (عباد)
کوربه: نبى ساحل

01/02/2025

د اسعداباد ښاروالۍ لخوا په دوهمه ناحیه کې د اته مخکښو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره کيږي!
د مکلې او کرهالى ترمنځ همدا شیبه!

وخت:3:00 وروسته له غرمې.داسعارو پر وړاندې د افغانۍ د مبادلې نرخ منځنی حد.حد اوسط نرخ مبادله افغانی در مقابلبدلون راډیو R...
01/02/2025

وخت:3:00 وروسته له غرمې.
داسعارو پر وړاندې د افغانۍ د مبادلې نرخ منځنی حد.
حد اوسط نرخ مبادله افغانی در مقابل
بدلون راډیو Radio Badloon

پاکستان کې د افغان کډوالو کمېشنر د دغه هېواد د سنا جرګې د ایالتونو او سرحدي سیمو کمېټې ته ویلي، شاوخوا ۲.۹ میلیونه افغان...
01/02/2025

پاکستان کې د افغان کډوالو کمېشنر د دغه هېواد د سنا جرګې د ایالتونو او سرحدي سیمو کمېټې ته ویلي، شاوخوا ۲.۹ میلیونه افغانان دغه هېواد کې ژوند کوي چې ۱.۴ میلیونه یې ثبت شوي او صفر اعشاریه ۷ میلیونه نور یې نه دي ثبت شوي.
دغه کمېشنر سنا جرګې ته د افغان کډوالو لپاره د مرستو په اړه هم مالومات ورکړي دي.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې، د دغه هېواد د سنا جرګې دوو غړو سعدیه عباسي او سید منصور احسان افغان کډوالو سره پر مرستو ټینګار کړی دی.
بدلون راډیو Radio Badloon

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست ویلي، چې د دغه ریاست له لوري د هغو څلورو نیمګړو روغتیایي پروژو چارې بېرته پیل شوې، چې تر دې ...
01/02/2025

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست ویلي، چې د دغه ریاست له لوري د هغو څلورو نیمګړو روغتیایي پروژو چارې بېرته پیل شوې، چې تر دې وړاندې د بودیجې کمښت له امله نیمګړې پاتې وې.
د ننګرهار عامې روغتیا رییس ویلي، افغان حکومت د دې نیمګړو پروژو لپاره بودیجه ځانګړې کړې او پاتې چارې اوس بېرته پیل شوي دي.
دغه نیمګړې چارې د بتي کوټ ولسوالۍ روغتون او د روداتو ولسوالۍ د شهیدانو مینې روغتون وې، چې اوس یې چارې بېرته پیل شوې.
د دغو پروژو چارې چې وړاندې تر دې ۸۰ سلنه ترسره شوې وې، د عامې روغتیا رییس یې د نورو چارو بشپړېدو لپاره قراردادي شرکت ته لارښوونه وکړه، څو په خپل وخت او د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ مطابق یې بشپړې شي.
د عامې روغتیا ریاست رسنیز دفتر د دغو پروژو د لګښت په تړاو څه نه دي ویلي.بدلون راډیو Radio Badloon

وخت:12:00 وروسته له غرمې.داسعارو پر وړاندې د افغانۍ د مبادلې نرخ منځنی حد.حد اوسط نرخ مبادله افغانی در مقابل اسعار.بدلون...
01/02/2025

وخت:12:00 وروسته له غرمې.
داسعارو پر وړاندې د افغانۍ د مبادلې نرخ منځنی حد.
حد اوسط نرخ مبادله افغانی در مقابل اسعار.
بدلون راډیو Radio Badloon

وخت 10:30 مخکې له غرمېداسعارو پر وړاندې د افغانۍ د مبادلې نرخ منځنی حد.حد اوسط نرخ مبادله افغانی در مقابل.بدلون راډیو Ra...
01/02/2025

وخت 10:30 مخکې له غرمې
داسعارو پر وړاندې د افغانۍ د مبادلې نرخ منځنی حد.
حد اوسط نرخ مبادله افغانی در مقابل.
بدلون راډیو Radio Badloon

وخت:9:00 مخکې له غرمې.داسعارو پر وړاندې د افغانۍ د مبادلې نرخ منځنی حد.حد اوسط نرخ مبادله افغانی در مقابل.بدلون راډیو Ra...
01/02/2025

وخت:9:00 مخکې له غرمې.
داسعارو پر وړاندې د افغانۍ د مبادلې نرخ منځنی حد.
حد اوسط نرخ مبادله افغانی در مقابل.
بدلون راډیو Radio Badloon

د حـ ـماس نظامي څانګې عزالدین القسام تایید کړې، چې محمد الضیف د القسام عمومي قومندان د وروستي جنګ پر مهال شهید شوی دی.د ...
01/02/2025

د حـ ـماس نظامي څانګې عزالدین القسام تایید کړې، چې محمد الضیف د القسام عمومي قومندان د وروستي جنګ پر مهال شهید شوی دی.
د القسام ویاند ابو عبیده په رسمي بیان کې وویل، چې الضیف له یو شمېر نورو قومندانانو سره د اسراییلي بریدونو په پایله کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.
په شهیدانو کې مروان عیسی، غازي ابو طماعه (ابو موسی)، راید ثابت، رافع سلامه (ابو محمد)، احمد الغندور (ابو انس)، ایمن نوفل (ابو احمد) شامل دي، چې هر یو یې د القسام په نظامي جوړښت کې مهم مسوولیتونه درلودل.
محمد الضیف د ۱۹۶۵ ز کال د غزې په خان‌ یونس کمپ کې زېږېدلی و او د غزې اسلامي پوهنتون کې یې د بیولوژي زده کړې کړې وې.
هغه د حماس نظامي ځواک مهم قومندان و، چې د الاقصی طوفان عملیاتو له اساسي طراحانو څخه ګڼل کېده.
بدلون راډیو Radio Badloon

د سرینا هوټلونو ادارې په یوه خبرتیا کې اعلان کړی، چې له نن شنبې (د سلواغې ۱۳مې) څخه یې په افغانستان کې خپل فعالیتونه درو...
01/02/2025

د سرینا هوټلونو ادارې په یوه خبرتیا کې اعلان کړی، چې له نن شنبې (د سلواغې ۱۳مې) څخه یې په افغانستان کې خپل فعالیتونه درولي دي.
دوی.د بندېدو لامل نه‌ دی څرګند شوی، خو زیاته کړې یې ده چې د هوټل چارې بلې ادارې ته سپاري.
یاد هوټل ویلي، چې په نهو نورو هېوادونو کې به یې خدمات د پخوا پڅېر دوام ولري.
کابل سرینا هوټل له شاوخوا دوو لسیزو راهیسې فعالیت درلود، چې د لوړپوړو نړیوالو او کورنیو چارواکو او نړیوالو بنسټونو د دفترونو کوربه و.
افغان حکومت تر دې دمه په دې تړاو رسمي غبرګون نه‌ دی ښودلی.
دغه هوټل کې د نظام له بدلون وروسته ګڼ شمېر هغه خلک دېره وو، چې امریکا ته د تللو لپاره یې کیسونه په جریان کې وو.
بدلون راډیو Radio Badloon

Address

Kunar

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when بدلون راډیو Radio Badloon posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to بدلون راډیو Radio Badloon:

Share