26/08/2025
دغه کيسه ضرور ولولئ:
ابو الوفاء ابن العقيل الحنبلي ته چا وويل ته الله په څه شي دومره شتمن مالداره کړې، ده ورته وويل: په رښتيا او امانتدارۍ.
بيا يې خپله کيسه وکړه:
ويل يې: يو وخت حج ته ولاړم چې بيت الله کې وم ډير وخت مې تير کړ هلته خرچه راسره ختمه شوه.
ما په مقام ابراهيم کې لمونځ وکړ داسې د صفاء خوا ته روان وم چې يو د سرو زرو غټ اميل مې پيدا کړ.
ماته خو هغه حديث هم معلوم و چې حرم کې به ورک شوی شی نه را اخلې، او هغه ټکی هم راته معلوم و چې څوک اعلان کوي هغه به يې را اخلي.
هغه اميل مې يوه مياشت په بيت الله کې ګرځوې او اعلان مې کوې، چې داسې اميل مي پيدا کړی دی که د چا وي نښې دې راته ووايې؟
خو سم د لکونو د درهمو اميل و.
بيا چا راته وويل:
دلته يو سپين ږيری شيخ دی هغه پسې ګرځي، ابن عقيل وايې سم خوشاله شوم او پسې راروان شوم.
چې کتل مې يو سپين ږيری ناست دی ما ورته وویل: ستا څخه اميل ورک شوی دی؟
او ورته مې وويل څه نښې يې دي؟
ويې ويل: دا علامه او نښه يې ده او دا ده
ويل سم خوشاله شوم لکه د اوږو چې مې دروند بار کښته شي.
ويل هغه بوډا هم سم خوشاله سو شکريه يې اداء کړه.
ويل زه سم غريب شوی وم، خو ما ويل خير غريب دې يم خو چې حرام ونه خورم.
ويل دغه لار مې ونيوله شام ته لاړم هلته مې څه علم هم زده کړ، خو سخت غريب شوم بيا بيت.المقد.س ته لاړم هلته مې څه وخت بندګي وکړه.
بيا لاړم د حلب ښار ته، جامې مې هم نه وې بس د شپې مي هغه ووينځلې او يو لنګ مي ووهو چې جامې مې وچې شوې بيا مې واچولې.
وږی وم خو زړه مې نه غوښتل چې د چا څخه څه شی وغواړم.
عبادت مې وکړ سهار چې خلک راغلل يو کس څه خوراک هم راوړ.
بله شپه راباندې راغله يو کس ماته وويل ته دا د سهار جماعت راته وکړه.
زه مخکې شوم، چې لمونځ مي ورکړ دې خلکو راته وويل ميلمه ته به نه ځې مونږ يوه مشوره کوو، مال څه مشوره کوئ؟
هغوی وويل: د دې جماعت يو غټ شيخ او عالم و څو ورځې وړاندې هغه وفات شو، اوس ته مونږ ته امامتي او خطابت کوه.
دی وايې زما هم ضرورت و مال سمه ده.
وايې: بيا دا خلم راجمع شول، ویې ويل دا سړی راڅخه ولاړ نه شي.
ماته يې وويل: چې مونږ به يوه خبره درته وکړو
مال: څه خبره ده؟ ویل زمونږ چې کوم امام او خطيب و د هغه نه زامن شته او نه يې وروڼه شته، يوه لور يې پاتې ده.
هغه دا وصيت کړی دی که داسې څوک و چې زما نيابت يې کولی شو نو دا زما لور ورته نکاح کړئ.
که ته خوشاليږې نو په نکاح به يې در کړو، مال چې تاسې واياست نو خوښه مې ده.
وايې واده مې وکړ، د دې خپلې ناوې سره مې ورځ دوه درې تيرې کړې هغې صندوق راواخيست، ما ورته وويل ګوره زه غريب يم که څه راڅخه غواړې.
هغې راته وويل: زما سره روپۍ ډېرې دي په هغو به ګذاره کوو، خو چې صندړق يې خلاص کړ هم هغه اميل يې راوویست کوم چې ما بيت الله کې پيدا کړی و.
ما پوښتنه ورڅخه وکړه هغې راته وويل: زما يو سپين ږيری پلار و عالم و هغه ماته دغه اميل جوړ کړی و بيا حرم کې ورڅخه ورک شوی و بيا يو چا پيدا کړی و بيا يې بيرته زما پلار ته ورکړی و.
او زما پلار چې به کوم لمونځ کاوه او کوم لمانځه ته چې به تللو دغه دعاء به يې کوله:
الهي زما د لور خاوند يو داسې حلال خور سړی کړې لکه دغه زما اميل چې يې ماته واپس کړ..
ورته ويې ويل: پلار دې څه شو ويې ویل: هغه وفات شو ورته ویې وويل: لکه چې هغه ارمان يې پوره شو، ميرمنې يې ورته وويل نه پوهيږم چې ته به هغسې يې او کنه..
بيا يې ورته وويل: زما کور ودانې هغه کس خو زه وم.
د سپين ږيري لور په ژړا شوه، ويې ويل: قسم په الله دا زما د پلار د دعا او ستا د امانتدارۍ برکت دی چې بيرته يې د هغه اميل خاوند ته جوړ کړې...
دا د رښتياء، تقوی، امانتدارۍ برکات دي.
که دې ولوستله ملګرو سره يې هم شريکه کړه.